تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
عبدالله بن زبیر(رض) عقل او شجاعت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 26, 2020
  0

د عبدالله بن زبیر(رض)  عقل او شجاعت

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

کم وخت چي د عبدالله عمر اووه کاله ؤ يوه ورځ يې د مدینې منورې کوچني هلکان سره را ټول کړه او ورته ويل يې: موږ ولي د رسول الله(ص)  سره داسي بيعت نه کوو لکه لويان چي يې ور سره کوي؟ عادتاً کوچنيانو بيعت نه کاوه فقط لويانو د رسول الله(ص)  سره بيعت کاوه، نو عبدالله ورته و ويل راځى چي موږ هم د رسول الله(ص)  سره بيعت وکو، اووه کلن عبدالله دمخه سو او نور هلکان په پسې دي، رسول الله(ص)  په مسجد نبوي کي د اصحاب کرامو سره ناست دى چي د هلکانو يوه لويه ډله چي په مخ کي يې عبدالله بن زبیر(رض)  رهي دى مسجد ته ورداخله سوه، رسول الله(ص)  او اصحاب کرام په تعجب کي سوه، رسول الله(ص)  پوښتنه ځني وکړه: څه پېښه ده؟ يا عبدالله! 
عبدالله و ويل: يا رسول الله! راغلي يو چي داسي بيعت در سره وکو لکه سړيان چي يې در سره کوي، تاسي دغه عقل ته وګورى! د اوو کلو هلک! دومره عقل او زيراکت! چي نورو هلکانو ته هم دغسي لار ښوونه کوي، دلته نو رسول الله(ص)  تبسم وکړى، په عبدالله او د هغه په عقل ډير زيات خوشاله سو او وې فرمايل:( اُبسُط يدَکَ) لاس دي را وغځوه، عبدالله لاس ور وغځاوه، رسول الله(ص)  هم لاس ور وغځاوه او د صحابۀ کرامو په حضور يې بيعت ور سره وکړى. 


په دغه وخت کي رسول الله(ص)  يو قول و فرمايه، يوه خبره يې وکړه چي هغه خبره د ابن زبير(رض)  سره د ده په ژوند، د ده په ټول تاريخ، تر څو چي وفاتېدى ور سره ملګرې وه، او د ده دپاره ابدي فخر ؤ، رسول الله(ص)  و فرمايل: (هذا ابنُ اَبيهِ) دئ د خپل پلار زوى دى، يعني د خپل پلار په اوصافو موصوف دى او د هغه په اخلاقو متخَلِّق دى، چي پلار يې زبير بن العوام(رض)  ؤ.

 

عبدالله بن زبیر(رض)   وینه چښي
 

يوه ورځ رسول الله(ص)  حجامت وکړى (زموږ په اصطلاح ويني يې وکښې) حجامت د بدن څخه د خرابو وينو ايستل دي خاصتاً د سر څخه، دغه ویني د دې دپاره کښل کیږي چي سر دردي په لږ او ورکه سي، په هغه وختو کي د سر دردۍ علاج دغه ؤ: چي د سر ويني به یې دلاس په کښېکښلو او حرکتو د سر په يوه ځاى کي سره راټولي کړې او بيا به يې دغه ځاى په چاړه زخم  کړى، چي هغه جمعه سوې وينه را ووزي، او هغه سر دردي به لږ یا ورکه سوه. 


نو رسول الله(ص)  ته هم سر دردي پېښه سوې وه او حجامت يې وکړى، هغه وينه چي يې په کوم لوښي کي سره يو ځاى کړې وه، هغه لوښى يې و عبدالله بن زبير(رض)  ته ورکړى او ويل: دغه وينه دباندي چپه که، عبدالله دغه لوښى واخستى او د هغه کوټې څخه ووتى، اوس په فکر کي دى چي د رسول الله(ص)  وينه چيري چپه کي؟ تر دغه ويني مشرفه وينه نسته، دايې نه سوه خوښه چي دغه مشرفه او مبارکه وينه په هر ځاى کي چپه کي د دغه ويني دپاره خاص ځاى په کار دى، دا ممکنه نه ده چي د رسول الله(ص)  وينه دي پر انبارو، په خاورو او عمومي ځايو کي چپه کي ولاړ دى فکر وهي، هر څه فکر چي يې و واهه بيا يې هم د ويني دپاره مناسب ځاى نه کى پيدا، نو يې د رسول الله(ص)  وينه وچښل، ده چي وينه وچښل په دغه وخت کي سلمان فارسي(رض)  و دغه کورته ور داخل سو، وې ليده چي عبدالله بن زبير(رض)  ولاړ دى او په لاس کي يې لوښى دى چي هغه لوښى په وينو لړلى دى، سلمان فارسي(رض)  د دغه حالت په ليدلو په تعجب کي سو، خو بيا يې هم پوښتنه نه ځني وکړه، سلمان فارسي(رض)  رسول الله(ص)  ته ورغلى د هغه(ص)  سره ناست دى او خبري ور سره کوي، لږ وخت وروسته عبدالله بن زبير(رض)  هم کورته راغلى، رسول الله(ص)  پوښتنه ځني وکړه ويل: چپه دي کړې؟ عبدالله(رض)  ويل:

 

هو په داسي ځاى کي مي چپه کړه چي هيڅوک يې نه سي ليدلاى، سلمان(رض)  پوه سو او ويل يا رسول الله! څه قصه ده؟ رسول الله(ص)  و فرمايل زما د حجامت وينه مي ورکړه چي چپه يې کړي، سلمان(رض)  و ويل: يا رسول الله! هغه وینه يې وچښل، دغه هلک ويني وچښلې! 


رسول الله(ص)  و عبدالله ته وکتل او ويل و دي چښلې؟ عبدالله (رض)  ويل هو، رسول الله(ص)  په تعجب کي سو: هلک او ويني چښي! دا څومره جرئت او عجبه طبيعت دى؟ نو رسول الله(ص)  ډيره لويه خبره او عظيم قول و فرمايه او وې ويل: ( وَيلٌ لکَ مِنَ الناس، و ويلٌ للناسِ مِنکَ) ته به خلک وځوروې او خلک به تا وځوروي. ته چي کوچنئ يې دغه حال دي دى که لوى سوې څه کارونه به وکړې؟

عبدالله بن زبیر(رض)  ته په جنت سره زیری
 
بيانو رسول الله(ص)  تر دغه هم عظيمه خبره وکړه، چي د عبدالله بن زبير(رض)  دپاره د جنت زېرى دى، او وې فرمايل: والله اور به نه در ورسيږي بېله هغه د قسم پر اندازه.


وروڼو! الله(ج) قسم کړى دى چي هر انسان به پر جهنم تيريږي، الله(ج) د سورة مريم په  71  نمبر آيات کي فرمايي:


﴿ وَإِن مِّنكُمْ إِلَّا وَارِدُهَا كَانَ عَلَى رَبِّكَ حَتْمًا مَّقْضِيًّا ﴿مريم: ٧١﴾ ﴾ 


يعني: ستاسي څخه هيڅوک نسته مګر واردېدونکى دى دغه اور ته، جهنم ته، (دغه اور خامخا په ليدل کيږي) هر انسان که مسلمان وي که کافر، که پاک وي که نا پاکه، خامخا به د جهنم پر سر لوړ تېريږي، چي هغه پل صراط دى، پلِ صراط يو پُل دى چي د محشر د ميدان څخه تر جنت پوري تللى دى، چي اصلاً جنت ته د ورتګ لار هم دغه پُل دى، نو ټول انسانان که مسلمانان دي که کافران، که ښه خلک دي که ګنهکاره، پر دغه پله چي لاندي يې جهنم دى تيريږي، نو کفار او ګنهکاران د دغه پله څخه لاندي و اور ته ور لويږي، مسلمانان او نېکان به جنت ته تېريږي، نو هر انسان خامخا پر دغه پُلِ صراط يعني لوړ پر جهنم تېرېدونکى دى. 


نو رسول الله(ص)  و عبدالله ته و فرمايل: والله هيڅکله به اور نه در څخه ومښلي بېله هغه د قسم د آداء کولو پر اندازه، چي لوړ پر جهنم به پر پُلَ صراط تېرېږې، نور به: نه اور و وينې او نه به ور داخل سې، په دغه حديث شريف کي و عبدالله بن زبير(رض)  ته دوه زيري ورکول سوه، يو دا چي هيڅکله به اور ته نه داخليږي، او بل په جنت سره زېرى دى، نو رسول الله(ص)  و عبدالله بن زبير(رض)  ته د جنت زېرى هم ورکړى دى.
عبدالله بن زبير(رض)  لويېدى او خپل وخت يې په درو شيانو يا درو کارو سره تېراوه، ښه متوجه سى! چي دغه هلک څنګه تر بيه سو؟ او بيا د خپلو اولادو تربيه هم تر نظر وباسى، عبدالله بن زبير(رض)  خپل وخت فقط په درو کارو تېراوه، 


اول: عبادت، تر داسي اندازې چي حمامة المسجد ورته ويل کېده، يعني: د مسجد کوتره، او داسي ويل کيږي: اول هغه څوک چي د حمامة المسجد نوم پر ايښوول سوى دى، هغه عبدالله بن زبير(رض)  دى، حال دا چي دئ کوچنئ ؤ خو هيڅ وخت د فرضي لمانځه څخه نه دى پاته سوى  او هيڅ وخت يې سنت نه دي پرې ايښي، تر دغه علاوه ډير زيات نفلونه يې هم کول.


دوهم: په علم او تعليم يې وخت تېراوه، او هغه څوک چي و ده ته يې تعليم کاوه هغه حضرت عائشه(رضي) وه، چي د مدينې منورې د علماوو سيّده او سرداره ده، حضرت عائشه(رضي) د مدينې منورې د لويو عالمانو څخه وه، صحابۀ کرامو د دې څخه علم زده کاوه، حضرت عائشه(رضي) د هغه اوو لويو راويانو څخه ده چي د رسول الله(ص)  څخه يې احاديث روايت کړي دي او  عبدالله د دې(رضي) په کورکي ور سره ؤ، ځکه دا يې خاله وه، نو په کور کي يې د علم په زده کولو وخت تېراوه او کوم وخت چي به يې غوښته چي لوبي وکړي،  د کوچنيانو په طبيعت کي د لوبو کولو شوق سته نو عبدالله په څه شي لوبي کولې؟ د آسانو په ځغلولو، په توره او نېزو وهل.

 
دغه جهادي تربيه، عبادتي او تعليمي تربيه، دا هغه طريقه ده چي موږ بايد د خپلو اولادوپه تربيه کي ور ته متوجه سو، موږ بايد پوه سو چي داسي جهاد نسته چي په هغه کي دي عبادت نه وي، داسي عبادت نسته چي په هغه کي دي علم نه وي، داسي علم نسته چي په هغه کي دي جهاد او عبادت نه وي، دغه درې شيان سره تړلي دي، جهاد او عبادت بېله علمه نه سي کېدلاى، او د علم مېوه او ثمره چي بيا عبادت او جهاد نه وي هغه علم بې فايدې علم دى، نو عبدالله بن زبير(رض)  خپل وختونه په دغو درو کارو تېرول.


خو موږ دخپلو اولادو اولنۍ تربیه په کارتوني فلمو سره کوو او تر هغه وروسته هغه فاسد تلویزیون او دُش دی، او تر هغه وروسته تاسي پوهېږی چي څه شي ځني جوړیږي؟ زموږ او ستاسي هغه ښه او معقوله تربیه، هغه تربیه چي موږ د خپلو اولادو دپاره په خوشاله یو دا ده: چي دکانداري يا د پیسو ګټل ور وښیو هغه هم په هره طریقه سره چي وي، د حلال او حرام علم هم نه په زده کوو بلکه زموږ هغه ښه اولادونه هغه دي چي رانیول او خرڅول او د پیسو ګټل یې زده وي، خو په دیني امورو کي که یې د التحيات ويل نه وي زده پروا نه لري، خو ځيني اولادونه مو نه د دنيا د ګټلو وي او نه په دين پوهیږي، نا پوه دنيا ته راسي، په نا پوهي کي ژوند تیر کړي او بد بخته د دنيا څخه ولاړ سي.


عبدالله بن زبير(رض)  د مؤته په جنګ کي ډير لوى درس حاصل کړى، د مؤته جنګ د هجرت په شپږم کال کي ؤ او د عبدالله عمر هم شپږکاله ؤ، د مؤته جنګ خو در معلوم دي چي د مسلمانانو عدد ډير لږ ؤ، مسلمانان د درو او څلورو زروه نفرو په منځ کي وه او د کفارو د داسي لښکر سره مقابل سوه چي شمېر يې د يونيم او دوو لکو نفرو په منځ کي ؤ او جنګ هم ډير شديد ؤ، لوى اصحاب کرام لکه: جعفر بن ابي طالب، زيد بن الحارثه، عبدالله بن رواحه(رض) اجمعين پکښي شهيدان سوه، او بيا خالد بن وليد المخزومي (سيف الله المسلول) د مسلمانانو بيرغ واخستى، او وې کولاى سواى چي د مسلمانانو لښکر د تباهۍ او او فنا کېدلو څخه خلاص کړي، صحي سالم شا ته ولاړى  چه دغه پر شا تلل يې په تاريخ کي هغه کاميابه پر شا تلل دي، او د مسلمانانو څخه يو نفر هم نه سو ضائع، ټول مسلمانان يې د ميدان جنګ څخه صحي او سالم را وايستل، جنګي او عسکري پوهان په ټول جنګي تاريخ کي د خالد(رض)  دغه کاميابه پر شا تللو يا انسحاب ته (انسحاب عظيم) وايي، د دغه جنګ قصه مو (د سرورکائنات (ص)  ژوند) په سلسله کي په تفصيل سره بيان کړې ده. 


څرنګه چي دغه جنګ اول جنګ ؤ چي مسلمانان د ميدان جنګ څخه پر شا ځي، نو کوم وخت چي لښکر بيرته مدينې منورې ته راغلى د مدينې منورې ښځي او کوچنيان د دغه لښکر مخ ته ور و وتل، او د لښکر استقبال يا ښه راغلى يې د ډبرو په ويشتلو کاوه، لښکر يې په ډبرو ويشتى او نارې يې پر وهلې: يا فُرار! يا فُرار! د الله(ج) د لاري او جهاد څخه و تښتېدلاست؟ او د دغو کوچنيانو او هلکانو مشر او رهبر عبدالله بن زبير(رض)  ؤ، دغه کار د مسلمانانو پر لښکر ډير سخت او دروند سو حتْى د لښکر څخه يو نفر خپل کور ته ورغلى د خپل کور دروازه ټکوي، خو ښځي يې د دروازې د خلاصولو څخه انکار وکړى او دروازه يې نه ور خلاصول ويل: ته چي د جهاد څخه تښتېدلى يې نو کور ته نه سې راتلاى.


دغه د صحابۀ کرامو ماحول يا ټولنه وه، يواځي دا نه چي نارینه يې مجاهدين وه، بلکه ټوله ټولنه يې مجاهدين وه، ښځي او کوچنيان يې پر جهاد تربيه سوي وه، شکست يې نه پيژندى، د دوى شعار فقط برئ يا شهادت ؤ.


څرنګه چي د مسلمانانو د لښکر سره د ښځو او کوچنيانو له طرفه دغه په ډبرو ويشتل او د فُرار د نارو معامله کېده نو مسلمانان ډير په تنګ سوه، خو د دغه حالته څخه رسول الله(ص)  خلاص کړه او وې فرمايل: دوى تښتېدلي نه دي بلکه دوى بيرته حمله کونکي دي، ان شاء الله.

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: حیاة الصحابه

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته