تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت: د نبي ﷺ ملاقات د ورقه بن نوفل سره
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 30, 2019
  0

نبوي سیرت (۵۶ برخه)

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د رسول الله ﷺ  ملاقات د ورقه بن نوفل سره 
او رسول الله ﷺ  د مکې مکرمې پر طرف په تلوار رهي دى، رسول الله ﷺ د بيري او خوف په حالت کي خپل کور ته ولاړ، خديجې رضی الله عنها  چي دئ ﷺ  وليدى پوه سوه چي رسول الله ﷺ  ډير بېرېدلى دى او اوس هم د بيري په حالت کي دى او د ډيره خوفه څخه ريږدي او وايي: زَمـّلُونِي زَمِّـلُونِي، يعني: پټ مي کړی، پټ مي کړی، لکه د چا چي يخ کيږي ريږدي، خديجې رضی الله عنها  هم په يوه کالي پټ کړى ترڅو چي بېره ځني ولاړه او آرام سو.


نو يې خديجې رضی الله عنها  ته هغه قصه وکړه، ټول هغه واقعات چي ورته پيښ سوي وه ورته بيان يې کړه او ويل: زه پر ځان و بېرېدم، خديجې رضی الله عنها  ورته و ويل: ښايي ته داسي فکر کوې چي دا د جن او پيري اثر دى؟ رسول الله ﷺ  ويل: هو، خديجې  رضی الله عنها 


و ويل: يا والله تا ته هيڅکله د جن او پيري شر او آزار نه در رسيږي او الله تا نه خرابوي، ځکه ته صلۀ رحمي وصلوې، يعني: د دوستانو او اقرباوو حقوق پر ځاى کوې، رشتيا خبري کوې، د ضعيفانو مرسته کوې، د محتاجو ضرورت او اړتيا رفعه کوې، د مېلمه عزت کوې، د حق مرسته او طرفداري کوې، ټول اخلاق دي ښه او کريم دي، جن تا ته تکليف نه سي در رسولاى، نور يې هم رسول الله ﷺ  پرېښاوه چي ښه آرام سو بيا يې نو و ورقه بن نوفل ته چي د خديجې رضی الله عنها  د اکا زوى ؤ ور وستى، دغه ورقه چي عرب او قريش ؤ نصراني سوى ؤ او دا قصه به په وروسته کي درته وکړو چي څنګه او ولي نصراني سو، مقصد ورقه بن نوفل د خديجې رضی الله عنها د اکا زوى نصراني ؤ، څرنګه چي ده د يهودو او نصاراوو کتابونه ويل او انجيل يې د عبِراني څخه په عربي ډير ليکلى ؤ، نو د ډيرو معلوماتو خاوند ؤ، په عمر ډير او په سترګو ړوند سوى ؤ، د انبياء علیهم السلام د ژوند معلومات ورته وه او دا هم ورته معلومه وه چي د را تلونکي نبي وخت او زمانه را نژدې سوې ده. 


کوم وخت چي دوى و ورقه ته ورغله خديجې  رضی الله عنها  ورته و ويل: يا ابن عم! اې د اکا زو! د وراره څخه دي د ده حال واوره، ورقه و ويل: اې وراره! څه دي ليدلي او اورېدلي دي؟ رسول الله ﷺ  هغه خپل حال ورته بيانوي او ورقه په ډير تعجب غوږ ورته نيولى دى او اوري يې، ورقه ته  چي د آسماني کتابو څخه د آخري او راتلونکي نبي په باره کي کومي علامې ور معلومي وې هغه ټوله په محمّد ﷺ  کي موجودي وې، نو يې په آخر کي په لوړ آواز و ويل: (الله اكبر) والله ناموس اکبر درته راغلى دى هغه چي اللهﷻ و موسى علیه السلام  ته را استولى ؤ. 


د ناموس اکبر څخه مقصد جبريل علیه السلام  دى او د ناموس معنْی؟ يعني: د سِر او پټ راز ساتونکى، مګر هو هغه د خير او مصلحت راز او د جاسوس معنْی: د شر او بد راز ساتونکى، نو د جبريل علیه السلام  يو نوم ناموس اکبر دى او بل نوم يې روح يا روح القُدُس دى، لکه څرنګه چي اللهﷻ په قرآن کريم کي فرمايي:


(فَأَرْسَلْنَا إِلَيْهَا رُوحَنَا) (مريم: ۱۷) 
يعني: موږ و مريم علیها السلام ته زموږ روح ور واستاوه، د روحنا څخه مقصد جبريل علیه السلام  دى او بيا هم اللهﷻ فرمايي:


(تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا...)
يعني: په ليلة القدر کي ملائکې او جبريل علیه السلام  را کښته کيږي.


دلته هم د روح څخه مقصد جبريل علیه السلام  دى، خير ورقه بن نوفل و ويل: والله ناموس اکبر درته راغلى دى، هغه چي موسْى ته راغلى ؤ او عيسْى علیه السلام  يې نه کړى ياد دا ولي؟ ځکه د ورقه دا عقيده نه وه چي عيسْى علیه السلام  نبي دى. 


وروڼو! نصارا پر درې قسمه دي، يوه ډله یې وايي: عيسْى علیه السلام  په خپله رب او إلْه دى (العياذ بالله) او د نصاراوو بله ډله بيا وايي: چي مرتبې او درجې درې دي، يوه د الله درجه ده او يوه د نبي او د دغو دوو درجو په منځ کي يوه بله درجه سته چي تر الله کښته او تر نبي لوړه ده او عيسْى علیه السلام  په دغه درجه کي دى، د ورقه بن نوفل عقيده هم داسي وه، چي دغه عقيده نه پوره شرک دى او نه پوره توحيد دى، نو ځکه ورقه بن نوفل عيسْى  علیه السلام نه کړی ياد، بلکه ويل: دا هغه ناموس اکبر دى چي و موسْى علیه السلام  ته راتلى او بيا دغه ورقه يوه عجيبه خبره وکړه، ويل:

کشکي زه په هغه وخت کي ځوان واى چي ستا قوم تا د مکې څخه باسي او ما ستا مرسته کړې واى، رسول الله ﷺ  په تعجب سره و ويل: ما د مکې د ښار څخه باسي؟ ما شړي؟ ورقه بن نوفل و ويل: هـو! هر چا چه دغسي شئ را وړى دى لکه تا ته چي راغلى دى هغه څوک د خپل قوم د طرفه آزار سوى دى او دغه عمل همېشه د نبيانو سره کېدى، څرنګه چي ته هم نبي او رسول يې خامخا آزارېږې او که زه په دغه ورځ ژوندئ وم مرسته او کومک به دي وکړم. 


دا نو د وحيو او بعثت شروع وه، اوس نو حضرت محمّد ﷺ  د ځينو علماوو په قول د سورة العلق د دغو آياتو په نزول سره نبي سو مګر رسول نه دى، ځکه  ځيني علماء د نبي او رسول فرق داسي بيانوي: نبي هغه دى چي وحي ورته نازليږي خو په تبليغ نه وي امر کړه سوى او رسول هغه دى چي هم وحي ورته راځي او هم د دين په تبليغ سره مامور او مکلف وي، نو د دغو علماوو په قول حضرت محمّد ﷺ  د سورة العلق په نزول سره نبي سو، څرنګه چي په تبليغ نه سو امر نو رسول نه سو، خو بيا د سورة المدثر په نزول سره رسول  هم سو، ځکه هلته بيا په تبليغ هم امر کړل سو (دا د علماوو يو قول ؤ).


پسله دغي واقعې څخه د غار حراء و رسول الله ﷺ  ته نور څه نه سوه پېښ او وحيِ هم نه نازليږي چي و دغه مو دې ته علماء کرام (فترةُ الوحى) وايي، يعني: وحيِ قطعه سوې او دا موده په هغه صحي روايتو کي و شپږو مياشتو ته ورسېدل، که څه هم ځينو علماوو دا موده درې کاله بللې ده خو دا مطلقاً خطا ده او هغه راجحه روايت دا دى چي دا موده شپږ مياشتي وه، پوره نيم کال وحيِ قطعه دي هيڅ شئ نسته، نو د دغه جهته علماء کرام رشتيا او صادقه خوب د نبوت شپږ څلويښتمه حصه بولي، ځکه نبوت يا رسالت ټوله درويشت کاله ؤ، که دغه درويشت کلونه و شپږو مياشتو ته واړوو نو شپږ څلوېښت واره (۶) مياشتي ځني جوړېږي. 


او په دغه موده کي چي وحيِ نه وې رؤيا الصادقه موجوده وه، نو ځکه رؤيا الصادقه د نبوت شپږ څلويښتمه حصه سوه، خير په دغو شپږو مياشتو کي ورقه بن نوفل هم وفات سو او رسول الله ﷺ فرمايي: ورقه بن نوفل مي په جنت کي وليدى، ځکه د هغه د اسلام إراده وه، په خپل نيت و جنت ته داخل سو او د ورقه د ژوند په وخت کي رسول الله ﷺ  هم و اسلام ته څوک نه دي دعوت کړي او د هيچا څخه يې د ايمان را وړلو  طلب او غوښتنه نه وه کړې، نو ورقه بن نوفل په هغه خپل نيت چي ويل کشکي زه ځوان واى او ستا مرسته مي کړې واى و جنت ته داخل سو، دا هم د اللهﷻ الْهي رحمت او احسان دى چي د ورقه پر نيت يې معامله ور سره وکړه که څه هم دئ تر رسالت د مخه وفات سو خو و جنت ته داخل سو. 


ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته