د عین التمر فتحه کېدل
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
خالد(رض) چي تر اوسه د عراق د جنوبي حصو په فتحه کولو مشغوله ؤ خو اوس غواړي چي د عراق په غربي حصه شروع وکي، هغه هم په هغه وچه حصه چي د نهر فُرات څخه ليري واقع ده، چي هغې منطقې ته عين التمر ویل کېده، او د هغه سبب دا ؤ چي د هغه فتحه سوو منطقو تښتېدلي خلک ټول په عين التمر کي سره يو ځاى سوي وه، د دغه عین التمر د منطقې آمر او قومندان چي مهران بن بهرام نومېدى او د فارسيانو د ډیرو لويو قومندانانو څخه ؤ ده هم د خالد(رض) د جنګ دپاره لوى لښکر جوړ کړى ؤ.
د دغه عین التمر د منطقې هغه عربي قبيلې چي د تَغلُب، نمر، او أياد قبيلې وې او مشر یې عُقه بن ابي عُقه نومېدى دا هم د فارسيانو سره يو ځاى سوې، کوم وخت چي د خالد(رض) لښکر را نژدې سو، نو عُقه چي تر اوسه يې د خالد او مسلمانانو سره جنګ نه ؤ کړى و مهران ته و ویل: موږ عرب يو او د عربو په جنګ ښه پوهېږو نو اول موږ او د خالد لښکر سره پرېږده، مهران ويل:
ډیر ښه اوس يې تاسي ته در پاته که مو موږ ته ضرورت پيدا سو بيا مو موږ کومک کوو، نو د فارسيانو تر لښکر دمخه د عربو لښکر و درېدى او هلته خالد(رض) د لښکره سره را ورسېدى، اوس دوه لښکره مخ په مخ سره و درېدل او هر قومندان د خپل لښکر په ترتيبولو او تنظيمولو مشغوله دى، په دغه وخت کي خالد(رض) و خپل لښکر ته و ویل: تاسي تيار او آماده اوسى زه حمله کوم، او څو نفرو مسلمانانو ته يې و ویل: تاسي زما تر شا اوسى: زما شا ساتى.
په دغه وخت کي چي عُقه د خپل لښکر په تنظيمولو مشغول ؤ دې خوا ها خوا ته ځي او راځي، په دغه ترتيب او تنظيم کي د خپل لښکر څخه لږ ليري سو، خالد(رض) يو دم او ناڅاپه پر عُقه حمله وکړه او هغه يې ژوندئ ونيوى د مسلمانانو لښکر ته يې بندي را وستى، دا د چا و زړه ته لوېده؟
چي په څو لحظو کي دي دکفارو د لښکر قومندان د مسلمانانو سره بندي وي، جنګ لا چيري دى چي د عربو د لښکر قومندان ونیول سو، د عربو لښکر په حيرت کي سو چي څنګه زموږ قومندان په داسي آساني سره بندي ونيول سو دا څومره جرئت او همت دى؟ نه زموږ د لښکره و بېرېدل او نه يې په چا پروا وسوه بلکه په اوله حمله يې زموږ قومندان اسير ونيوى، د کفارو لښکر و بېرېدى او په تېښته يې شروع وکړه، مسلمانان په پسې دي بنديان ځني نيسي.
د فارسيانو قومندان مهران بن بهرام چي د عربو دغه فوري شکست او تېښته وليده دئ هم د قلا څخه و وتى او وتښتېدى، عين التمر په دغه آسانه طريقه سره فتحه سو او مسلمانان پر دغه منطقه هم مسلط سوه.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: خلفاء راشدین
www.taleemulislam.net