تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دزړه ګناه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 5, 2021
  0

دزړه ګناه 


لیکنه : مولوی محمد اختر (صاحب)/تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


مولانا اشرف علي تهانوي(رحمة الله علیه ) د ( وماتخفي في الصدور) په اړه فرمايلي دي: دزړه ګناه دسترګو تر ګناه بدتره ده يعني دغه ګناه يوازي په سترګو پوري حصر نه ده بلکي ددې ګناه په کولو سره دانسان فکر او خيال هم په فعاليت پيل کوي.

 

ځکه ډېر داسي فکرونه وي چي دنامحرمه ښځي ښکلا په ذهن او فکر کي راولي او په ښکاره ځان ځني وساتي دا هم دشيطان يو ډول چل او فريب دئ.

 

ځکه که يوڅوک نامحرمه ښځي ته وګوري او دهغې بد تصور وکړي يعني په زړه کي يې بده وايسوي، تردې هغه فکر ډېر بد دئ چي دنامحرمه ښځي تصور په زړه کي په ښکلا وکړي ځکه دغه تصور ددې لامل ګرځي چي ا نسان زنا ته کش کړي او لومړى ديد چي ښځه يې په سترګو ليدلې وي او بده يې تصور کړې وي هغه و زنا کولو ته انسان نه راکشوي، بله خبره داده چي ديد يو وار وي او په زړه کي تصور څو ، څو ځلي وي نو ځکه دزړه ګناه دديد ترګناه بدتره ده.

 

حاصل داچي که څوک په سترګو نامحرمه ښځي ته نه ګوري او په زړه کي يې ښکلا تصور کوي ، په ښکاره  ځان متقي ګڼي دا ترهغه ډېر بد دئ چي سترګي يې پر نامحرمه ښځي باندي ولګيږي مګر په زړه کي تقوا وکړي ، ځان ځني وساتي او په هيڅ ډول يې ښکلا نه تصور کوي. هغه څوک چي په زړه کي دښځي دښکلا تصور کوي هغه که په يو پنا ځاى کي پر زنا باندي برلاسى سي که څه هم ځان يې په ښکاره متقى ګڼلى دئ خو بيا هم زنا ځني کيږي او کوم څوک چي په زړه کي تقوا لري که څه هم دغه سترګي پر نامحرمه ښځي باندي لګېدلي وي بيا هم دزنا څخه ځان ساتلاى سي، مطلوب داچي دزړه تقوا ډېره مهمه ده بايد په زړه کي هيڅوک په خپل زړه کي دښځي دښکلا تصور ونه کړي که څه هم سترګي يې پر نامحرمه ښځي باندي ولګيږي.


ماخذ : دحرامو دید په اسلام کی 


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته