معمولي نیکي هم د مغفرت سبب کیږي
لیکنه :نصیب الله (ځلاند) تعلیم الاسلام ويب پاڼه
الله تعالی شکور دی او دشکور تعریف په مرقاة کي داسي دی:“الذی یعطی الاجرالجزیل علی الامرقلیل”
ژباړه: څوک چی پر لږ عمل غټه بدله ورکوي ، هغه ته شکور وایی.
حضرت ملا علي قاری یوه کیسه لیکلی ده چی یوکس په خوب کي ولیدل سو ، پوښتنه ځینی وکړل سوه چي حق تعالی له تا سره څه معامله وکړه ؟ وې ویل: له ما سره حساب وشو نو زه وویریدلم ځکه چي د نیکیو پله سپکه وه ، ناڅاپه په هغه کي یوه د خاورو کڅوړه راولویدله او دنیکیو وزن زیات شو، ما عرض وکړ چي دا کڅوړه له کومي خوا راغله ؟ ارشاد وشو، داهغه خاوره ده چي تا د مسلمان پرقبر اچولې وه.
ماخذ : پاشلي ملغلري [کشکول معرفت: ص ۶۰ -۶۱]
www.taleemulislam.net