د مسلمان سره د غم شريکۍ ثواب
لیکنه : مولوي نورالحق مظهري/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- مَنْ نَفَّسَ عَنْ مُؤْمِنٍ كُرْبَةً مِنْ كُرَبِ الدُّنْيَا نَفَّسَ اللَّهُ عَنْهُ كُرْبَةً مِنْ كُرَبِ يَوْمِ الْقِيَامَةِ وَمَنْ يَسَّرَ عَلَى مُعْسِرٍ يَسَّرَ اللَّهُ عَلَيْهِ فِى الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ وَمَنْ سَتَرَ مُسْلِمًا سَتَرَهُ اللَّهُ فِى الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ وَاللَّهُ فِى عَوْنِ الْعَبْدِ مَا كَانَ الْعَبْدُ فِى عَوْنِ أَخِيهِ وَمَنْ سَلَكَ طَرِيقًا يَلْتَمِسُ فِيهِ عِلْمًا سَهَّلَ اللَّهُ لَهُ بِهِ طَرِيقًا إِلَى الْجَنَّةِ وَمَا اجْتَمَعَ قَوْمٌ فِى بَيْتٍ مِنْ بُيُوتِ اللَّهِ يَتْلُونَ كِتَابَ اللَّهِ وَيَتَدَارَسُونَهُ بَيْنَهُمْ إِلاَّ نَزَلَتْ عَلَيْهِمُ السَّكِينَةُ وَغَشِيَتْهُمُ الرَّحْمَةُ وَحَفَّتْهُمُ الْمَلاَئِكَةُ وَذَكَرَهُمُ اللَّهُ فِيمَنْ عِنْدَهُ وَمَنْ بَطَّأَ بِهِ عَمَلُهُ لَمْ يُسْرِعْ بِهِ نَسَبُهُ.
[صحیح مسلم7028]
ژباړه: د ابوهریرة رضي الله عنه څخه روایت دی، چي رسول اکرم صلی الله علیه وسلم و فرمایل: څوک چي د مسلمان څخه یو مشکل د مشکلاتو څخه د دنیا لیري کړي، الله پاک به دده څخه یو مشکل د مشکلاتو څخه د آخرت لیري کړي، او څوک چي پر تنګ لاسي باندي آساني وکړي، الله پاک به پر ده باندي په دنیا او آخرت کي آساني وکړي، او څوک چي مسلمان پټ کړي، الله پاک به دی په دنیا او آخرت کي پټ کړي،
او الله پاک په کومک کولو کي د خپل بنده دی تر څو چي بنده په کومک کولو کي د خپل ورور وي، او څوک چي یوه لاره پسې واخلي چي په هغې کي طلب د علم کوي، نو الله پاک به په مقابل کي ورته د جتت لاره آواره کړي، او نه را ټولیږي یو ټولی خلګ په یو کور کي د کورونو څخه د الله چي دوی کتاب د الله لولي او خپل مینځ کي یې درسوي، مګر دا چي پر دوی باندي آرامش نازلیږي، او رحمت یې پټوي، او ملائکي ورباندي احاطه کیږي، او الله پاک د دوی یادونه د هغه چا سره کوي کوم چي د الله پاک سره سته، او څوک چي عمل شاته و غورځوی، نسب یې پر مخ نشي بېولای.
ماخذ : اسلامي مقالي
www.taleemulislam.net