تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د مکې مکرمې د فتحي غزاء
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 10, 2021
  0
سیرت نبوي (۲۵۳برخه)
 
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
د مکې مکرمې د فتحي غزاء
 
اوس به د مکې مکرمې د فتحي واقعات درته بيان سي، هغه فتحه: کوم چي الله جل جلاله  په دغه فتحه سره اسلام معززه کړى، په دغه فتحه سره قريش د اسلامي حکومت تابع سوه، په دغه فتحه سره ټوله جزيرة العرب فتحه سوه، دا هغه لويه فتحه ده چي الله جل جلاله  په هغه سره خپل دين، خپل رسول، خپل لښکر او خپله ډله معزز کړه، په دغه فتحه سره الله جل جلاله  خپل ښار او خپل کور هغه چي د عالم دپاره يې هدايت او قبله ګرځولى ؤ دکفارو او مشرکينو د لاسه وايستل، دا هغه فتحه ده چي په هغه سره به اهلُ السّماء يا ملائکو يو و بل ته زيري ورکول، د دغي فتحي په واسطه خلک د الله جل جلاله  و دين ته په ډلو ډلو داخلېدل، د دغي فتحي په واسطه د مځکي مخ په الْهي نور سره روښانه سو، په دغه فتحه سره د اسلام شان او شوکت پر نورو ټولو اديانو لوړ او قوي سو، اسلام معزز او منل سوى دين وګرځېدى، مکه مکرمه چي د عربو د مجد او عزت مرکز ؤ د اسلام د امر تابع سوه.
 
لکه څرنګه چي د حديبيې د صلحي په وخت کي مو درته وويل: چي د دغي صلحي د مادو څخه د يوې مادې مضمون او مفهوم داسي ؤ: هره قبيله چي وغواړي چي په دغه صلحه کي د محمّد صلی الله علیه وسلم  په طرف او عهد کي شامله سي کولاى سي او هره قبيله چي وغواړي چي په دغه صلحه کي د  قريشو په عهد او طرف کي شامله سي کولاى سي او هره قبيله چي په هر طرف کي داخله او شامله سوه هغه قبيله د هغه طرف جزء بلل کيږي او هر تجاوز يا تعارض پر دغو قبيلو پر هغه اصلي طرف تجاوز او تعارض بلل کيږي. 
 
نو د دغي مادې په اساس د خزاعه قبيله د رسول الله صلی الله علیه وسلم  او مسلمانانو په طرف کي شامله سوه او د بنو بکر قبيله د قريشو په طرف کي داخله سوه،  که څه هم دغو دوو قبيلو په خپل منځ کي د جاهليت د وختو پخواني عداوتونه درلودل، خو اوس د دغي صلحي په سبب يود بل څخه په أمن اوامان کي سوې.                  
 
(دا خو د حديبيې د صلحي ماده او نتيجه وه)
 
مګر د مکې مکرمې د فتحي د واقعو سبب هم هغه پخوانۍ دښمني سوه چي د بنو بکر اوخزاعه د قبيلو په منځ کي موجوده او پرته وه چي دغه د دوى دښمني د جاهليت د وختو څخه پيدا او موجوده وه او د هجرت تر وروسته پوري يې دوام درلودى او دغه دواړي قبيلې کافري وې، مګر خزاعه لکه د مخه چي مو درته و ويل: د حديبيې تر صلحي وروسته د دوى ډير نفر و اسلام ته داخل سوه خو په عمومي ډول د حديبيې د صلحي په واسطه د خزاعه ټوله قبيله که مسلمانان وه که کفار د مسلمانانو متعاهدين او متحالفين وه او بنو بکر چي د خزاعه دښمنان وه د قريشو په طرف کي شامل سوه چي د هغو حُلفاء او متعاهدين بلل کېدل. 
 
څرنګه چي د بنو بکراوخزاعه په منځ کي د پخوا څخه جنګونه او دښمني موجود وه خو هر وخت چي به د دوى په منځ کي جنګ پېښ سو بنو بکر به ماته وخوړل، هم به يې نفرووژل سوه هم به يې جنګ بايلاوه، څو واره بنو بکر پر خزاعه حمله کړې وه چي خپله بدله او انتقام واخلي خو بيا به هم ماته او شکست د دوى په نصيب سوه هم به يې نفر و وژل سوه هم به پرشا ولاړل، چي دغه شکست او وژني به نور هم د دوى زړونه د حسد او عناد څخه ور ډک کړه او همېشه په دې انتظار کي وه چي کله به پر خزاعه د هغو په بې خبري کي حمله وکړي چي خپله بدله او انتقام واخلي، مګر خزاعه بيا همېشه په احتياط او مسلح ګرځېدل، و بنو بکر ته يې هيڅ داسي موقع نه ورکول چي هغه دي په خپل مقصد کي کاميابه سي، خپل پوره احتياط يې کاوه.   
 
    (دا د بنو بکر او خزاعه زوړ تاريخ ؤ) 
کوم وخت چي د حديبيې صلحه وسوه بنو بکر ځان په قريشو کي داخل کړى او خزاعه بيا د مسلمانانو په طرف کي داخل سوه، اوس چي صلحه جاري او روانه ده نو زړې دښمنۍ هم آرامي سوې، هغه خزاعه چي پخوا به يې احتياط کاوه اوس مطمئن او بېغمه سوه چي صلحه وسوه او جنګونه آرام سوه، پردې سربېره دوى د رسول الله صلی الله علیه وسلم  متعاهدين او حلفاء هم دي، د حديبيې د صلحي د شرطو يا مادو څخه د یوې مادې مضمون داسي ؤ: هر تجاوز او تېرئ چي پر خزاعه وسي هغه پر مسلمانانو تېرئ او تجاوز بلل کيږي نو د خزاعه قبيلې ته پوره اطمينان حاصل ؤ چي بنو بکر اوس پر دوى حمله نه کوي ځکه چي دوى اوس په اور بند کي دي او د دغه اوربند موده هم لس کاله ده نو ځکه دوى په فارغه زړه ګرځېدل، بېله بيري او تشويشه به مکې مکرمې ته تله طوافونه او عبادتونه به يې کول، پخوا خو به همېشه په بېره کي وه په احتياط او مسلح به ګرځېدل، خو اوس يې د دغي صلحي او عهد په سبب هغه احتياط پرېښاوه.
 
دلته بيا بنو بکر وليدل چي خزاعه مطمئن او بېغمه دي د پخوا په شان نه احتياط کوي او نه اسلحه ور سره ګرځوي نو بنو بکر د غدر او خيانت كولو دپاره وخت او موقع مناسب وليدل. 
 
د دغه غدر د عملي کولو دپاره د بنو بکر رئيس نوفل بن معاويه الدَيلي و قريشو ته ورغلى او ويل: تاسي خو وينى چي خزاعه اوس مطمئن او بېغمه دي نو زما نيت دى چي غدر ور سره وکم او غواړم چي تاسي مي مرسته وکړی، د مکې مکرمې او قريشو د ډيرو مشرانو سره يې په دې باره کي مشورې وکړې خو د قريشو ډیرو مشرانو د دې کار څخه منعه کړى، مګر د قريشو ځيني مشران لکه صفوان بن اُميه، عِکرمه بن ابي جهل، سهيل بن عمرو او ځينو نورو موافقه ور سره وکړه.
 
 دلته بنو بکر او قريشو پر غدر او خيانت اتفاق سره وکړی، هلته بيا د خزاعه د  قبيلې نفر د عمرې دپاره و مکې مکرمې ته را رهي سوي دي او هلته دباندي تر حرم يې په يوه منطقه کي د يو اوبو سره واړول چي دغه اوبو ته (الوَتِير) ويل کېده، دغه منطقه تر هغه لوى حرم چي مخ کي مو در ښوولى دى دباندي وه، دوى ويل: نن شپه به دلته راحت وکو سبا به حرم ته داخل سو او بيا به د کعبې شريفي سره خپل عبادتونه کوو. 
 
دغه د خزاعه په خلکو  کي مسلمانان هم سته او کفار هم سته، مسلمانانو يې د شپې لمونځ او عبادت کاوه او مشرکان يې بيده وه، بنو بکر چي د خزاعه په دغه ډله خبر سوه چي دلته شپه تېروي او د هرڅه څخه بې خبره دي نو يې د حملې دپاره خپل ځانونه آماده کړه او په نيمه شپه کي يې د خزاعه پر دغه ډله حمله وکړه، هغه خلک چي د خوبه سره را پورته کېدل بنو بکر بيا په دغه اوله حمله کي د خزاعه درې نفره وژلي وه، خزاعه چي دغه حال وليدى ټول د حرم شريف و طرف ته ځغلي، تښتي او د حرم شريف منطقې ته داخل سوه، په حرم شريف کي خو جنګ او وژل نه دي روا، دلته نو د بنو بکر څو نفرو و هغه خپل رئيس ته ورناري کړه ويل: يا نوفل! الحرم الحرم، إلْهک إلْهک، يعني: موږ او خلک و حرم ته داخل سوو د الله څخه دي وبېرېږه. 
 
د دوى مشر نوفل د ډير لوى فسق او فساد خبره وکړه ويل: 
 
(لاَ إلْه لکمُ اليوم، اُصِيبُوا ثَأرَکُم، فَلَعَمري إنّکُم لَتَسرُقُونَ فِي الحرم اَفَلا تَاخُذُونَ ثَأرَکُم فِيه؟). 
يعني:نن تاسي لره رب او إلْه نسته خپله بدله مو اخلى، تاسي په حرم کي غلاوي کوى او اوس په حرم کي خپله بدله او انتقام نه اخلى؟ اوس نو بنو بکر د حرم شريف په داخل کي جنګ کوي او په حرم کي د خزاعه په خلکو پسي ځغلي، د مخه خو هغو کوښښ کاوه چي حرم ته ننوزي او ځان خلاص کړي، مګر اوس دغه فاجران توري په لاس په حرم کي هم په پسې دي اوس چيري ولاړ سي؟ نو د بُديل بن ورقاء وکور ته ورغله. 
 
 
بُديل د خزاعه د مشرانو څخه ؤ او په مکه مکرمه کي يې هم کور درلودى، کوم وخت چي به مکې مکرمې ته راغلى په دغه خپل کورکي به اوسېدى، بيا چي به یې عمره، زيارت او کارونه خلاص سوه بيرته به خپلي قبيلې ته ولاړى.
 
 
 دغه د خزاعه د قبيلې خلک د بُديل کورته ورغله چي هلته به خلاص سي خو نيمه شپه ده د بديل دکور دروازه هم تړلې وه، دلته بنو بکر پسي را ورسېدل او د بُديل بن ورقاء دکوره سره يې حملې او د تورو وارونه پر شروع کړه، د خزاعه خلکو قريش هم وليدل چي د بنو بکر په ملګرتيا جنګ کوي، صفوان بن اميه، عِکرمه بن ابي جهل او ځيني نور کسان دا هم د بنو بکر سره د خزاعه په وژلو کي ملګري دي او مرسته يې کوي، دلته د بديل بن ورقاء دکور و مخ ته يا د کور د دروازې سره د خزاعه شل نفره نور و وژل سوه، که څه هم د خزاعه نفر کوښښ کوي چي د خپلو ځانو څخه دفاع وکړي مګر دفاع چيري ده؟ بنو بکر پوره لښکر دی او مسلح دي، د قريشو أشراف او مشران هم د دوى مرسته کوي، تر څو چي د سهار روښنايي ښکاره کېدل دوى لا په دغه جنګ مشغوله وه. 
 
 
خو په دغه وخت کي د قريشو مشرانو ځانونه ګوښه کړه او خپلو کورو ته ولاړل، ويل: که روښنايي سوه پېژندل کيږو او پر هغه نورو يې هم ږغ وکړی چي راځى ځکه موږ نه غواړو چي د دغه غدر او خيانت حال ښکاره سي، د خزاعه نفر يې پرېښوول او دوى په داسي حال کي ولاړل چي د خزاعه د قبيلې څخه يې درويشت نفره په غدر او خيانت سره وژلي وه هغه هم په حرم کي او د قريشو په حضور، حتّْی ځينو قريشو هم په دې جنګ کي حصه واخستل چي دغه نو په ښکاره سره د هغه ليکل سوي عهد څخه تېرئ او تجاوز ؤ او د حديبيې د صلحي ماتېدل وه.
 
د خزاعه د قبيلې مشران ډير ژر سره يو ځاى سوه ويل: موږ بايد څه وکړو؟ پردې یې اتفاق سو چي تر هرڅه د مخه بايد و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته نفر و لېږو چي هغه په دغه مسئله خبرکي بيا چي موږ هرڅه کول د هغه دپاره به تيار او آماده سو، د خزاعه د قبيلې مشرانو عمرو بن سالم چي شاعر هم ؤ د څو نفرو سره مدينې منورې ته و لېږى ويل: ته خو ډير ژر و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته دغه خبر و رسوه او موږ هم پسي در رهي يو، عمرو بن سالم هم په ډير تلوار او چابکي سره مخ پر مدينه منوره رهي سو حتّْی پر لاري د آرام او راحت دپاره هم نه معطله کېدى، د شپې او ورځي تګ کوي هيڅ راحت نه کوي، تر څو مدينې منورې ته ورسېدى او مسجد نبوي ته ورغلى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  په مسجد کي د څو نفرو اصحاب کرامو سره ناست ؤ چي عمرو بن سالم مسجد ته ور ننوتى څرنګه چي دئ شاعر ؤ (یواځي دﺉ نه بلکه ټولو عربو شعر وایه) نو يې دغه موضوع و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته په اشعارو سره و ويل چي هغه شعرونه داسي وه:
 
 
اللّهم إنّي ناشِدٌ محمّداً
حِلفُنا وحِلفُ أبيهِ الأتلَدًا 
قَد کُنتُم وِلدًا وَکُنّا والِدًا
 
يعني: الْهي زه و محمّد صلی الله علیه وسلم  ته ورناري کوم او هغه حِلف ور يادوم چي زموږ  او د ده په منځ کي دى او هغه پخوانئ حِلف ور يادوم چي زموږ  او د ده د پلار په منځ کي ؤ. [ په دې کي و هغه پخواني حِلف ته اشاره ده چي د خزاعه او د بني هاشم په منځ کي د عبدالمطلب د وخته څخه موجود ؤ ]. 
 
او وايي: تاسي زموږ اولاد ياست او موږ ستاسي پلرونه يو، په دې کي بيا و هغه پخوانۍ دوستۍ ته اشاره ده (هغه چي د عبدمناف مور د خزاعه د قبيلې څخه وه) نو خزاعه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ماماګان بلل کيږي، نو ځکه يې و ويل: تاسي زموږ د اولادو څخه ياست او موږ ستاسي نيکه ګان يو. 
 
 
ثَمّـةَ أسلَمنا وَلَم نَنزِع يدًا
اِنّ قريشًا أخلَفُوکَ المَوعِدًا
وَنَقَضُوا مِيثَاقَکَ المُؤَکـّدًا
 
 او بيا موږ مسلمانان سوو او د دغه بيعت څخه هيڅکله لاس نه کاږو مګر قريشو ستا سره د هغي وعدې مخالفت وکړی (چي د حديبيې صلحه يې مقصد وه) او هغه ستاسره ټينګه وعده يې ماته کړه، يعني: پر موږ يې تېرئ او تجاوز وکړى.
 
 
فَانصُر هَدَاکَ اللهُ نَصرًا أعتَدَا
وَادعُ عِبادَاللهِ يَأتوا مَدَدًا
فِيهِم رسولُ الله قَد تَجَرّدًا
 
نو زموږ مرسته وکه الله هدايت درته کړى دى،كومك مو وکه ځکه دوى تجاوز وکړی او د الله بندګان را وبوله چي هغه هم زموږ په مرسته راسي، په هغو کي به رسول الله صلی الله علیه وسلم  وي او توري به يې لڅي کړي وي يعني: د  جنګ دپاره تيار او آماده راسى.
 
فِي طَيلَقٍ کَالبَحرِ يَجرِى مُزبِدًا
هُم بَيـِّتُونَا بِالوَتِيرِ هُجّـدًا
نَتلُوَالقُرآنَ رُکّـعًا وسُجـّدًا
 
په ايله سوو آسانو کي راسى چي داسي را بهيږي لکه ځک کونکى درياب، اوس عمرو بن سالم ټوله قصه په شعر ورته وايي، وايي: موږ د وتير په منطقه کي ؤ چي هلته يې د شپې په داسي حال کي حمله را باندي وکړه چي موږ قرآن وايه رکوع او سجدې مو کولې، يعني: موږ لمنځونه او عبادتونه کول د بنو بکر د قبيلې خلکو حمله راباندي وکړه.
 
وَجَعَلُوا لِي فِي کِدَاءٍ رَصَدًا
وَزَعَمُوا أنّ لَستُ أدعُوا اَحَدًا
وَهُم أذَلّ وَ أقَلّ عَدَدًا
 
او دوى په کِداء کي(چي دیوه ځای نوم دی) راته پټ سوي وه او دوى دا خيال کاوه چي زه به د خپل کومک دپاره څوک نه را وبولم او د دوى شمير لږ او دوى خوار دي. 
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغو اشعارو څخه په ټوله قصه پوه سو او هغه خپل مشهوره ږغ يې وکړی، وې فرمايل: « نُصِـرّکَ يا عمرو بن سالم! نُصِـرّکَ يا عمرو  بن سالم!»
 
يعني: مرسته دي کوو يا عمرو بن سالم، هغه اصحاب کرام چي دلته موجود او ناست وه هغه وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ډير شديد قهر ورغلى! چي څنګه د ده صلی الله علیه وسلم  د حُلفاوو او متعاهدينو سره دننه په حرم کي غدر او خيانت کيږي د هغو سره څنګه دغه ظالمانه او وحشيانه عمل کيږي؟ نو  وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ډيره قهره څخه ولاړ سو او خپل مبارک ورون يې په خپله واهه، د دغي وژني او واقعې په سبب د رسول الله صلی الله علیه وسلم  قهر او غضب و هغي  درجې او  اندازې ته رسېدلى ؤ  چي ولاړ سو او  خپل مبارک ورون  يې په خپل لاس په خپله واهه. 
 
 
هلته بيا د خزاعه مشرانو د دوهم وار دپاره يوه ډله جوړه کړه چي مشر يې بُديل بن ورقاء ؤ او دې ډلي هم د مدينې منورې پر طرف حرکت وکړی او تر عمرو بن سالم دوې ورځي وروسته و مدينې منورې ته ورسېدل، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغله او هغه يې په ټوله قصه مفصل خبر کړی، وژل سوي  کسان يې ور وښوول او دا يې هم ورته و ويل: چي قريشو په دغه حمله کي د بنو بکر مرسته کول.  
 
 
بېله شکه او ترديده د قريشو او د هغو د حُلفاوو دغه عمل يو ښکاره غدر او معلوم خيانت ؤ، په صريح او ښکاره ډول سره د حدیبیې د صلحي او اتفاق داسي ماتېدل وه چي قريشو د هغه دپاره هيڅ عذر نه سواى پيدا کولاى، قريش ډير ژر په خپل غدر او خيانت پوه سوه، نو خود د هغه خيانت د عواقبو څخه په بېره او تشويش کي سوه نو يې څه وکړه؟ د قريشو مشران ډير ژر په دارالندوه کي سره راټول سوه او يو مشورتي مجلس يې جوړکړی چي موږ بايد څه وکو؟
 
 په دې اجتماع کي عبدالله بن سعد بن ابي سرح هم موجود ؤ، دغه عبدالله بن سعد هغه څوک دى چي څه موده مخ کي مسلمان سوى ؤ او هلته په مدينه منوره کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره ؤ، څرنګه چي د ده د خط ليکل زده وه نو د هغوکسانو څخه ؤ چي قرآن مجيد يې ليکى، رسول  الله صلی الله علیه وسلم  چي به وحيِ او قرآن مجيد وايه ده هم ليکل او بيا مرتد سو يعني: د مخه د وحيو ليکونکى ؤ او بيا مرتد سو نو مکې مکرمې ته راغلى  او داسي آوازې يې هم نشرولې: چي کوم وخت به ما قرآن ليکى ځيني ځايو ته مي تغير ورکاوه، مګر رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ده د دغي خبري په مقابل کي و فرمايل: په والله درواغ وايي په قرآن کي تغير نه دى راغلى او نه ده اړولى دى، هو ليکى يې مګر تغير يې نه دى پکښي راوستلى، خو عبدالله په دغه خبره سره غوښته چي په مسلمانانو کي تشويش پيدا کړي.
 
 خير دغه عبدالله د قريشو په دغه ټولنه او مشورتي اجتماع کي موجود ؤ، ده وويل: تر تاسي ټولو زه د محمّد صلی الله علیه وسلم  په خوى او اخلاقو خبر يم ځکه ما ژوند ور سره کړى دى او په مدينه منوره کي مي وخت ور سره تېر کړى دى، محمّد صلی الله علیه وسلم  ترڅو چي و يوه ته د دغو درو کارو تاسي ور و نه بولي جنګ نه در سره کوي، تاسي ته اختيار درکوي په دغه درو کارو کي چي مو  هر يو خوښ ؤ هغه در سره کوي، نو ستاسي څه رأيه او فکر دى؟ قريشو ويل: هغه درې کاره څه شي دي؟ عبدالله و ويل: دغه درويشت نفره چي و وژل سوه و خزاعه ته به د هغو ديت ورکوى، ديت ورکړی خبره خلاصه ده هغه هم که خزاعه په ديت راضي سوه، قريشو و ويل:
 
په والله که موږ خپل ټول مالونه و خزاعه ته ورکړو هغه نه راضي کيږي مالونه به هم را څخه واخلي خو راضي کيږي نه، نو موږ مال نه ورکوو، قريشو ويل: دا خو و نه سوه، هغه دوهم به څه شي وي؟ عبدالله و ويل: دوهمه خبره دا ده: محمّد صلی الله علیه وسلم  او بنو بکر سره پرېږدى ځکه بنو بکر هغه خلک دي چي غدر او خيانت يې کړى دى، نو هغه خائنان او خپل عمل سره پرېږدى تاسي  خپل ځانونه ګوښه کړی او محمّد صلی الله علیه وسلم  ته و واياست چي موږ په دغه جنګ نه راضي ؤ او نه موږ په دغه جنګ کي حصه او مداخله درلودل حتّْی د  دغه جنګ په سبب موږ د بنو بکر حلفاء او متعاهدين هم نه يو اوکه تاسي مسلمانان غواړى چي د بنو بکر څخه بدله او انتقام واخلى! وايې خلى موږ هيڅ مداخله نه کوو، ځکه دوى وه چي غدر او خيانت يې وکړی. 
 
عبدالله دا هم ورته و ويل: چي دغه کار ستاسي دپاره عدل او انصاف هم دى، قريشو ويل:که موږ خپل حُلفاء او متعاهدين يواځي پرېږدو په راتلونکي وخت کي بيا هيڅوک زموږ سره عهد او تحالُف نه کوي او بيا موږ يواځي پاته کيږو نو ځکه خپل حُلفاء هم نه سو پرېښوولاى او درېیم نظر دي څه ؤ؟ عبدالله ويل: درېیم نو توره ده ديت نه ورکوى، قاتلان يواځي نه پرېږدى چي دوى خپله بدله ځني واخلي د دې معنْی دا ده چي تاسي د مجرمانو دفاع کوى او د هغو پر طرف ولاړ یاست، نو بېله جنګ او توري بله لار نسته. 
 
 
قريش د جنګه څخه هم بيريږي ځکه دوى ويني چي مسلمانان اوس ډير قوي دي نو يې په مشورو شروع وکړه چي بايد څه وکو؟ ابوسفيان و ويل: زما سره يو فکر سته، هغه دا چي و محمّد صلی الله علیه وسلم  ته به ورسو او هغه زوړ عقد به بيا ور سره نوى کړو او موده به نوره هم پکښي زياته کړو، يعني: د حديبيې صلحه به نوې او تازه کو او د صلحي موده به هم زياته کړو نو دغه د عهد تجديد يا نوى والى او د مو دې زيات والى به پسله دغي حادثې يا واقعې څخه وي، بيا نو محمّد صلی الله علیه وسلم  نه سي کولاى چي تر دغه نوي عهد تېر سي. 
 
 
يعني: که موږ دغه عهد پسله دغي حادثې څخه نوى کړو بيا نو محمّد صلی الله علیه وسلم   د نوي عقد څخه ځان نه سي خلاصولای، ځکه حادثه خو د پخواني عقد يا عهد په وخت کي پېښه سوې وه او دغه نوى عهد تر حادثې وروسته وسو، نورو قريشو و ويل: آيا موږ کولاى سو چي دغه عهد تر هغه د مخه نوى کو چي دئ صلی الله علیه وسلم  په دغه حادثه خبريږي؟ ځکه که محمّد صلی الله علیه وسلم  په دغه حادثه خبرسو بيا عهد نه نوى کوي، ابوسفيان ويل: تلوار به وکو چي ژر  ورسو، قريشو ويل: بس نو ته دغه اوس ور رهي سه، ابوسفيان مخ پر مدينه منوره حرکت وکړی چي ژر و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ځان و رسوي. 
 
 
دا معلومه خبره ده چي عمرو بن سالم رضی الله عنه  تر دغه وخت د مخه و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلى ؤ او په حال يې خبر کړى ؤ بلکه بُديل بن ورقاء هم و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلى دی او اوس بيرته د مدينې منورې څخه را رهي کيږي، هلته رسول الله صلی الله علیه وسلم  خپل اصحاب کرام په هغه څه خبر کړه چي اوس يې قريش د دغه غدر د پټولو دپاره کوي او وې فرمايل: لکه ابوسفيان چي  اوس را رهي سوى وي او تاسي ته راځي چي دغه عهد نوی او موده يې زياته کړي، دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د نبوت د علامو څخه يوه علامه وه. 
 
ابوسفيان د دې طرفه و مدينې منورې ته ور رهي دى او بديل بن ورقاء د هغه ځايه څخه را رهي سو، کوم وخت چي د خزاعه د قبيلې مشر بُديل بن ورقاء او ملګري يې د مدينې منورې څخه را و وتل نو بُديل و خپلو ملګرو ته و ويل: سره جلا سى چي څوک مو پرلاري يو ځاى سره و نه ويني ځکه بيا قريش پوهيږي چي موږ و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلي وو او بيا دوى هم د جنګ دپاره خپل ترتيبات او آمادګي نيسي، د بُديل ملګري هم سره جلا سوه هر  يو پر جلا جلا لار رهي سو خو بُديل بن ورقاء د دوو درو نفرو سره د مدينې منورې پر هغه عمومي لار رهي سو، د عسفان په منطقه کي بُديل بن ورقاء او ابوسفيان سره مخامخ سوه، د ابوسفيان دا خيال سو چي بُدیل رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلى ؤ نو يې ورته و ويل: دکومه ځايه راغلې؟ يا بُديل! بُديل ويل: په دغه شېله کي د خُزاعه و خلکو ته ورغلى وم، ابوسفيان ويل: محمّد صلی الله علیه وسلم  ته نه وې ورغلى؟ بُديل ويل: يا، ابوسفيان ويل: د مدينې خرما در سره سته؟ بديل ويل: يا! خرما يې هم را سره نسته. 
 
خير دوى سره جلا سوه هر يو پر خپله لار ولاړى، بُديل مخ پر مکه مکرمه او ابوسفيان مخ پر مدينه منوره رهي سوه. 
 
كله چي بديل تر سترګو نهام سو ابوسفيان و هغه ځاى ته ورغلى چي بديل رضی الله عنه  اوښ چوک کړى ؤ او د هغه د اوښ پُچي يې وکتلې وې لیده چي د بديل د اوښ په پُچو کي د خرما مندکي سته او اوښانو ته بېله مدينې منورې د خلکو بل چا د خوړلو دپاره خرما نه ورکول، ځکه په مدينه منوره کي خرما ډيره وه او اوس د بُديل د اوښ په پُچو کي د خرما مندکي پيدا سوې نو ابوسفيان پوه سو چي والله خلک مدينې منورې ته تللي وه او رسول الله صلی الله علیه وسلم  يې په حال خبرکړى دى. 
 
خير ابوسفيان هم مدينې منورې ته ورسېدى نو يې فکر وکړی چي اول بايد چيري ولاړ سي؟ په مدينه منوره کي هغه تر ټولو نژدې نفروده ته څوک دى؟هغه ام حبيبه رضی الله عنها  وه چي د ده لور او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  زوجه ده، نو ویی ويل: اول د هغې کره ورځم (لوريې ده) او بل ويل: ښايي ځيني معلومات هم ور سره وي او ممکن په دغه موضوع کي مي مرسته هم وکړي، ابوسفيان د خپلي لور ام حبيبه رضی الله عنها  وکور ته ورغلى، هغې هم دروازه ور خلاصه کړه او دئ کور ته ورننوتى، هلته پر مځکه يو زوړ فرش آوار ؤ چي هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ناستي فرش ؤ، دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د عجز او تواضع، فقر او مسکنت ژوند ؤ چي پر زاړه فرش کښېنستى.
 
 کوم وخت چي ابوسفيان ځان جوړکړی چي پر دغه فرش کښيني، ام حبيبه رضی الله عنها  په تلوار راغله او دغه فرش يې ځني ټول کړی، ابوسفيان په تعجب کي سواوويل: اې لوري! زه د دغه فرش لائق نه وم چي را څخه ټول دي کړی؟ او که فرش زما لائق نه ؤ؟ يعني: تا ويل: دا د قريشو سردار دى او زما پلار دى څنګه پر دغه زاړه فرش کښيني؟ يا دا چي دغه فرش ترما بهتراوترما معتبره دى زه د دې لائق نه وم چي پرکښېنم نو 
 
را څخه ټول دي کړی؟ ام حبيبه رضی الله عنها  ورته و ويل:
 
« يَا أبَتا! هذا فِراشُ رسولِ الله وَاَنتَ مُشرکٌ نَجِسٌ». 
 
اې پلاره! دا درسول الله صلی الله علیه وسلم فرش دى ته مشرک او نجس يې ته د دغه فرش وړنه يې.
 
پلارته يې دغسي سخت او شديد جواب ورکړی، ابوسفيان  په تعجب کي سو او ويل: والله چي زما څخه جلا سوې يې شر درته پېښ سوى دى. 
 
(پلار ته څوک داسي جواب ورکوي؟) .
 
تاسي د ازواجو مطهراتو احترام ته وګورى چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرش يې پر خپل پلار هم نه ؤ پېرزو چي پر کښيني ځکه چي هغه کافر او مشرک ؤ، ابوسفيان پوه سو چي د لور څخه مي فايده نه را رسيږي او مرسته هم نه راسره کوي، نو په خپله د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر طرف و مسجد نبوي ته وررهي سو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د اصحاب کرامو سره ناست ؤ او و هغو ته يې و فرمايل: ګمان کوم چي اوس به ابوسفيان دلته راسي غواړي چي عهد نوى او د صلحي موده زياته کړي، دا ځکه چي قريشو ته بله لار نه وه پاته، په ديت نه وه راضي، خپل حُلفاء او معاهدين يې يواځي نه پرېښوول او جنګ هم نه غواړي، نو دوى ته بله لار او حيله نه وه پاته بېله دې څخه چي صلحه نوې او د عهد موده زياته کړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  خپله خبره نه وه پوره کړې .
 
چي ابوسفيان ورغلى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: يا ابا سفيان! څنګه او د څه شي دپاره راغلى يې؟ هغه ويل: يا محمّد!  صلی الله علیه وسلم دغه صلحه چي زموږ او ستاسي په منځ کي ده دا د خير صلحه ده د دغي صلحي  فايدې مو وليدلې، تجارت مو په اطمينان سره چليږي، قافلې مو په امان تيريږي، د جنګه څخه فارغه يو نو غواړو چي دغه عهد او عقد نوى کو او د صلحي موده هم زياته کړو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل:
 
آيا نوى شئ پېښ سوى دى؟ داسي يو کار مو کړى دى چي د هغه په سبب غواړې چي عقد نوى کړې؟ او موده یې هم زياته کړې؟ ابوسفيان ويل: يا! بلکه زموږ دغه صلحه خوښه سوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: موږ پر هغه عقد يو نه غدر کوو نه خيانت، په دې جمله کي اشاره وه چي تاسي ياست چي غدر او خيانت  کوى نه موږ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: صلحه پرخپل حال باقي ده، ابوسفيان وليده چي عقد نه سي نوى کولاى، د ځان سره يې فکر و واهه او دې نتيجې ته ورسېدى که د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د اصحاب کرامو څخه يو څوک د خلکو په منځ کي جوار او امان را ولي نو جنګ نه پيښيږي. 
 
يعني: که د اصحاب کرامو څخه يو نفر و وايي: ما د خلکو په منځ کي جوار او امان راوستلى دى او دغه جوار رسول الله صلی الله علیه وسلم  قبول کړي بيا نو جنګ نه پيښيږي.
 
دغه د جوار او امان جملې د هغه وخت د قبيلو يا قبيلوي ژوند اصطلاحات دي، که يې د لفظ په مفهوم ښه نه پوهېږى خو معنْی يې واضحه او ښکاره ده او لږ څه تفصیل یې د مخه هم تېر سوی دی.
 
ابوسفيان د مسجد څخه په دې اميد را و وتى چي ښايي دغه جوار يا امان د صحابۀ کرامو د يوه مشر په واسطه منځ ته راولم او زما مقصد به حاصل سي، يعني: جنګ به نه کيږي، نو ابوبکرالصِدِّیق رضی الله عنه  ته ورغلى او ورته ويل يې: ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم  تر ټولو نژدې ملګرى يې دغه عقد را نوى که او د صلحي موده را زياته که، که رسول الله صلی الله علیه وسلم  په دې کار نه دى راضي نو بيا ته د خلکو په منځ کي جوار او امان را وله، دا به ستا دپاره  ابدي فخر او عزت وي، ابوبکرالصِدِّیق رضی الله عنه  ورته و ويل: موږ پر هغه صلحه يو او موږ هيڅکله و چا ته پر رسول الله صلی الله علیه وسلم  جِوار نه سو ورکولاى، يعني: داسي څوک نسته چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  دي موجود وي او هغه څوک دي په يوه موضوع يا يوه کار کي د خپله ځانه تصرف وکړي. 
 
ابوسفيان پوه سو چي د ده څخه مي لاس ته شئ نه راځي نو يې فکر و واهه چي پسله ابوبکره څخه څوک د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په حضور قدر او عزت لري؟ دا نفر حضرت عمر رضی الله عنه  ؤ، ابوسفيان و عمر رضی الله عنه  ته ورغلى او ويل:
 
يا عمر! د خلکو په منځ کي امان راوله د ټول عمر شرف او عزت به وګټې، حضرت عمر فاروق رضی الله عنه  ورته و ويل: زه و تاسي ته امان درکم؟ زه و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ستاسي شفاعت وکم؟ والله که ستاسي د مقابلې دپاره بل څوک نه کم پيدا بېله سُرکي مېږيانو بيا به هم زه په هغو  مېږيانو ستاسي سره جنګېږم، ابوسفيان ويل: جزاک الله دا د شر په صلۀ رحمي، ابوسفيان راغلى ؤ چي په ده سره د جنګ څخه پناه او امان وغواړي او ده رضی الله عنه  ورته و ويل: که بل څوک نه کم پيدا په مېږيانو به ستاسي سره جنـګېږم، دا د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه  پر کفارو شدت ؤ. 
 
 
بيا نو ابوسفيان و حضرت علي رضی الله عنه  ته په داسي حال کي ورغلى چي هغه د حضرت فاطمې رضی الله عنها  سره ناست ؤ او د دوى کوچني زوى حضرت حسن رضی الله عنه  چي هلک ؤ دالته لوبي کولې، ابوسفيان په خبرو شروع وکړه ويل: يا علي! ته و موږ ته په قرابت او صلۀ رحمي کي هغه تر ټولو نژدې نفر يې، و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته خبري وکه او راضي يې که، د خلکو په منځ کي جوار او امان راوله، حضرت علي رضی الله عنه  ورته و ويل: د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په کارو کي هيڅوک خبري او مداخله نه سي کولاى، دغه د صلحي کار يواځي د ده صلی الله علیه وسلم  کار دى هيڅوک په هغه کي څه نه سي ويلاى، اوس ابوسفيان عاجزه او حيران پاته سو ځکه ټول نه دي راضي چي په دې کار کي مداخله يا د ده مرسته وکړي. 
 
ابوسفيان و حضرت فاطمې رضی الله عنها  ته وکتل اویی ويل: يا فاطمه! ته د محمّد صلی الله علیه وسلم  لور يې ته د خلکو په منځ کي جوار او أمان راوله، هغې ويل: زه ښځه يم د دې کارو سره زما اړه او تعلق نسته ابوسفيان ويل: دغه زوى دي امرکه چي ږغ وکړي یا ووايي ما د خلکو په منځ کي أمان را وستلى دى، بيا نو نور هم راضي کيږي. 
 
تاسي وګوری! د مسلمانانو څخه د مشرکانو بېره په دغه اندازه کي وه په يوه کوچني هلک يې ځان خلاصاوه، وايي (اوبو اخستى ځګ ته لاس اچوي) خو فاطمې رضی الله عنها  و ويل: زما زوى تر دغه کم دى چي د خلکو په منځ کي أمان را ولي ځکه يو خو کوچنئ دى او بل د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په مقابل کي هيڅوک أمان نه سي ورکولاى. 
 
ابوسفيان په فکرکي دى چي څه وکړي؟ بيا و حضرت عثمان بن عفان رضی الله عنه  ته ورغلى چي هغه هم د بني اُميه څخه دى او ابوسفيان هم دبني اميه څخه دى، و عثمان رضی الله عنه  ته يې و ويل: يا عثمان! ته زموږ څخه يې و موږ ته هغه تر ټولو نژدې نفر ته يې، ته او موږ د يوه قوم څخه يو د خلکو په منځ کي جوار او امان را وله، حضرت عثمان رضی الله عنه  ورته و ويل: زما جوار د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په جوار کي دى، يعني: که رسول الله صلی الله علیه وسلم  و چا ته جوار ورکړی ما هم ورکړى دى او که يې هغه صلی الله علیه وسلم  دښمن ؤ زه يې هم دښمن يم، هيڅوک نه وه راضي چي د ابوسفيان سره په دغه موضوع کي مرسته وکړي، ټول دغه  موضوع رَدَوي چي د خلکو په منځ کي جوار را ولي، اوس ابوسفيان په فکر کي دى چي د چا سره مشوره وکړي؟ 
 
دوهم وار بيا حضرت علي رضی الله عنه  ته ورغلى او ويل: يا علي! مشوره راکه زه څه وکم؟ حضرت علي رضی الله عنه  و ويل: دا موضوع تر ما لوړه ده زه په دغه موضوع کي هيڅ رأيه او نظر نه لرم، مګر ته په خپله د مکې رئيس او د عربو د مشرانو څخه يې، ته په خپله ودرېږه او د خلکو په منځ کي جوار را وله، ابوسفيان ويل: آيا زما وينا! يعني: که زه د جوار ږغ وکم کومه فايده لري؟ حضرت علي رضی الله عنه  ويل: يا! ته حل غواړې دا يې حل مګر فايده نه لري. 
 
ابوسفيان فکر وکړی چي څه وکړي؟ رشتيا هم بل حل نه ؤ موجود، نو مسجد نبوي ته ورغلى هلته رسول الله صلی الله علیه وسلم  د اصحاب کرامو په منځ کي ناست دى ابوسفيان و درېدى او په لوړ آواز يې ږغ کړه: زه ابوسفيان د مکې رئيس يم ما د خلکو په منځ کي جوار او امان راوستلى دى، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  و طرف ته ګوري او وايي: زه ګمان نه کوم چي څوک دي دغه زما جوار را رَدکړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه د ده خبره واورېدل او يو عجبه جواب يې ورکړی وې فرمايل: دا خبره ته کوې يا ابا سفيان! يعني: دا  چي ته وايې: څوک زما جوار نه را ماتوي دا ستا وينا ده موږ داسي نه وايو. 
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ابوسفيان د خبري په مقابل کي ساکت او پټه خوله نه سو بلکه دغه د ده خبره يې ور رَد کړه، که چيري رسول الله صلی الله علیه وسلم  جواب نه واى ورکړى .
 
او ساکت پاته سوى واى نو دغه سکوت د ابوسفيان پرخبره اقرار ؤ، چي هو ستا جوار څوک نه در ماتوي، دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  حکمت او پوهي وه، داسي يې هم نه ورته و ويل: يا موږ ستا جوار نه منو! خامخا یې در ماتوو، داسي يې هم و نه ويل چي يا! موږ جنګ در سره کوو، فقط دوې جملې يې د هغه په جواب کي و ويلې (داته وايي موږ نه وايو) ابوسفيان عاجزه او حيران پاته سو. 
 
خير ابوسفيان بيرته مکې مکرمې ته ولاړى او هلته د قريشو د مشرانو سره يو ځاى سو، خپل فعاليت او د سفر حالات يې ورته و ويل او هغه خپل ټول کوښښونه يې ورته بيان کړه او بيا يې په آخر کي ورته و ويل: نور څه خو و نه سوه نو زه د علي بن ابي طالب په مشوره و درېدم او د خلکو په منځ کي مي جوار او امان را وستى، هغو ورته 
 
و ويل: والله علي ستا په عقل لوبي کړي دي، ته د مسلمانانو د طرفه و خلکو ته امان ورکوې؟ مسلمانان ستا خبره هيڅکله نه مني، ته د هغو دښمن يې او اوس بيا هغه ستا د خبري تابع سي او قبوله يې کړي، قريش پوه سوه چي دوى هيڅ و نه کړه او په وسه يې هم نه ده پوره چي څه وکړي، آخر يې دا  فيصله وکړه چي معلومات به کوو او د حالاتو څخه به باخبره يو، چي آيا رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دوى د جنګ إراده لري او که خبره بېله جنګه خلاصه سوه؟ فقط يوه موضوع وه تېره سوه.
 
دا خو د قريشو فكرونه وه مګر هلته رسـول الله صلی الله علیه وسلم  حضرت عائشې رضی الله عنها  ته ويلي وه چي د ده صلی الله علیه وسلم  د جنګ او سفر سامان ور برابر او مجهز کړي ځکه پر مکه مکرمه د حملې إراده لرم او دغه حال هم چا ته مه وايه، دغه سِر پټ در سره وساته، په دغه وخت کي چي حضرت عائشه رضی الله عنها  د سامان په برابرولو مشغوله وه ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  د دې کورته ورغلى او وې لیده چي دا د جنګ او سفر د سامان په ټولولو مشغوله ده، اوړه خوراکي مواد او اسلحه سره يو ځاى کوي، ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  ورته و ويل: يا عائشه! آيا رسول الله صلی الله علیه وسلم  امر کړې يې چي د سفر سامان ور برابروې؟ ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه خبر اول و عائشې رضی الله عنها  ته ويلى ؤ چي سامان برابرکه، تر اوسه يې مسلمانان نه وه امر کړي چي ځانونه د سفر او جنګ دپاره آماده کړی. 
 
نو ځکه ابوبکرالصِدِّیق رضی الله عنه  په حال نه ؤ خبر، عائشې رضی الله عنها  ويل هو، ابوبکرالصِدِّیق رضی الله عنه  و ويل:دکوم ځاى قصد او إراده لري؟ څرنګه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  وحضرت عائشې رضی الله عنها  ته ويلي وه چي چا ته حال مه وايه او دغه سِر پټ وساته، اوس د عائشې رضی الله عنها  پلار او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  نژدې ملګرى پوښتنه کوي چي دکوم ځاى نيت يې دى؟ دې رضی الله عنها  جواب ورنه کړى. 
 
دغه ته د راز ساتل وايي، داسي ډير خلک سته چي حال او سِر پټ نه سي ساتلاى، خو ښځي بيا د راز د نه ساتلو په خصلت کي ډيري مشهوره دي، مګر دغه صالحي ښځي ته وګورى چي يواځي خپل پلار نه بلکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  نژدې ملګري ته هم حال نه وايي، ځکه دا پوهېده چي د راز پټول ډير لوى صفت دى او رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم دغه د راز پټول د دې پر  ذمه ور اچولي وه چي ويل: چا ته حال مه وايه، اوس دا  رضی الله عنها  دغه راز خپل پلار ته هم نه وايي. 
 
نو دې رضی الله عنها  جواب ور نه کړى، ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  د ځانه سره و ويل: ښايي د مُؤته نيت يې وي ځکه هغه مسئله پاى ته نه ده رسېدلې، لور يې جواب نه ورکوي، بيا يې و ويل: ښايي هوازن يې مقصد وي، بيا هم دا جواب نه ورکوي، ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  بيا د ځان سره و ويل: ممکن د قريشو إراده يې وي، خو حضرت عائشه رضی الله عنها  جواب نه ورکوي پټه خوله او ساکته ده څه نه وايي، دا د حضرت عائشې رضی الله عنها  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د راز پر پټ ساتلو حرص او کوښښ ؤ.
 
 وروڼو او خوندو! ښه متوجه سى! دغه اخلاق دي موږ يې بايد د اُم المؤمنين حضرت عائشې رضی الله عنها  او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د اصحاب کرامو څخه زده کو، داسي نه چي يو څوک پټ حال راته و وايي او دا تاکيد هم را باندي وکړي چي چا ته مه وايه مګر موږ په خپله په داسي چا پسي ګرځو چي ډير ژر دغه حال ورته ووايو. 
 
(دغه کار د امانت ضائع کول او يو قسم خيانت دى) 
 
په دغه وخت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم کور ته راغلى، ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  پوښتنه ځني وکړه ويل: يا رسولَ الله! آيا د جنګ دپاره آمادګي نيسې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: هو، ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  ويل: نو زه به هم ستا د ملګرتيا دپاره ځان تيارکم؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  ويل: هـو ځان آماده که، ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  و ويل: د روم نيت دي دى؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  ويل: يا. ويل: ښايي د هوازن إراده دي وي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  ويل يا، ويل نو د قريشو نيت دي کړى دى؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل:هو. 
 
ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  و ويل: يا رسولَ الله! زموږ او د قريشو په منځ کي خو عهد دى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: يا ابا بکر! هغو عقد او عهد مات کړی غدر او خيانت يې وکړی او رسول الله صلی الله علیه وسلم  ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  امرکړى چي د سفر دپاره ځان آماده کړي، همدارنګه يې د اصحاب کرامو نور مشران امر کړه چي د جنګ او سفر دپاره ځانونه آماده کړي خو دا يې هم ورته و ويل: چي حال به پټ ساتى او چا ته مه واياست چي موږ چيري ځو فقط خلک د ځانو په برابرولو او آماده کولو امرکړى. 
 
 
اوس نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه امر په مدينه منوره کي نشريږي چي د جنګ دپاره ځانونه تيار او آماده کړی، رسول الله صلی الله علیه وسلم  نور هم د مدينې منورې  پر شا وخوا و هغو نزدو قبيلو ته حال ولېږى چي ځانونه تيار کړى چي  زما سره ووزى، خلک هم را ټوليږي او يو ځاى کيږي څو د مدينې منورې ښار د خلکو ډک سو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  امر وکړی چي د مدينې منورې تر ښار دباندي خېمې و دروى او د خلکو شمېر نور هم زياتېدى.
 
 په عين وخت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  څو نفره مؤظف کړه چي د مدينې منورې ټولي عمومي لاري تر نظر لاندي ونيسى، کومي لاري چي د مدينې منورې څخه وزي يا ورته راځي پر هغو ټولو لارو يې مؤظف نفرکښېنول، ويل: کوم څوک چي مدينې منورې ته راځي اجازه ورکوى چي راسي مګر هغه خلک چي د مدينې منورې څخه وزي مه يې پرېږدى چي ووزي، اوس نو پر مدينه منوره داسي حال دى لکه محاصره چي سوه او دا محاصره د دې دپاره وه چي قريشو ته د مسلمانانو د تيارۍ او آمادګۍ خَبَر وَ نه رسيږي، ټوله لاري بندي سوې، صحابۀ کرام بېخبره او په حيرت کي دي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  دکوم ځاى نيت او إراده لري هيڅ چا ته هیڅ معلومات نسته. 
 
 
صحابۀ کرامو سعد بن مالک رضی الله عنه  چي د انصارو څخه ؤ او شاعر هم ؤ (دا هغه سعد بن مالک دى چي قصه مو د مخه درته کړې ده چي تر هجرت د مخه په مکه مکرمه کي و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلى او هغه صلی الله علیه وسلم  ورته و ويل: الشـــآۤعر! او رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ده په اسلام ډير خوشاله سو) صحابۀ کرامو دغه سعد و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته د دې دپاره ور و لېږی که یې کوم معلومات ځني حاصل کړه، سعد رضی الله عنه  و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلى او شعر وايي، په دغه شعرکي يې داسي بيتونه وه چي په هغو کي يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه پوښتنه کول چي دکوم ځاى نيت او إراده دي ده؟
 
او د دې سفر څخه مقصد څه او څوک دى؟  خو رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ده په جواب کي فقط تبسم وکړی او نور حال يې نه ور ته و وايه، نو خلک په هغه بې خبري کي پاته سوه، د مدينې منورې د ښار او  اطرافو څخه (7500) نفر و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته را ټول سوه چي تر دغه وخته پوري په مسلمانانو کي دغه هغه تر ټولو لويه اجتماع او ټولنه وه، د اول  وار دپاره (7500) مسلمانان د غزاء دپاره سره يو ځاى کيږي.
 
 په دغه وخت کي هلته په غطفان کي هغه د غطفان رئيس عُیینه بن حصن ته د اسلام حال لوړ او قوي ښکاره سو د ځان سره يې فکر وکړی ويل: که نور هم خپل اسلام او مسلمانېدل وځنډوم غنيمتونه مي د لاسه وزي نو را رهي سو چي مدينې منورې ته ولاړسي او مسلمان سي، الْهي تقدير دى دغه د مسلمانانو د تيارېدلو او آماده کېدلو په وخت کي مدينې منورې ته را ورسېدى، عُیینه بن حصن د غطفان رئيس او سردار راغلى دى چي مسلمان سي او رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته يې دا زېرى هم ور سره را وړى دى چي د غطفان قبيله هم ټوله د ده سره مسلمانان سوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دوى په اسلام خوشاله سو. 
 
په عين وخت کي د بنو تميم د قبيلې يوه ډله هم مدينې منورې ته راغله چي د دغي ډلي مشر اقرع بن حابس ؤ، أقرع بن حابس هم د عربو د مشرانو او سردارنو څخه يو مشر او سردار ؤ، دا ډله هم راغله چي و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته د بنو تميم د اسلام او مسلمانېدلو خبر و وايي او دا زېرى پر وکړي چي بنو  تميم هم ټول په اسلام مشرف سوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  په دوى هم ډير خوشاله سو مګر دغه راغلي نفر ټول سرداران او د قومو مشران دي اوس کوم لښکر نه دى  ور سره چي په دغه اوسني وخت او حالت کي د مسلمانانو سره په جنګ کي ملګري سي، راغلي كسان فقط د قبيلو مشران دي نور قوم یې نه دی ور سره. 
 
 
په دغه وخت کي يوه بله واقعه پېښه سوه، هغه دا چي (حاطِب بن بَلتعه رضی الله عنه ) چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د اصحابو او د اهل بدر څخه هم ؤ يوه ښځه د يو څه مال په بدل کي مزدوره يا اجيره کړه او د دې په لاس يې يو ليک ورکړی چي دغه ليک به و قريشو ته رسوې، چي د هغه ليک په واسطه يې قريشو ته خبر ورکاوه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  غواړي چي پر تاسي حمله وکړي چي دغه کار ته په اوسنۍ اصطلاح عسکري خيانت ويل کيږي او ښځي ته يې دا هم و  ويل: چي پر عمومي لار نه بلکه پر کچه لار به ولاړه سې چي څوک نه سي در خبر، ښځي دغه ليک په خپلو کوڅيو يا د سر په ورېښتانو کي کښېښاوه او د مکې مکرمې پر طرف رهي سوه، ښځي وکولاى سواى چي پر کچه لار د مدينې منورې څخه ووزي او تر هغو پيره دارانو چي پر عمومي لارو ناست وه تېره سي او د مکې مکرمې پر طرف په بېغمه زړه سره رهي سوه.
 
مګر رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته د آسمانو د خالق د طرفه څخه خبر راغلى چي حاطِب رضی الله عنه  دغسي کړي دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خپلو اصحاب کرامو څخه دوه يا درې نفره را وغوښتل (چي په دغه عدد کي اختلاف دى) دغه نفر علي بن ابي طالب، زبير بن العوام او مقدادرضی ا لله تعالی عنهم وه او ورته وې فرمايل: جبريل عليه السلام  خبر راکړی چي حاطِب بن بَلتَعَه د يوې ښځي په لاس پر فلانۍ لار و قريشو ته ليک لېږلى دى، لار يې هم ور وښوول چي يوه کچه لار وه، نو ويل و (روضة خاخ) ته چي د يو ځاى نوم دى ژر رهي سى، دغه نفر هم په ډيره چابکي لکه غشي پر هغه لار ور رهي سوه واقعًا يې ښځه پر هغه لار پيدا کړه او پسي ور ورسېدل، دوى ورته ويل: ستا سره د قريشو دپاره يو ليک در سره دى هغه راکه، ښځي ويل: زما سره ليک نسته، د ښځي غوټه يې وشنل شئ يې نه کړی پيدا، بيا يې ورته و ويل: ستا سره يو ليک دى هغه را وباسه، ښځه مطلق انکار کوي وايي:
 
زما سره ليک نسته، علي رضی الله عنه  ورته و ويل: په والله رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته د جبریل عليه السلام  د طرفه خلاف نه دي ويل سوي او هغه موږ ته خلاف نه دي ويلې په والله يا به ليک را  باسې يا دي لڅه وو (يعني: د بدن تلاښي دي کوو) ښځه پوه سوه چي خبره ښکاره سوې ده او نه مي پرېږدي نو ويل: مخان واړوى او مه را ته ګورى، دوى هم مخان واړول، ښځي د سر ورېښتان خلاص کړه دننه په ورېښتانو کي يې دغه ليک اېښى ؤ ځکه د هغه په ساتلو او پټولو کي يې ډير کوښښ کاوه او ليک يې و علي رضی الله عنه  ته ورکړی، حضرت علي رضی الله عنه  او ملګرو یې هغه لیک و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته راوړی، ليک چي وکتل سو د حاطِب بن بلتعه د طرفه و قريشو ته ليکل سوى ؤ چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د جنګ په إراده يې خبرول، رسول الله صلی الله علیه وسلم  حاطِب بن بلتعه رضی الله عنه  را وغوښتى، هغه راوستل سو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  هغه ليک ور ښکاره کړی او ويل: يا حاطِب دغه څه شي دى؟
 
 دغه ليک د مسلمانانو سره ښکاره او واضحه حربي خيانت ؤ مګر حاطِب رضی الله عنه  و ويل: يا رسولَ الله! ته پرما تلوار مه کوه په والله زه پر الله او رسول الله ايمان لرم، نه مرتد سوى يم او نه منافق يم زه يو سړئ وم چي په قريشو پوري مښتى وم (يعني: قريش نه يم بلکه د دوى حليف يا همسايه وم) د مدینې منورې مهاجر مسلمانان هلته په مکه مکرمه کي اهل او اقرباء لري خو هغه په خپل قوم کي دي او په هغو ساتل کيږي، مګر زما کورنۍ چي په مکه کي ده د ساتني او حفاظت دپاره قوم او اقرباء نه لري، نو ما دا خوښه و بلل چي د قريشو سره داسي يو احسان وکم چي زما د دغه نېکۍ په سبب هغه زما کورنۍ را وساتي، نو ځکه مي دغه لیک و قریشو ته ولېږی. 
 
مګر د حاطب رضی الله عنه  دغه فکر او دليل صحي نه ؤ دئ غواړي چي خپل اهل او کورنۍ وساتي، نو و قريشو ته خبر ورکوي چي هغه د جنګ دپاره تيار او آماده سي؟ او په مسلمانانو کي مرګ او وژنه وکړي، خپل اهل خلاصوي په مقابل کي مسلمانان په قتل رسوي؟ دا ډيره لويه خطا او غلطه سودا ده، نو عمر رضی الله عنه  توره پورته کړه ويل: يا رسولَ الله! اجازه راکه چي غاړه يې ور پرې کم دا منافق سوى دى، د خپلي کورنۍ د ساتني دپاره مسلمانان قرباني کوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: پرې يې ږده يا عمر! 
 
« فَلَعَل اللهَ اِذ طَلَعَ على اهلِ بدرٍ فَقَالَ اِفعَلُوا مَا شِئتُم فَاِني قَد غَفَرتُ لَکُم» 
 
يعني: الله جل جلاله   و اهل بدر ته بخښنه کړې ده او دوى ته يې فرمايلي دي: هر څه چي مو زړه غواړي هغه کوى ما تاسي ته بخښنه کړې ده. د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه  تر سترګو اوښکي راتوى سوې او ويل: الله او رسول الله ښه پوهيږي.
 
 وروڼو! دغه د حاطب رضی الله عنه  د دغي کوچنۍ قصې څخه ډير شيان فهمول کېدلاى سي او ډير احکام په معلوميږي، که زه د هغو په تفصيل مشغوله سم اصلي مقصد پاته کيږي نو به په مختصر ډول و څو لږو شيانو ته اشاره وکم.
 
 اول: دا چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  تائيد په الْهي وحيو سره کېدى چي خپل رب عزوجل   په دغه موضوع خبرکړى او ده  صلی الله علیه وسلم  خپل اصحاب ولېږل چي ورسى په فلانۍ منطقه کي ښځه ده او ليک ور سره دى، دا څوک ؤ  چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  يې د حاطب رضی الله عنه  او د دغي ښځي په موضوع خبرکړى؟ دا وحيِ وې، نو دا معلومه سوه چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ټول کارونه تر پوهي او عبقريت د مخه د نبوت کارونه وه چي د الله جل جلاله  د طرفه يې تائيد او تاکيدکېدى. 
 
دوهم: و حاطب رضی الله عنه  ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه عتاب او سر زنش، او بيا د سورة الممتحنه اولني آياتونه د دغي موضوع په متعلق نازل سوه، دا ټول پر دې دلالت کوي چي يوه مسلمان ته که څه هم په هرحالت کي چي وي دا نه ده روا  چي د الله جل جلاله  د دښمنانو سره دوستي او محبت وکړي، يا دا چي و هغو ته د ورور ګلوى او مرستي لاس ور وغځوي، سره د دې چي حاطب رضی الله عنه  خپل عذر و وايه چي زه قريش نه يم او په مکه مکرمه کي داسي څوک هم نه لرم چي زما اهل او کورنۍ هلته را وساتي  خو بيا هم دغه د ده پر دلیل سربېره حضرت عمر رضی الله عنه  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه د ده د وژلو اجازه وغوښتل او ويل: دا منافق سوى دى، یعني دغسي دلایل د قبلولو وړ نه دي.  
 
وروڼو! قرآن مجيد یواځي په سورة الممتحنه کي نه بلکه په نورو ډیرو صريحو آياتو سره ټول مسلمانان امر کړي دي چي ستاسي دوستي بايد يواځي د الله جل جلاله  دپاره وي، د مسلمانانو  ټول علاقات په هر حال کي بايد د اسلام د دين سره د اخلاص پر اساس قائم او ولاړ وي، که د يوه مسلمان ټول کارونه د الله او اسلام دپاره نه وي نو ته څنګه د هغه مسلمان څخه دا اميد او توقع کولاى سې چي دئ دي د الله جل جلاله  په لار کي خپل ځان او مال، خپل خواهشات او غوښتني قرباني کړي، حال دا چي هر مسلمان د اسلام دپاره د دغو ټولو شيانو په قرباني کولو سره مکلف دى، خو بد بختانه نن ورځ او په اوسني عصرکي موږ په ډيرو انسانانو کي دغه حالت وينو چي خپل ځانونه مسلمانان بولي، د لمنځو دپاره مسجدو ته ځي، چي ورته ګورې خوله يې د اذکارو او اورادو د ويلو څخه يوه لحظه نه فارغه کيږي، د تسپو د دانو يې ټکهارى وي، په مجلسو کي يې د انبياء عليهم السلام  او اصحاب کرامو يا د اولياء الله او پيرانو قصې يوه په بله پسې وي، مګر پر دغو ټولو سربېره د خلکو سره د ده علاقات د قوميت او  وطندارۍ، د  ژبي او د شخصي ګټو، د شهواتو او خواهشاتو پر اساس ولاړ وي او په دې يې هيڅ پروا نه کيږي چي د دغو علاقاتو په لار کي حق په باطل سره خرڅ کړي، يا دا چي الْهي دين يې د خپلو د نيوي خوارو خواهشاتو دپاره يو پوښ ګرځولى وي، دغه کسان هغه منافقان دي چي د دوى په سبب مسلمانان په قسم قسم تفرقو او ضعف اخته او مبتلا سوي دي، او دغه هغه کسان دي چي په هر وخت او هر زمان کي د دوى په مرسته او کومک د اسلام دښمنان! د اسلام او مسلمانانو پر ضد را پورته کيږي او د مسلمانانو د تباهۍ او بربادۍ سبب ګرځي. 
 
درېيم: دا د اهل بدر درجه ده چي دغه صحابي يې د هغه وژلو څخه خلاص کړی چي د منافق په نامه سره به وژل کېدلاى، که د دغه صحابي سره هغه د بدر د اشتراک او ګډون درجه نه واى ور سره، د دغه عسکري خيانت په سبب به اعدام سوى واى، مګر څرنګه چي دئ د اهل بدر څخه ؤ د فضيلت او درجې خاوند ؤ معاف کړه سو. 
 
 
په دغه موضوع کي و موږ ته دغه لار ښوونه هم وسوه: که د يوه صاحبُ  الفضل يا يوه عالم څخه يو وخت يوه خطا پيښه سي د هغه سره بايد داسي معامله و نه سي لکه د نورو عامو خلکو سره چي کيږي، د هغه صاحب الفضل! فضيلت، درجه او مقام بايد هېر نه سي، دغه درس او ښوونه رسول الله صلی الله علیه وسلم  و موږ ته را کوي او رايې کړه: که يو شريف، يو محترم، يو عالم، يو کريم سړئ په يوه غلطي کي و لويږي، بايد د نورو خلکو پر قسم معامله ور سره و نه سي لكه رسول الله صلی الله علیه وسلم  چي د دغه حاطِب رضی الله عنه  خطا یا ګناه د هغه فضیلت په سبب چي ده په بدر کي حاصل کړی ؤ ور معاف کړه. 
 
په دغه قِسم سره الله جل جلاله   قريش په بېخبري کي پرېښوول، د مسلمانانو د تيارۍ او آمادګۍ خبر پټ وساتل سو او قريشو ته هيڅ حال و نه رسېدى.
 
ان شاءالله نور بیا....
 
 
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
 
www.taleemulislam.net
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته