دا چي اوس موږ په ډیر بهترینو شپو او ورځو کي ژوند کوو. چې هغه د ذوالحجي لس ورځي دي او په دغه شپو او ورځو کي په عبادت کولو سره انسان الله جل جلاله ته نژدي کیږي. او الله جل جلاله ورته په دنیا او آخرت کي نیکبختي نصیب کوي او د مرګ، قبر او پُل صراط له سختيو نجات ورکوي، ا و دا دومره مهمي شپې او ورځي دي چې په اړه يي ابن حجر رحمه الله په فتح الباري کې لیکي چې د ذوالحجې د لسو شپو د فضلت سبب دادی چي په دې شپو او ورځو کي د مهم او بهترين عبادات سره جمع کیږی. چي ځیني داسي عبادات دي چې هغه بغیر له دې شپو څخه په نور ټول کال کې نه ترسره کیږي لکه قرباني او حج او که د کال په نورو شپو او ورځو کې بغیر له دې ورځو او شپو هر څومره حجونه او قربانیانې وکړي د حج او قرباني ثواب نه سي تر لاسه کولاي .
نو له دې وجي غواړم چې نن هغه څه درسره شریک کړم کوم کسان چې په دې شپو او ورځو کې خپل ژوند په غفلت کې تیروی. او دغو مهمو وختونو او عبادتونو ته په دې شپو او ورځو کې سوچ نه کوي.
۱ . په اکثره مسلمانانو وروڼو باندي د ذوالحجي دغه لس شپې او ورځي عبث تیري سي. بغیر له دې څخه چې دوي په دغه شپو کې د عبادت اهتمام وکړي. او حال دادي چې رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمايي داسي ورځي نشته چي الله جل جلاله ته دي په هغو ورځوکې عبادت تر دغو ورځو ډیر محبوب وي، رواه البخاری.
۲. په دې شپو او ورځو کې ډیر کسان د الله جل جلاله له ذکر او تسبیح څخه غافله وي او په کثرت سره يي نه کوي چې دا هم ډیره لويه غلطي ده چې په داسي شپو کې د الله جل جلاله د ذکر او یاد څخه غافل يي. ځکه په مسلمان باندي لازمه ده چې په دې شپو او ورځو کې د الله جل جلاله یاد ډیر وکړي.
۳. او په دې شپو او ورځو کې د روژي له نیولو څخه غفلت کول او حال دادی چې دا بهتریني ورځي دي د روژي نیولو لپاره لکه مخکي چې د عبدالله ابن عباس رضي الله عنه حدیث تیر سو چې په دې ورځو کې الله جل جلاله ته عبادت ډیر خوښ وي او همدارنګه په دې ورځو کي د عرفات ورځ ده چې په اړه يي رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمايي چې د عرفات د ورځې روژه نیول د یوه کال مخکني او یو کال وروستني ګناهونه الله جل جلاله ورته د عرفات د ورځي د روژي نیول په سبب معافوي. رواه مسلم
خو دا حکم د هغه چا لپاره دې چې هغوي حج نه کوي .
او همدارنګه په کوم کس چي د رمضان المبارک قضايي روژي پاتي وي هغه دي دغه ورځي غنیمت وګڼي او هغه قضايي روژي د ونیسي .
۴. او په دې شپو او ورځو کي د دعا څخه غفلت کول خصوصاً د عرفات په ورځ باندي ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم يي په اړه فرمايي. بهترینه دعاء، د عرفات د ورځي دعاء ده او بهترین الفاظ چې ما او مخکنیو پیغمبرانو په دې ورځ باندي ویلي دي هغه دا الفاظ دي. لا اله الا الله وحده لا شریک له له الملک وله الحمد وهو علي کل شيءٍ قدیر. رواه الترمذی و موطا امام مالک.
ابن عبدالبر رحمه الله وایي چې په دې حدیث کې دا خبره په ډاګه سوله چې دعا د عرفات په ورځ کول ډیر بهتره عمل دي. التمهید. ج۶ ص۴۱/۴۲
او د اختر په ورځ باندي د اختر د لمانځه څخه غفلت کول چې بعضي خلک او اکثره ځوانان له دې لمانځه څخه غافله وي. او یا وايي چې دا یو سنت عمل دي. خو لومړی د مسلمان لپاره دا نه ښایی چې داسي خبري وکړي او بیا یو کار په دې نیت سره پریږدي چې دا خو واجب یا سنت عمل دي چې دا ډیره لويه خطاء ده او دا د اسلام د شعائرو څخه ګڼل کیږي، او څوک چې د اختر لمونځ بغیر د یوه عذره پریږدي نو دا یوه ډیره لویه غلطي ده ځکه چې دا یوه ډيره بهترینه ورځ ده. او رسول الله صلي الله علیه وسلم د دې ورځي په اړه فرمايي چې هغه عزتمنده ورځ د الله جل جلاله په نزد د ذوالحجې د لسم یعني د اختر ورځ ده او بیا هغې ته نژدي. رواه ابوداود
نو په دې مبارکه ورځ باندي د اختر له لمانځه څخه مه پاته کیږئ ځکه دا یوه ډیره بهترینه ورځ ده په نزد د الله جل جلاله باندي او همدارنګه ځینی کسان د اختر په ورځ باندي د قرباني کولو څخه مخکي خوراک کوي چې دا هم غلط کار دي او سنت نبوي څخه مخالف کړنه ده او سنت عمل دادې چي کله قرباني وکړي بیا د هغوی څخه خوراک وکړي. زاد المعاد
۵. د تشریق د تکبیرونو څخه غفلت کول چې دا هم اکثره کسان نه وایي او حال دادي چې دا هم یو واجب عمل دي چې هر نارینه او ښځینه چې لمونځ ورباندي فرض وي د فرض لمانځه تر کولو وروسته ووايي.
۶ . د اختر په ورځ د خوشحالي اظهار نه کول او زړې او څیري جامې په تن کول چي دا هم د شریعت څخه مخالف عمل دی ځکه دا ورځ الله جل جلاله د مسلمانانو د خوشحالۍ دپاره ټاکلې ده او په دې ورځو کې باید جایزه خوشحالي وکړي.
www.taleemulislam.net