تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اوښ اوښکي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 28, 2022
  0

د اوښ اوښکي


ژباړه  : عبدالسلام حنفي  /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

په عربي نړۍ کي  مشهوره ده چې اوښ کله  ناڅاپه افعي ( مار )  وخوري خو د هغه مار تر خوړلو  وروسته اوښ په خپل جسم کې د زهرو د حرارت او ګرمي له حس کولو  وروسته  سخت  تږي شي، خو اوښ بیا هم اوبه ویني د اوبو تر څنګ ولاړ وي خو اوبه نه چښي.

 

په دې سبب چې زهر د ده په بدن کې  سرایت ونه کړي که چیرته سرایت وکړي نو د اوښ د مرګ سبب کیږي ، خو اوښ بیا هم په خپل ځان باندي تکلیف راولي او تر اتو ساعتونو پوري ځان تږي ساتي ، تر دې چې د ده  له سترګو څخه اوښکي وبهیږي او د سترګې په دننه طرف کې يي یو کوچنۍ کڅوړې    رکم ځاي دي هلته يي ذخیره کړی  .

 

خو دغه اوښکي د اوښ له نورو اوښکو څخه  توپیر لري ځکه چې په دې کې الله جل جلاله یو عجیبه خاصیت پیدا کړي دي ،  د دې اوښکو یو څاڅکي  د مار د چیچلو لپاره دوا ده ، دا یو حقیقي خبره ده چې په اوس  زمانه کې څرګنده شوي ده خو په عربي نړۍ کې ډیر له پخوا څخه دا خبره مشهوره وه چې د اوښ اوښکي د مار د چیچلو لپاره تریاق دي .


نو له دې څخه د الله جل جلاله په عظیم خلقت باندي یو واضح دلیل دي چې چا اوښ ته د دې ښودنه وکړله  ؟  هغه د دې اوښ خالق دي ،نو ځکه الله جلاله په خپل معزز کلام کې فرمايي  ( افلا ینظرون الي الابل کیف خلقت ) آیا تاسو اوښ ته نه ګورئ چې الله جل جلاله څنګه پیدا کړي دي .

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته