تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
الله تعالی به د عمر پوښتنه کوي
 
  January 1, 2012
  0

رالېږونکی: عزت الله

د قيامت په ورځ چي کومي پوښتني کېږي نو په هغوئ کي به يوه هم د عمر وي چي د قيامت په ورځ به د هر انسان څخه الله تعالي د دنيا د ورکړي عمر په اړه به ورڅخه پوښتنه کوي، چي ما په دنيا کي وتا ته څلويښت پنځوس کاله عمر درکړئ وو، نو تا دا عمر په څه کي تيرکړئ دئ؟

 اي زما اسلامي وروڼو سهار سي او ماښام سي، شپه او ورځ تيرېږي خو زموږ د ژوند کاروان دئ مزل کوي. يو نه يوه ورځ به راته دا ږغ ضروري وسي ، چي بس ستا عمر پاى ته ورسېدئ، ستا خنداګاني اوخوشحالۍ ختمي سوې ستا ياران له تا څخه بېلېدونکي دي، ستا خپل خپلوان ستا پر جدايي ژړېدونکي دي. نو د هغه وخت څخه مخکي کوښښ او عمل شروع کړه، چي يوه دقيقه هم بي فائد‌ي او بيکاره در څخه ولاړه نه سي ، ځکه نو بيا به د قيامت په ورځ الله تعالي ته د دې سوال کوم جواب ورکوې چي عمردي په څه کي تېرکړئ دئ؟

نن وخت د يو خت چي د تيري سوي ورځي په ماښام وکور ته راسي نو بيا بايد د غفلت پټئ له سترګو څخه لري کړئ او د عمل ميدان ته راووځې. هوښياران ولاړل د اخرت د سفر دپاره يې د ځانو سره د دي دنيا د کور څخه د نيکو اعمالو ډيره لويه ذخيره  يوړه، نن دئ که سبا دئ، ستا د رب استازئ به وتاته هم دا پيغام راوړي، چي د اخرت د سفر سامان له ځان سره راواخله. ستا دا فاني دنيا، دا فاني کور او ژوند ختم سو په هغه وخت کښي به بيا موږ ته د دنيوي ژوند قدر او قيمت معلوم سي، چي وخت را څخه تيروي.

ماخذ: د وخت قدر

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته