تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حضرت عُمر(رض) اسلام
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 10, 2020
  0

د حضرت عُمر(رض)  اسلام  

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 


د حضرت عُمر فاروق(رض)  د اسلام قصه مي (د سرورکائنات(ص)  ژوند) په کتاب کي په تفصیل سره بیان کړې ده چي دلته یې تکرارول لازم نه بولم خو بيا به یې هم ځيني حالات په اختصار سره بیان کړم:امام ترمذي د عبدالله بن عُمر(رض)  څخه روايت کوي او امام طبراني د عبدالله بن مسعود(رض)  او انس(رض)  څخه روايت کوي چي رسول الله(ص)  و فرمايل:


«اللّهم أَعِزّ الإسلامَ بِأحَبِّ الرّجُلينِ اِلَيکَ: بِعُمر بن الخطاب او بِأبي جهل بن هشام»
 يعني: الْهي په دغو دوو نفرو کي چي یو یې عُمر بن الخطاب دى او بل یې ابوجهل بن هشام دى چي هر يو تا ته خوښ وي په هغه سره اسلام معززه کړې. 


نو د دغو دوو نفرو څخه په الْهي دربار کي عُمر بن الخطاب(رض)  خوښ ؤ او د رسول الله(ص)  دعاء د ده په باره کي قبوله سوه. 


څرنګه چي عُمر بن الخطاب پوه، عاقل، هوښيار، خطيب، قوي او قوال سړئ ؤ، د همت او عزم خاوند ؤ، د هر کار إراده چي به يې وکړه هغه کار به يې تر آخره رساوه، همدارنګه عَمرو بن هشام چي ابو الحکم ورته ويل کېده او په مسلمانانو کي يې نوم ابوجهل ؤ هغه هم د عزم خاوند، خطيب او د قريشو د مشرانو څخه ؤ، د دغو دوو نفرو داخلي استعداد د رسول الله(ص)  څخه نه ؤ پټ او دا هم معلومه خبره وه چي په مسلمانانو کي د دغسي چا وجود لکه عُمر بن الخطاب یا عَمرو بن هشام و اسلام ته ډيره مرسته او کومک رسولای سوای، نو ځکه رسول الله(ص)  به دعاء کول چي الْهي په يوه د عُمرينو اسلام معززه کړې، که يو د دوى څخه مسلمان سي اسلام په قوي  کيږي. 


مګر د رسول الله(ص)  د دعاء قبلېدل د عُمر بن الخطاب(رض)  په نصيب سوه. 


حضرتِ عُمر(رض)  د طبيعت په تېزۍ او تُندۍ سره مشهور او معروف ؤ، قهرمن او شديد سړئ ؤ او ډير ځله مسلمانانو د ده څخه قِسم قسم آزارونه ليدلي دي او دا معلومه ده چي د ده په د ننه زړه کي ضِد او نقيض مشاعر موجود وه، له يوه طرفه يي د هغو عاداتو او تقاليدو احترام کاوه کوم چي د ده پلرو او نيکه ګانو ور پرې ايښي وه او له بله طرفه يې ځان و هغه لهو او لعب، خواهشاتو او شهواتو ته ور ايله کړى ؤ کوم چي ده او د ده ماحول عادت ور سره درلودى، خو بالمقابل د مسلمانانو لمونځ او دا چه دوى د خپلي عقيدې په لار کي دغه سخت آزارونه قبلوي ښه ورته ايسېدل او بيا د ده په عاقل زړه کي شک او تردد ؤ چي ممکن دغه شئ چي اسلام و هغه ته بلنه کوي تر دغه نورو کارو ښه او بهتر وي، په فکر او دماغ کي به يې دغه ضِد افکار پرله اوښتل او بيا به خاموشه سوه. 


خو د ده د اسلام په باره کي چي روايتونه سره را ټول کړو خلاصه يې داسي را وزي: يوه شپه ده غوښتل چي ترکور د باندي شپه تېره کړي نو حرم شريف ته ورغلى او د کعبې شريفي په پوښ ننوتى، هلته رسول الله(ص)  هم ولاړ ؤ او لمونځ يې کاوه په لمانځه کي يې سورة الحاقه شروع کړى، عُمر(رض)  و قرآن مجيد ته غوږ ونيوى او د هغه ترکيب او تأليف يې ډير خوښ سو، نو وايي: ما د خپله ځانه سره و ويل: لکه څرنګه چي قريش وايي په والله دئ شاعر دى خو رسول الله(ص)  په دغه وخت کي دغه آياتونه تلاوت کړه:


وَمَا هُوَ بِقَوْلِ شَاعِرٍ قَلِيلًا مَّا تُؤْمِنُونَ ﴿الحاقة: ٤١﴾.
يعني: بېشکه خامخا دغه قرآن د مکرم عزتمن رسول قول دى او دا قول دکوم شاعر قول نه دى، تاسي ډير لږ ايمان راوړى (بلکه نه مومنان کېږى) .


عُمر (رض)  وايي ما د ځان سره و ويل: چي شاعر نه دى نو کاهن دى او بيا رسول الله(ص)  دغه آيات تلاوت کړى:


وَلَا بِقَوْلِ كَاهِنٍ قَلِيلًا مَّا تَذَكَّرُونَ ﴿الحاقة: ٤٢﴾.
 او دغه قرآن دکاهن قول نه دى لکه تاسي چي ګمان کوى، تاسي لږ پند اخلى (بلکه هيڅ پند نه اخلى) .


(تَنزِيلٌ مِّن رَّبِّ الْعَالَمِينَ )﴿الحاقة: ٤٣﴾.
دغه قرآن د رب العالمين له طرفه نازل سوى دى. 


او رسول الله(ص)  پاته سورة تر آخره و وايه، عُمر(رض)  وايي: يو څه تر تاثير لاندي سوم اسلام مي و زړه ته را نژدې سو. 
دا هغه د اسلام تخم ؤ چي د حضرتِ عُمر(رض)  په زړه کي کښېښوول سو مګر هغه د جاهليت آثار او تقليدي قوميت، د پلرو او نيکه ګانو د دين لوى والى پر دغه حقيقت چي د ده پر زړه يې ږغ کاوه غالبه ؤ، بيا هم په خپل عمل کي د اسلام ضِد او د مسلمانانو دښمن ؤ، د هغه خپل زړه په پټ شعور لا نه ؤ قانع. 


همدارنګه د ده په دباندني ژوند کي هغه اول نرم والى چي په ده کي وليدل سو، هغه و حبشې ته د مسلمانانو د هجرت په وخت کي ؤ. 


مسلمانانو خو د قریشو د ظلم او آزارو په سبب يوه په بل پسي په پټه حبشې ته هجرت کاوه، نو د مسلمانانو څخه يوه ښځه وه چي اُمِ عبدالله ورته ويل کېده دغي ښځي غوښته چي هجرت وکړي نو يې د خپل زوى عبدالله سره داسي اتفاق وکړی چي ته جلا رهي سه او زه به جلا رهي سم او د فلاني غره تر شا به سره يو ځاى سو او بيا به په ګډه سره ځو، مسلمانانو هجرت په پټه کاوه ځکه کفارو هجرت ته هم نه پرېښوول، نو عبدالله تر مور د مخه د هغه وعده سوي غره شا ته ولاړى او اُمِ عبدالله د شپې نا وخته پر خره سپره سوه د لاري د ضرورت شيان ور سره دي پسي را رهي سوه، د مکې مکرمې څخه چي و وتل عُمر بن الخطاب په مخه ورغلى، وې ليدل چي ښځه د سفر دپاره تياره او آماده ده، ويل: چيري ځې يا اُم عبدِالله؟ مسلمانان خو د سفرکولو څخه منعه دي. 


ښځي ورته و ويل: يا عُمر! آزارونه مو را کړل، مځکه مو را باندي تنګه کړه، پرې مو ږدى چي درڅخه ولاړ سو نه تاسي موږ غواړى نه موږ تاسي غواړو، نو مي پرېږده چي هجرت درڅخه وکړم، که ما و هجرت کولو ته پرېږدې او در څخه ولاړه سم تا ته څه تاوان رسيږي؟ عُمر(رض)  د دغو خبرو په اورېدلو سره نرم سو او ښځي ته يې و ويل: دا نو جلا والى دى يا اُم عبدِالله؟ (اُمِ عبدالله او عُمر(رض)  په نسب سره نژدې او شريک وه) ښځي و ويل: هــو! فراق او جدايي ده، عُمر (رض)  و ويل: په مخه دي ښه او سلامتيا دي ملګرې سه. 


د اول وار دپاره عُمر نرميږي او څه نه وايي، ښځه په تعجب کي سوه او ولاړل، پر هغه وعده سوي ځاى د خپل زوى سره يو ځاى سوه، زوى يې پوښتنه ځني وکړه چي چا خو و نه ليدې؟ ښځي ويل يا! بل چا نه يم ليدلې يواځي عُمر وليدم، زوى يې ويل عُمر؟ دا لوى مصيبت دى او ته يې څنګه پرېښوولې؟ ښځي قصه ورته وکړه او ويل تر دغه سوال او جواب زيات شئ نه دى پېښ سوى او په آخر کي يې دا هم راته و ويل: په مخه دي ښه سه، زوى يې ورته و ويل: مور! ستا لکه چي د دغي جملې د ويلو په سبب د ده و اسلام ته اميد پيدا سوى دى؟ ښځي ويل: هو داسي را ته معلوميږي، عبدالله و ويل: والله د خَطاب خر به د شهادت کلمې و وايي خو عُمر به يې و نه وايي. 


دا هغه اوله نرمي وه چي د عُمر(رض)  څخه ښکاره سوه مګر دغه نرمي مَيل و اسلام ته نه ؤ بلکه دا فقط د دغي ښځي سره نرمي وه، عُمر(رض)  چي کور ته راغلى په چرت او فکر کي دى چي دغه تفرقه او د قوم پاشل ولي پېښيږي؟ دغه ښځه د ده د قوم څخه ده او حبشې ته هجرت کوي، د دې ټولو مصائبو او مشکلاتو سبب څه شي دى؟ پسله فکره و دې نتيجې ته ورسېدى چي د دغو ټولو اختلافاتو سبب محمّد(ص)  دى.


 نو يې نيت او عزم وکړی چي رسول الله(ص)  و وژني که څه هم دئ د هغه په بدله کي و وژل سي مهمه نه ده مکه خو به د دغو مشکلاتو څخه خلاصه کړم، د رسول الله(ص)  د وژلو إراده يې د ځان سره پخه کړه، سهار يې توره واخستل او د کوره څخه د رسول الله(ص)  د وژلو په نيت و وتى، په لار کي يوه صحابي وليدى چي نوم يې نعيم بن عبدالله ؤ او په پټه مسلمان سوى ؤ، د ده په اسلام  څوک نه وه خبر، کوم وخت چي دغه نعيم وليدل چي د عُمر د مخ څخه د شر علامې را پورته کيږي توره ور سره ده او د جنګ دپاره تيار دى ويل: د خيره يا عُمر! چيري ځې؟ عُمر(رض)  ويل: غواړم چي دغه نفر و وژنم کوم چي زموږ قوم يې سره متفرق کړى او پاشلى دى، زموږ پلرونه بيعقلان بولي او زموږ آلهه په بده سره يادوي، نعيم د دې خبرو په اوريدلو سره و بېرېدى ځکه عُمر جبّار، شديد او قهرمن سړﺉ دى، د يوه شي إراده چي وکړي هغه تر سره کوي. 


نعيم غواړي چي عُمر د دغه کاره څخه را وګرځوي، نو يې ورته و ويل: که ته محمّد و وژنې آيا ته به د عبدالمطلب د اولادې څخه خلاص سې؟ عُمر ويل: داسي را معلوميږي چي ته هم د خپله دينه څخه اوښتى يې او ويل: که څه هم د عبدالمطلب اولاده ما و وژني زه دغه کار کوم، نعيم وليدل چي عُمر د رسول الله(ص)  د وژلو ټينګ عزم او إراده کړې ده حتّْی خپل مرګ يې هم فرض کړى او منلى دى، هو! هلته داسي نور خلك هم وه چي د رسول الله(ص)  د وژلو تقاضاء او آرزو يې درلودل، مګر دا کار يې نه سواى کولاى ځکه هغه د عبدالمطلب د اولادې څخه پرخپل مرګ بېرېدل.

 

هر چا ته دا معلومه وه چي د عبدالمطلب کورنۍ بيا هغه سړئ بېله مرګه نه پرېږدي مګر عُمر چي دا کارکوي د خپل ځان مرګ يې فرض کړى دى. 


نعيم فکر وکړی چي يوه داسي حيله جوړه کړي چي لږ تر لږه دومره وخت پيدا کي چي رسول الله(ص)  يا اصحاب کرامو ته خبر ور وړي، نو يې عُمر(رض)  ته و ويل: چي داسي ده ته يې بايد اول د خپلي کورنۍ څخه را  شروع کړې، (اصلاً د نعيم مقصد دا دى چي عُمر په يوه بل کار مشغوله کړي او دئ .


و رسول الله(ص)  ته خبر ورسوي)
عُمر ويل: مقصد دي څوک دى؟ نعيم ويل: خور دي: فاطمه بنت الخطاب او د دې مېړه د دينه اوښتي  دي او هغه دين يې پرې اېښى دى چي ته پر هغه دین يې، عُمر نه ؤ خبر چي خور او اخښى يې مسلمانان سوي دي، ځکه اسلام ته دعوت پټ او سِرِي ؤ، اسلام نه ؤ پټ، رسول الله(ص)  په ښکاره سره اسلام بياناوه او په  ښکاره سره يې عبادت کاوه، مګر ځيني کسان چي و اسلام ته داخلېدل يا داخل سوي وه هغو خپل اسلام نه ښکاره کاوه، هر چا د خپل اجتماعي حال او مقام سره موافق عمل کاوه، چا په پټه ايمان راوړى چا په ښکاره، فاطمه بنت الخطاب(رض) د عُمر خور د هغي جملې څخه وه چي خپل اسلام يې پټ ساتلى ؤ، نو ځکه عُمر(رض)  د نعيم څخه پوښتنه وکړه چي آيا زما خور خپل دين پرې اېښى دى؟ نعيم ويل هـو، عُمر(رض)  د رسول الله(ص)  له طرفه را وګرځېدى د اخښي او خور دکور پر طرف رهي سو. 


په دغه وخت کي چي عُمر(رض)  د خپلي خور فاطمې کور ته ورځي سعيد(رض)  د فاطمې خاوند هم په کور کي دى، خَباب بن الأرَت(رض)  هم د دوى سره دى او قرآن مجيد ورته وايي، ځکه رسول الله(ص)  و هغو کسانو ته چي نوي په اسلام مشرفه کېدل هغه کسان ور استول چي مخ کي يې ايمان را وړى ؤ چي قرآن او اسلام ور وښيي، نو دوى درې نفره ناست دي قرآن کريم وايي چي عُمر کور ته ور داخل سو او دننه په خونه کي يې د قرآن مجيد د ويلو آواز واورېدى، پوره يې نه اوري فقط يوه همهمه او ږوږ اوري، غوږ يې ور ته ونيوى بيا هم نه پر بېليږي نو يې په قوت سره دروازه ور پوري وهل (عُمر جبّار) 
تاسي فکرکوى چي د عُمر به څومره قوت او طاقت ؤ؟ عُمر په بدن ډير لوى سړئ ؤ، د هغه ډيرو غټو خلكو څخه ؤ ډير لوى او قوي بدن يې ؤ، کوم وخت چي به پرآس سپور سو پښې يې مځکي ته رسېدې، په ټولو مسلمانانو کي د ده په مثل بل غټ سړئ نه ؤ بېله خالد بن وليد(رض)  څخه. 


د حضرت عُمر(رض)  ډير لوى او برداره ځيګر ؤ د ده په ليدلو څوک بېرېدى، هيبت او دبدبه يې درلودل، دغه جبّار عُمر دروازه ور پوري وهل، د هغه طرفه ورته و ویل سوه: څوک یې؟ ویل: عُمر، خور يې و بېرېدل ژر يې خَباب(رض)  په پستو کي پټ کړی (پستو په پښتو کي و هغي کوچنۍ خوني ته وايي چي د استوګني د خوني په آخرکي د ګدام يا مخزن په شکل سره وي او په عربي کي(مَخدَع) ورته ويل کيږي) خباب(رض)  يې هلته پټ کړی، فاطمې(رض) هغه د قرآن مجيد ورقه پټه کړه او بيا يې دروازه ور خلاصه کړه، 


عُمر ورننوتى او ويل: تاسي څه شي وايه؟ هغو ويل: هيڅ شئ نه ؤ موږ په خپل منځ کي خبري سره کولې، 
عُمر ويل: يا! ما يو څه واورېدل آيا دا هغه د محمّد خبري وې؟ 
سعيد(رض)  و ويل: يا عُمر! که حق بېله ستا د دين څخه په بل دين کي ؤ؟
 عُمر پر سعيد(رض)  ناري کړه: اَصبأتَ؟ آيا د دينه اوښتى يې؟ 
سعيد و ويل: بَل اَسلَمتُ، يا! بلکه مسلمان سوى يم، 


عُمر هغه خپل اخښى سعيد را چپه کړی او وهي يې، د عُمر خور فاطمې(رض)  عُمر ځني را پورته کړی او خپل خاوند خلاصوي، عُمر خپله خور فاطمه هم پرمخ په چپلاخه يا څپېړه و وهل، د هغې د خولې څخه ويني را ايله سوې، عُمر جبّار او شديد دى رحم او شفقت يې هېر دي خور يې په ژړا سوه او ويل: هو موږ مسلمانان سوي يو پر الله او د هغه پر رسول مو ايمان راوړى دى: 


﴿ اَشهَدُ اَن لاَ إلهَ الا الله وَاَشهَدُ أنَ محمّداً رسولُ الله﴾. 

عُمر نا اميده سو او وې ليدل چي خور يې ژاړي او د خولې څخه يې ويني بهيږي و شرمېدى او پرخپل عمل پښېمانه سو، په زړه کي يې رحم او شفقت پيدا سو چي څنګه خپله خور وهي او دا هم اول وار ؤ چي خور يې و وهل نو يې په نرمه لهجه ورته و ويل: هغه ورقه چي تاسي ويل هغه را ښکاره کړی چي زه يې و وايم، خور يې ويل: يا! نه يې درښکاره کوم، عُمر ويل: قسم په لات او عزْى په بد نيت لاس نه ور وړم فقط رايې کړه چي ويې ګورم او تاوان هم نه ور رسوم، خور يې پوه سوه چي عُمر نرم سو نو يې ورته و ويل: يا عُمر! دا کلام الله دى او ته مشرک او نجس يې که دي د هغه د ويلو إراده وي يو وار غسل وکړه بيا به يې درکړم چي ويې وايې. 


د عُمر فکر او چرت په هغه ورقه کي بند سو چي دا به څه شي وي او څه به پکښي ليکلي وي نو د ډيره شوقه څخه موافق سو غسل خانې يا تشناب ته ننوتى او غسل يې وکړی کوم وخت چي را و وتى خور یې هغه ورقه چي قرآن مجيد پرليکل سوى ؤ ورکړه ، د حضرتِ عُمر(رض)  ليک او لوست زده وه او د ورقي په ويلو يې شروع وکړه په ورقه کي ليکل سوي وه: 

 
﴿بسم الله الرّحمْن الرحيم﴾. 
عُمر (رض)  و ويل: الرّحمْن او الرّحیم څومره ښه پاک او طيب، نېک او مبارک نومونه دي، بيا ليکل سوي وه: 


طه ﴿١﴾ مَا أَنزَلْنَا عَلَيْكَ الْقُرْآنَ لِتَشْقَى ﴿٢﴾. 
يعني:اې محمّده! موږ د دې دپاره دا قرآن پرتا نه دى نازل کړى چي ته ځان په محنت او مشقت کي واچوې،


إِلَّا تَذْكِرَةً لِّمَن يَخْشَى﴿٣﴾.
بلکه موږ د هغه چا دپاره پند او نصيحت نازل کړى دى چي د الله(ج)  څخه بيريږي.


تَنزِيلًا مِّمَّنْ خَلَقَ الْأَرْضَ وَالسَّمَاوَاتِ الْعُلَى ﴿٤﴾. 
نازل سوى دى د هغه چا د طرفه چي پيدا کړي يې دي مځکه او لوړ لوړ آسمانونه. 


الرَّحْمَنُ عَلَى الْعَرْشِ اسْتَوَى ﴿٥﴾. 
دغه د مځکو او آسمانو خالق ډير مهربان (رحمان) پرعرش مستولي او غالبه دى.


لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا وَمَا تَحْتَ الثَّرَىٰ ﴿٦﴾.
خاص ده لره دي، يواځي دئ (ج)  د هغو شيانو مالک دى چي په آسمانو کي دي او د هغو شيانو مالک دی چي په مځکه کي دي او د هغو شيانو مالک دی چي د مځکي او آسمانو په منځ کي دي او د هغو شيان مالک دی چي تر مځکه لاندي دي دغه ټول موجودات په پیدا کولو، په ملکيت په فرمان برداري کي يواځي د ده(ج)   دي بل هيڅوک نه دى ور سره شريک.


وَإِن تَجْهَرْ بِالْقَوْلِ فَإِنَّهُ يَعْلَمُ السِّرَّ وَأَخْفَى ﴿٧﴾.
 اوکه په خبرو يا ذکر کولو سره جَهَر په زورَوالى کوې، دې ته ضرورت نسته، ځکه چي بېشکه دغه الله خبر او عالم دى په پټه خبره او تر هغې هم په پټه چي د زړه حال دى. 


(الله(عزوجل) ته په زوره خبري،کراري خبري، پټ د زړه حال ټول يو شئ دي، په ټولو حالاتو عالم او خبر دى) .


اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ  لَهُ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَى.
الله! نسته بل معبود بر حق مګر يواځي هم دئ حقیقي معبود دى، خاص ده لره دي ښه نومونه او صفتونه. دغه د سورة طْهْ آياتونه وايي ترڅو دې آيات شريف ته ورسېدى چي الله(عزوجل) فرمايي:  


إِنِّي أَنَا رَبُّكَ فَاخْلَعْ نَعْلَيْكَ  إِنَّكَ بِالْوَادِ الْمُقَدَّسِ طُوًى ﴿١٢﴾
بېشکه چي زه الله يم، بېله ما څخه بل هيڅوک د عبادت وړ او لائق نسته، نو زما عبادت کوه او زما د يادولو دپاره لمونځ آداء کوه. 


إِنَّ السَّاعَةَ آتِيَةٌ أَكَادُ أُخْفِيهَا. 
بېشکه چي قيامت را تلونکى دى زه إراده لرم چي د هغه د راتګ وخت پټ او مخفي وساتم. 


لِتُجْزَى كُلُّ نَفْسٍ بِمَا تَسْعَى ﴿طه: ١٥﴾
دپاره د دې چي هر چا ته د هغو عملو جزا ورکړل سي چي دوى يې کوي. 


داسي آيـاتونه دي چي ټـول د الله(ج)  او د قـيامت په باره کي خبري کوي، حضرتِ عُمر(رض)  د دغو آياتو په تلاوت سره نرم سو د کلام الله تر تاثير لاندي راغلى د مسلمانېدلو إراده يې سوه نو يې و ويل: دا څومره ښه او مکرم کلام دى محمّد(ص)  چیري دی چي ور سم. 


خباب بن الأرَت(رض)  خو پټ ؤ او دا خبري اوري، دلته چي عُمر(رض)  دا خبره وکړه خباب بن الاَرَت(رض)  را وغورځېدى ويل: زيرى درکوم يا عُمر! زه دا آرزو لرم چي د رسول الله(ص)  د جمعې د شپې دعاء ستا دپاره سي هغه چي ويې فرمايل: الْهي په عُمر بن الخطاب يا ابوجهل بن هشام سره اسلام معززه کړې او درځه رسول الله(ص) به زه در وښيم، نو يې عُمر(رض)  د أرقم بن ابى الأرقم وکور ته را رهي کړى، هغه کور چي د مسلمانانو د اجتماع او تعليم ځاى ؤ، کوم وخت چي د أرقم کور ته ورسېدل، د عُمر(رض)  سره تر اوسه هغه خپله توره ور سره وه او د جنګ دپاره آماده معلوميږي او هلته بيا هغه نعيم و رسول الله(ص)  ته خبر ور وړى ؤ چي عُمر ستا د وژلو په نيت را رهي دى.


و اصحابِ کرامو ته ټول اخبار داسي رسېدلي دي چي عُمر را رهي دى او غواړي چي رسول الله(ص)  و وژني، په هغه نوره قصه چي د فاطمه بنت الخطاب او سعيد  (رض) په کور کي پېښه سوه نه دي خبر، نو خود اصحاب کرام دلته د جنګ دپاره تيار او آماده دي، کوم وخت چي  عُمر(رض)  د أرقم بن ابى الأرقم وکور ته ورسېدى او دکور دروازه يې وټکول يو د اصحاب کرامو څخه ور ولاړ سو د دروازې تر چاک يې ورته وکتل، وې ليدل چي عُمر توره په لاس ولاړ دى رسول الله(ص)  چي دننه په خونه کي ؤ هغه ته يې حال و وايه او دلته اصحاب کرام د سراى په ميداني کي سره را ټول  دي، حمزه(رض)  پوښتنه وکړه چي څه پېښه ده؟ دوى ويل: عُمر دى، حمزه(رض)  ويل: عُمر؟ دروازه ور خلاصه کړی که د ده راتګ د خير په نيت ؤ خير به و ويني او که د شر په نيت راغلى ؤ د ده په توره به يې و وژنو.


 هو! دا صحي ده چي عُمر غټ او ډير قوي دى مګر سيّدِنا حمزه(رض)  جنګي پهلوان او فارِس دى داسي پهلوان دى چي په قريشو کي يې مثل نسته، په دغه وخت کي رسول الله(ص)  د خوني څخه  را و وتى، حمزه(رض)  و ويل: پرې يې ږدى چي کور ته راسي زه يې د ده په توره وژنم، رسول الله(ص)  و فرمايل: يا حمزه! ته ننوزه، حمزه هم د رسول الله(ص)  په امر خوني ته ننوتى او رسول الله(ص)  و فرمايل: عُمر ته دروازه ور خلاصه کړی، اوس خلك په حيرت کي دي! چي عُمر د ده(ص)  د وژلو په نيت راغلى دى او رسول الله(ص)  وايي: دروازه ور خلاصه کړی حال دا چي د رسول الله(ص)  سره کوم ساتونکى هم نسته او حمزه چي په مسلمانانو کي قوي او پهلوان دى هغه ته يې هم و ويل: ته خوني ته ننوزه، مګر چاره نسته د رسول الله(ص)  اطاعت حتمي دى و عُمر(رض)  ته يې دروازه ور خلاصه کړه او عُمر کور ته ور ننوتى، غټ، قوي، جابر، شديد سړئ توره هم ور څخه ده،  رسول الله(ص)  ور نژدې سو عُمر(رض)  يې تر ګرېوانه ونيوى او شديد تکان يې ورکړه په دومره قوت سره يې وښوراوه چي عُمر پرځنګنو کښېنستى او رسول الله(ص)  و فرمايل:


« اَمَا اْنَ لَکَ يَابنَ الخطاب اَن تُسلِم». 
يعني: اې د خطاب زويه د دې وخت نه دى راغلى چي مسلمان سې؟ 

 

رسول الله(ص)  نور هم و فرمايل: 
او ته تر هغو نه مسلمانېږې چي الْهي غضب درباندي نازل نه سي؟ لکه پر وليد بن المغيره چي نازل سو او نور یې هم و فرمايل: «اللّهم هذا عُمر بن الخطاب اللّهم أعِزَ الاسلام بعُمر بن الخطاب»  


عُمر(رض)  و ويل: أشهد أن لا إله إلا الله، و أشهد أنک رسولُ الله، 
رسول الله(ص)  تکبير و وايه اوکوم اصحاب کرام چي دلته موجود وه هغو هم په لوړ آواز ناري کړه: الله اکبر، دا تکبير په دومره لوړ آواز ؤ چي ټولي مکې واورېدى.


قريشو و ويل: والله يوه حادثه پېښه ده او لویه حادثه ده،

 
رسول الله(ص)  پوه سو چي خبره ښکاره او واضحه سوه او خلك خبر سوه، نو يې اصحاب کرام امر کړه چي خپلو کورو ته ولاړ سى، ټول مسلمانان د أرقم(رض)  دکوره څخه په تلوار و وتل او هر يو پر خپله لار  ولاړى. 


عُمر(رض)  وايي: کوم وخت چي ما اسلام را وړى د ځانه سره مي فکر وکړی چي د اهلِ مکې څخه څوک د رسول الله(ص)  سره ډير عداوت لري؟ 


خپل زړه راته و ويل: ابوجهل، نو ورغلم او د ابوجهل دروازه مي ور  وټکول، ابوجهل را و وتى ويل: اهلاً و سهلاً مرحباً بِاِبنِ اخي او ويل: څنګه راغلى يې؟ 


ما ويل: غواړم چي خبر دي کړم چي ما پر الله او د هغه پر رسول محمّد(ص)  ايمان را وړى او ټول هغه شيان منم چي محمّد(ص)  را وړي دي، 


ابوجهل د کور دروازه په زور بنده کړه او ويل: (تباً لکَ) تا لره دي هلاکت وي، زما  دي ټوله ورځ را خرابه کړه په شنه سهار دي دا زېرى را باندي وکړی، دا څه خبر ؤ چي تا ما ته راوړى؟


تاسي پوهېږى چي عُمر د همت او مړاني، د قصد او عزم خاوند ؤ، د ده اسلام و مشرکانو ته ذِلّت او سپکاوى ؤ او مسلمانانو ته عزت، شرف او خوشالي وه، عُمر(رض)  وايي: کوم وخت چي به يو څوک مسلمان سو کفار به پر را وګرځېدل وهل او ټکول به يې ورکول، خو کوم وخت چي زه مسلمان سوم زما ماما ته ورغلم چي ابوجهل بن هشام ؤ او په خپل اسلام مي خبرکړى، هغه په کور ننوتى او دروازه يې را ته وتړل او بيا د قريشو يوه بل لوى سړي ته ورغلم هغه مي هم په خپل اسلام خبرکړى، هغه هم دروازه را ته بنده کړه او په کور ننوتى، بیا مي د ځانه سره و ویل: دې خلکو خو څه و نه کړه مګر دا نه ده صحي چي نور مسلمانان وهل کیږي او زه دي و نه وهل سم! يوه سړي راته و ويل: غواړې چي خلک ستا په اسلام خبر سي؟

 

ما ویل هو، سړي ویل: کوم وخت چي خلک په حِجر کي کښېنستل ته ورسه د جمیل بن مُعُمر و څنګ ته کښېنه او په کراره سره ورته و وایه چي زه مسلمان سوم بس په دغه ورځ ټوله مکه در خبروي، عُمر(رض)  غواړي چي د ده د اسلام خبر ژر نشر سي او ټول قريش په خبر سي، نو عُمر(رض)  د جميل پر طرف ور رهي سو، د دغي قصې روايت عبدالله بن عُمر(رض)  کوي، او وايي: زه په خپل پلار پسې وم چي پلار مي و جميل بن مُعُمر ته ورغلى جميل د کعبې شريفي سره ناست ؤ، عُمر(رض)  ور سره کښېنستى او ور ته ويې ويل: يا جميل! آيا ته نه يې خبر؟ هغه ويل: په څه شي؟ ويل: ته نه سوې خبر چي زه وايم:{ أشهد أن لا إله إلا الله، و أن محمّداً رسولُ الله}  عبدالله بن عُمر(رض)  وايي: والله زما پلار ته يې هيڅ جواب ورنه کړی او نه يې پوښتنه ځني وکړه چي کله يا څنګه بس ولاړ سو او ناري يې کړه: يا معشرَ القريش! عُمر دين پرېښاوه، عُمر(رض)  تر شا په پسې دى او وايي: دئ درواغ وايي بلکه زه مسلمان سوم،{ أشهد أن لا إله إلا الله، وأشهد أن محمّداً رسولُ الله}. عُمر(رض)  خپل اسلام د ټولو قريشو په حضور ښکاره کړى، قريشو د هغه خپله عادته سره سم چي هر څوک به مسلمان سو دوی به واهه د حضرت عُمر(رض)  په وهلو شروع وکړه دوى دئ وهي او دئ دوى وهي،


دې وهلو د ماپښين څخه تر ماښامه دوام درلودى خو په آخرکي عُمر(رض)  ستړى سو، قريش ډير دي ځيني يې ځان هوسا کوي او ځيني یې وهل کوي، 


خو عُمر(رض)  يواځي دى او پرله پسې وهل کوي، قريش يو نه دى پر عُمر(رض)  له هره طرفه وارونه کيږي او وهل کيږي، عُمر(رض)  پوه سو چي نور نه سم جنګېدلاى، نو يې په دوى کي وکتل هغه د دوى شريف او معتبره چي عُتبه بن ربيعه ؤ هغه يې و نيوى او پر مځکه يې غځار کړي او د هغه پر ځيګر کښېنستى، نور قريش دئ وهي خو دئ د عتبه پر ځيګر ناست دى او دوې ګوتي د هغه پر سترګو ور موږي او ورته وايي: دغه خلك را څخه ليري کوې او که دي سترګي در وچاودم؟ 


عتبه نارې کړې چي ځني ليري سى پرې يې ږدى والله ړندوي مي، قريش هم ليري سوه عُمر(رض)  يې پرېښاوه، ده هم عتبه ايله کړی، قريشو بيا حمله پر وکړه عُمر(رض)  بيا عتبه ونيوى عتبه بيا نارې کړې، دوى دغه د ونيسه ايله که په حال کي وه څو عاص بن وائل د عَمرو بن العاص(رض)  پلار یا په بل روایت کي ابو جهل چي د قريشو د لويو مشرانو څخه ؤ راغلى، ويل: څه قصه ده؟ حال ورته و ويل سو، هغه پوهېدى چي عُمر شديد او د عزم خاوند دى او که دا مسئله نوره هم اوږده سي په خپله د قريشو په منځ کي فتنه جوړيږي نو ويل: يوه سړي د خپل ځان دپاره يو دين اختيار کړی پرې يې ږدى هغو هم پريښاوه، عُمر(رض)  خپل کور ته ولاړى. 


امام بخاري د عبدالله بن عُمر(رض)  څخه روايت کوي وايي: کوم وخت چي عُمر(رض)  په کور کي ؤ دا بېره ور سره وه چي قريش به کور ته پسي راسي، په دغه وخت کي عاص بن وائل السهمي ور ته راغلى او دغه عاص په جاهليت کي زموږ د حلفاوو څخه ؤ او عُمر(رض)  ته يې و ويل: څه درته پيښه ده؟ عُمر(رض)  ويل: ستا قوم دا إراده کړې ده که زه مسلمان سوم ما و وژني، عاص بن وائل و ويل: څوک نه سي در نژدې کېدلاى، عُمر(رض)  وايي: پسله دغه چي عاص دا را ته و ويل نو زه په امان سوم، عاص چي ور و وتى وې ليدل چي شېله په خلكو ډکه ده ويل چيري ځى؟ خلكو ويل: دغه عُمر ته ورځو چي د دينه اوښتى دى، عاص ويل: هغه ته څوک نه سي ورتلاى، يعني: زما په جوار او ساتنه کي دى بیا نو خلك سره وپاشل سوه.

 


حضرت عُمر(رض)  په دې سره کفایت ونه کړی چی قریش یې په خپل اسلام خبر کړه بلکه خپل کور ته چي ولاړی هلته یې خپل اولادونه سره را ټول کړه او ورته ویې ویل: پوه سی چي زه دا شاهدي آداء کوم چي: {لا إلْه إلاّ الله محمّدُ رسولُ الله} او زه تاسي امر کوم چي پر یوه الله(ج)  به ایمان راوړی، زوی یې عبدالله بن عُمر(رض)  ورته و ویل: پلاره! زه یو کال د مخه مسلمان سوی یم، پلار یې په قهر سره ورته و ویل: په والله زه به تا ته ښه وهل درکړم، آیا ته پلار پرېږدې چي جهنم ته داخل سي؟ یعني: ته مسلمان سوی وې او ما ته دي هیڅ نه ویل، د حضرت عُمر(رض)  چي به هر وخت دغه قصه ور په یاد سوه زوی ته به یې قهر راغلی.


 اوس نو عُمر(رض)  هره ورځ دکعبې شريفي سره قرآن مجيد وايي خو څوک د بيري نه سي ور نژدې کېدلاى، دا خو نسبت و مشرکانو ته د عُمر(رض)  ايمان را وړل وه مګر د مسلمانانو دپاره د عُمر (رض)  اسلام څه فایده ورسول؟ د هغه په باره کي عبدالله بن مسعود(رض)  وايي: موږ مسلمانانو دکعبې شريفي سره لمونځ نه سواى کولاى ترڅو چي عُمر اسلام را وړى. 
صُهيب بن سنان الرومي(رض)  وايي: کوم وخت چي عُمر اسلام را وړى اسلام ښکاره سو او اسلام ته دعوت هم په ښکاره سره کېدى او موږ مسلمانان دکعبې شريفي پر شا وخوا ډله ډله کښېنستلاى سواى پرکعبه شريفه مو طواف کولاى سواى اوکه يو چا بد او نا وړه الفاظ را ته ويلي واى تر يوې اندازې مو د هغه جواب هم ورکولاى سواى.

 
عبدالله بن مسعود(رض)  وايي دکومه وخته څخه چي عُمر اسلام را وړى موږ مسلمانان په عزت سوو.


 د مسلمانانو په حال کي دغه ټول تغير د هغي ورځي څخه راغلى چي عُمر(رض)  د أرقم بن ابى الأرقم وکور ته ورغلى او ويل: يا رسولَ الله! آيا موږ مسلمانان که مړه سو او که ژوندي پاته سو پرحق نه يو؟ رسول الله(ص)  و فرمايل: هو قسم مي دي په هغه ذات وي چي زما د نفس اختيار د هغه په قدرت کي دى که مړه سى او که ژوندي پاته سى تاسي پرحق ياست، عُمر(رض)  و ويل: نو موږ ولي خپل دين او اسلام پټوو؟

 

قسم مي دي په هغه ذات وي چي ته يې په حق سره را لېږلى يې چي موږ دباندي ور وزو، رسول الله(ص)  هم هغه اصحابِ کرام چي په دار الأرقم کي موجود وه د وتلو دپاره تيار او آماده کړل، مګر هو! هغه حُر او آزاد اصحاب چي د قريشو د ساداتو او اشرافو څخه وه، مريان او هغه ضعيفه خلك يې پرېښوول چي دغه نفر ټول څلوېښت نفره سوه، نو رسول الله(ص)  دوه لينه يا دوه قطاره ځني جوړ کړه او ټول نفر په خپله اسلحه مسلح دي د يوه قطار په مخ کي حمزه بن عبدالمطلب(رض)  دى او د بل قطار په مقدمه کي عُمر بن الخطاب(رض)  دى او د دوو قطارو په منځ کي سرورکائنات حضرتِ رسول الله(ص)  رهي دى. 


مسلمانان د دار الأرقم څخه مسلح او منظم را و وتل او د کعبې شريفي طرف ته رهي دي پرلاري تهليل او تکبير وايي: لا الـه الا الله محمّد رسول الله او الله اکبر، وايي، قريش ور ته ګوري او هيڅ يې په وسه و نه سوه نه يې آزار ورکړی او نه يې جنګ ور سره وکړی، د قريشو د ساداتو او اشرافو څخه څلوېښت نفره مسلمانان دي، په دغه طريقه سره د الله(عزوجل) دين ښکاره او روښانه سو و اسلام ته دعوت او اسلامي عبادت د هغه پټ حال څخه و اظهار او اعلان ته را و وتى او د دغي ورځي څخه د رسول الله(ص)  له طرفه و عُمر(رض)  ته د فاروق لقب ورکړل سو.


ابن ماجه او حاکم د ابن عباس(رض)  څخه روایت کوي چي ویل یې: په کومه ورځ چي عُمر(رض)  مسلمان سو جبریل(ع) و رسول الله(ص)  ته راغلی او ویل: یا محمد!(ص)  د عُمر په اسلام سره د آسمان ملایکې یو د بله سره زیري ورکوي.


بزار او حاکم د ابن عباس(رض)  څخه روایت کوي چي ویل: کوم وخت چي عُمر(رض)  مسلمان سو مشرکانو و ویل: مسلمانانو نن ورځ زموږ څخه انتقام واخستی، او د الله(ج)  دا قول نازل سو چي فرمايي: 


يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ حَسْبُكَ اللَّهُ وَمَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ ﴿الأنفال: ٦٤﴾ 
یعني: اې نبي!(ص)  تا لره الله او له مومنانو څخه هغه کسان چي ستا متابعت کوي بس او کافي دي.چي د مومنانو د لفظ څخه ابوبکر الصدیق او عمر فاروق(رض)   مقصد دي.  (دا د مفسرینو له طرفه  د دغه آیات شریف یو قسم ترجمه ده)
ابن سعد او طبراني د عبدالله بن مسعود(رض)  څخه روایت کوي چي ویل یې: د عُمر(رض)  اسلام فتحه وه او هجرت یې نصرت ؤ او خلافت یې رحمت ؤ، موږ د عُمر تر اسلام راوړلو تر وخته د کعبې شریفي سره لمونځ نه سوای کولای، کوم وخت چي عُمر(رض)  اسلام راوړی او تر هغو یې د مشرکانو سره جنګونه کول څو موږ یې پرېښوولو چي د کعبې شریفي سره لمونځ وکړو.


ابن سعد او حاکم د حذیفه(رض)  څخه روایت کوي چي ویل یې: کوم وخت چي عُمر(رض)  مسلمان سو اسلام داسي سو لکه یو څوک چي پر موږ را رهي وي او کرار کرار را نژدې کیږي، کوم وخت چي عُمر(رض)  شهید کړل سو اسلام داسي سو لکه یو څوک چي زموږ څخه رهي وي او کرار کرار لیري کیږي.


اسلم مولْی عُمر(رض)  وايي: حضرت عُمر(رض)  د بعثت د شپږم کال د ذي الحجې په میاشت کي مسلمان سو او هغه وخت یې عُمر 26 کاله ؤ.


خو صحي خبره دا ده چي د حضرت عُمر(رض)  عُمر د مسلمانېدلو په وخت کي 33 کاله ؤ خو د رسول الله(ص)  د بعثت په وخت کي د ده عمر 26 کاله ؤ. 

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: خلفاء راشدین.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته