تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
روژه او صله رحمي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 2, 2022
  0

ژباړه او زیادت: مولوی نورالحق مظهری/تعلیم الاسلام ویب پاڼه


ای روژاتيانو! هر وخت صله رحمي وکړئ خو د روژې په مبارکه مياشت کي بيا ځانګړې او ډېره صله رحمي وکړئ! د صله رحمي وصل کول او مراعات کول د هر مسلمان مسئوليت دی الله جل جلاله فرمايي:وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي تَسَاءَلُونَ بِهِ وَالْأَرْحَامَ.[النساء: الآية 1] 


ژباړه: د هغه الله څخه ووېريږئ چي په نامه يې تاسو سوال کوی او د صله رحمي د پرې کولو څخه ووېريږئ!


همدا راز رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي: لا يدخل الجنة قاطع.[ متفق عليه] 


ژباړه: جنت ته هغه څوک نه داخليږي چي صله رحمي پرې کوي.


همدا راز رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي:من سره أن يبسط له في رزقه وينسأ له في أثره فليصل رحمه. [متفق عليه] 


ژباړه: څوک چي غواړي په رزق کي يې پيراخي راسي او عمر يې ډېر سي نو صله رحمي دي وصل کړي.

 

د صله رحمي ګټي او فايدې:

 

۱ - صله رحمي پر الله او ورځي د آخرت د ايمان راوړلو شعار دی.


۲ - صله رحمي د رزق د پیراخ والي او د عمر د اوږدوالي سبب دی.


۳ - د صله رحمي په مراعات کولو باندي انسان د الله پاک د رحمت مستحق ګرځي.

 

۴ - صله رحمي جنت ته د داخلېدلو د اسبابو څخه لوی سبب دی.


۵ - په صله رحمي باندي د انسان ګناهونه خرابيږي.


۶ - په صله رحمي باندي کلي او ښارونه آباديږي.


۷ - په صله رحمي باندي د إنسان خاتمه سميږي.


۸ - په صله رحمي باندي د مراعات کوونکي مرتبه لويږي اوعزت يې ډېريږي.


۹ - په صله رحمي باندي د انسان لپاره ښه نوم پاتيږي.


۱۰ - په صله رحمي باندي محبت ډېريږي او عاميږي.


۱۱ - صله رحمي هغه شی دی چي  ټولو اسماني آديانو يې پر اهميت اتفاق کړی دی.


۱۲ - صله رحمي د انساني فطرت تقاضا ده.


۱۳ - صله رحمي د نفس پر سخاوت، د سينې پر پيراخ والي، د خلقت پر ښه والي او پرحسن وفاء باندي دلالت کوونکې ده. 

 

صله رحمي څه شی ده؟


صله رحمي و دېته وايي چي انسان د خپلو خپلوانو سره، تفاوت نه لري که د نسب له خوا خپلوان وي او که د دوستۍ او نکاح په سبب خپلوان وي احسان او نيکي وکړي او ددوی سره دوستانه او صميمي رابطه ټينګه وساتي.

 

صله رحمي پدې باندي کيږي چي: 


۱ -  انسان د خپلو خپلوانو ملاقات او زيارت ته ولاړسي.


۲ - د دوی د احوالو پوښتنه وکړي.

 

۳ - دوی ته سوغات او ډالۍ ورکړي.

 

۴ - د ضرورت په وخت کي د دوی څخه يو شی وغواړي.


۵ - د دوی مسکين او اړ انسان ته صدقه او خيرات ورکړي.


۶ - د مشرانو او سرمايه دارانو سره يې نرمي وکړي.


۷ - د لويانو احترام يې وکړي.

 

۸ - او پر کشرانو يې شفقت او مهرباني وکړي.

 

منبع: تحف رمضانیة

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته