تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي پر رسول الله (ص) د مشرکانو د فشار ډېرېدل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 17, 2020
  0

 

سیرت نبوي (۱۷۵برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

پر رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مشرکانو د فشار ډېرېدل

 

لکه څرنګه چي په هره لحظه کي پر رسول الله صلی الله علیه وسلم د  مشرکانو شمېر زياتېدى دغه رنګه يې هجوم او حملې پرمسلمانانو  زياتېدلې، څو د دغو حملو په جريان کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  و يوه ته د هغو غارو ولوېدى چي ابو عامر الفاسق د دغه مقصد دپاره کِندلي وه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ځنګون کت سو او په غار کي  غځار سو، خو علي رضی الله عنه  ترلاس ونيوى او طلحه بن عبيد الله رضی الله عنه  غېږ پر را وګرځول او را پورته يې کړى. 
نافع بن جُبير رضی الله عنه  وايي: د مهاجرينو د يوه نفر څخه مي واورېدل چي ويل يې: زه د اُحُد و جنګ ته حاضر سوى وم، و مي ليدل چي د هره طرفه څخه پر رسول الله صلی الله علیه وسلم  غشي اوري خو دغه ټوله غشي د ده صلی الله علیه وسلم  څخه ګرځول کېدل. دغه غشي چا ځني ګرځول؟ د ده صلی الله علیه وسلم  اصحابِ کرامو په سپر او په خپلو بدنو ځني ګرځول.


 بيا هم نافع رضی الله عنه  وايي: عبدالله بن شهاب الزهري کافر مي وليدى چي د اُحُد په ورځ به يې ويل: محمّد صلی الله علیه وسلم  را وښوى که دئ ژوندى پاته سو زه بايد و وژل سم او رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ده و څنګ یا بغل ته ولاړ ؤ او هيڅوک هم نه وه ور سره، بيا نو صفوان پر دغه ورته په قهر سو چي محمّد  دي يواځي او تنها و څنګ ته ولاړ ؤ او تا و نه واهه، ده ويل: والله ما نه دى ليدلى او بيا يې و ويل: زه په الله سره قسم يادوم چي دئ صلی الله علیه وسلم  زموږ څخه منعه کړه سوى دى يعني: موږ نه سو ور رسېدلاى ځکه په موږ کي داسي  څلور نفره وه چي جنګ ته د را وتلو په وخت کي مو دا عهد او وعده سره کړي وه چي دئ صلی الله علیه وسلم  به وژنو خو په موږکي يوه ته هم دا موقع نه سوه برابره يا يوه هم دغه کار و نه کولاى سواى. 


وروڼو! په پوره یقین او کامله عقیده سره یې و منی:کوم څوک چي د الله جل جلاله   په ساتنه کي وي و هغه ته إنس او جن په ټولو ضرر نه سي ور رسولاى او که بيا د يو چا سره الله جل جلاله   نه وي ملګرى هغه څوک د دنيا لښکري هم نه سي ساتلاى، بلکه هغه خپلي لښکري یې ورته بلا سي.   د پښتو او پښتنو لوی شاعر رحمان بابا وايي او ډیر ښه وايي:


چي الله در سره  مل نه وي رحمانه
که لښکري در سره وي يک تنها يې

 

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته