تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي:د مدينې منورې د ژوند اوله مرحله
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 5, 2020
  0

سیرت نبوي (۱۲۴ برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 


د مدينې منورې د ژوند اوله مرحله

دا هغه مر حله ده چي د هجرت په شروع کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم او مسلمانانو دپاره نوى ژوند شروع کيږي، د هجرت څخه يواځي دا مقصد نه  ؤ چي مسلمانان د تکاليفو او آزارو، مشکلاتو او پسخندو څخه ځان خلاص کړي، بلکه هجرت د رسول الله صلی الله علیه وسلم  او مسلمانانو دپاره دا موقع هم برابره کړه چي د يوه أمن او امان په ښارکي يوه نوې اسلامي ټولنه جوړه کړي، نو ځکه پر هر قدرت لرونکي مسلمان دا فرض وه چي د دغي نوي ټولني او نوي وطن په آبادولو او جوړولو کي حصه واخلي او خپل ټول وَس او توان د دغه مقصد د حاصلولو دپاره وښندي او په دې کي هيڅ شک نسته چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغي ټولني د جوړولو دپاره امام او قائد، لارښوونکى او هادي دى او بېله منازعې او اختلافه د دغه کارو مشري د رسول الله صلی الله علیه وسلم  وه.

 
هغه قومونه چي په مدينه منوره کي اوسېدل او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ور سره معامله وه پر درې قسمه وه چي د هر قوم حال نسبت د هغه بل قوم و حال ته ډېر واضح فرق او مختلف شکل درلودى او رسول الله صلی الله علیه وسلم  د هر قوم يا هري ډلي دپاره خاص مسائل درلودل چي د هغه بل قوم او ډلي د مسائلو څخه مختلف او بل شان وه، چي دغه درې قسمه ډلي یا قومونه په داسي ډول سره وه:
لومړی: د رسول الله صلی الله علیه وسلم  هغه غوره او مکرم، پاک او صالح اصحاب کرام . 
دوهم: هغه مشرکان چي تراوسه يې ايمان نه ؤ راوړى او دوى د مدينې منورې د اصلي قبيلو غړي او افراد وه، بلکه ځيني يې مشران هم وه.
درېيم: يهود، چي يهود بيا په خپله درې قبيلې وه. 


 اولاً: هغه مسائل چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خپلو اصحابو په سبب د هغو سره مواجه او مخامخ ؤ: هغه دا چي د مدينې منورې د ژوند کيفيت په  تمامه معنْی د هغه حال اوکيفيت څخه مخالف ؤ چي دوى په مکه مکرمه کي درلودى، هغه وخت چي مهاجر مسلمانان په مکه مکرمه کي وه که څه هم دوى يوې کلمې سره را جمعه کول او د ټولو هدف يو ؤ مګر دوى په مختلفو کورو کي سره پاشلي وه، مظلومه وه، ذليله وه، شړل سوي وه، دوى د هيڅ شي قدرت نه درلودى، امر او حکم د دوى د دين د دښمنانو په لاس کي ؤ، نو دغو مسلمانانو هلته نه سواى کولاى چي يوه نوې اسلامي ټولنه په هغو مادو او شرائطو سره جوړه کړي چي هره انساني ټولنه ضرورت ورته لري، نو ځکه موږ وينو کوم قرآني آياتونه يا سورتونه چي په مکه مکرمه کي نازل سوي دي فقط د اسلام مبادي يا هغه اولني شيان بيانوي او داسي اسلامي اوامر يا قوانين پکښې دي چي هر فرد يې په انفرادي ډول سره عملي کولاى سي، په هغو قرآني اوامرو کي خلک و ښو او د خير وکارو ته هڅول کيږي، مسلمانان په ښو اخلاقو امر کيږي، د رذائلو او کښتو کارو څخه منعه کيږي.


 مګر په مدينه منوره کي د اولي ورځي څخه د مسلمانانو حکم د دوى په خپل لاس کي ؤ او هيچا پردوى حکم او تسلط نه درلودى نو اوس و دوى ته دا موقع برابره سوه چي د تمدن او آبادۍ په کارو مشغوله سي، د معيشت او اقتصاد، د حکومت او سياست په کارو مشغوله سي، جنګ او صلحي ته متوجه سي، د حلال او حرام، عبادت او اخلاق او داسي نور ديني او دنيوي مسائل په پراخه اندازه زده او عملي کړي، دوى ته اوس موقع مساعده سوه چي يوه نوې اسلامي ټولنه جوړه کړي، داسي ټولنه چي د ژوند په ټولو امورو او مرحلو کي د جاهليت د ټولني سره فرق ولري بلکه په ټول عالَمِ انساني کي تر هري ټولني ښه او بهتره وي او دغه د دوى ټولنه، د دوى اخلاق او معاملات د اسلامي دعوت دپاره يو ښه مثال او نمونه وګرځي، هغه ټولنه جوړه کړي چي دوى د هغې ټولني د جوړولو دپاره لس کاله په مکه مکرمه کي رنګارنګ عذابونه او تکليفونه ګاللي او زغملي وه. 


مګر دا دي هم درته معلومه وي چي د دغسي سالمي ټولني جوړول نه په يوه ورځ کي امکان لري نه په مياشت او کال کي، بلکه د دغسي ټولني د جوړولو دپاره ډېر اوږد وخت په کار دى چي په هغه اوږده موده کي شريعت او قانون جوړ سي او په تدريج سره د هغه شريعت په عملي کولو خلک تربيه کړل سي، چي د دغه شريعت جوړونکى الله جل جلاله  ؤ، چلونکى، جاري کونکى او ښوونکى يې رسول الله صلی الله علیه وسلم  ؤ. 
او صُحابۀ کرامواجمعين هم دغه شريعت او قانون  په پراخه زړو سره قبلاوه، د هغه احکام يې پرخپلو ځانو عملي کول، د دغو مومنانو په باره کي الله جل جلاله  فرمايي: 

إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَإِذَا تُلِيَتْ عَلَيْهِمْ آيَاتُهُ زَادَتْهُمْ إِيمَانًا وَعَلَىٰ رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ [الانفال:2]
يعني: حقيقي مومنان هغه کسان دي: کوم وخت چي پر دوى الْهي آياتونه و ويل سي نو د دوى ايمان په زيات سي. 
که څه هم د دغسي مسائلو تفصيل زموږ د بحث موضوع نه ده خو موږ د ضرورت پر اندازه دغه مسایل بيان کړه. 
دا هغه لوى کار وو چي د مسلمانانو په متعلق رسول الله صلی الله علیه وسلم  د هغه سره مخامخ ؤ چي دا د اسلامي شريعت، اسلامي دعوت او محمّدي  رسالت هغه اساسي مقصد او هدف ؤ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  دپاره دغه کار هغه اساسي کار ؤ خو تلواري کار نه ؤ بلكه  دغه کار د وخت په تېرېدلو سره کېدى، خو هلته نور داسي مسائل وه چي په اهميت کي تر دغه لوی او مهم کار کم وه مګر تلوار يې غوښتى، هغه داسي:د هجرت په شروع او په مدینه منوره کي مسلمانان پر دوه قسمه وه، يو قسم مسلمانان هغه وه چي په خپله مځکه، خپلو کورو او د خپلو مالو سره وه، بله هيڅ پرېشاني يې نه درلودل بېله هغه څخه چي يو سړئ يې په خپل کورکي د ژوندانه د ضروریاتو د پوره کولو دپاره غواړي، چي دا د انصارو ډله وه، خو په خپله د انصارو په منځ کي قبيلوي شديد نفرت، د زړو عناد او عداوت د ډيري مو دې څخه پروت ؤ، په نژدې تيرو سوو وختو  کي يې ډېر شديد جنګونه سره کړي وه. 


 او د مسلمانانو هغه بله ډله هغه مهاجرين وه چي هر شئ په مکه مکرمه کي ځني پاته ؤ، فقط خپل ځانونه يې مدينې منورې ته رسولي وه، خپل مقدس وطن او اقارب، خپلوان او عزيزان، اهل او عيال، کور او کهول، مال او منال، دولت او ثروت، صنعت او تجارت يې ټول په مکه مکرمه کي پرې ايښي وه، دلته په مدینه منوره کي نه د شپې د تېرولو ځاى لري نه د خوړلو شئ، نه کار سته چي ويې کړي، نه مال لري چي شپه په تېره کي او د دغو مهاجرينو شمير لږ هم نه ؤ او ورځ په ورځ نور هم زياتېدل، ځکه و هر هغه چا ته چي پر الله او رسول الله ايمان لري په هجرت سره امر سوى ؤ او داهم معلومه خبره ده چي مدينه منوره يو غني او ثروتمن ښار هم نه ؤ، نو د مدينې منورې اقتصادي موازنه خرابه او متزلزله سوه، په دغه شکېدلي حالت کي اسلام دښمنو قواوو تقريبًا اقتصادي بنديز هم پر ولګاوه، خوراکي او ارتزاقي مواد يې د مدينې منورې څخه بند غوندي کړه، نو خود اقتصادي حالت نور هم خراب سو.
دا د مسلمانانو د دوو مختلفو ډلو په متعلق ستونځي او مشکلات وه. 


ثانيًا: هغه دوهم قوم چي هغه مشرکان وه خو د مدينې منورې د قبائلو اصلي او اساسي غړي وه، دوى پرمسلمانانو کوم تسلط نه درلودى خو په زړو کي يې شک ؤ او د خپلو پلرو د دين په پرېښوولو کي متردِد وه، مګر د دغه حالته سره سره يې د اسلام او مسلمانانو سره په زړو کي چم او عداوت نه درلودى او ډېر وخت نه سو پر تېر چي و اسلام ته داخل سوه او صادقه مسلمانان ځني جوړ سوه، مګر په دغو خلکو کي داسي خلک هم وه چي په زړو کي يې د رسول الله  صلی الله علیه وسلم او مسلمانانو سره شديد عداوت او عناد درلودى، خو دا يې په وسه نه وه پوره چي خپل عداوت او دښمني ښکاره کړي بلکه د وخت او حالاتو د مراعت په سبب مجبوره وه چي د دوستۍ او مودت اظهار وکړي، چي د دغو خلکو مشر او رئيس عبدالله بن اُبى بن سلول ؤ. 


څه موده مخ کي او د بُعاث تر جنګ وروسته د أوس او خزرج قبيلو پردې اتفاق کړى ؤ چي دغه عبدالله به د دغو قبيلو دپاره د پاچا او رئيس په صفت سره مني او تر دغه د مخه هيڅ وخت داسي نه وه پېښه سوې چي دغه دواړي قبيلې دي د يو چا مشرتوب قبول کړي، نو د ده د تاج دپاره يې ملغلري او جواهرات هم سره يو ځاى کړي وه چي ده ته د پاچهۍ تاج ور جوړ کي او د مدينې منورې پاچا يې وګرځوي، په دغه وختو کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  مدينې منورې ته ورغلى، د ده د قوم څخه چي کوم خلک مسلمانان سوي وه هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  تا بع سوه.د دغه عبدالله په ګمان: رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ده پاچهي د ده څخه واخستل،نو خود په زړه کي يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره ډېر شديد عداوت درلودى او کوم وخت چي يې وليدل چي حالات داسي سوه چي و ده ته پر شرک پاته کېدل نفعه نه ور رسوي او د دنيوي ګټو څخه محرومه پاته کيږي  نو د بدر تر غزاء وروسته په ظاهره مسلمان سو مګر په زړه کي هغه کافر ؤ، هر وخت چي به د رسول الله صلی الله علیه وسلم  او مسلمانانو د آزارولو او تاوان رسولو موقع په لاس ورغله خامخا به يې هغه کار کاوه او د ده هغه نور ملګري چي د ده  په پاچهي کي به وزيران او رئيسان  وو  او اوس د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په را تګ سره هغه هم د دغو منصبو څخه محرومه سوه، هغو هم د دغه عبدالله سره د ده د  شيطاني نقشو او دسيسو په عملي کولو کي کومک کاوه او ډير ځله به يې د مسلمانانو نوي ځوانان او ضعيف العقله کسان د خپلو دسيسو د عملي کولو دپاره د لاس آله ګرځول. 

 

ثالثًا: يا درېيمه ډله چي هلته موجوده وه هغه يهود وه، دا هغه يهود وه چي د رومان د ظلمه څخه و حجاز ته راغلي وه، که څه هم دوى په اصل کي عِبرانيين وه خو پس له هغه څخه چي حِجاز ته راغله په ژبه، په لباس، په عاداتو او اصطلاحاتو د عربو سوه، حتّْی د قبيلو او افرادو نومونه يې هم عربي کړل، د عربو سره يې د ښځو د طرفه دوستۍ هم وکړې، خو پر دغه ټولو سربېره يې هغه خپل ذاتي جنسيت يا قوميت هم ساتلى ؤ، په عربو هيڅ نه سوه ګډ، بلکه په خپل اسرائيلي او يهودي جنسيت به يې فخر هم کاوه او عرب يې ډېر سپک او خوار بلل، تر داسي اندازې چي عرب يې (اُمِيّين) بلل، يعني: وحشيان او بيعقلان، پست او اراذل.
 د عربو مالونه يې په هره طريقه سره چي وي د ځان دپاره حلال او مباح بلل، لکه څرنګه چي الله جل جلاله  د دوى دغه قول او عقيده بيانوي او فرمايي: 

﴿ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوا لَيْسَ عَلَيْنَا فِي الْأُمِّيِّينَ سَبِيلٌ وَيَقُولُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ وَهُمْ يَعْلَمُونَ ﴾. [آل عمران:75] 

يعني: بېشکه دغه يهودي کتابيانو به ويل: نسته پر موږ باندي د دغو اُميانو په حق کي هيڅ ګناه، چي موږ يې مالونه وخورو يا چم او خیانت ور سره وکړو. 

 

د يهودو په مسلک اُميّان و هر هغه چا ته ويل کيږي چي يهود نه وي او دغو يهودو د خپل دين د نشرولو دپاره هيڅ حماس او احساس نه درلودى بلکه د دوى سره چي هغه ديني سرمايه پاته وه هغه فال، سحر، کوډي او جادو وه او په دغو شيانو يې خپل ځانونه اهل العلم او روحاني قائدان بلل، په کِسب او پيسه ټولولو کي ماهران او استادان وه، د حبوباتو او خرما، د شرابو او لباسو تجارت د دوى په لاس کي ؤ، واردات يې غله او شراب وه، صادرات يې خرما وه، بېله دې څخه يې نور هم تجارتي او صنعتي کارونه کول، د عربو څخه يې څو چنده ګټي اخستلې، يواځي تجارت يې نه کاوه بلکه سود او ربا يې هم خوړل، د عربو وشيخانو او رئيسانو ته به يې ډير پورونه ورکول، هغو به بيا دغه مالونه په بې پروايي سره د دې دپاره مصرفول چي شاعران يې په خپلو اشعارو کي صفت وکړي او په خلکو کي يې نوم لوړ سي، خو چي بيا به يې د يهودو پورونه نه سواى آداء کولاى نو به يې خپلي زراعتي مځکي او باغونه پرهغو ګَرو کړه، څو کاله به نه وه تېر سوي چي دغه مځکي او باغونه به د يهودو سوه.

 

يهود د چمو او دسيسو، د فساد او شيطانتو خاوندان وه، د عربي او همسايه قبيلو په منځ کي به يې فساد او شيطانت جوړکړی، عربي قبيلې به يې په پټو چمو په پرله پسې جنګو داسي سره اخته کولې چي هغه به په ځان نه سوه پوه او دې جنګو به يې په کلو کلو  دوام درلودى، هر وخت چي به يهودو وليدل چي د جنګ اور مړکيږي بيا به يې د هغه د تازه کولو دپاره شيطانتونه او فسادونه جوړکړه او دوى به آرام ورته ناست وه، په دغه اورو کي به يې د عربو سوځل په پټه خوله سره ليدل او بيا به يې د قبيلو و مشرانو ته د سود او ربا درانه پورونه د دې دپاره ورکول چي د مسکنت او غريبۍ په سبب د جنګو څخه لاس وانخلي، چي یهودو په دغه کار سره دوې ګټي کولې، يو خو يې خپل يهودي کيان د عربو څخه ساتلى ؤ او بل يې د رِبا بازار تود ؤ چي څو چنده ګټي يې اخستلې او بې اندازې ثروت يې لاس ته راوړى. 
په مدينه منوره کي د يهودو درې مشهوره قبيلې اوسېدلې: 


1 ـــــ  بنو قينُقاع، چي د خزرج د قبيلې متعاهدين وه او کورونه يې دننه یا داخل په مدينه منوره کي وه. 
2 ـــــ  بنو النضير.
3 ـــــ بنو قُريظه، چي دغه دوې قبيلې د أوس د قبيلې متعاهدين وه او تر مدينې منورې دباندي اوسېدل او دا هغه قبيلې وې چي همېشه به يې د أوس او خزرج د قبيلو په منځ کي جنګونه پېښول او په خپله دغه يهودي قبيلو د بُعاث په جنګ کي ګډون او اشتراک هم وکړى.
دا معلومه خبره ده چي د يهودو څخه دا اميد نه کېدى چي و اسلام ته دي بېله بُغضه او عناده په بله سترګه وګوري، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دوى د قوم او جنسه څخه نه ؤ چي دوى دي د قومي عصبيت په سبب د هغه تر څنګ و دريږي او بل دا چي د اسلام دعوت، صالحه دعوت ؤ چي د پاشلو زړو په منځ کي يې الفت پيدا کاوه، د دښمنيو او عداوتو اور يې واژه او په ټولو کارو کي يې خلک و امانت او ديانت ته را بلل، خلک يې په دې سره امر کول چي پاک او حلال مالونه وخوري چي د دې ټولو معنْی دا وه چي د یثرِب عربي قبايل بايد په خپلو منځو کي الفت او محبت سره ولري نو په دغه حالت کي خامخا دغه عربي قبيلې د يهودو د هغه شيطاني اعمالو څخه خلاصېدلې، د يهودو تجارتي رونق پاى ته رسېدى او هغه د رِبا مالونه کوم چي د دوى د سرمايه دارۍ اساس او مرکز بلل کېدى حرامېدل، بلکه د دې ډېر احتمال ؤ چي دغه عربي قبائل ويښ او متوجه سي، کوم باغونه او مځکي چي يهودو د رِبا په معاملو ځني اخستي وه بيرته خپل لاس ته را وړي. 


کوم وخت چي يهود د اسلامي دعوت په مفهوم پوه سوه او وې لیده چي اسلامي دعوت غواړي چي په یثرِب کي استقرار او آرامي را ولي، د خپلو ځانو دپاره يې دغه ټول تاوانونه تر نظر وايستل نو ځکه یهودو د هغې ورځي څخه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  مدينې منورې ته راغلى دننه په زړو کي د اسلام او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره شديد عداوت درلودى، که څه هم دوى په شروع کي د دغه عداوت د ښکاره کولو جرئت نه درلودى خو پسله څه مودې څخه يې دغه عداوت واضحه او روښانه سو. 

 

د يهودو دغه عداوت په واضحه ډول په هغه واقعه کي ښکاره کيږي چي ابن اسحاق يې داُم المؤمنين صفـيه رضی الله عنها  څخه روايتوي، صفيه رضی الله عنها  چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  زوجه او د حُيَى بن أخطب يهودي لور ده او دغه حُيَى بن أخطب د مدينې منورې د يهودو د مشرانو څخه ؤ، چي دا قصه به په وروسته کي راسي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د صفيې رضی الله عنها  سره څنګه واده وکړی، دغه صفيه رضی الله عنها  وايي: 


زه کوچنۍ وم او پرخپل پلار تر ټولو اولادو ګرانه وم، هر وخت چي به پلار وليدم غېږ به يې را ته خلاصه کړه او په بغل کي به يې ونيولم، دغه رنګه پرخپل اکا چي ابو ياسر ورته ويل کېده هم ګرانه وم، کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  مدينې منورې ته راغلى او په قباء کي يې واړول سهار وختي زما پلار حُيَى بن أخطب او زما اکا ابو ياسر بن أخطب د هغه صلی الله علیه وسلم  د  ليدلو دپاره ورغله او ماښام د لمر لوېدلو سره ستړي هلاک، غمجن او پريشانه بيرته کور ته راغله، صفيه رضی الله عنها  وايي: څرنګه چي زه کوچنۍ وم د هغه پخواني عادت سره سم په ډير شوق او چابکي سره دوى ته ورغلم ( يا دوى ته مي ور وځغستل)  مګر په دغه ورځ د هغه غم په سبب چي د دوى سره ؤ يوه هم ما ته و نه کتل، يواځي دا نه چي په غېږکي يې و نه نيولم بلکه را ته ويې هم نه کتل، ډير غمجن او پرېشانه وه، صـفيه رضی الله عنها  د دغې ورځي خبري بيا په وروسته کي بيانوي او وايي: 


وامي ورېدل چي زما اکا ابو ياسر زما و پلار ته و ويل: آيا هغه هغه دى؟ يعني: دغه سړئ هغه نبي دى چي موږ ته په تورات کي ذکر سوى دى؟
پلار مي و ويل: هو والله، 
اکا مي ويل: آيا تا وپېژندى او يقين دي سو؟ 
پلار مي ويل: هـو، 
اکا مي ويل: نو د ده په باره کي څه نيت او إراده لرې؟ 
پلار مي و ويل: تر څو چي ژوندئ يم په والله دښمني او عداوت به ورسره کوم. 
سبحان الله! د يهودو دغه حال دى په حق پوهيږي او حق ور معلوم سو مګر پر دغه واقعيت سر بېره د حق سره عناد او عداوت کوي دا د يهودو خوى او عادت دى، د نن ورځي يهود هم هغه يهود دي او هغه يې عداوت، نه پوهېږم چي جاهل او بې خبره مسلمانان څنګه پر هغو اعتماد کوي؟ او ولي دوستي ور سره کوي؟

د يهودو د عداوت او خيانت بل شاهد د عبدالله بن سلام رضی الله عنه  هغه قصه ده چي امام بخاري يې روايتوي، عبدالله بن سلام رضی الله عنه  چي د مدينې منورې د يهودو د لويو علماوو او احبارو څخه ؤ دئ وايي: زه د خپلي خاله سره ناست وم خبر راغلى چي محمّد صلی الله علیه وسلم  مدينې منورې ته را ورسېدى، عبدالله بن سلام په لوړ آواز سره تکبير و وايه (الله اکبر) خاله يې په تعجب کي  سوه چي عبدالله څنګه د دغه سړي په را تګ سره چي وايي نبي دى تکبير وايي؟ نو خاله يې ورته و ويل: قسم دى که موسْى بن عمران راغلى واى تا به داسي تکبير نه واى ويلى، عبدالله بن سلام رضی الله عنه  ورته و ويل: خاله! دغه سړئ او موسْى وروڼه دي هغه نبي ؤ او دئ هم نبي دى، خاله يې ورته و ويل: ستا پر حال دي افسوس وي ته څنګه وايې: چي دا سړئ نبي دى؟ عبدالله رضی الله عنه  ورته و ويل: هغه علامې چي د نبي آخر زمان پـه باره کي په تورات کي ذکر سوي دي هغه ټوله په ده کي موجودي دي. خاله يې ورته و ويل: ولاړ سه او ځان ته صحي حال معلوم کړه. 

عبدالله بن سلام رضی الله عنه  هم په تلوار د بني نجار و منطقې ته ورغلى او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه يې داسي خبري واورېدې چي هغه ټولي د راتلونکي نبي علامې وې، عبدالله بن سلام پر هغه ځاى او په هغه ساعت ايمان را  وړى، عبدالله بن سلام رضی الله عنه  د مدينې منورې د يهودو څخه هغه اول يهودي دى چي په اسلام مشرفه کيږي او بيا يې  رسول الله صلی الله علیه وسلم ته و ويل: يا رسولَ الله! يهود تهمتي او بُهتان ويونکى قوم دى، د مخه تردې چي ته زما په باره کي پوښتنه ځني وکړې كه دوی زما په اسلام خبر سي نو بیا ستا په حضور کي پر ما بُهتان او تهمتونه وايي، نو د مخه تردې چي زما د اسلام خبر نشر سي يهود او د هغو مشران را وغواړه او د دوى څخه زما په باره کي پوښتنه وکه. 

رسول الله صلی الله علیه وسلم  يهود را وغوښتل او عبدالله بن سلام رضی الله عنه  دالته په يوه خونه کي پټ سو، يهود راغله او کښېنستل، رسول الله صلی الله علیه وسلم  دوى و اسلام ته دعوت کړه خو دوى د اسلام د قبلولو څخه انکارکوي او اسلام نه  قبلوي، بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  د عبدالله بن سلام په باره کي پوښتنه ځني وکړه، چي عبدالله بن سلام په تاسي کي کوم مقام او درجه لري؟ يهودو و ويل: هغه په موږ کي لوى عالم او د لوى عالم زوى دى، زموږ سردار او د سردار زوى دى، په موږ کي د ښه او لوړ مقام خاوند دى. 
رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: که هغه ايمان را وړى بيا تاسي څه واياست؟ يهودو و ويل: الله دي يې د دې کاره څخه وساتي او دا جمله يې دوه درې واره و ويل. 
عبدالله بن سلام رضی الله عنه  د هغه پټ ځاي څخه را و وتى او ويل:
 اشهد ان لا اله الا الله واشهد ان محمّداً رسول الله، دا پر يهودو لوى دليل ؤ چي دا دين حق دى مګر يهودو و ويل: دئ په موږ کي بيعقل، درواغجن او جاهل دى او د ده نور بد يې هم بيانول.


دغه د يهودو غدر او خيانت دى، لږ وخت د مخه يې اقرارکاوه چي عبدالله په موږ کي عالم، مشر او شريف دى، مګر کوم وخت چي يې وليدل چي خبره د دوى په نفعه او فايده نه ده نور څه وايي. 


يهود وفاء او وعده نه لري، په عربي کي متل دى چي وايي: (اليَهود ليسَ لهمُ العُهود) يعني: يهود پر خپلو وعدو او عهدو وفاء نه لري، دا هغه اوله تجربه وه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  او مسلمانانو ته د مدينې منورې د داخلېدلو په اوله ورځ د يهودو په باره کي حاصله سوه. 
موږ مخ كي د اسلامي نوي ټولني د جوړولو دپاره د مشکلاتو خبري کولې او د دغو ذکر سوو درو ډلو: مسلمانانو، مشرکانو او يهودو، مشکلات هغه مشکلات وه چي مسلمانانو خاصتاً رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته د داخله څخه متوجه وه، یعني د رسول الله صلی الله علیه وسلم  او مسلمانانو دپاره داخلي مشکلات د دغو درو ډلو دغه بېل بېل مشکلات وه، مګر د خارجه څخه هغه  شريره قُوه چي د مسلمانانو ضِد او د اسلام دښمنه قوه وه هغه قريش وه. 


د لسو کلو را هيسي هغه وخت چي مسلمانان په مکه مکرمه کي د دوى ترلاس لاندي وه دوى د عذاب ټولي طريقې که وهل او ټکول وه، که عذابونه او آزارونه وه،که لوږي او مقاطعې وې پر استعمال کړې، بيا چي مسلمانانو و مدينې منورې ته هجرت وکړى د دوى ټول مالونه که مځکي وې که کورونه، که مالونه وه که حيوانات ټول يې غصب او مصادره  کړه، د دوى او د دوى د ښځو او او لادو په منځ کي يې جلا والى را وستى او پرکومو کسانو چي يې قدرت پيدا کړی هغه يې بنديان کړه او عذابونه يې ورکول، يواځي دانه وه بلکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  چي د اسلامي  دعوت خاوند ؤ د وژلو إراده يې هم وکړه، چي دئ او د ده دعوت ټول د بينه يوسي او د دغه دسيسې د عملي کولو دپاره يې خپل ټول طاقت استعمال کړى، پسله دغو ټولو عذابو او آزارو څخه کوم وخت چي مسلمانانو و داسي مځکي ته هجرت وکړی چي د دوى څخه پنځه سوه کيلومتره ليري وه قريشو بيا په سياسي عمل لاس پوري کړى.


 قريشو په عربو کي ديني او دنيوي صدارت او رياست درلودى ځکه دوى د حرم اوسېدونکي وه او د بيت الله شريفي تصرف د دوى په لاس کي ؤ، نو يې د جزيرة العرب نور مشرکان د اهلِ مدينه پر ضد و پارول تر داسي اندازې چي مدينه منوره د شديدي مقاطعې په حالت کي سوه، واردات يې لږ سوه او د مهاجرو مسلمانانو شمېر ورځ په ورځ زياتېدى او دا معلومه خبره وه چي د مکې مکرمې د طاغي مشرکانو او د مسلمانانو په منځ کي په نوي يا د هجرت په وطن کي جنګي حالت هم برقراره ؤ نو دا د مسلمانانو حق ؤ چي د مکې مکرمې د طاغيانو مالونه مصادره کړي او واخلي، لکه څرنګه چي هغو د دوى مالونه مصادره کړي او اخستي وه او پر هغو هغسي عذابونه تېرکړي لکه پر دوى چي يې تېر کړي وه او د هغو د ژوند په لار کي هغسي مشاکل پيدا کړي لکه دوى ته چي يې پيدا کړي وه، کاسه په کاسه ورکړي، دا هم د دې دپاره چي دغه کفار د مسلمانانو د نېستي کولو قدرت و نه لري او د دوى د اسلامي دعوت د مخنيوي وسائل يې د لاسه ووزي. 
دا هغه قضيې او مشکلات وه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د يوه رسول او لار ښوونکي، د يوه امام او قائد په صفت ور سره مخامخ ؤ. 
او رسول الله صلی الله علیه وسلم  د رسول او رهبر په صفت په مدينه منوره کي دغه وظائف په پوره ډول سره انجام کړل.


هر قوم ته يې د رحمت او شفقت، يا شدت او عذاب څخه هغه څه  ورکړه چي د هغه شي مستحق او لائق وه او په دې کي هيڅ شک نسته چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  رحمت پر شدت غالبه ؤ، ترڅو چي په لږو کلو کي آمريت او اداره و اسلام او مسلمانانو ته راوګرځېدل.  
ويونکي يا اورېدونکي به د رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه عادلانه او كاميابه تصرفات او حالات په را تلونکي بيان کي په ښکاره ډول سره و ويني.


څرنګه چي موږ اوس د هجرت د شروع واقعات بيانوو نو د هغې جملې څخه يوه واقعه دا وه: چي د هجرت په شروع او ابتداء کي د انصارو د مشرانو څخه يو مشر چي اسعد بن زُراره رضی الله عنه  ؤ وفات سو، دا هغه څوک دى چي تر هجرت د مخه د جمعې اول لمونځ د ده رضی الله عنه  په کور کي آداء سو او د دغه لمانځه خطبه هم ده رضی الله عنه  و ويل،نو د اسعد بن زُراره رضی الله عنه  وفات د هغو لويو واقعو څخه دى چي د هجرت په شروع کي پيښي سوي دي. او يوه بله لويه واقعه دا وه: کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  و مکې مکرمې ته نفر ولېږى چي د مکې مکرمې څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  او ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  کورنۍ راولي تر دغه وخته د هجرت څلور مياشتي تيري سوي وې او په دغو څلورو مياشتو کي په ټولو مسلمانانو کي هيڅ داسي نر کوچنئ نه ؤ پيدا سوى چي ژوندئ دي پاته سي، په مسلمانانو کي چي به هر نر کوچنئ وزېږېدى هغه به مړ سو.


 ټول نوي کوچنيان چي پيدا کېدل يا به نجوني وې يا به مړه کېدل، دلته يهودو آوازه واچول چي موږ په مسلمانانو سحر کړى دى چي د دوى به هيڅ نر کوچنئ نه پاته کيږي او په دې طريقه سره د مسلمانانو ريښه خېژي، ځکه مشران به يې کرار کرار مري او نوى کوچنئ به نه پکښي پاته کيږي چي دا د مسلمانانو د نيستي کېدلو سبب ګرځي او رشتيا هم په مسلمانانو کي څلور مياشتي پـرله پسې داسي نر کوچنئ نه سو پيدا چي ژوندئ دي پاته سي، د مدينې منورې پوره او کامل ښار او په سوو کورونه او په څلورو مياشتو کي د نر کوچني نه پيدا کېدل ډېره عجبه وه، تر داسي اندازې چي خلکو د يهودو دغه آوازه و منل چي رشتيا يې هم سحر کړى دى، ځکه په دنيا کي به داسي ښار نه وي چي په څلورو مياشتو کي دي نر کوچنئ نه سي پکښي پيدا مګر په مدينه منوره کي دا واقعه پېښه سوه، نو ځکه خلکو دغه د یهودو آوازه رشتيا وبلل.


 تر څو چي اسماء د ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  لور په داسي حال کي مدينې منورې ته راغله چي د حمل آخري مياشت يې وه، اسماء د زبير بن العوام رضی الله عنه  ښځه وه او زبير رضی الله عنه  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د عمه صفيه بنت عبدالمطلب زوى دى، اوس چي اسماء رضی الله عنها  مدينې منورې ته راغله حامله او د حمل يې آخري مياشت ده او لږ موده وروسته يې زوى پيدا سو چي عبدالله بن زبير رضی الله عنه  دى او مړ هم نه سو، اسماء رضی الله عنها  و ويل: چي عبدالله و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ور ولى، په مسلمانانو کي نر کوچنئ پيدا کيږي او نه مري! رسول الله صلی الله علیه وسلم  ډېر په  خوشاله سو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  په خپله مبارکه خوله کي خرما و ژوول او بيا يې د عبدالله بن زبير رضی الله عنه  پـه خوله کي ور کښېښوول، نو هغه اول شئ چي د عبدالله نس ته ورغلى هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  مبارکي ناړي وې، د عبدالله په ولادت او ژوندي پاته کېدلو سره مسلمانان ډېر خوشاله سوه، د ډيري خوشالۍ څخه يې عبدالله پر سرو ګرځاوه، مسلمانانو د مدينې منورې په لارو او کوڅو کي د خوشالۍ مظاهره وکړه او پـه لوړ آواز يې د الله اکبر تکبيرونه ويل. 


دا ټوله د نر کوچني د پيدا کېدلو په سبب چي مـړ هم نه سو او د خوشالۍ ځاى دا ؤ چي د يهودو هغه د سحر آوازه هم په ماته سوه، نو د عبدالله بن زبير رضی الله عنه  پيدا کېدل د مسلمانانو په تاريخ کي لویه فتحه بلل کيږي، عبدالله بن عمر رضی الله عنه  چي د عبدالله بن زبير رضی الله عنه  د ولادت ورځ يې ليدلې ده چي په دغه ورځ صحابۀ کرامو د ده د زېږېدلو په سبب تکبيرونه ويل او بيا يې د ده رضی الله عنه  د شهادت ورځ هم وليدل، چي د حجاج بن يوسُف الثقفي لښکرو شهيد کړى او هغو هم تکبيرونه ويل، نو عبدالله بن عمر رضی الله عنه  وايي: د عبدالله بن زبير د پيدا کېدلو ورځ مي وليدل او بيا مي د ده د شهادت ورځ وليدل، قسم په الله هغه کسان چي د ده د ولادت په ورځ يې تکبيرونه ويل، تر هغو کسانو ښه او بهتر وه چي د ده د شهادت په ورځ يې تکبير وايه. د ده د ولادت په ورځ صحابۀ کرامو تکبير وايه او د ده د شهادت په ورځ د حجاج بن يوسُف الثقفي ياغي او باغي لښکرو تکبير وايه.


او د هجرت په اتمه میاشت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ام المؤمنين حضرت عائشه رضی الله عنها  د حضرت ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  د لور سره واده وکړی. 


دغه د هجرت د اولو وختو يو څه واقعات ستاسي د معلوماتو د زياتوالي د پاره درته بيان کړل سوه.

 


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته