نوم مولوي احمدالله
ولایت کندهار
هیواد افغانستان
مسلسله شمېره 2962
پوښتنه: : یوه ټوټه مځکه د څو وړونو ترمابین مشترکه وه، په دوۍ کښي یوه ورور دغه مځکه خرڅه کړې ده بې له اجازې د شریکانو، اوس د دغي سودا حکم څه دی؟
جواب: مبسلاً و حامداً
کوم ورور چي بې له اجازې د شریکانو څخه مشترکه مځکه خرڅه کړې ده، د هغه بیع د ده په خپله حصه کښې صحیح ده او په شریکانو کښي چي کوم کسان بالغان دي دهغو په حصه کښې بیع د هغو پر اجازه موقوفه ده، که اجازه ورکړي بیع صحیح ده کنه صحیح نه ده او که په شریکانو کښي کوچنیان هم وي د کوچنیانو په حصه کښې باطله ده.
والله اعلم بالصواب
------------------------
(1): إذَا بَاعَ الرَّجُلُ مَالَ الْغَيْرِ عِنْدَنَا يَتَوَقَّفُ الْبَيْعُ عَلَى إجَازَةِ الْمَالِكِ وَيُشْتَرَطُ لِصِحَّةِ الْإِجَازَةِ قِيَامُ الْعَاقِدَيْنِ وَالْمَعْقُودِ عَلَيْهِ ... وَإِذَا مَاتَ الْمَالِكُ لَا يَنْفُذُ بِإِجَازَةِ الْوَارِثِ . (فتاوي هندیة: ج۳، ص۱۵۲، کتاب البیوع).
(2): إذا باع الرجل مال الغير عندنا يتوقف البيع على إجازة المالک. (فتاوی قاضیخان : ج۲، ص۱۷۲، فصل فی البیع الموقوف).
(3): أما الولایة علی مال الصغیر القاصر فتکون لأحدالاولیاء الستة الذین ذکرنا هم سابقا وهم الأب ووصیه والجد ووصیه والقاضی ووصیه. ( الفقه السلامی : ج۴، ص۱۴۳).
الجواب صحیح : مفتي حمدالله
المجیب: مفتي عبدالولي