تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سيرت: تر مکې مکرمې دباندي دعوت!
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  July 6, 2020
  0

نبوي سیرت (۱۰۲ برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د مکې مکرمې درېیمه مرحله يـا تر مکې مکرمې دباندي دعوت


اوس نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د بعثت او دعوت لس کاله کيږي او په دغو لسو کلو کي بېله اويا نفرو بل څوک و اسلام ته نه دي داخل سوي، لس کاله و قريشو ته دعوت او بلنه فقط اويا نفره مسلمانان سوي دي، هـو! دغه اويا نفره بېله هغو مسلمانانو څخه وه چي په حبشه کي دي، دغه اويا نفره مسلمانان د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ملګري او کومکيان په مکه مکرمه کي موجود دي، خو دغه اويا نفره د قريشو په مقابل کي بې وسه او کمزوري دي. 

 

رسول الله صلی الله علیه وسلم  فکر وکړى چي خپل دعوت تر مکې مکرمې دباندي وباسي ځکه په مکه مکرمه کي په لسو کلو کي فقط دغه اويا نفرو او هغو نفرو چي په حبشه کي اوسيږي ايمان را وړى دى، خاصتاً د ابوطالب تر وفات وروسته پر رسول الله صلی الله علیه وسلم  د قريشو د طرفه آزارونه او عذابونه هم ډير شديد او سخت سوه، تاسي خو هغه ټول آزارونه او عذابونه واورېدل چي پر رسول الله صلی الله علیه وسلم  تېرېده، مګر پر دغه سر بېره رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: قريشو آزار او تکليف نه دى را رسولى په مثل د هغه آزار چي پسله وفاته څخه د ابو  طالب يې را رسولى دى، فکر وکړی: هغه د مخني ټول آزارونه او تکاليف د دغه آزار په مقابل کي چي پسله وفاته د ابوطالب و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته رسيږي هيڅ وه، دغو آزارو پسله وفاته څخه د ابوطالب ـ ولي او څنګه فرق وکړی؟ هغه داسي کوم وخت چي ابوطالب ژوندئ ؤ و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته يواځي د قريشو مشرانو او سردارانو لکه: ابوجهل، مطعم بن  عدي، عاص بن وائل، ابولهب، عتبه او داسي نورو آزار ور رسولاى سواى بېله مشرانو بل چا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر آزارولو جرئت او دلاوري نه سواى کولاى، مګر د ابوطالب تر وفات وروسته د مکې مکرمې لچګانو، بيعقلانو او بېباکانو، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر آزارولو جرئت او دلاوري پيدا کړه، کوم وخت چي به رسول الله صلی الله علیه وسلم  پرلار تېرېدى هغه کسان چي هيڅ قدر او شرف به يې نه درلودى هغه لُچک او اوباش خلکو هم و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته آزار ورکاوه، پر سر به يې خاوري ور پاشلې، په رېګ او خاورو به يې ويشتى، دغه وخت نه د چا څخه بېره وه او نه د چا مراعت او احترام ؤ، ځکه هغه څوک وفات سو چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ساتنه او د هغه دفاع يې کول، نو رنګارنګ نوي آزارونه شروع سوه، داسي نه پېښېدل چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  دي پرلار ځي او څوک دي بد ورته و نه وايي، سپکي خبري دي ورته و نه کړي، په پخوا کي يواځي  د قريشو مشران وه چي آزار يې ور کاوه، مګر اوس کوچنيان او بې باکان هم سپک او بد ويل ورته کوي، څوک نسته چي د قوم د آزاره څخه يې وساتي، کوم وخت چي دغه آزارونه او تکاليف ډير زيات او شديد سوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  دا  فيصله وکړه چي تر مکې مکرمې دباندي ووزي او په داسي چا پسي وګرځي چي هغه يې مرسته وکړي، پسله فکره و دې نتيجې ته ورسېدى چي و ده صلی الله علیه وسلم  ته هغه نژدې ښار طائف دى، نو يې د طائف د سفر فيصله وکړه چي هلته به د الله جل جلاله  و دين ته خلك را دعوت کړم. 



ان شاءالله نور بیا....

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

www.taleemulislam.net

 

سرته