سیرت نبوي (۲۲۵برخه)
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د اُبى د قلا فتحه کېدل
اوس نو مسلمانان د نِطاة د منطقې څخه فارغه سوه (نِطاة) يې ټول ونيوى او د (شق) و منطقې ته ورغله او هلته يې د اُبى قلا محاصره کړه چي دغه قلا هم د يوې غونډۍ پر سر ده رسول الله صلی الله علیه وسلم ابودُجانه رضی الله عنه امر کړى چي د دغه قلا د حملو او هجوم مشرتوب ستا پر غاړه دى.
ابودُجانه رضی الله عنه هم په حملو شروع وکړه پرله پسې حملې کوي او يهود هم د دغو حملو جواب وايي، دغه د حملو حالت څو ورځي دوام درلودى خو په عين وخت کي مبارزه او پهلواني يعني: نفر په نفر جنګونه هم کيږي، څو يوه ورځ د يهودو د طرفه دوه پهلوانان را و وتل او د مسلمانانو د طرفه څخه يې د مبارزې دپاره نفر وغوښتى، خو دغه دواړه پهلوانان د مسلمانانو د طرفه و وژل سوه، مګر هغه دوهم پهلوان چا و وژى؟
د هغه وژونکى د مسلمانانو مشهور پهلوان ابودُجانه رضی الله عنه هغه د سره دسمال خاوند ؤ، مګر ابودُجانه رضی الله عنه د يهودو د پهلوان تر وژلو وروسته په يوه وار د قلا و دروازې ته ور وځغستل، په دغه وخت کي مسلمانان هم د ده سره په قلا ور ننوتل او هلته دننه په قلا کي ډير تريخ جنګ شروع سو خو په جنګ کي يهودو ماته وخوړل او په کراره کراره د نزار و قلا ته تښتېدل، په دغه قلا کي هم مسلمانانو ته ډير غنيمتونه په لاس ورغله، اوس نو د خيبر په اوله حصه کي دغه يوه قلا پاته ده چي د نزار قلا ورته ويل کيږي.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
www.taleemulislam.net