تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په اوسني وخت کي د انسان مشکل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 25, 2021
  0

په اوسني وخت کي د انسان مشکل


تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


دننی نړی جوړوني اساسي مشکل په انسان جوړونه کي دی، د یوه پوه د وینا پر اساس چي انسان کولای سي د ښو ښو کبانو په څېر ولامبي او کولای سي چي د ښو ښو الوتکو په څېر والوزي، او بالاخره په دې توانیدلی چي داسي سامان الات جوړ کړي چي نړۍ د یوه کوچني کلي په څېر کړي، مگر هغه څه چي دوی یې په جوړولونه دي توانيدلي هغه په خپله دې دی هغه تر اوسه په دې نه دی توانیدلی چي انسان جوړکړي.


نن ورځ دنړۍ تر ټولو لوی مشکل خپله په انسان کي دی، همدا انسان د هر ډول امکاناتو پر درلودلو سربېره په ډېرو حالاتو کي ځان تر حیواناتو هم حقیر گرځوي، حتى دا انسان دونه لوی مجریم دی، که چیري یو حیوان په ځنگله کي په یوه ورځ یو حیوان وژني دی په یوه دقیقه کي په زرو انسانان د خپلو موخو په خاطر په وينو کي رغړوي.


د قرآن عظیم الشان لومړي هدف انسان جوړونه ده، ځکه د نړۍ مشکلات هغه وخت اوج ته رسیږي چي انسانان نسي کولای ځانونه جوړ کړي، انسانانو په نړۍ کی هرڅه جوړ او کشف کړل مگر د هر څه له کشف او جوړولو وروسته دا په زیات ورسېده چي هغوی یوازي دوه کاره کړي دي.


 ۱-سامان الات یې جوړ کړي.


٢- مادیات یي په مځکو او اسمانو کي کشف کړي دي.


١- د سامان الاتو جوړول :


د اسلام له نكته نظره د هوسایي او اسانتيا د منځ ته راوړو په هدف د سامان الاتو جوړول یو ډېر ښه او پرځای کار دی، ځکه انسان دیوه باکرامته موجود په څېر دې ته اړتیا لري چي په ښه توگه خپل ژوند ترسره کړي، ځان ته وسایل او سامان الات جوړ او پیدا کړي له هغو څخه په گټه اخیستنه ځان ته يو ښه ژوند جوړ کړي او د هغو په مرسته حقیقت پیدا کړي او همدا وسایل د معرفت (پېژندني) په لاره کي وکاروي او په همدې وسایلو انسان وپیژني، انسان جوړ کړي، خدای جل جلاله وپیژني او بالاخره په انساني نړۍ ليد کي کار ځني واخلي.
مګر زموږ د ننی زمانې مشکل په دې کي دی چي هغوئ د ډیرو عصري سامان الاتو په جوړولو سره،هغوی دا سامالات یوه وسیله نه دی بللې بلکي دا سامان الات يې هدف منلی دی. 

 

نو اوس دلته مشکل په څه کي دی مشکل په دې کي دی چي سامان الات جوړ سوي دي مګر انسانان په دي جوړ سوي .


۲: په کهکشانونو کي د کشف موضوع


نن ورځ انسانان هره ورځ په بیلابیلو وسايلو باندي بېلابېل مادي کشفونه کوي، د تلسکوپ په جوړولو سره کهکشانونه ګوري د میکرسکوپ په جوړولو سره نه لیدل کیدونکي کوچني موجودات څېړي او په نقلونکو وسایلو یې ځانونه تر مریخه و رسول مگر انسانیت ته يې څه ګټه و رسول ذروي جنګ اټومي جنګ، د سیارو جنګ او نور...


دحل لار:


د دغو ټولو بدبختیو په منځ کي بیا هم الهي کتاب د دغو ټولو مشکلاتو د حل لاره ده او انسان یی د هرڅه څخه مخکي انسان ته ورپېژندلی دی او وروسته یې د انسان جوړوني لپاره بېلابېل پلانونه انسانانو ته په لاس ور کړي دي.

 

ماخذ: اسلامي نړۍ ليد

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته