تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت: د وحیو انقطاع او د جبریل (ع) اصلي شکل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 18, 2019
  0

نبوي سیرت (۵۷ برخه)

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د وحیو انقطاع او د جبریل علیه السلام په اصلي شکل کي لیدل


اوس نو په دغو شپږو مياشتو کي چي وحيِ قطعه دي که څه هم رسول الله ﷺ  په اولو ورځو کي بېرېدى او په بېره کي ؤ، خو څه موده وروسته يې زړه غوښتى چي بيا جبريل علیه السلام  ورته راسي او وحيِ ورته را وړي شوق او علاقه يې پيدا سوه تر داسي اندازې چي دښت او صحرا ته به وَ وَتى، غرو ته به ولاړى او هلته به په انتظار ؤ چي ښايي جبريل علیه السلام  ورته راسي. 


د وحيو د قطعه کېدلو څخه مقصد هم دا ؤ چي د رسول الله ﷺ  د جبريل علیه السلام  و ملاقات او د وحيو و نزول ته شوق او علاقه پيدا سي چي واقعاً هم داسي سوه، دا چي رسول الله ﷺ  د مخه بېرېدى اوس دښت او غرو ته وزي او د دې انتظار کوي چي د جبريل علیه السلام  سره ملاقي سي، دا ورځي د رسول الله ﷺ  د پاره ډيري درنې او د خواشينۍ ډکي ورځي  وې چي آيا زما څخه خو به داسي يو کار نه وي پېښ سوى چي زما رب را څخه ناراضه سوى وي، حتّْی ځيني وختونه به يې دا إراده وکړه چي د غره څخه ځان را وغورځوي، څو يوه ورځ يې ناڅاپه د آسمان د طرفه ږغ واورېدى چي ويل: يا محمّد! رسول الله ﷺ  فرمايي: سر مي را پورته کړی چي يو عجبه منظر دى، انسان ته هيڅکله داسي حالت نه پيښيږي، و مي  ليدل چي جبريل علیه السلام  په هوا کي پر يو عرش ناست دى او شپږ سوه وزرونه يې دي چي د مشرق او مغرب منځ يې ټول ډک کړى ؤ، ټول آسمان يې نيولى ؤ، وايي د آسمان هر طرف ته چي به مي کتل دغه جبريل مي ليدى او دغه ږغ کوي: يا محمّد! اَنتَ رسُولُ الله وَ اَنَا جِبريل. يعني: يا محمّد! ﷺ  ته رسول الله يې او زه جبريل يم او رسول الله ﷺ  د ډيري بيري څخه پرخپل ځاى ولاړ دى، د وَهمه څخه حرکت نه سي کولاى، د دغه منظر او مشهد بيان اللهﷻ په قرآن مجيد کي کړى دى او فرمايي:


وَالنَّجْمِ إِذَا هَوَى (۱) مَا ضَلَّ صَاحِبُكُمْ وَمَا غَوَى (۲) وَمَا يَنْطِقُ عَنِ الْهَوَى (۳) إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَى (۴) عَلَّمَهُ شَدِيدُ الْقُوَى (۵) (سورة النجم)
يعني: قسم دى په ستورو سره چي غروب يا طلوع وکړي چي نه دى ګمراه سوى ملګرى ستاسي چي مقصد رسول الله ﷺ  دى، يعني: رسول الله ﷺ نه د غلط فهمۍ په سبب د صحي لاري څخه اوښتى دى او نه په خپل قصد او اختيار سره د لاري څخه اوښتى دى، بلکه لکه د آسمان ستوري چي په ختلو او لوېدلو کي پر يوه معينه او مقرره سوې لار ځي،

 

همدارنګه رسول الله ﷺ د الله عزوجل  د طرفه پر معينه سوې لار برابر ځي او دا امکان نه لري چي مخالفت ځني وکړي او نه محمّد ﷺ  د خپلي غوښتني او خواهش مطابق خبري کوي او نه دى دغه قرآن مګر وحيِ دي چي و ده ته لېږل سوي دي، ده ته شديد القوْى: د ډيرو شديدو قوتو خاوند (چي جبريل علیه السلام  دى) ښوولي دي.


 وروڼو! جبريل علیه السلام د ملائکو رئيس او قائد دى او انبياء علیهم السلام ته د رسالت او وحيو په رسولو تر نورو ملائکو غوره کړه سوى او اختيار سوى دى، د ملائکو څخه بل داسي څوک نسته چي و رسولانو ته دي وحيِ راوړي بيله جبريل علیه السلام  څخه او جبريل علیه السلام  شديدُ القوْى دى، د ده د قوت څخه يو دا دى چي پوره او کامل ښار يې د وزر په يوه طرف چپه واړاوه، د دغه لوى ښار چي د لوط علیه السلام  د قوم ښار ؤ لوړه حصه يې کښته کړل او کښته حصه يې لوړه کړه، دا د جبريل علیه السلام  قوت دى. 


(ذُو مِرَّةٍ فَاسْتَوَى (۶) وَهُوَ بِالْأُفُقِ الْأَعْلَى (۷) ثُمَّ دَنَا فَتَدَلَّى (۸) فَكَانَ قَابَ قَوْسَيْنِ أَوْ أَدْنَى (۹) فَأَوْحَى إِلَى عَبْدِهِ مَا أَوْحَى (۱۰) مَا كَذَبَ الْفُؤَادُ مَا رَأَى (۱۱) (سورة النجم)
اللهﷻ فرمايي: چي دا واقعي ليدل دي، خيال او تصور نه دى، بلکه حقيقتاً يې جبريل علیه السلام  وليدى.
 وروڼو! رسول الله ﷺ  د خپل رسالت په ټوله موده کي جبريل علیه السلام  پر خپل واقعي شکل فقط دوه واره ليدلى دى، بشر دا نه سي تحمل کولاى چي ملائکې و ويني نو ځکه جبريل علیه السلام  به د وحیو راوړلو په وخت کي و رسول الله ﷺ  ته په قِسم قِسم صورتو او شکلو سره راتلى. 


ان شاءالله نور بیا....

ــــــــــــــــــــــــــــــ
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته