تازه سرليکونه
د (مطمئن ژوند) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
پر خپل ځان د حاکیمیت پیدا کولو پنځه کړنلاري
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 12, 2018
  0

ژباړه: جمعه ګل همدرد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

پر خپل ځان د حاکیمیت پیدا کولو پنځه ثابتي سوي کړنلاري

پر خپل ځان حاکیمت او کنټرول د اهدافو لاسته راوړلو، بشپړ صحتمند ژوند تېرولو او په نتیجه کي د خوشحاله اوسېدولو یوازنی لامل دی. ډیري مهمې ځانګړتیاوې شتون لري چې د یو شخص د لاسته راوړنو او خوښیو سره مرسته کولای سي، لیکن یوازې یوه یې د ژوند په ټولو اړخونو کې دوامداره او د اوږدې مودې بریالیتوب یقیني کوي چي هغه پر خپل ځان حاکیمیت دی. پر خپل ځان حاکیمیت که څه هم هغه ستاسو  په خوراک، ورزش، کار، اخلاقو یا اړیکو پوري اړوند وي بیا هم د اهدافو د ترلاسه کولو لوی لامل دی.

 

په ۲۰۱۳م کال چي کومه څېړنه د ویلیلم هافمېن له خوا سوې ده دا ثابتوي چي کوم خلک چي پر خپلو ځانونو پوره حاکیمیت لري تر هغو چي پر خپلو ځانونو پوره حاکیمیت نه لري ډېر خوشحاله دي، دا موندنه سمه ده ځکه چي ستا اختصاصي کړني دي چي د مقاومتونو سره تاسو ته د مبارزې توان در کوي. دغه خلک و هغه کارونو ته ډېر لږ وخت ورکوي کوم چي د دوی د روغتیا لپاره ښه نه دي او کولای سي په اسانۍ سره مثبتي پریکړې وکړي. پر خپل ځان باندي حاکیمیت تاسو ته دا توان درکوي چي د احساساتو او د نورو پر رایه ولاړي غلطي پریکړي ته " نه " ووایاست او پر ځاي یې پر حقیقت ولاړي ګټوري پریکړي وکړی.  سره له دې چي ډېری خلک داسي فکر کوي چي پر ځان حاکیمیت یوه فطري کړنه ده، خو تاسو اړ یاست چي دا چاره د ژوند په ورځنیو کړونو کي  تمرین او تکرار کړی.

 

د دې لپاره چي پر خپلو ځانونو مو بشپړ حاکیمیت ومومی نو لاندي پنځه ثابتي سوي لاري و ازمویئ. دا چاره به ستاسو سره د غوره عاداتونو په خپلولو، د ناسمو عاداتو په پرېښولو او په ورځنیو کارونو کي د بدلون په راوستولو کي مرسته وکړي.  پر خپلو ځانونو بشپړ حاکیمیت به ستاسو سره د ژوندانه په هر اړخ کي مرسته وکړي تر څو خوشحاله، ازاد او باورمند ژوند وکړی. دا کړني وازمویئ ستاسو خوښي به ستاسو څخه مننه وکړي.

 

۱: فکري مغشوشتیا مو لیري کړئ:

 پر ځان حاکیمیت هغه وخت لا ډېر اسانه کیږي کله چي تاسو هغه زاړه متل ته ولاړ سی " د سترګو لیري د فکره لیري" د خپل کاري چاپیریال څخه ټول خنډونه لیري کول لومړۍ چاره ده چي تاسو ته مو پر ځانونو باندي د حاکیمیت توان درکوي. که تاسو پدې هڅه کي یاست چي خپل خوراک مو کنټرول کړی نو د هر ګړي خوراک څخه منع وکړئ. خپل د دفتر اشپز ته مو ووایاست چي تاسو ته د غرمنۍ د پاره برېښنالیک وانستوي. که تاسو غواړی چي د کار په جریان کي مو تمرکز ګډوډ نسي نو خپل موبایل مو بند کړئ او د خپل مېز څخه مو ټول هغه شان لیري کړئ چي ستاسو تمرکز خرابوي. که بیا هم په تمرکز کي ستونزه لری نو پر "ځان د حاکیمیت آپليکېشن" مو خپل کمپیوټر ته را کښته کړئ تر څو هغه د فېسبوک، یوټوب او حتی د ایمېل مخه د یو معلوم وخت د پاره ډب کړي. خپل ځان د هر هغه بد اثر اچوونکي شي څخه وساتئ چي ستاسو بریا زیانمنوي.

 

۲: په منظم او روغتیايي ډول خورک وکړئ: 

څېړونو ښوولې ده چي د ویني ټيټ فشار اکثره وختونه د انسان پر ماغزو بد اثر اچوي. کله چي تاسو وږي یاست دماغ ته مو پوره انرژي نه رسیږي چي په پایله کي یې تمرکز کمیږي. لوږه تاسو ته ستاسو مخته پروت کار سختوي او تمرکز مو زیانمنوي. تاسو د ژوند په ټولو اړخونو کي پر ځان د بشپړ حاکیمیت د حس نه لرلو د امله ځوریږی هغه که ستاسو خوراک وي، تمرین وي، کار وي او که اړیکي وي او یا نور. د دې د پاره چي ځانونه مو تل فعال وساتی نو هر څو ساعته وروسته د روغتیایي خوراک کولو عادت خپل کړئ. زه پخپله تل د ځان سره بادام او شیدې لرم. دا خواړه ما ته د اړتیا وړ تغذیه را کوي تر څو زه خپلي چاري په سمه توګه پر مخ بوزم. منظم خوراک ستاسو په وجود کي ویني ته جریان ورکوي، ستاسو ماغزو ته د پرېکړو پر وخت تمرکز بخښي او تاسو ته د خپلو موخو او لومړيتوبونو د سرته رسولو وړتیا درکوي. 

 

۳: انتظار مه کوئ پېل یې کړئ:
 
پر ځان د بشپړ حاکیمیت چاره عملي کول ستاسو د ورځینو عاداتونو بدلول دي چي ښاي تکلیفجن او د نفسیاتو سره په ټکر کي وي. چارلیس ډوهیګ چي " د عادت زور" لیکوال دی داسي تشریح ورکوي چي د عادت چلند د دماغ یوې برخي ته رسیږي چي د بسل ګېنګا لیا په نامه ده (یعني د عصابو مرکزي برخه) چي دا برخه د احساساتو، شکلونو او یاداښتونو برخه ګڼل کیږي. خو پریکړي بیا د عصابو په مخکنۍ برخه کي تر سره کیږي چي بشپړه بېله ساحه ده. کله چي کومه کړنه عادت وګرځي نو زموږ د پریکړو کولو مهارتونه خپل کار دروي او پریکړي د عادت له مخي د عصابو د هغه دنننۍ برخي څخه چي د بسل ګېنګا لیا په نامه ده پخپله اجرا کیږي. پدې سبب د بدو عاداتو پرېښوولو او نوو عاداتو خپلولو د پاره باید ځیني سختي او د نفس خلاف پریکړي وکړو. په داسي وختونو کي به ستاسو ماغزه د زړو عاداتو پرېښوولو ته تاسو په اسانه پرېنږدي او خپل مقاومت به وښيي. خو حل یې دا دی چي یو څه وخت به ونیسي خو که تاسو وغواړی ستاسو د ژوند لاره به بدله سي او په اخر کي به تاسو د نوي ژوند لاري سره اشنا سی. خپله هڅه جاري وساتئ او مشاهده یې کړئ. 

 

۴: خپلو ځانونو ته په مکافاتو ورکولو سره مو پخوانی مهالوېش او چلند بدل کړئ:

پر ځان بشپړ حاکیمیت او د عاداتو تغیر دا معنی نه لري چي تاسو فوراً د سخت کار یا په غاښ کي د برمه وهونکي ډاکټر یا کوم اعدام سره و مخامخ کېدو ته اړ یاست. په حقیقت کي په خپلو چارو کي ډېره لږ ناغېړي کول هم د ناکامۍ او مایوسۍ سبب ګرځي. کله چي تاسو پر خپلو ځانونو د حاکیمیت چاري تمرینوی نو ځانګړی مهالوېش، کړه وړه او خپلو ځانونو ته په هوسایی ورکولو سره یې کولای سی. خواړه اداره کوی؟ د خپل وزن د کمولو په هڅه کي یاست؟  نو په خپل مهالوېش کي مو ورزش ته ځای ورکړئ. میاشت وروسته مو خپل وزن د سره وګورئ. خپل مصارف مو کنټرول کړئ. د رخصتیو په ورځو کي یوازي ۵۰۰ افغانۍ مصرف کړئ. لږه اندازه پیسې د ځان سره وګرځوئ. پر ځان حاکیمیت ښايي لږ سخت وي خو پایلي یې تل مثبتي وي. خپلي هڅي مو په انعام ونازوئ.

 

۵: خپل ځانونه مو وبخښئ او مخته ولاړ سئ: 

نوې فکري لاره ښايي تل د پلان سره په همغږۍ مخته ولاړه نسي. تاسو به د لوړو او ژورو سره مخامخ سئ، حیرانوونکي بریاوي او سختي ناکامیانۍ شاید ووینی. خو خپله هڅه جاري ساتل او مخته تلل مه پرېږدئ. کله چي تاسو ناکامه کېږئ نو لامل یې پیدا کړئ او مخته ولاړسئ. دا اسانه ده چي خپل ځانونه ملامت کړئ، پرېښانه سئ، یا محرومیت اختیار کړئ، خو دا ډول احساسات مو پر ځان د حاکیمیت په برخه کي مرسته نه کوي.د افسوس پر ځای دغه موقتي مشکل ، تجربې او زده کړه د راتلونکي پلان برخه وګرځوئ. خپل ځانونه مو وبخښئ، او څومره ژر چي شونتیا لري خپل پخواني حالت ته را وګرځئ. څومره چي در ناوخته پوري خپل کار ځنډوی هغومره درته سختیږي چي پر نیغه لاره تګ پېل کړی. 
 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته