تازه سرليکونه
د (د ژوندانه چاري) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
له ژوند نه خوند واخله: ولې د وړتیاوو په لټه کې یو؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 23, 2018
  0

كتاب: له ژوند نه خوند واخله
ليكوال: د.محمد العریفي/ ژباړن: نصرت الله محمود
تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

ولې د وړتیاوو په لټه کې یو؟

 

یوې غریبي سیمې ته د بیان کولو لپاره لاړم.
له بیان وروسته یو استاذ راته راغی چې دې سیمې ته له کوم بل ځای نه راتللو.


راته ویې ویل: مهرباني به مو وي که له موږ سره د ځینو شاګردانو په سرپرستۍ کې مرسته وکړئ.


ما وویل: عجیبه ده!! ایا حکومتي مکتبونه وړیا نه دي؟!


ويې ویل: هو. خو موږ د پوهنتون لپاره د شاګردانو سرپرستي کوو. 


ما وویل: نو ایا پوهنتونونه حکومتي نه دي؟ حکومتي پوهنتونونه خو د محصلینو سره اضافي مرستې هم کوي.


ویې ویل: زه به ټوله قصه درته وکړم.


زموږ سره شاګردان دي چې له لیسې فارغیږي د نومرو سلنه یې له ۹۹ پورته وي. دومره پوهه او هوښیاري الله ورکړې که په امت وویشلی شي بسنه به ورته وکړي.


خو کله چې فارغ شي او له کلي نه دباندې د مسافرۍ اراده وکړي څو طب، انجینري.. شرعیات.. کمپیوټر ساینس.. او یاهم کومه بله پوهنځۍ ووایي.. پلار یې منعه کړي ورته وایي: همدومره تعلیم بس ده. اوس له ما سره مال وپووه.


نا پامه مې چیغه کړه: مال پوول؟!


ویل: هو. مال پوول.


اوس بیچاره له خپل پلار سره په کور وي او شپني کوي او هغه صلاحیتونه او وړتیاوې یې وژل کیږي. کلونه پرې تیر شي او دی هماغه شپون وي.


او کیدی شي واده وکړي، بچیان یې وشي، بیا دی هم د بچیانو سره د خپل پلار چلند غوره کړي نو هغوی به هم شپانه وي!!


ماویل: حل څه ده؟!


ویل: حل دا ده چې موږ پلار په دې راضي کړو چې په څو سوه ریاله یو شپون ونیسي، هغه پیسې موږ ورکوو او نابغه زوی به یې له خدای ورکړي صلاحیتونو او وړتیاوو ګته اخلي تر څو له پوهنتون نه فارغ شي.


بیا استاذ سر ښکته کړ، ویل: دا د منلو نه ده چې صلاحیتونه او وړتیاوې دې د خلکو په سينو کې مړې شي او وروسته دې بیا افسوس پرې کوي.


وروسته مې په خبرو کې سوچ وکړ... نو ومې لیدل چې د وړتیاوو لوړولو او له هغه نه د ګټې اخیستلو پرته یو ځای ته رسیدل ناشوني دي.


هو!


زه چیلنج ورکوم که مو کوم بریالی کس ولید، هغه که په علم کې وي، که په دعوت کې وي، په بیان کې وي، په تجارت کې وي، ډاکټري کې وي، انجینري کې وي، یا د خلکو زړونو خپلولو کې او یا په کورنۍ کې بریالی لکه بریالی پلار له زامنو سره او یا بریالۍ ښځه له خاوند سره.


او یا په ټولنه کې بریالی لکه بریالی کس له ملګرو او ګاونډیانو سره. مطلب بریالي خلک، نه د نورو په اوږو پورته کیدونکي..!!


زه چیلنج ورکوم چې هیڅ یو له دغو بریالیو خلکو د بریا دې لوړو پوړو ته نه دي رسیدلي مګر د خاصو وړتیاوو په کارولو سره، په شعوري یا غیر شعوري توګه او د بریا دې لوړو پوړو ته یې رسولي دي. ځینو به طبیعي بریالۍ وړتیاوې کارولي وي او ځینو نورو به وړتیاوې زده کړې وي بیا به یې کارولي وي نو بریالي شوي دي.

 

د یو بریالي شخص واقعه!
 موږ دلته د دې بریاليو خلکو په اړه څیړنه کوو، ژوند یې مطالعه کوو او لاره یې څارو تر څو پوه شو څنګه بریالي شول؟ او ایا ممکن ده چې موږ هم همدا لار غوره کړو او د دوی په څیر بریالي شو؟!


یو څه موده وړاندې د نړۍ د یو شتمن کس شیخ سلیمان بن عبدالله الراجحي مصاحبې ته غوږ وم.


نو په اخلاقو او فکر کې مې یو غر وموند.


یو میلیونر سړی چې په زرهاوو جایدادونه لري، په سلهاوو جوماتونه یې جوړ کړي او د زرهاوو یتیمانو سرپرستي کوي، د بریا په لوړو پوړو کې دی.


د خپل شروع په اړه غږیده، د نن نه پنځوس کاله مخکې، یو عام سړی وو چې د ورځې له خوراک زیات به یې څه نه موندل او کله هغه هم نه!..


وایي چې کله به یې د ځینو خلکو کورونه پاکول څو یو مړۍ ډوډۍ پیدا کړي او ځیني وخت به یې په کومه هټۍ کې په کار کولو شپه سبا کړه او ویلې یې چې څنګه د غره په بیخ کې وو خو همت یې له لاسه نه ورکاوه او په ختو ختو د غره سر ته وخوت.


دده د صلاحیتونو او وړتیاوو په اړه مې فکر کاوه نو ومې لیدل چې ډیر زموږ د الله په فضل د ده په څير کیدی شو که وړتیاوې زده او عملي کړو او په هغه صبر وکړو او ثابت قدمه پرې پاتې شو.


هو!


یو بل څه چې د وړتیاوو لټون ته مو هڅوي، هغه دا چې شاید ځیني زموږ په طبیعي ډول با صلاحیته وي او وړتیاوې ولري خو خپله ترې ناخبره وي او یا یې څوک په رابرسیره کولو کې مرسته نه ورسره کوي.


لکه د بیان وړتیا، د تجارت وړتیا او یا د ملګرتیا وړتیا. کیدی شي دا وړتیاوې په خپله په ځان کې ومومي او یا یې استاذ ور په ګوته کړي یا هم ملګری ورور او یا بل څوک... او کیدای شي چې دا وړتیاوې په نفس کې همداسې بندیوانې پاتې شي او د خلکو تر منځ مروج عام طبیت پرې غالب شي او لکه تنکی نیالګی همالته وچ شي.


نو بیا به مو یو مشر له لاسه ورکړی وي او یا به مو یو خطیب او یا یو عالم له لاسه ورکړی وي او یا شاید نیک خاوند او یا هم نصیحت کونکی پلار...


موږ به دلته د ښکلو وړتیاوو یادونه وکړو او تاته به یې دریادې کړو که په تا کې وي او که نه وي نو در وبه یې ښایو...
نو رازه...!


حاصل...


کله چې غره ته ختلې نو سر ته یې ګوره، شاوخوا خورو ورو ډبرو ته دې پام مه کوه.


په مضبوطو قدمونو پورته کیږه، ورخطا کیږه مه چې بیا دې پښه ښوییږي!

سرته