تازه سرليکونه
د (مطمئن ژوند) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د روښنايي طرف ته د ذهن سوق کولو ۸ لاري
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 27, 2019
  0


څنګه کولای سو خپل ذهن د روښنايي طرف ته سوق کړو؟


ژباړه: احسان الله سارواني


داسې ډېر وختونه راځي چي د پیښې یا د اړیکي منفي خواته مو نظر وي. فکر مو هغه لوري ته وي چي زموږ نه خوښیږي یا په ډېر ګونګ حالت کي ګیر یو. تر دې ها خوا ته ښه حالت مو په نظر کي نه راګرځي، هڅه کوو ځني وتښتو. له ښه مرغه دا دئ TED Speakers  دا واري ستاسو د ژوند، د اوسېدو او د هغه چا سره چي تاسو مینه لرئ او په دې درو کي چي کوم مبهمات او ناڅرګندتیاوي موجودي دي، تاسو ته د اتو تکتیکونو له لاري روښانه کوي.


۱. خپل امیدونه په حرکت راوله!
په یوه وخت کي، دا ناممکنه بریښي چي د ورځې د ټولو ننګونو او ستونزو سره بیا هم خوشبین پاته سو. په هر حال، تاسو کولای سئ په تدریجي ډول سره ذهن ته تغیر ورکولو سره د عصابو متخصص ټالي شاروټ دا درس زده کړئ. چي موږ ته یې د خوشبین تنګ نظري خطاب کړی دئ.


دا وايي: خوشبیني په حقیقت کي ذهني تغیر رامنځته کوي. یعني څنګه چي موږ د نړۍ څخه دا توقع لرو چي بدلون وکړي، مګر د نړۍ لیدل په موږ پوري اړه لري. او په عین حال کي دا کار عیني بدلون هم رامنځته کوي. که دي دې بدلون ته غیږه ورکړل نو ځان درته منظم، هدفمند او په ټولو شیانو پوه درته معلومیږي. 


یعني معنی دا، یوه ورځ د خوبه راکښېنېستې او داسې فکر در ولوېدئ چي نن به د خستګۍ او د ډیپرېشن څخه ډکه ورځ وي، نو بیا همدا تصویر دي په مغز کي جوړیږي او د خستګۍ احساس در لویږي. او د ځان سره دا مرسته کوې چي بیرته پرېوزم او ټوله ورځ همداسې تېره کړم. نو بیا چي بله ورځ راکښېنې بیا همدا د خستګۍ فکر درسره دئ او همدا بیا په عادت بدلیږي. نو بیا داسې وکړه، د ټولې ورځې په جریان کي کوم کارونه چي تا کول یعني هغه کارونه چي غټ نه درته برېښېدل، او ګوره! یوه خبره په یاد لره، دغسې کارونو ته په کوچني نظر مه ګوره او په خوشالۍ کي یې هیڅ تخفیف مه کوه لکه: د ګرم حمام کولو خوشالي، د کافي لومړی غوړپ کولو، او یا د خپلو خوښو ترانو نوټونو نیولو. د دې کارونو وروسته خپل پر ذهن باندي تمرین شروع کړه تر څو مثبتې پېښې درته لويي کړي. 

 

 


۲. په دې ځان پوه کړه چي د ژوند په هره نقطه کي ځان بدلولای سې!
آیا تر اوسه مو داسې احساس کړی دئ چي د راتلونکي په اړه فکر وکړئ او هغه سخت درته معلوم سي؟ پر دې برابر تاسې دوه انتخابه لرئ. ۱. خپل ځان ته به تسلیمېږئ او د اوس څخه لا د قبر پر ډبرې خپله لیکنه وکړئ. ۲. یا به خپل ځان را پورته کوئ، د شته فرصتونو څخه به ګټه اخلئ؛ که څه هم په هر عمر کي یاست. 


تاسې د پال ټانسر (Paul Tanser) قصې ته غوږ سئ. کله چي یې عمر د ۶۴ کالو سو، خپل د پښو او لاسو ولوېدئ او د ولاړېدلو نه وو. خپل ټوله ژوند یې د خلکو خدمت ته وقف کړی وو. مګر په ۶۶ کلنۍ کي ده فیصله وکړل تر څو په لومړي ځل یو تجار سي. اوس د کالفورنیا د خلکو لپاره د میکروب ضد کڅوړې جوړوي او د چټلو پلاسټیکانو پر ضد مبارزه کوي. دی وايي: زه اوس د خپل ژوند لپاره معنی لرونکی او انعام بخښونکی کار کوم. برعکس زموږ ډیری خلک دا فکر کوي چي تجارت یوازي او یوازي په ځوانۍ کي غوره دئ. زوړ تجار اوس په امریکا کي ۷۰٪ کامیابه دئ، ځکه ده زړه وکړئ، بدلون یې وکړئ او اوس ډېری ځوان تجاران یې شاته پرې ایښي دي. 


۳. خپلو ناکامیو ته په غټه سترګه وګوره!
 د ځینو لپاره، ناامیدي د تېرېدو مسیر نه دئ بلکې د حالاتو محصول دئ چي شاید سختو او بې رحمو وختونو رامنځته کړی وي. د لیکوال Andrew Solomon پر بنسټ، هر څومره چي منفي او زړه بوږونکي پیښي وي مګر بیا هم د مثبتو تاثیراتو او حالاتو په واسطه خنثی کیږي. 


دی وايي: شاید زغم او ځان ساتنه؛ بخښلو ته د جوړېدلو او ننوتلو لاره وي. لیکوال د نورو خلکو سره د مخامخېدو په وخت کي د خپل ژوند ناکامیو، سختیو او ربړو په اړه قصې ورته کوي او د ژوند د پرمختګ لارې ورته ښيي.


د ده سپارښتنه داده، چي تاسو اړ یاست تر څو د خپلو تجربو په ګټلو اخیستلو سره، کوم څوک چي تاسو جوړېدل غواړئ و اوسئ. او د ژوند طوفانونه او غمونه چي درباندي راغلي هغه د یوې ټولګې په شکل را یو ځای کړئ او د ځان د مورال د لوړولو لپاره یې هغو شیانو ته ورښکاره کړئ کوم چي تاسې ډېر ځوروي.


۴. د نورو قصو ته غوږ کښېږدئ!
قصه تر دې پوري رسیږي چي په ۲۰۰۳ کال کي  Dave Isay راولاړیږي د قصو ثبتولو بنسسټ ایږدي. په دې قصو کي تر ډېره مشهورو، با استعداده او په سختیو کي یو مقام ته رسیدلو خلکو ته پکښې ځای ورکوي تر څو د ناکامۍ او بریا راز ځني وپوښتي او دا راز ثبت کړي او اورېدونکو ته یې وړاندي کړي. په لومړي سر کي دې قصو نه چنداني اورېدونکي درلودل او نه هم چنداني ګټه یې کول. مګر، نن ورځ یولک مینه وال لري. هره هفته د یو نفر، ملګري او یا د کورنۍ د غړې سره مرکه کوي او د هغوی څخه خپل د ژوند یو معناداره قصه پوښتي. کله چي یې قصه واوري، که د هر څه په باره کي وي مینه، هوښارتیا، جرئت ..... زموږ د ژوند مهم لحظات را ډکوي. دی وايي: داسې احساس به کوې، ته به  وایې تر ما نو ښه سړی نسته.


۵. هغه ځای غوره کړئ چي نوښت پکښې کولای سئ!
لیکواله Elizabeth Gilbert وايي: زما خپل د خاطرو کتاب (وخوره، عبادت وکړه او مینه وکړه) بازار ته راووتئ خورا په پراخه پیمانه خرڅ سو. زه تل د سختو طوفانونو – ناکامیو څخه خوندي یم ځکه زه په سمه توګه ژوند کوم. بیا وايي: زما کور په یو داسې ځای کي دئ، چي خاص تصور او فکر کولو ته جوړ دئ او زه ښه شیان د فکر څخه لیکم چي دوهم وار بیا د لیکنې بیا کتلو ته ضروروت لا نه وي نو په دې خاطر زما کتابونه ښه پلورونکي لري. 


څنګه کولای سئ خپل ژوند، د ژوند د سترګو په منځ کي ووینئ؟ داسې ځای ته ولاړ سئ او سفر وکړئ چي هغه ځای تر خپل ځان هم درباندي ګران وي. فکرونه، تخیلات او استعدادونه مو پکښې وغوړیږي. حتی که هغه ټولنه وي کورنۍ وي او یا بل ځای وي.


۶. کوښښ وکړئ نوښتګر اوسئ!
دا به ډېره مشکله وي چي د ژوند په ډېرو لویو ستونزو با وجود بیا هم خوشاله واوسېږو لکه: جنګونه، وسله واله نښته، د اقلیم بدلون، او په تېزۍ سره د ناروغیو خپرېدونه. د خوشالۍ ترڅنګ باید انسانانو ته هم زموږ ګټه ورسیږي او په درد یې دردمند سو. 


د روباټانو جوړولو تجار Keller Rinaudo، د رواندا خلکو لپاره یو داسې کېبلي تار جوړ کړئ چي د رواندا روغتون ته پکښې ژر بېړني تجهیزات ورسوي، هغوی تر دې د مخه هیڅ روغتون او نه د روغتون تجهیزات درلوده، ښار ته به دوی رسیده ګي نه سول کولای او بنیادم به مړ سو. که دې صحنې ته فکر وکړو، نو ډېر غټ هدف پکښې کي دئ، یعني دا، کوم علم چي تا ترلاسه کړی دئ د هغه څخه دي په نوې بڼه استفاده وکړل، کوم کاري ټیم چي لرې هغه دي په کار واچول او په دې علاقه کي د اوسېدو خلک هم په دې لټه کي سول تر څو یو نوی نوښت رامنځته کړي. دی وايي: نوښت د ډېرو نوښتونو لامل ګرځي. 


۷. د انسانانو ښه والی را په یاد کړه!
د مکتب په شپو کي د سینډي هووک په علاقه کي ویشتنه رامنځته سوه، د مارلي لوتیم د دغې پېښې څخه ذهن نه اوښتئ او ډېره به نا ارامه وه. یوه همصنفي یې د طبیعت راسته کولو په خاطر ورته راغله او ورته ویې ویل چي داسې تجربې په سټاربکس کي ډیري راباندي راغلي. سم دلاسه یو مهربانه نابلده نفر راځي مارلي ته د احساساتو کمولو او طبیعت راسته کولو لپاره د سلو ډالرو تحفې کارډ ورته رانیسي او مارلي خوشاله کیږي او عادي حالت ته ګرځي.
مارلي مور ته راځي او یاده قصه ورته کوي. مور یې چي د سرطان ناعلاجه ناروغۍ سره مبارزه کوي، مارلي ته وايي: په ژوند کي همېشه داسې شدیدي غمیزي رامنځته کیږي، څه وکړو چي ژوند کوې، زغمې به یې. مګر هو، ښه انسانان هم کم نه دي.


کله چي د دې مور مړه سوه، مارلي د ښو انسانانو د قصو په ټولو ۵۰ ایالاتونو ته سفر شروع کړ، او تل د نابلدو خلکو سره یو ځای پاته سوه. دا اوس بل کتاب د شفاخانې په انتظار خونه کي  لیکي تر څو د مریضانو او انتظار کوونکو قصې پکښې ولیکي. دا وايي: یو نه اټکل کېدونکي مهرباني او ښه والي اوس هم په نړۍ کي سته. که موږ خپل وېره په سیند لاهوو کړو، که موږ د نابلدو حالات معلوم کړو، که موږ په خندا د هغو خلکو سره مخامخ کیږو چي پر موږ مخامخ را روان دي او یا یې پر موږ د قضاوت ټاپې نه وي راکښلي؛ دا ټولې قصې د یو نوي ژوند څپرکی را اړوي.


۸. خپل د مرګ په باره کي تل فکر کوه.
د دې تر مخه چي مړ سم، زه غواړم ...........؟ 
د دې جملې په ویلو سره زموږ په ذهنونو کي چي کوم د غفلت او بې پروايي فضا موجوده وي هغه په هیلو او خوبونو ډکیږي او انسان بیا لاس په کار کیږي. دا بهتره ده چي داسې لارې پیدا کړو چي فکري ثبات برابر وساتي او داسې مفکوره رامنځته کړو چي ژوند لنډ دئ باید تلوار پکښې وسي. نو بیا مرګ ته آماده ګي ونیسه، او په فکر کي داسې شیان راوله چي غواړې همدا اوس یې وکړې، حتی که د مځکي څخه را پورته کولو یو شی هم وي.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته