سیرت نبوي (۲۰۴برخه)
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
درېيم: د ابو عبيده عامر بن الجراح رضی الله عنه سرِيه
رسول الله صلی الله علیه وسلم د دغه کال د ربيع الآخري په مياشت کي يوه څلوېښت نفريزه ډله د ابو عُبيده عامر بن الجراح رضی الله عنه په مشرۍ و دغه ذي القُصّه ته چي د بني ثعلبه قبيله هلته اوسېدل ولېږل، سره د دې چي بنو ثعلبه ويښ او بيداره وه پوره احتياط يې کاوه مګر ابو عبيده رضی الله عنه چي د شپې به يې تګ کاوه او د ورځي به پټېدى سهار د سپېدو سره يې ناڅاپه حمله پر وکړه، که څه هم حمله د هغو په بېخبرتيا کي وه بيا هم هغو وکولاى سواى چي د غرو و سرو ته ځني وتښتي، مسلمانانو فقط يو نفر په اسارت ونيوى او د هغو نورو سامانونه او اوښان يې په غنيمت ځني راوړل، دا يوه جزاء وه چي د بني ثعلبه و قبيلې ته ورکول سوه، هغه نفر چي مسلمانانو بندي نيولى ؤ هغه مسلمان سو او پرې يې ښاوه.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
www.taleemulislam.net