تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت: د وحیو د راتلو شپږ ډولونه (۵۸)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 29, 2019
  0

نبوي سیرت (۵۸ برخه)

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د وحیو د راتلو شپږ ډولونه
د مخه تردې چي د رسول الله ﷺ  د رسالت او نبوت د ژوند په تفصيلاتو شروع وکړم دا ښه او لازمه بولم چي د وحيو اقسام او اشکال در وښوول سي ځکه وحيِ د رسالت اساس او د دعوت ريښه او اصل بلل کیږي، نو وحيِ يا نزول د وحيو پر شپږ قسمه دى، يعني: و رسول الله ﷺ  ته وحيِ پر شپږ قسمه نازلي سوي دي.


اول: د خوب ليدل دي، علماءکرام وايي چي د أنبياؤ علیهم السلام خوب وحيِ دي، ځکه ابراهيم علیه السلام  و خپل زوى ته و ويل: 


(يَا بُنَيَّ إِنِّي أَرَىٰ فِي الْمَنَامِ أَنِّي أَذْبَحُكَ) [الصافات:  ۱۰۲ ]  
يعني: اې زما زويه زه پرله پسې په خوب کي وينم چي تا حلالوم. 

نو دغه خوب وحيِ وې.


دوهم: دا چه جبريل علیه السلام  به د رسول الله ﷺ  په زړه کي هغه د مقصد شئ ور واچاوه، بېله دې څخه چي رسول الله ﷺ  مَلَکه و ويني، لکه څرنګه چي رسول الله ﷺ  فرمايي:


( إنّ رُوحَ الْقُدُس نَفَثَ فِى رَوعِى: أنّهُ لَن تَمُوتَ نَفسٌ حتّْی تَستَکمِلَ رِزقَهَا وأَجَلَهَا، فَاتَقُوا اللهَ، وَ أجمِلُوا فِى الطَلَبِ، وَلاَ يَحمِلَنـّکُم اِستِبطَاءُ الرِزقِ عَلى اَن تَطلُبُوهُ بِمُعصِيَةِ اللهِ، فَاِنّ مَا عِندَ اللهِ لا يَنَالُ اِلاّ بِطَاعَتِهِ)
يعني: روحُ القدس چي جبريل علیه السلام  دى زما په زړه کي را واچول، چي اصلاً موږ و دغه ته الهام وايو، رسول الله ﷺ  فرمايي: الهام را ته وسو  چي هيڅ نفس يا هيڅ ژوندئ مخلوق تر هغو پوري نه مري چي رزق او اجل يې پوره نه سي، نو د اللهﷻ څخه وبيريږى او د رزق په طلبولو کي سمه لار اختيار کړى او د رزق طلب بايد تاسي و دې ته مجبوره نه کړي چي د اللهﷻ په معصيت او ګناه يې طلب کړی، ځکه هر هغه څه چي د اللهﷻ سره دي بېله اطاعته د الله په بل شي سره نه حاصليږي. 


خو د دې حديث په بيانولو سره زموږ مقصد الهام ؤ چي دا هم د وحيو يو قسم دى.


د وحيو درېيم قسم دا دى: چي رسول الله  ﷺ  ته به جبريل علیه السلام  د يوه سړي په شکل سره راغلى او په دغه قِسم وحيو کي به اصحابِ کرامو هم دغه سړئ ليدى او دا د دوو نفرو د تفاهم او پوهېدلو د پاره د وحيو هغه آسان ترين شکل دى، ځکه دلته د دواړو طرفو په منځ کي تجانُس او يو شئ والى موجود وي او ډير ځله جبريل علیه السلام  و رسول الله ﷺ  ته د دِحيَةُ الکَلبي رضی الله عنه په شکل راغلى دى.


 د وحيو څلورم قسم داسي ؤ: چي د زنګ يا زنګولې د شرنګهاري په شکل سره به یو آواز ؤ، چي د وحيو په اقسامو کي دغه قسم وحیِ د رسول الله ﷺ  د پاره هغه تر ټولو سخت او مشکل قسم د وحيو ؤ، حتّْی په ډير شديد يخ کي به پر رسول الله ﷺ  خولې را بهېدلې او که به پرکوم حيوان سپور ؤ د هغه حیوان ځنګنونه به پر مځکه کت سوه، يو وخت و رسول الله ﷺ  ته دغه قسم وحيِ نازلېدې او د رسول ﷺ  مبارک ځنګون د زيد بن ثابت رضی الله عنه پر ځنګانه پروت ؤ، زيد رضی الله عنه وايي: قريبه وه چي د رسول الله ﷺ د ځنګانه د دروند والي په سبب مي ځنګون په مځکه ننوزي.

 
د وحيو پنځم قسم دا دى: چي رسول الله ﷺ  به مَلَکَه په هغه خپل واقعي شکل کوم چي اللهﷻ پر هغه شکل خلق کړې او پیدا کړې ده وليدل او دا قسم وحيِ و  رسول الله ﷺ  ته د ټول رسالت په موده کي دوه واره پيښي سوي دي، لکه اللهﷻ  چي په سورة النجم کي ذکر کړي دي.  


د وحيو شپږم قسم هغه دى: کوم چي اللهﷻ د معراج په شپه لوړ تر آسمانو پر رسول الله ﷺ  لمونځونه فرض کړل، بيله واسطې بيله مَلَکي د پردې تر شا خطاب ؤ او لکه د موسْى علیه السلام  سره چي په جبل طور کي څو واره داسي وسوه، چي د اللهﷻ خبري به يې اورېدلې او هغه عزوجل به یې نه لیدی او دا د وحيو هغه کاملترين شکل او صورت دى. 


ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته