تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د حمراء الاسد غزاء
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 21, 2020
  0

سیرت نبوي (۱۸۴برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د حمراء الاسد غزاء

 

رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه شپه په فکر تېره کړه، په دغه اوسنيو حالاتو کي يې فکر کاوه، دا تشويش ورته پيدا سو:که مشرکانو د خپلو ځانو سره دا فکر وکړی چي موږ خو د جنګ په ميدان کي کاميابه سوو مګر د دغه کاميابۍ څخه مو هيڅ فايده او ثمره لاس ته نه راوړل، نو خامخا پر دغه خپل تګ پښېمانه کيږي او د نيمي لاري څخه به بيرته د مدينې منورې د حملې دپاره را وګرځي، رسول الله صلی اللهعلیهوسلم  دا تصميم ونيوى چي سهار به د مشرکانو د لښکر د شړلو دپاره پسي ور وزي.


 د دغې ورځي په سهار کي چي د يکشنبې ورځ او د شوال اتمه ده او په پرون کي د اُحُد جنګ ؤ رسول الله صلی الله علیه وسلم  د هغه جنګ و ستړيا او زخميانو ته نه وکتل بلکه د دغې ورځي په سهار کي يې  ږغ وکړی چي په کفارو پسي در ووزى او بل به هيڅوک نه را سره وزي بېله هغو کسانو څخه چي د پرون په جنګ کي يې ګډون کړى ؤ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  نه غواړي چي منافقان ور سرهووزي،که څه هم عبدالله بن اُبى منافق راغلى او ويل: 


يا رسولَ الله! زه در سره وزم رسول الله صلی الله علیه وسلم  ويل يا! زما سره به بل هيڅوک نه وزي بېله هغو کسانو څخه چي په اُحُد کي يې ګډون کړى وي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د امره سره مطابق مسلمانان سره را ټوليږي خپلو زخمو او ستړياوو ته يې نه وکتل، دکفارو د لښکر و ډېر والي ته يې نه وکتل او ويل: سمعاً و طاعتاً، ستا امر اورو او اطاعت دي کوو. 


جابر بن عبدالله رضی الله عنه  هغه چي پلار يې پرون په اُحُدکي شهيد سوى ؤ و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلى ويل: يا رسولَ الله! زما دا خوښه ده چي و هر جنګ ته چي ته وزې زه دي ملګرى يم خو اوس زما پلار هغه چي پرون و وژل سو د ده د (۹) لوڼو دپاره پالونکی او سرپرست پرې اېښى يم نو ته ما ته اجازه راکه چي زه در سره ولاړ سم. 


سبحان الله! نن ورځ ځيني کسان د جهاد څخه د پاته کېدلو دپاره عذرونه او بهانې جوړوي خو جابر بن عبدالله رضی الله عنه  چي پلار يې په پرون کي شهيد سوى دى او (۹) لوڼي يې و ده ته ور پرې ايښي دي او د هغو د روزني او پالني وصيت يې هم و ده ته کړى ؤ، دئ اوس راغلى د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه د تللو دپاره اجازه اخلي، دا دپاره د دې چي هغه د پلار وصيت يې هم عملي کړى وي او جهاد ته هم ولاړ سي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم د تلو اجازه ورکړه.


 د یکشنبې په سهار کي د مسلمانانو لښکر د وتلو دپاره ډېر ژرتيار سو رسول الله صلی الله علیه وسلم  او مسلمانانو فوراً دکفارو په لښکر پسي حرکت وکړی.


 وروڼو! ښه متوجه سى: د اُحُد د جنګ ورځ د خپلو مشکلاتو سره سره پرون تېره سوې ده، دا هغه محمّدي کمال دى چي اکمل البشر صلی الله علیه وسلم  په عسکري او مدني ژوند کي درلودى، په دغه ږغ او وتلو يې داخلي دښمنان چي د مدينې منورې منافقان وه او خارجي دښمنان چي د مکې مکرمې مشرکان وه ټول و بېرول، نن چي د مسلمانانو ډېر نفر زخميان هم دي په کفارو پسي رهي دي، تر داسي اندازې چي ځيني يې د زخمو په سبب پر اوښ نه سي سپرېدلاى، هغه زخمي نفر به يې په غېږ کي واخستل پر اوښ به يې سپاره کړل.
 د مسلمانانو په جمله کي دوه وروڼه وه چي دواړه زخميان وه هغه چي زخم يې لږ او سپک ؤ هغه به هغه بل ورور په شا وړى.


 څو د مسلمانانو لښکر و (حمراءُ الأسد) ته ورسېدى چي دغه ځاى د مدينې منورې څخه اته ميله ليري دى او دلته يې واړول، په دغه ځاى يعني: حمراءُ الأسد کي معبد بن ابي معبد الخُزاعي و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته راغلى او مسلمان سو، څوک وايي چي يا مسلمان نه سو پر هغه خپل شرک پاته ؤ خو د خزاعه ټوله قبيله که مسلمانان وه که مشرکان د زړو ميل يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  و طرف ته ؤ، دا ځکه چي د خزاعه او بني هاشم په منځ کي پخوانۍ دوستي او پخوانئ حِلف موجود ؤ، نو معبد و ويل: 


يا محمّد!   صلی الله علیه وسلم دا چي ستا په اصحابو کي دغه وژنه پېښه سوه موږ ته ډېره درنه تمامه سوه او موږ په دې خوشاله کېدلو چي په دغه جنګ کي کاميابي ستاسي واى. 


رسول الله صلی الله علیه وسلم  امر کړی چي اوس و ابوسفيان ته ورسه او په خبرو يې و بېروه.

 
وروڼو! هغه تشويش چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره دکفارو د بېرته را ګرځېدلو په سبب ور سره ؤ هغه حق او پرځاى ؤ ځکه کفارو چي په روحاء  کي واړول (روحاء) د يوه ځاى نوم دى چي د مدينې منورې څخه (36) ميله ليري دى، نو کفارو چه په روحاء کي واړول يوه پر بل ملامتي ويل، ځينو و ويل: تاسي اوس څه وکړه؟ د مسلمانانو شان او شوکت مو ور مات کړى او بيا مو نو دغسي پرېښوول، هغه د مسلمانانو مشران اوس هم پاته دي بيا به خلک درته را ټول کي او جنګونه به در سره کوي، درځى چي بيرته ور وګرځو چي دغه پاته کسان ټول و وژنو، خو دا معلومه خبره ده چي دغه سطحي فکر او نظر د هغو کسانو د طرفه څخه ؤ چي د دغو دوو ډلو قوت او معنويات يې په صحي ډول سره نه سواى اندازه کولاى، نو ځکه د دوى يوه مشر او زعيم (صفوان بن اميه) د دوى د نظر مخالفت وکړی او ويل:

 

يا قوم! دا کار مه کوى زه بېرېږم چي هغه کسان به درباندي را ټول کي چي په اول وار کي د اُحُد د جنګه څخه پاته سوي وه او پوره شکست به درکي، درځى مکې ته درځى اوس لا کاميابي ستاسي ده او که پسي ورغلاست زه دا  فکر کوم چي شکست به ستاسي وي، خو د صفوان بن اميه دغه نظر د اکثريت په مقابل کي مغلوبه سو، چا د ده نظر و نه مانه او د مشرکانو لښکر پر دې اتفاق وکړی چي بېرته به مدينې منورې ته ځو او حمله به پر کوو، د مخه تر دې چي ابوسفيان خپل لښکر د مدينې منورې پر طرف رهي کي معبـد بن ابي معبد الخزاعي ور ورسېدى. 


ابوسفيان چي د ده په اسلام نه ؤ خبر ويل: يا معبد! د مسلمانانو په باره کي کوم خبر در سره سته؟ معبد د ابوسفيان د اعصابو او روحياتو سره شديد جنګ شروع کړی غواړي چي د ابوسفیان معنويات ور و وژني.


معبد و ويل: هو! محمّد په خپلو دومره ملګرو کي په تاسي پسي را وتلى دى چي ما يې مثل نه دى ليدلى او د قهره څخه و تاسي ته ايشي، د ده سره هغه کسان يو ځاى سوي دي چي د اُحُد په ورځ نه وه ور سره را وتلي او پر هغه خپل پاته کېدلو پښېمانه دي او هغه کسان په دومره قهر او غضب کي وه چي زه يې اندازه نه سم درته بيانولاى. 


ابوسفيان ويل: وَيحَک دا ته اوس څه وايې؟ معبد و ويل: په والله زما دا خيال دى چي ته به د دغه ځايه څخه نه يې بار سوى چي د هغو د آسانو تنديان به و وينې يا به د هغه د لښکر مقدمه تر دغو غونډيو را واوړي، ابوسفيان ويل: والله موږ د دې إراده کړې وه چي دوهم وار بيا حمله پر وکو او بالکل يې د بينه يوسو، معبد و ويل: پام کوه چي دا کار و نه کړې، زه ستاسي دپاره نصيحت کونکى او خير غوښتونکى يم.


 دلته نو د مشرکانو د لښکر همت مات سو بېره يې په زړو ننوتل د خپل ځان کاميابي او سلامتيا يې په دې کي وليدل چي ډېر ژر مکېمکرمې ته ځان و رسوي، خو بيا هم ابوسفيان يو بل روحي او عصبي جنګ د مسلمانانو د لښکر په مقابل کي شروع کړى چي ښايي په دغه طريقه سره د مسلمانو د حملې څخه خلاص سو، هغه داسي: 


په دغه وخت کي د عبد قيس د قبيلې د سپرو يوه ډله تېرېدل چي د مدينې منورې إراده يې وه، ابوسفيان و دغو سپرو ته و ويل: تاسي زما يوه رساله محمّد ته رسوى؟ چي زه به د هغه په مقابل کي کوم وخت چي بيا تاسي مکې ته راسى دغه ستاسي ټول بودګان په اوڅکو در بار کړم، هغو ويل: هـو ولي يې نه ور رسوو، ابوسفيان ويل: تاسي د خپله ځانه څخه محمّد ته و واياست چي قريشو د يوې بلې ډيري سختي حملې دپاره آمادګي نيولې وه او ويل يې: موږ به دا وار محمّد او د هغه ملګري ټوله د بينه يوسو او داسي نوري خبري يې ورته وکړې چي مسلمانان د دوى د تعقيبولو څخه منعه کړي، چي دا اصلاً د ابوسفيان د طرفه د حقيقته څخه خالي يوه لفظي مشاجره وه او ده اصلاً غوښتل چي مسلمانان پسي ور نه سي او دغه خپله اوسنۍ بېره او تېښته په دغو خبرو پټه کړي. 


خير هغه د سپرو ډله په حمراء الأسد کي هغه د مسلمانانو د اړولو پر ځاى ورغله او رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته يې هغه خبري وکړې چي ابوسفيان ورته ويلي وې، دوى مسلمانانو ته و ويل: چي قريشو د بلي لويي حملې دپاره  ډېر لوى لښکر جوړکړى ؤ اوځانونه يې د دې دپاره تيارول چي ستاسي د حملې دپاره بيرته را وګرځي، خو د سپرو دغه خبرو د مسلمانانو ايمان او توکل نور هم پر الله جل جلاله  ور زيات کړى. 


رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دوى په جواب کي څه ورته و ويل؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  او مسلمانانو و ويل: ﴿ حَسْبُنَا اللَّهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ ﴿آل‌عمران: ١٧٣﴾﴾ 


د ټولي دنيا په مقابل کي موږ ته يواځي الله کافي دى او الله څومره ښه کار جوړونکى دى، دغه موضوع الله جل جلاله  په قرآن مجید کي بیانوي او فرمايي:


الَّذِينَ قَالَ لَهُمُ النَّاسُ إِنَّ النَّاسَ قَدْ جَمَعُوا لَكُمْ فَاخْشَوْهُمْ فَزَادَهُمْ إِيمَانًا وَقَالُوا حَسْبُنَا اللَّهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ ﴿آل‌عمران: ١٧٣﴾
هغه کسان يعني: (مسلمانان) چي دوى ته ځينو خلکو و ويل (يعني هغه د سپرو ډلي ورته و ويل) چي په تحقيق سره د مکې مکرمې خلک ستاسي د جنګ دپاره سره را ټول سوي دي نو تاسي د هغو څخه و بېرېږى، يا يې ستاسي سره د بل جنګ دپاره نوره اسلحه او د جنګ سامان سره يو ځاى کړي دي تاسي د هغو څخه وبېرېږى، خو دغه بېرولو نور هم د مسلمانانو ايمان، توکل او دلاوري ور زيات کړه او دوى و ويل: موږ لره الله کافي دى او دغه الله څومره ښه وکيل او کار جوړونکى دى. 


رسول الله صلی الله علیه وسلم  و حمراء الأسد ته تر را تګ وروسته نوري درې ورځي هم هلته تيري کړې په يکشنبه هلته ورغلى، دوشنبه، سه شنبه او چارشنبه هلته پاته سو، پسله درو ورځو تېرولو څخه يې بيرته و مدينې منورې ته حرکت وکړى. 


خو د مخه تر دې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  و مدينې منورې ته حرکت وکړي مسلمانانو ابو عَزّه الجُمَحي شاعر ونيوى، ابو عَزّه الجُمحي هغه څوک دى چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د بدر په غزاء کي په بنديانو کي نيولى ؤ او بيا يې د ده د غريبۍ او د ډيرو لوڼو 
 درلودلو په سبب بېله فديې پرېښاوه او ايله يې کړى، خو دا شرط يې پرکښېښاوه چي بل وار به زما او د مسلمانانو په مقابل کي نه جنګېږې او ده هم دا شرط قبول کړى، مګر بيا يې خپل عهد مات او خيانت يې وکړی او خلک به يې په خپلو اشعارو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  او مسلمانانو پر ضـد پارول، يواځي دا نه بلکه په خپله يې هم د اُحُد په جنګ کي دکفارو په ګټه ګډون وکړى، نو کوم وخت چي يې دغه ابو عَـزّه و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته راوستى ده و ويل: يا محمّد! صلی الله علیه وسلم  پر ما احسان وکه او ما د خپلو لوڼو دپاره پرېږده 
او دا وعده به در سره وکم چي بل وار بيا ستا او د  مسلمانانو په مقابل کي نه جنګېږم رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: يـا! هيڅکله دي نه پرېږدم بيا به په مکه مکرمه کي ناست يې پر ږیره او برېتو به لاس تېروې او  وايې به: محمّد مي دوه واره خطايستى، مومن دوه واره د يوه غاره څخه نه وهل کيږي، بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  زبير رضی الله عنه  يا عاصم بن ثابت رضی الله عنه  د ده په وژلو امر کړى او هغه يې غاړه و وهل. 


کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  مدينې منورې ته ورسېدى هلته يې د کفارو د يوه جاسوس په اعدامولو امر وکړی چي هغه جاسوس معاويه بن مغيره بن ابى العاص ؤ چي دغه معاويه د عبدالملک بن مروان د مور د طرفه نيکه کيږي چي د هغه قصه داسي وه: کوم وخت چي د اُحُد په ورځ مشرکان د مکې مکرمې پر طرف رهي سوه دغه معاويه په مدينه منوره کي و حضرت عثمان بن عفان رضی الله عنه  ته ورغلى چي د ده د اکا زوى ؤ، عثمان رضی الله عنه  د ده دپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه امان و غوښتى رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم په دې شرط امان ورکړی چي تر درې ورځي زيات به په مدينه منوره کي نه تېروي او که تر درو  ورځو  وروسته دئ په مدينه منوره کي وليدل سو بيا يې نو وژنو، کوم وخت چي د مسلمانانو لښکر و حمراء الأسد ته ولاړى دغه معاويه تر درې ورځي زيات په مدينه منوره کي و اوسېدى چي په دغه وخت کي يې د قريشو دپاره جاسوسي کول، کوم وخت چي د مسلمانانو لښکر مدينې منورې ته را ورسېدى معاويه په تېښته د مدينې منورې څخه و وتى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  زيد بن حارثه او عمار بن ياسر رضي الله عنهما  په ده پسي و لېږل، هغو ونيوى او ويې وژى. 


ځيني مؤرخين دغه د حمراء الأسد غزاء ځان ته بېله او جلا غزاء بولي او وايي دا مستقله غزاء ده او نوم يې (غزوة حمراء الأسد) دى، خو په حقيقت کي دا مستقله غزاء نه ده بلکه دغه غزاء د اُحُد د غزاء يو جزء او د هغې غزاء پوره کېدل دي.


دا د اُحُد غزاء وه چي ټوله مرحلې او واقعات يې په تفصيل سره درته بيان سوه خو ډيرو بحث کونکو او څېړونکو د دغه غزاء پر نتيجه خبري کړي دي چي آيا دغه غزاء د مسلمانانو دپاره شکست بلل کيږي که يا؟ مګر که موږ په دقيق نظر ورته وګورو او دغه جنګ و دوو حصو يا دوو صفحو ته و ويشو په دې کي هيڅ شک نسته چي د جنګ په دوهمه صفحه کي عسکري لوړ والى او تفوق د مشرکانو د لښکر ؤ او دوى وه چي د جنګ پر ميدان مسلطه وه، د اروحو يا انسانانو تلفات د مسلمانانو په طرف کي ډېر او زړه دردونکي وه او د مسلمانانو يوې ډلي د شکه وتلىشکست و خوړى، ځکه و تښتېدل او ولاړل او د جنګ حالات د مشرکانو په نفعه وه، خو بالمقابل هلته يو څو شيه سته چي موږ د دې څخه منعه کوي چي موږ و وايو:


په دې جنګ کي فتح او برئ د مشرکانو ؤ، هغه شيان دا دي:
 اول: دکفارو لښکر دا و نه کولاى سواى چي د مسلمانانو مرکز يا قرارګاه ونيسي يا يې ترتسلط لاندي را ولي.


 دوهم: د مسلمانانو د لښکر ډېري حصې و تيښتي ته رجوع نه ده کړې که څه هم په لښکر کي ډېره بې نظمي او ګډ وډي پېښه سوه خو بيا هم په شجاعت او قربانیو  سره پر خپل مرکز او د قيادت پر ځاى سره را ټول او جمعه سوه.


درېيم: د مسلمانانو د لښکر څخه يو نفر هم مشرکانو د بندي پر قسم و نه نيوى او مشرکانو د مسلمانانو څخه هيڅ شئ د غنيمت پر قسم وا نه خستى. 


څلورم: کفارو د جنګ درېيمه صفحه نه کړه شروع، سره د دې چي د مسلمانانو لښکر په ميدان جنګ کي موجود ؤ کفار رهي سوه، په هغه وختو کي عادت دا ؤ چي فاتحه لښکر به دوې يا درې ورځي د جنګ پر ميدان پاته کېدى، خو مشرکانو دغه ورځ هم پر ميدانِ جنګ نه کړه تېره بلکه ډېر ژر يې کډي وتړلې، د مخه تر دې چي مسلمانان د جنګ د ميدان څخه ووزي دوى ميدانِ جنګ پرېښاوه. 


پنځم: مشرکانو دا جُرئت و نه کړى چي مدينې منورې ته د مينځيانو د نيولو يا مالو اخستلو دپاره ورننوزي،که څه هم مدينه منوره فقط څو ګامه د دوى څخه ليري وه، د مدينې منورې لار و دوى ته خلاصه او د خلکو څخه هم خالي وه. 


نو دغه ټول کارونه او علامې موږ ته په تاکيد سره دا راښيي چي هغه څه چي قريشو ته په لاس ورغله هغه فقط يوه فُرصه وه چي و مسلمانانو ته ډېر تاوان ورسوي، خو په خپل هغه اصلي مقصد کي چي پسله محاصرې دي د مسلمانانو لښکر په کُلي ډول سره محوَ او نابودکړي مطلق ناکامه سوه او ډېر ځله دغسي تاوانونه لکه مسلمانانو ته چي ورسېدل و فاتح او کاميابه لښکر ته هم پېښيږي، نو دا چي دغه جنګ دي دکفارو دپاره برئ او کاميابي وي هيڅکله داسي نه ده، بلکه د ابوسفيان دغه تلوار چي د ميدانِ جنګ څخه ډېر ژر و وتى موږ ته دا ثابتوي چي دئ پردې بېرېدى که د جنګ درېيمه صفحه شروع سي د ده لښکر ماته او شکست خوري.


او که موږ د حمراءالأسد په غزاءکي د ده موقف تر نظر وباسو نو دا په تاکيد سره ويلاى سو چي هـو: ابوسفيان په بل جنګ کي د خپل لښکر پر ماته او شکست بېرېدى. 


اوس نو موږ د دغه څېړني په نتيجه کي دا ويلاى سو چي دغه جنګ نه د مسلمانانو دپاره شکست ؤ او نه دکفارو دپاره برئ او کاميابي وه، بلکه دا فيصله کونکى جنګ نه ؤ دا داسي جنګ ؤ چي هري ډلي ته دکاميابۍ او تاوانو خپله حصه ور و رسېدل، چي دغسي جنګ ته په حربي اصطلاح کي (غير منفصل جنګ) ويل کيږي او هم دغه موضوع ته الله جل جلاله  د سورة النساء په (104) نمبر آيات کي اشاره کوي او فرمايي: 

 

وَلَا تَهِنُوا فِي ابْتِغَاءِ الْقَوْمِ إِن تَكُونُوا تَأْلَمُونَ فَإِنَّهُمْ يَأْلَمُونَ كَمَا تَأْلَمُونَ وَتَرْجُونَ مِنَ اللَّهِ مَا لَا يَرْجُونَ وَكَانَ اللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا ﴿النساء: ١٠٤﴾

يعني: اې مومنانو تاسي د کفارو په جنګ او تعقيبولو کي سستي مه کوى، که تاسي خوږېږى نو بېشکه چي دوى هم داسي خوږېږي لکه تاسي چي خوږېږى او تاسي د الله جل جلاله  څخه د اَجر او ثواب اميد لرى چي کفار دغه اميد نه لري او الله جل جلاله  پر هر څه عالم دى او د ښه حکمت خاوند دى. 


نو الله عزوجل  دغه دوه لښکره په دردو او زخمو کي يو د بل سره مشابه کړه چي د هغه څخه موږ دا را ايستلاى سو چي مسلمانان او مشرکان په دغه جنګ کي سره مساوي وه او دواړي ډلي په داسي شکل سره د جنګ د ميدان څخه و وتلې چي يوه هم غالبه نه وه. 
وروڼو! مسلمانان بايد هيڅکله د کفارو د جنګه څخه و نه بېريږي، په همت او مړانه بايد دکفارو و جنګ ته ور ووزي، هو په جنګ کي به مسلمانانو ته دردونه، زخمونه، شهادتونه او زحمتونه ور رسيږي، خو کفارو ته هم په عين شکل سره دردونه، زخمونه، وژنه، ستړياوي او زحمتونه رسيږي، مګر يو فرق موجود دى، هغه دا چي مسلمانان د دغو دردو او زخمو په مقابل کي د خپله ربه څخه اميدونه لري، د ابدي ژوند راحتونه، جنتونه او نعمتونه غواړي، خو کفار هيڅ اميد نه لري، فقط دغه دنيوي ژوند يې دى او هغه هم په دغو دردو او زحمتو پاى ته رسيږي.

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

سرته