تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د قرانکریم د سورتونو د نومونو معنی
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 25, 2018
  0

د قرآن شریف د سورتونو نومونه د معناګانو سره


ژباړه: مولوي نور الحق مظهري / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

‍۱- فاتحه: خلاصوونکی (شروع کوونکی)
۲- بقره: غوا 
۳- آل عمران: د موسی علیه السلام ټبر
۴- نساء: ښځي
۵- مائده: دسترخان
۶- انعام: حیوانات
۷- اعراف: د جنت او دوږخ ترمینځ ځای دئ
۸- انفال: غنیمتونه
۹- توبه: ګرځیدل (توبه کول)
۱۰- يونس: د پیغمبر نوم دئ
۱۱- هود: د پیغمبر نوم دئ
۱۲- يوسف: د پیغمبر نوم دئ
۱۳- رعد: تالنده
۱۴- ابراهيم: د پیغمبر نوم دئ
۱۵- حجر: د ثمودیانو د ځای نوم دی
۱۶- نحل: د شاتو موچۍ
۱۷- اسراء: د شپې لخوا تلل 
۱۸- كهف: غار
۱۹- مريم: د عیسی علیه السلام مور
۲۰- طه: د الله جل جلاله او رسول الله صلی الله علیه وسلم ترمنځ یو راز دئ
۲۱- انبياء: پیغمبران علیهم السلام
۲۲- حج: د دین د اصولو څخه یو اصل دئ. 
۲۳- مؤمنون: ایمان راوړونکي
۲۴- نور: رڼا
۲۵- فرقان: جلا کوونکی
۲۶- شعراء: شاعران
۲۷- نمل: میږیان
۲۸- قصص: قصې 
۲۹- عنكبوت: جولاګۍ 
۳۰- روم: د یو هیواد نوم دئ
۳۱- لقمان: د یو حبشي صالح حکیم نوم دئ چي د داود علیه السلام په وخت کی ژوند کوئ.
۳۲- سجده: سجده کول
۳۳- احزاب: حزبونه او ډلي
۳۴- سبا: په یمن کی یو ښار دئ چی د هدهاد لور بلقیس یې حاکمه وه چي بیا یې د سلیمان علیه السلام سره نکاح وکړه.
۳۵- فاطر: پیدا کوونکئ، څیرونکئ
۳۶- يس: د الله جل جلاله او رسول الله صلی الله علیه وسلم ترمنځ یو راز دئ
۳۷- صافّات:  صف او کتار کیدونکي
۳۸- ص: د الله جل جلاله او رسول الله صلی الله علیه وسلم ترمنځ یو راز دئ
۳۹- زمر: د زمره جمعه ده: ډلي او ټولۍ
۴۰- مؤمن: ایمان راوړونکی
۴۱- فصّلت: برخي برخي سوی او تقسیم سوی
۴۲- شورى: مشوره او نظر غوښتل
۴۳- زخرف: زیورات او ښائست
۴۴- دُخان: دود
۴۵- جاثيه: پر ځنګنو لویدونکي
۴۶- احقاف: یمن ته نژدې د عادیانو استوګنځای دئ.
۴۷- محمّد: د رسول الله صلی الله علیه وسلم نوم دئ.
۴۸- فتح: بریالي توب
۴۹- حجرات: اطاقونه او کوټې
۵۰- ق: د الله جل جلاله او رسول الله صلی الله علیه وسلم ترمنځ یو راز دئ
۵۱- ذاريات:  خاوري بادونکی باد 
۵۲- طور: د هغه غره نوم دئ چي موسی علیه السلام د تورات د نزول لپاره ورغلئ وو.
۵۳- نجم: ستوری
۵۴- قمر: سپوږمۍ
۵۵- رحمن:  ډير رحم کوونکی
۵۶- واقعه: پیښه
۵۷- حديد: اوسپنه
۵۸- مجادله: خبري، سوال و جواب، جدل
۵۹- حشر: راوتل او حشر کیدل
۶۰- ممتحنه:  ازمویل سوې ښځه
۶۱- صفّ: صف او ردیف
۶۲- جمعه: د اونۍ د ورځو څخه یوه ورځ ده
۶۳- منافقون: دوه مخي
۶۴- تغابن: ګټل او بایلل، غم او تاوان
۶۵- طلاق: د ښځي خوشي کول
۶۶- تحريم: حرام او ممنوع کیدل
۶۷- ملك: پاچاهي
۶۸- قلم: د لیکلو آله
۶۹- حاقّه: حق واقع کیدونکی
۷۰- معارج: زینې او پورته کیدونکي رتبې
۷۱- نوح: د یو پیغمبر نوم دئ
۷۲- جن: پیریان
۷۳- مزمّل: په څادر کي نغښتی
۷۴- مدثّر: په کالو کی نغښتی 
۷۵- قيامت: راپورته کیدل او حشر کیدل
۷۶- دهر: زمانه
۷۷- مرسلات: لېږل سوي
۷۸- نبا: خبر
۷۹- نازعات: په قوت او زور کشوونکي
۸۰- عبس: په څيره باندي د ناخوښۍ اظهار کول
۸۱- تكوير: راټولیدل، بې نوره کیدل
۸۲- انفطار: څیریدل
۸۳- مطففين: په پیمانه او تول کي کمی کوونکی
۸۴- انشقاق: چاودل او دړه دړه کیدل
۸۵- بروج: برجونه
۸۶- طارق: د شپې ښکاره کیدونکئ اوځلیدونکی ستورئ.
۸۷- اعلى: لوړ
۸۸- غاشيه: ټول نیوونکی
۸۹- فجر: سپيده دم
۹۰- بلد: ښار
۹۱- شمس: لمر
۹۲- ليل: شپه
۹۳- ضحى: څاښت او روښنایي
۹۴- انشراح: خلاصیدل او پیراخیدل
۹۵- تين:  اینځر
۹۶- علق: ټوټه وینه
۹۷- قدر: مقدار، تقدیر
۹۸- بيّنه: ښکاره دلیل او معجزه
۹۹- زلزال: لړزیدل
۱۰۰- العاديات: ځغاستونکي اسونه
۱۰۱- قارعه: ټکوونکې
۱۰۲- تكاثر: فخر کول، په ډیر والي باندي
۱۰۳- عصر: زمانه او مازدیګر
۱۰۴- همزه: عیب لټونکئ او طعن ویونکئ
۱۰۵- فيل: یو حیوان دئ
۱۰۶- قریش: د عربو مشهور قوم
۱۰۷- ماعون: د معاونت اسباب
۱۰۸- كوثر: ډیر خیر، حوضِ کوثر
۱۰۹- كافرون: کافران 
۱۱۰- نصر: مرسته
۱۱۱- تبّت: مات دي سي
۱۱۲- اخلاص: خالص کیدل
۱۱۳- فلق: سهار
۱۱۴- ناس: خلګ

 

جزاكم الله خيرا. 

یادونه: د ځینو نومانو لپاره نوري معناګاني هم وي خو دلته یې هغه مشهوري ذکر سویدي.

 

د اسماء الحسنی ژباړه

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته