د مولانا عبیدالرحمن اخندزاده صاحب د بیان څخه / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
قرآن مجید انسانیت ته ډير ستر سعادت راوړی، ډيره لوړه نیکمرغمي یې راوړه. قران انسان دداسي سرسخته دښمن د غلامۍ څخه ازادي ورکړه لکه شیطان ، شیطان داسي سخت دښمن دئ، چي په هیڅ طریقه یې په انسان زړه نه سړیږي.
قرآن چي نازل سو، نو شیطان ډير سخت ذلیل سو، دداسي سخت ذلت سره هره ورځ مخامخ دی چي مثال یې نسته. شیطان به شرمیږي نه، که شیطان شرم درلودلای بیا به زموږ خواته نه وای راغلی.
د اذان په اورېدلو شیطان ته یو داسي حالت پیښیږي نور نو که شیطان همت درلودلای تر دې دښمنۍ به تیر سوی وای. قرآنکريم چي نازل سو د لمانځه فرضیت یې راوړ او د پنځه وخته اذان مسئله رامنځ ته سوه، کله چي مؤذن اذان شروع کړي، (الله اکبر) شیطان په دې ناره سوځي، شیطان ځغلي دومره لیري ځان رسوي، چي د اذان ږغ نه اوري، اوس خو الحمدالله د ګویا (لاوډسپیکر) اوازونه ډیر جګ دي، فکر کوم شیطان به درې، څلور ساعته په دغو منډو او ځغاستو وي.
حدیث شریف کي راځي چي کله اذان شروع سي شیطان ځغلي او بادونه یې پرې کیږي. یعني دومره يې حواس کمزوري سي، دومره قوتِ ماسکه له لاسه ورکړي، چي ځان یې په واک نه وي. نو زه وایم داغه شرم یې بس دئ. په شپه او ورځ کي پنځه واره پر ده دا حالت راځي، خو بیا هم ده خپل کار مقصودي ګڼلي دئ. کله چي ددې مشکله را خلاص سي بیرته راځي ، تاوانانونه رسوي. هغه شیطان چي ډیر سخت په مزو کي وو، له خلکو يې کالې کښلي وه، خلک لڅ لغړ ګرځیدل، د ډبرو او لټو عبادتونه يې کول، غلا او زنا د سړي افتخار وو، قتل او قتال افتخار وو، شیطان کرار ورته ناست وو ډیر يې طبیعت سم وو. خلک یې ټول د خپلي ارزو، خپل طبیعت مطابق جوړکړي وه.
قرآنکریم، چي نازل سو، شیطان تر دې اندازې ذلیل سو، چي په شپه او ورځ کي هغه سپکي تاختي په ده کیږي، چي الله جل جلاله دي یو څوک ځني ساتي او موږ په اعلان سره نن دا خبره کوو، چي:
( الله اکبر، الله اکبر) الله لوی دئ، الله لوی دئ نور ټول طاقتونه کوچني دي، هغه طاقتونه چي شیطان زموږ په سترګو او دماغونو کي غټ کړي وه، ده هغو طاقتونو تر غټیدلو نن موږ تیر سولو، اعلان مو وکړی، چي الله لوی دئ، الله لوی دئ، الله لوی دئ، الله لوی دئ. څلور واره الله اکبر ویل کیږي. دا ولي؟
شیطان انسانیت ته یو شرک ده عبادت راوړی وو، خلکو بتانو ته سجدې کولې، یو شرک یې د دعاء راوړی وو، خلکو د الله جل جلاله ماسیوا د نورو طاقتونو شیان غوښتل، شیطان انسانیت ته شرک بالتصرف راوړی وو، نورو خلکو ته یې واکدارۍ سپارلي وې چي فلانی د فلاني کار واکدار دئ، شیطان انسانانو ته شرک فی العلم راوړی وو، ده الله جل جلاله ماسیوا یې بل چا ته علم الغیب ثابت کړی وو، دا څلور سره خبري کفر دي. دا هغه څلور ډوله شرک دئ چي قرآنکریم رد کړی دئ.
نو تفسیر کي د اذان د څلورو تکبیرونو وجه داسي بیانوي چي:
(اللَّهُ أَكْبَرُ) یعني الله لوی دئ تر دې، چي ته د الله سره شریک په عبادت کي نیسې، په عبادت کي د الله جل جلاله سره شریک نسته.
(اللَّهُ أَكْبَرُ) الله لوی دئ تردې، چي ته د الله جل جلاله سره شریک په دعاء کي نیسې، چي له بل چا شیان غواړې.
(اللَّهُ أَكْبَرُ) الله جل جلاله لوی دئ تر دې، چي ته د الله سره په تصرف کي شریک نیسې، نورو خلکو ته واک او تصرف ورکوې.
(اللَّهُ أَكْبَرُ) الله جل جلاله لوی دئ تر دې، چي ته شریک ده الله سره په علم کي نیسې، بل چا ته علمِ غیب ثابتوې.
د اذان په څلورو تکبیراتو سره دا شرک موږ په اعلان سره رد کړی، په شپه او ورځ کي پنځه واري موږ اعلان کوو هغه څه چي شیطان انسانیت ته راوړي هغه اوس مردود دي، موږ نه د شرک فی العبادة قایل یو، نه ده شرک فی الدعاء، نه د شرک في التصرف او نه د شرک فی العلم دا څلور واره الله اکبر په دې وجه وایو.
اوس چي دي دا څلور قسمه شرک په دا څلور واره الله اکبر کي رد کړی، اصلي د مقصود اعلان دي وکړی، چي:
(أَشْهَدُ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ) زه شاهدي وایمه چي د الله ماسیوا بل معبود نسته. دا مي شاهدي د خولې ده.
(أَشْهَدُ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ) دوهم وار ویل کیږي زه شاهدی وایم، چي د الله جل جلاله ماسیوا بل معبود نسته. دا مي شاهدي د زړه ده، منافق نه یم چي په خوله يې وایم په زړه یې نه وایم، ځکه دوه واره ویل کیږي او شیطان خو پر دا خبره ډیر کار کړی وو، چي معبودان ماسیوا هم ډیر سته نن موږ شیطان ته جواب ورکړی او داسي جواب نه چي په عزت رخصت سو بلکي سخت د ذلت په حالت کي ولاړی، سخت ذلیل سو.
ګوره! دا د اذان سِر او حکمت دئ، دا ټول د شیطان په ضد کلیمات دي، نو ځکه پر ده باندې دومره بوج راسي، چي خپل قوتِ ماسکه له لاسه ورکړي.
یاد ولره چي شیطان ستا دښمن وو، ستا دښمن د قران په راتګ سره څومره له ذلت سره مخامخ سو. ته باید څومره پدې باندي خوشحاله اوسې، ستا هغه دښمن چي کرار درته ناست وو له تا یې کالې کښلي وه نن هغه په شپه او ورځ کي له داسي رسوایي سره مخامخ کیږي، چي تر دغه د زیاتي رسوایي تصور نسي کیدلای. قران تا ته خپل حریت بخښلی دئ ته يې د شیطان له غلامۍ نه ازاد کړی یې، تا ته یې انساني کرامت او اعزاز بخښلی دئ، تا نن کوم مقام پیدا کړی او شیطان څومره ذلیل سو، دا کار قرانکریم وکړی. نو د قرانکریم پوهي (ترجمه او تفسیر) ته وخت ورکړه ترڅو د وحیو د برکتونو څخه پدې توره تیاره کي برخمن او نوراني اوسې.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ
همدا مقاله په ږغیز ډول دلته اورېدلای سی:
د اذان د کلماتو عجب حقیقت او اغېز