د حضرت ابوبکرالصّدِّیق(رض) د زکندن وخت
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
حضرت عائشه(رض) خپل پلار ته د هغه د زکندن په وخت کي ورغله او ژړل یې، پلار یې د ژړا څخه منعه کړه، بیا یې و څنګ یا بغل ته کښېنستل د پلار په باره کي یې د مرثیې یا دغم بیتونه ویل، خو حضرت ابوبکر الصدیق(رض) ور ته و ویل: یا عائشه! بیتونه مه وایه بلکه و وایه:
وَجَاءَتْ سَكْرَةُ الْمَوْتِ بِالْحَقِّ ذَلِكَ مَا كُنتَ مِنْهُ تَحِيدُ ﴿ق: ١٩﴾یعني: د مرګ سختۍ او بېهوښۍ د دې دپاره راغلې چي هغه د پیغمبرانو خبري په خپلو سترګو سره و ویني او حق ورته ښکاره سي، نو په دغه وخت کي به منکر انسان ته و ویل سي: دا هغه مرګ دی چي ته به د هغه څخه ګوښه کېدې او هغه دي نه منی.
هغه آخري جملې چي تر وفات د مخه د ابوبکر الصّدِّیق (رض) تر خوله راوتلي دي دا وې:{ تَوَفّني مُسلِماً وَ ألحِقني بِالصّالحین}
حضرت ابوبكر الصّدِّیق(رض) ثاني اثنین (یارِ غار) د رسول الله(ص) خلیفه د دوشنبې په ورځ ماځیګر یا تر لمر لوېدلو وروسته وفات سو د جنازې لمونځ حضرت عُمر فاروق(رض) پر آداء کړی او د رسول الله(ص) سره یو ځای د هغه په مبارکه حجره کي ښخ کړل سو، قبر ته یې حضرت عُمر ، حضرت عثمان، حضرت طلحه او عبدالرحمْن بن ابي بکر(رض) اجمعین ور کښته سول.
د ابوبکر الصّدِّیق(رض) د مريضۍ په وخت کي حضرت عُمر فاروق(رض) د مسلمانانو د لمانځه امامت کاوه.
كله چي حضرت ابوبکر الصّدِّیق(رض) وفات سو حضرت عُمر فاروق(رض) و ویل: يا ابابکر! هغه څوک چي تر تا وروسته دي هغه دي ستړي کړه.
دغه جمله ډيره لويه معنْی لري، يعني: تا داسي عمل او کارونه وکړه، کوم څوک چي تر تا وروسته راځي هغه دغسي عمل بېله ډيري ستړيا او بېله ډير زحمته نه سي کولاى، ستا پر لار تګ کول د ستړيا او زحمته څخه خالي نه دي ، هغه کارونه چي تا شروع په کړې ده چي هغه د فارس او روم فتحه ده او تر دغه ځايه دي را رسولې ده، وروستني خلک به يې په ډیره ستړيا او تکليف پسي پوره کوي.
ابوبکر الصّدِّیق(رض) تر خلافت دمخه د ټوکرانو تاجر ؤ، پسله هغه څخه چي ابوبکر الصّدِّیق(رض) خليفه و ټاکل سو بيا يې هم غوښته چي د خپلي کورنۍ د مصرف پيدا کولو دپاره هغه خپل تجارت وکي نو یې په سهار کي ټوکران پر اوږه اچولي وه او بازار ته تلی، خو خو حضرت عُمر فاروق او ابو عبیده عامر بن الجراح(رض) د دې کار څخه منعه کړى، ويل: که ته په تجارت مشغوله سې د خلکو کار او خدمت در څخه پاته کيږي، ابوبکر الصّدِّیق(رض) و ويل: نو خپلي کورنۍ ته خواړه د کومي خوا ورکم؟ عُمر(رض) و ويل: موږ د مسلمانانو د بيت المال څخه ستا نفقه در کوو، نو د ابوبکر الصّدِّیق(رض) د خلافت په موده کي د ده د کور مصرف د بيت المال څخه ورکول کېدى، خو د مخه تر دې چي ابوبکر الصّدِّیق(رض) وفات سي امر يې وکړى او ويل: ټول هغه مال يا هغه مصرف چي د خلافت په موده کي د بيت المال څخه ما ته راکول سوى دى هغه دي حساب او جمعه کړل سي، پسله حسابه دا معلومه سوه چي اته زره درهمه ده (رض) ته ورکول سوي دي، دغه اته زره درهمه په دوه کاله او درې مياشتي کي د ابوبکر الصّدِّیق(رض) د ټوله کورنۍ مصرف سوى ؤ.
اوس نو دغه مصرف د هغو مصارفو سره قياس کړى کوم چي نن ورځ د مسلمانانو د بيت المال څخه د ځینو حاکمانو په شخصي او بې ځايه خرڅو لګول کيږي، نو خود به مسلمان ملتونه دغه د دربدرۍ په حالت كي وي.
نو ابوبکر الصّدِّیق(رض) امر وکړى چي دغه اته زره درهمه دي بيرته زما د شخصي مال څخه د مسلمانانو بيت المال ته ورکړل سي، که زما شخصي مالو دغه مبلغ نه کى پوره هغه پاته دي يې زما د اولادو د مال څخه واخستل سي او بيت المال ته دي ورکړل سي.
ابوبکر الصّدِّیق(رض) دغه کار د دې دپاره کاوه چي د مسلمانانو د بيت المال څخه يې نه شئ اخستى او نه یې خوړلى وي، نو ابوبکر الصّدِّیق(رض) په داسي حال کي وفات سو چي هم زاهد او هم عابد ؤ، هم پرهېزګاره او هم کريم ؤ، هم صِدِّیق او هم مجاهد ؤ، په داسي سخت او مشکل وخت کي يې د مسلمانانو قيادت او رهبري وکړه چي بيا په تاريخ کي دغسي سخت حالات پر مسلمانانو نه دي راغلي، فتوحات او د اسلامي دولت پراخه کېدل د ابوبکر الصّدِّیق(رض) تر قيادت لاندي شروع سوه او د چا په مقابل کي شروع سوه؟ د هغه وخت د دنيا د هغو دوو لويو قدرتو په مقابل کي چي فارس او روم وه، الله(ج) دي د حضرت ابوبکر الصدیق(رض) څخه راضي سي او الله(ج) دي د اسلام او ټول امت مسلمه له طرفه د خیر جزاء او بدله ورکړي.
همدارنګه حضرت ابوبکر الصدیق(رض) تر خپل وفات دمخه و ویل: د ابوبکر د کورنۍ سره بېله دغه یوې اوښي چی موږ یې شیدې لوشو او بېله دغه یوه مريي چي د مسلمانانو توري یې جوړولې او زموږ خدمت یې کاوه بل شی نسته، نو که زه مړ سوم دغه دوه شیه و عُمر ته ورکړی، کوم وخت چي دغه دوه شیه و حضرت عمر(رض) ته ورکړل سوه هغه و ویل: الله(ج) دي پر ابوبکر ورحمیږي هغه څوک یې ستړي کړه چي تر ده وروسته دي.
الله(ج) دي موږ او تاسي د ده(رض) سره د جنتو په فردوس اعلْى کي يو ځاى کړي. آمین ثم آمین.
ابوبکر الصّدِّیق(رض) د هجرت د ديارلسم کال د جمادي الآۤخري په مياشت کي د دوشنبې په ورځ ماځيګر يا پسله ماښامه، پسله پنځلسو ورځو مريضيه وفات سو . ...... إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ ﴿البقرة: ١٥٦﴾
د امام محمّد الباقر(رض) څخه چي د امام جعفر الصادق(رض) پلار دی او د حضرت علي(رض) لمسی دی روایت دی چي ویل یې: پسله هغه څخه چي ابوبکر الصدیق(رض) په کفن کړل سو حضرت علي(رض) ورته ودرېدی او وې ویل: د هيچا هغه عملنامه چي دﺉ د هغې سره د الله(ج) په حضور کي دریږي ما ته دومره نه ده خوښه لکه د دغه چا: چي په کفن کي پېچل سوی دی.
حضرت ابوبکر الصّدِّیق(رض) دومره حیاء درلودل که به چا د ده په حضور کي د ده اوصاف بیان کړل د ده(رض) تر سترګو به اوښکي را توی سوې او خپله مشهوره دعاء به یې و ویل: الْهي! ته په ما تر ما ښه خبر یې او ما تر هغه ښه وګرځوې چي دوی پر ما ګمان کوي او هغه څه را وبخښې چي دوی نه دي په خبر، او ما دغه د دوی په وینا مه مأخوذه کوې.
د حضرت ابوبکر الصّدِّیق(رض) د خلافت موده دوه کاله او درې مياشتي وه او د وفات په وخت کي يې عُمر 63 کاله ؤ، دا هغه عُمر دى چي رسول الله(ص) هم پر دغه عُمر رحلت کړى دى، الله(ج) رسول الله(ص) او حضرت ابوبکر الصّدِّیق(رض) لکه څرنګه چي په ژوند کي سره يو ځاى کړي وه، دغه رنګه يې په تُربه، هديره او حجره کي سره يو ځاى کړه، ځکه ابوبکر الصّدِّیق(رض) هم په هغه حجره کي ښخ کړل سو چي تر ده د مخه رسول الله(ص) هلته ښخ کړه سوى ؤ، چي دغه حجره د رسول الله(ص) تر رحلت دمخه د حضرت عائشه الصّدِّیقه(رض) چي د ابوبکر الصدیق(رض) لور وه د استوګني خونه وه.
دا د حضرت ابوبکر الصّدِّیق(رض) مختصر تاريخ ؤ، او دﺉ هغه څوک دی چي لیکونکي د ده د فضایلو په لیکنه سره د ده (رض) قدر او مقام نه لوړوي بلکه د خپلو ځانو او خپلو لیکنو قدر په لوړوي ځکه چي دوی د دې وړ او لائق وګرځیدل چي د دغسي لوړ او عظیم شخصیت په باره کي لیکنه وکړي.
الله(ج) دي درباندي ورحمیږي یا ابابکر! څومره چي خلک ستا د ښه والي په باره کي فکر کوي یا لیکونکو ستا د ښه والي په باره کي لیکني کړي دي ته تل او همېشه تر هغه ډېر ښه او ډېر بهتر یې.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: خلفاء راشدین.
www.taleemulislam.net