تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د خيبر د دوهمي حصې فتحه کېدل
  تعلیم الاسلاویب پاڼه
  January 6, 2021
  0

سیرت نبوي (۲۲۷برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د خيبر د دوهمي حصې فتحه کېدل

رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مسلمانانو سره د خيبر و هغه بلي دوهمي منطقې ته چي کُتيبه ورته ويل کېده ورغلى ځکه د خيبر اوله حصه چي نِطاة او شق وه ټوله فتحه سوه، اوس نو دغه دوهمه منطقه رسول الله صلی الله علیه وسلم  او مسلمانانو محاصره کړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: منجنيق هم راکش کړی ځکه منجنيق د قلاوو د نيولو دپاره ډير اهميت لري او ډير کار ځني  اخستل کيږي، اوس نو دغه ټوله مسافه منجنيق کَشَوَل کيږي. 


مسلمان وروڼو! دغه يوه شي ته ډير متوجه سى په عربي کي مثل دى وايي: (الحِکمةُ ضالة المؤمن) حِکمت د مسلمان ورک سوى شئ دى، هر چيري چي يې پيدا کي منګولي پوري نيسي، هر چيري چي فن او حِکمت پيدا سي، مسلمان هغه اول حقداره او د دې مستحِق دى چي کار ځني واخلي او د خپل ځان په فايده يې استعمال کړي، مومن د ساینس او تکنالوژي، فن او حکمت په مقابله کي نه درېږي. 


مسلمانانو منجنيق نه پېژندى خو کوم وخت چي په لاس ورغلى فوراً يې د هغه په استعمالولو شروع وکړه، نو په هر شي کي چي د مسلمانانو فايده وي هغه بايد استعمال سي حتّْی د هغه په استعمالولو کي ځنډ او تاخير هم بايد و نه سي، نن ورځ هم طب او تخنيک زده کړی، ساينس او تکنالوجي زده کړی، د اسلام او وطن د لوړوالي او ترقۍ دپاره يې استعمال کړی څو ترڅو به مو مشين آلات او دواوي دکفري ملکو څخه راځي؟ څو تر څو به د تعليم او علاج دپاره وکفري ملکو ته سفرونه کوو؟


الله ته وګورى! که دکفارو تقليد کوى په موډ او فېشن کي يې مه کوى، په بد اخلاقي او عياشي کي يې تقليد مه کوى، د حجاب په غورځولو او په بې ستري کي يې تقليد مه کوى، په علم او تخنيک کي ځانونه پسي ورسوى، بلکه بايد تر هغو د مخه سى، لکه څرنګه چي د اسلام په اولو قرنو کي هم داسي وه، يهود او نصارا و اسلامي ملکو ته د زده کړي او تعليم دپاره سفرونه کول، خو په کراره کراره يې زموږ د غفلت څخه ګټه اخستل په موږ کي يې فسق او فساد نشرکړه، د دينه څخه يې ليري کړو، په فحشاء يې مشغوله کړو، پوهه او تعليم دوى را څخه يو وړه، په نتيجه کي يې استعمار راباندي شروع کړي، اوس هم فُرصت  او موقع سته د غفلت د خوبه څخه را ويښ سى د خپلو نوو نسلو و اصلاح کولو ته متوجه سى د تاريخ د بد ناميو او الْهي عذابو څخه وبېرېږى. 

بيرته قصې ته راسه!


مسلمانانو د خيبر و هغه بلي حصې ته منجنيق ور وستى او د يهودو قلا يې محاصره کړه، خو يهود يې د قلا څخه په غشو ولي او د قلا څخه نه را وزي، 


 رسول الله صلی الله علیه وسلم  په يوه فارغه وخت کي هغه غنيمتونه وېشل چي د نزار د قلا څخه مسلمانانو ته په لاس ورغلي وه، دغه د غنیمتو د وېشلو په وخت کي يو صحرايي عرب و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته راغلى او مسلمان سو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  امر وکړی چي و ده ته هم په دغه غنيمتو کي حصه ورکړی نو خود مسلمانانو يو څه مال ورکړى، صحرايي و ويل: دا څه شي دي چي ما ته مو راکړه؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  ويل: دا ستا حصه ده، صحرايي و ويل: ما د دغه مال دپاره ستا متابعت نه دى کړى،

 

يعني: زه د غنيمتو دپاره نه يم مسلمان سوى، بلکه ما د دې دپاره ستا متابعت کړى دى چي پر دغه ځاى په غشي و ويشتل سم (په ګوته يې و خپلي غاړي ته اشاره وکړه) او د دغي لاري و جنت ته داخل سم، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: که ته د الله جل جلاله  سره صادق وې هغه رب به ستا تصديق وکړي، لږ وخت وروسته مسلمانانو د حملې إراده وکړه او دغه صحرايي هم  ور سره ملګری دى، هلته بيا يهودو په غشو ويشتل شروع کړه او دغه صحرايي پر هغه ځاى په غشي و ويشتل سو کوم چي ده په ګوته اشاره ورته کړې وه، د الله جل جلاله  قدرت دى، د ده د مسلمانېدلو څو لحظې وروسته پر هغه ځاى په غشي و ويشتل سو کوم چي ده اشاره ورته کړې وه او شهيد و وژل سو، نو يې و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته راوړى رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: آيا هغه نفر دى دا په خپله هغه سړئ دى؟ ويل هو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و هغه ځاى ته وکتل چي دغه صحرايي اشاره ورته کړې وه، عيناً په هغه ځاى کي غشى بند ؤ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: دئ د الله جل جلاله  سره صادق ؤ نو الله جل جلاله  هم د ده تصديق وکړی، بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  دعاء ورته وکړه ويل: الْهي دا ستا بنده دى او ستا په لار کي مهاجر را و وتى او ستا په لار کي شهيد و وژل سو او زه پر دغه شاهد يم. 


د صحابۀ کرامو مشران چي دلته حاضر وه هغه وايي: موږ دا تمنا او خواهش وکړى چي کشکي موږ د ده پر ځاى واى، سبحان الله! څو لحظې عمر په اسلام کي او بيا شهادت او بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر ده شاهدي آداء کوي، دا څومره لوړه درجه او عظيم مقام دى چي يو څوک يې په څو لحظو  کي تر لاسه کوي، جنت و هغه چا ته آسانه دى چي الله جل جلاله  يې ورته آسانه کړي، خو زموږ په عقيده او عمل، صدق او اخلاص پوري هم تعلق لري، دا سي نه لکه د نن ورځي ځيني مسلمانان چي د ده خبري او د ده قیافه د ده د عمل او د ده د معاملې سره مځکه او آسمان فرق لري. 


کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  غنيمتونه وېشل د هغو مريضانو حصه يې هم کښېښوول کوم چي په حديبيه کي يې ګډون کړى ؤ او اوس خيبر ته د مريضۍ په سبب نه دي حاضر سوي، هغه نفر يې هم پر حاضرو نفرو حساب کړه او د هغو کسانو حصه يې هم کښېښوول چي په حديبيه کي حاضر سوي وه او بيا وفات سوي وه او هغو نفرو ته يې هم حصه ورکړه چي په دغه خيبر کي شهيدان سوي وه، د هغو د کورنيو دپاره يې حصه جلا کړه، مقصد دا چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د غنيمتو په وېشلو کي د ټولو كسانو مراعت وکړى.


په دغه وخت کي د غطفان لښکر بيا را ورسېدى، عُیینه (مُطاعِ احمق) او پنځه زره نفره لښکر ور سره دى را ورسېدل، رسول الله صلی الله علیه وسلم  غنيمتونه ويشي، عُیینه اجازه وغوښتل چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره وګوري اجازه ورکول سوه عُیینه چي د غنيمتو وېش وليدی پوه سو چي د خيبر خبره  خلاصه سوه، نو يې و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته و ويل: يا محمّد!  صلی الله علیه وسلم ما ته هم د دغه مکافات راکه چي د يهودو ملګرتيا مي پرېښوول او زه ولاړم، يعني: ما  ته هم د دغه غنيمتو څخه يو څه راکه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل:

 

يا عُیینه! تا يهود د هغه نارې په سبب پرېښوول هغه چي يوه نفر ناري کړه چي د  خپل قوم ساتنه وکړی، عُیینه پوه سو چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  په قصه خبر دى، د مخه د ده دا خيال نه ؤ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  دي زموږ د بيرته تللو په سبب خبر وي، بيا يې و ويل: يا محمّد!  صلی الله علیه وسلم  خير دى ته کريم يې سخي او جواد يې، بيا هم يو شئ راکه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: ذو رقبه يې ستا،  عُیینه ويل: مقصد دي څه دى؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: يا عُیینه! ته تېره شپه بيده وې او خوب دي ليدى چي زما څخه په غنيمتو کي حصه غواړې  او ما درته و ويل: ذو رقبه يې ستا، عُیینه ته يې هغه د ده خوب و وايه، عُیینه په تعجب کي سو چي دا څه قصه ده؟ ويل: هو ما خوب وليدى! ښه اوس ذو رقبه راکه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: ذو رقبه يو خالي غر دى شئ پکښي نسته ورسه وايې خله. 


نو عُیینه مطاع احمق ته هيڅ نه ور ورسېدل، نه په غنيمتو کي حصه او نه هغه تر جنګ د مخه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورکول چي ويل: د خيبر د يوه کال مېوې واخله او بيرته ولاړسه، عُیینه د خپلي بیعقلۍ په سبب خالي لاس پاته سو. 


اوس چي عُیینه وليده  چي د مسلمانانو څخه هيڅ په لاس نه ورغله نو بيا د يهودو قلا ته دننه ورغلى او هغه و جنګ ته تشويقوي، وايي: صبر وکړی ټينګ سى، مقاومت وکړی زه ستاسي سره يم زما سره لښکر را سره دى، يهودو ويل: ستا د لاسه و موږته مصيبت پېښ دى، ته وې چي بني قريظه دي په حلال کړه، ته وې چي موږ دي پرې ښوولو او ته ولاړې، دا ټوله ستا د لاسه را پېښ دي. 


په دغه وخت کي د بني مُره د قبيلې مشر او سردار حارث بن عوف هم راغلى غواړي چي حالات و ويني، هغه هم عُیینه ملامتاوه، ويل: که دي د خيبر د يوه کال مېوې اخستي واى دا ستا دپاره ښه نه وه؟ 


اوس نو د خيبر د دوهمي حصې (کُتيبه) محاصرې هم څوارلس ورځي دوام وکړی، يهود هيڅ د قلاوو څخه نه را وزي، په دغه څوارلسمه يا  آخري ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دې إراده وکړه چي و دوى ته هم منجنيق و دروي، هلته دننه په قلا کي د خيبر پاچا کنانه بن ابي الحُقيق چي زړه يې د بيري ډک  ؤ، يواځي دئ نه بلکه ټول يهود په بېره او وارخطايي کي وه، دوى دننه په قلاوو کي دي او قلاوي هم محکمه او مظبوطه قلاوي دي چي څوک نه سي ور تلاى، بيا هم بېره او وارخطايي پر غالبه وه،  نو دغه کنانه بن ابي الحُقيق د خيبر پاچا! د ده څخه يوه ليندۍ ورسره وه، 


 وروڼو! غشى او لېندۍ درې شيه دي، لېندۍ هغه کوږ، نيم دائريي لرګئ دى چي دوه سره يې په يوه تناو تړلي دي، چي دا لېندۍ سوه او يو تناو دى چي د ليندۍ په دوو سرو پوري تړل کيږي او يو هم غشى دى چي په تناو کي ايښوول کيږي، اوس کنانه د يهودو پاچا غواړي چي دغه تناو په ليندۍ پوري وتړي، تناو يې د لېندۍ په يوه سر پوري تړلى دى او غواړي چي د تناو دغه بل سر په لېندۍ پوري وتړي، مګر د ډيري بيري څخه رېږدي او تناو نه سي تړلاى، دا يې د پاچا حال ؤ چي د بيري او رېږدېدلو په سبب په لېندۍ پوري تناو نه سي تړلاى، جنګ به څنګه کوي؟ نو يې د دغه بیري په سبب د تسليمېدلو نيت او إراده وکړه او د دغه کار دپاره يې د يهودو نور مشران را وغوښتل چي مشوره ور سره وکړي، مشران راغله کنانه ورته و ويل: خوښه مو نه ده چي د مسلمانانو سره صلحه وکړو؟ هغو هم صلحه خوښه او قبوله کړه. 


کنانه بن ابي الحُقيق و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته حال ولېږى چي زه د خبرو دپاره درکښته کېږم، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ده غوښتنه قبوله کړه او دئ ورغلى اوس پر صلحه خبري ور سره کوي، يهود غواړي چي د خپل تسليمېدلو دپاره  شرطونه کښيږدي د ځان دپاره امتيازات غواړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  نه شرطونه قبلوي نه امتيازات ورکوي، بيا يې و ويل: جزيه به درکوو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: اوس چي جنګ وسو د جزيې خبري نسته، جزيه ترجنګ د مخه وه اوس صلحه ده او پر هر شي چي اتفاق در سره کوم هغه زما اختيار  دى، خبري ډيري وسوې خو په آخر کي و اتفاق ته ورسېدل چي هغه اتفاق داسي ؤ: 


۱ -  هر هغه څوک چي په قلاوو کي دي هغه به نه وژل کيږي او د هغو اولادونه به هغو ته ورکول کيږي. 


۲  -  ټول يهود به د خپلو اولادو سره د خيبره څخه وزي. 


۳  - خپله اسلحه او نقد مالونه به ټول پرېږدي، خاصتاً سره او سپين زر. 


دغه شرط چي سره او سپين زر به هيڅ نه وړي د يهودو دپاره تر ټولو شرطو سخت او مشکل ؤ، يعني بېله اسلحې او زرو څخه کوم شئ چي یهود ور سره وړلاى سي هغه دي يُوسي، خو زر او اسلحه به نه وړي.


چي د شرطو خلاصه داسي ده: د خيبر ټول يهود به خيبر پرېږدي، حتّْی په جزيرة العرب کي به نه اوسيږي بلکه شام ته به فراره کيږي، زر او اسلحه به نه وړي او د دې په مقابل کي به رسول الله صلی الله علیه وسلم  څوک نه وژني او اولادونه به يې ورايله کوي، خو پر يهودو يې يو بل شرط هم کښېښاوه، چي د خپلو خزانو څخه به هيڅ شئ نه پټوي، يعني: داسي نه چي سپين او سره زر پټ کړي، بلکه مسلمانانو ته به يې ښکاره کوي او تسليموي او که بيا چيري د سرو يا سپينو زرو يوه ټوټه پيدا سي بيا نو هيڅ اتفاق نسته.


 يعني: ټول يهود وژل کيږي، پر یهودو دا تاکید وسو چي نقد مال به نه پټوى. 


رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه شديد شرط په دې سبب پر يهودو کښېښووى چي يهود سره او سپين زر پټ نه کړي، ځکه ممکنه وه چي يهود زر پټ کي او د رسول  الله صلی الله علیه وسلم  دا إراده وه چي يهود بايد خپل مالونه ټول تسليم کړي. 


اوس نو يهودو قلاوي خلاصي کړې، اسلحې يې تسليم کړې، سره او سپين زر يې تسليم کړه او ځانونه د فراره کېدلو دپاره تياروي، کومه اسلحه چي مسلمانانو ته په دغه آخرنیو قلاوو کي په لاس ورغله هغه داسي وه:     

   
زر نېزې، څلور سوه توري، پنځه سوه لېندۍ او ټول هغه غشي چي موجود وه، دا بېله سرو او سپينو زرو او څلوېښت زره د خرما يا کجور وني، دغه ټول شيان يواځي د کُتيبه څخه وه، دا بېله هغه شيانو څخه وه چي مسلمانانو په نِطاة او شق کي اخستي وه، دغه مالو ته فکر وکه چي مسلمانانو ته په خيبر کي ور و رسېدل، پر دې ټولو سربېره چي د خيبر په قلاوو کي مسلمانانو ته په لاس ورغله يو هم د تورات ډيري پخوانۍ نسخې وې، مګر يهود رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغله او ويل: يا محمّد!  صلی الله علیه وسلم  دغه زموږ مقدس کتابونه دي دا بيرته موږ ته را که، که څه هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په وسه پوره وه چي دغه کتابونه څيري کي يا يې و سوځي، ځکه دغه کتابونه تر صلحي د مخه د  خيبر په اولو قلاوو کي په لاس ورغلي وه، مګر رسول الله صلی الله علیه وسلم  مهربانه او بخښونکى ؤ او مسلمانان د اقلياتو سره نرمه او پسته ګذاره کوي، نو يې  دغه کتابونه بيرته و دوى ته ورکړه، بيا نو يهودو مشوره سره وکړه او و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغله ويل: يا محمّد!  صلی الله علیه وسلم  تاسي ته د خيبر مځکه او زراعت داسي نه دي در معلوم لکه موږ ته او په دغه کښتو هم تاسي داسي نه  پوهېږى لکه موږ. 


واقعاً په خيبرکي دومره کښتونه او باغونه وه چي په ټوله جزيرة العرب کي يې مثل نه ؤ يواځي په کُتيبه کي بېله شق او نطاة څخه د خرما څلوېښت زره وني وې، نو ويل: يا محمّد!  صلی الله علیه وسلم  که چيري ستا خوښه وي او موږ د نوکرانو او بزګرانو پر قسم په خيبرکي پرېږدې؟ ځکه يهود اوس په خيبرکي د هيڅ شي مالکان نه دي، نو ويل: فقط د نوکرانو او خدمت ګارانو په شکل غواړو چي پاته سو، د اُجرې او مزدورۍ په مقابل کي به دغه باغونه روزو او موږ تر تاسي ښه په پوهېږو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم موافقه ور سره وکړه چي يهود دي په خيبرکي د مسلمانانو په کورو کي فقط نوکران پاته سي، کورونه، مځکه او باغونه ټول د مسلمانانو دي او دوى د مسلمانانو نوکران دي کارونه به کوي او د دوى مزدوري د خيبر نيم حاصلات دي، هر کال به د خيبر د حاصلاتو څخه په سلو کي پنځوس خپله مزدوري اخلي، لکه زموږ په وطن کي کښتګران.


او دا چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  دوى پرېښوول د هغه اساسي علت دا ؤ چي مسلمانانو د خيبر د روزني دپاره مريان او نوکران نه درلودل او په خپله مسلمانان په جهاد مشغول وه، نو که مسلمانان ځانونه د خيبر د زراعت په روزلو مشغول کړي جهاد پاته کيږي، نو ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم  و دوى ته اجازه ورکړه چي په دغو کورو کي واوسيږي، کورونه د دوى مِلک نه دى کورونه اصلاً د مسلمانو دي، خو  چاره نه وه دوى هم بايد په يوه ځاى کي اوسېدلي واى، نو ځکه و دوى ته اجازه وسوه چي په دغو کورو کي و اوسيږي او د خيبر د زراعت روزنه او مسئوليت پر غاړه واخلي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  امر وکړی چي يهود پرېږدى خپل کارونه دي کوي او په دغو کورو کي دي اوسيږي.


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته