سیرت نبوي (۱۳۷ برخه)
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د ذو العُشَيره غزاء
د ذو العُشَيره غزاء: (ذُو العُشَيره) د ينبُع و طرف ته د يوه ځاى نوم دى، د هجرت د دوهم کال د جمادي الاول د مياشتي په آخر کي رسول الله صلی الله علیه وسلم د (150) نفرو مهاجرينو په ملګرتيا پر (30) اوښانو د غزاء دپاره و وتى، د دې غزا مقصد د قريشو پر يوه قافله حمله وه ځکه مسلمانانو ته خبر ورسېدى چي د مکې مکرمې څخه د قريشو يوه لويه قافله را و وتل چي د ټولو قريشو مالونه پکښې دي او شام ته ځي نو مسلمانانو غوښتل چي پر دغه قافله حمله وکړي، مسلمانان چي و ذُو العُشَيري ته ورسېدل خبر سوه چي قافله څو ورځي مخ کي تېره سوې ده.دا هغه قافله ده چي د شام څخه د بيرته راتګ په وخت کي مسلمانان د حملې دپاره ور و وتل او په نتيجه کي يې د بدر لويه غزاء پېښه سوه.
او دغه د ذو العُشيره په غزاءکي رسول الله صلی الله علیه وسلم د بني مُدلِج د قبيلې او د هغو د حُلفاوو سره د نه تجاوز يا نه حملې کولو معاهده هم وکړه او رسول الله صلی الله علیه وسلم په دغه منطقه کي د ډيري مو دې دپاره چي څوک وايي: يوه مياشت وه پاته سو، دا د دې دپاره چي د مسلمانانو قوت، قدرت او سُلطه و خلکو ته ور معلوم سي، ځکه دا هغه منطقې دي چي و مسلمانانو ته نژدې دي او د دغو منطقو خلک د مسلمانانو قوت او طاقت ومني او په عين حال کي دغه منطقې د قريشو د قافلو لار هم ده. په دغه غزاء کي د مسلمانانو بيرغ سپين او اخستونکى يې حمزه رضی الله عنه ؤ.
وروڼو! موږ تر دغه ځايه پوري د مسلمانانو په عسکري او اطلاعاتي حرکتو کي په ترتيب سره اول د درو سريو بيان درته وکړی او بيا مو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د څلورو غزاوو بيان درته وکړی چي نه په سريو کي جنګ پېښ سوى دى نه په غزاوو کي او اوس پر هغه ترتيب و څلورمي سريي ته راورسېدلو.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
www.taleemulislam.net