تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په قران کي نوي اختراعاتو ته اشاره
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 21, 2019
  0

اورګاډی او الوتکه

 

دا جمله ( وَيَخْلُقُ مَا لَا تَعْلَمُونَ ) علماوو کرامو په متعددو معناوو سره تفسیره کړې ده (۱)، لاندې مثالونه يې ولولئ:


الف: الله عز وجل به په اسمانونو او ځمکو کښې داسې مخلوقات پیدا کړي چې تاسو پرې سمدستي علم نه لری او صرف همده عز وجل ته ښه معلوم دي.


ب: د (مَا لَا تَعْلَمُونَ ) څخه د جنت نعمتونه او د دوزخ عذابونه مطلب دي چې په دنیا کښې ورباندې هیڅوک پوره علم نه لري.


ج: په کومو شیانو باندې چې موږ علم نلرو هغه د هغو سا کښانو څخه عبارت دي چې د ځمکو په ګېډه کښې او یا د دریابونو په تل (بېخ) کښې ژوند کوي.


د: په ( مَا لَا تَعْلَمُونَ  ) کښې د پرښتو عالم ته اشاره ده، چې په ډېرو عجیبه ډولونو سره الله عز وجل پیدا کړي دي چې ځینو علماوو کرامو يې څه مثالونه هم لیکلي دي. (۲)


تبصره
زمونږ په فکر بهتره دا ده چې ذکره شوې جمله په خپل عموم سره پرېښودله شي ترڅو د قیامت تر ورځې پورې هغو ټولو مخلوقاتو ته شامله شي په کومو باندې چې د قرآن کریم د نزول په وخت کښې څوک نه پوهېده لکه موټر، اورګاډي، بحري جهازونه، هوايې الوتکې او همدارنګه نور تخنیکي وسائل، برقي سامانونه او هم هغه شیان چې تر اوسه پورې لا کشف شوي نه دي او په راتلونکي کښې به میدان ته راووځي او د ایت شریف مصداقات به جوړ شي.


که څوک غواړي چې د دې عصر تازه اختراع شوي تخنیکي او برقي وسائل وپېژني نو ځینو اوږدو کتابونو(۳) ته دې مراجعه وکړي چې ډېر په زړه پوري مثالونه يې ښودلي دي. 


ماخذ: عزیز التفاسیر: ج۷ ، ص۱۶-۱۷، مولانا سلطان عزیزعزیز عفی الله عنه
ـــــــــــــــــــ
(۱): زاد المسیر ، ج۴ ، ص۳۱۵  
(۲): تفسیر القرطبي ، ج۱۰ ، ص۸۰
(۳): الجواهر للطنطاوي ، ج۸ ، ص۸۶-۱۲۴

 

نړۍ بیله مسلمانانو! ساینسي اختراعات
اسلام او ساينس

 

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته