تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د بدر غزا
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 1, 2021
  0

د بدر غزا

 

لیکنه: محمد عیسَی /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

د مسلمانانو لومړي فتح، د هغوي د پاره د ټولو نړۍ د دروازو د خلاصېدو زېری، او مشرکینو ته د هغو حیثیت ورښودل، دا د بدر غزا وه. د حق او باطل جلا کول، د حق نصرت کول او باطل هلاک کول، دا د بدر غزا وه. بدر مسلمانانو ته همت ورکړ. د اسلام لومړی غزا بدر ده.

 

د بدر مقام:
د مدینې منورې څخه تقریبا (۸۰) میله لري یو څاه دی چي د هغه څاه نوم بدر دئ او په داغه نامه یو کلی هم دئ. (سیرت خاتم الانبیاء، ص ۹۶)


بدر د یو کلی نوم دئ چیري چي هر کال یوه مېله کیږي، د مدینې منورې څخه تقریبا (۸۰) میله لري دئ. (سیرة النبی ج ۱، ص ۱۸۷)


بدر د یو کلی نوم دئ چیري چي هر کال یوه مېله کیږي، د مدینې منورې څخه تقریبا (۸۰) میله لري دی، دا سیمه وه بدربن یخلدبن نضربن کنانه یا هم بدر بن الحارث ته منسوبه ده چي د دغه کلي جوړونکي دي، او بعضي وایي چي دلته یو څاه دئ چي د هغه نوم بدر دئ او دا کلي هم په هغه سره مشهوره سوی دئ( سیرة المصطفی ج۲، ص ۵۸، زرقانی ج۱، ص ۴۰) 

 

د بدر د غزا نیټه:


د بدر غزا په دوهم هجری د رمضان د میاشتي په ۱۷ نیټه وسول( تاریخ ابن کثیر، ج۲، ص ۲۹۹)


د بعضو روایاتو د مخي د بدر غزا په دوهم هجری د رمضان د میاشتي په ۱۷ نیټه ترسره سول، خو بعضي وایي په ۱۹ نیټه. ( تاریخ طبری، ج۲، ص ۱۲۶، الحاصل)


د بدر د غزا ورځ د رمضان په ۱۷ نیټه وه، د جمعې ورځ وه. (سیرت المصطفی ج۲، ص ۷۴)

 

لومړی غزا:


دغه غزا د اسلامي غزواتو ترټولو لومړی غزوه ده، د اسلام عزت او شوکت ابتدا او د کفر او شرک ذلت او رسوایي شروع د همدې غزا څخه وسوه.  او د الله په رحمت سره و اسلام ته بېله ظاهری او مادي اسبابو غیبي قوت ورکړل سو، د کفر او شرک پر سر باندي یو داسي کاری ضربه وه چی هډوکي ئې رېزه رېزه سول، د میدان بدر(د عدل شاهد) تر وسه پوري موجود دئ نو په همدې خاطر الله دې ورځي ته په خپل پاک کلام کي یوم الفرقان ویلي دي یعني د حق او باطل فرق او امتیاز ورځ وه بلکي میاشت هم الفرقان یعني رمضان وه په کوم میاشت کي چي الله قران الفرقان نازل کړی دی. (سیرت مصطفی، ج ۲، ص ۵۸)

 

د غزا پس منظر: 


د رمضان په شروع کي رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ته دا خبر را ورسېدی چي ابوسفیان د قریشو قافله (تجارت) د شام څخه مکې ته راولي، د مال او اسبابو څخه ډکه ده. رسول الله (صلی الله عليه وسلم) مسلمانان سره را یوځای کړه او ورته وفرمایل یې چي د قریشو کاروان را روان دئ نو تاسو پرهغه باندي حمله وکړئ، عجبه نه ده چي الله تاسو ته هغه کاروان ټوله په غنیمت کي درکړي.


ابو سفیان ته دا اندېشه ور پیدا سول چي داسي نه وي چي محمد (صلی الله عليه وسلم) د خپلو اصحابو سره راوتلي وي  نو په لار کي چي یې مسافر لیدل پوښتنه به یې ځیني کول، ځینو مسافر حال ورته وویلي نو ابوسفیان په همدغه وخت ضمضم غفاری ته پیسې (اجرات)

 

ورکړې چي مکې ته ولاړه سه او قریشو خبر کړه چي ږر مو د خپلي قافلې ساتنه وکړئ او خپل سرمایه وساتي، ځکه محمد (صلی الله عليه وسلم) د خپلو اصحابو سره د تعارض لپاره رواتلی دی.( البدایه والنهایه ج ۳، ص ۲۵۶، سیرة المصطفی ج ۲، ۵۹)


ابن سعد وایي چي دا هغه قافله وه چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم) په غزوه ذی العشیر کي د (۲۰۰) مهاجرینو سره رواتلی ؤ، وس دغه قافله د شام څخه بېرته رواروانه وه. ځکه د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) خروج یواځي د قافلې لپاره ؤ نه د جنګ لپاره نو ځکه کوم مسلمانان چي نه را ووتل په هغو باندي هیڅ عتاب او ملامتي نسته، او ځکه هم مسلمانان دومره لږ وه، د جنګ په نیت نه وه راوتلی.

 

د تګ پیل:


په دوهم هجری د رمضان د میاشتي په ۱۲ نیټه رسول الله (صلی الله عليه وسلم) د ( ۳۱۳ یا ۳۱۴ یا ۳۱۵) صحابه ؤ سره را ووتي.( فتح الباری ج ۷، ص ۲۲۳، د درې سوو دیارلسو قول په مسند احمد او بزار او معجم طبرانی کي د عبد الله بن عباس رضی الله عنه څخه مروی دئ، د درې سو څوارلسو قول په معجم طبرانی کي د ابوایوب انصاری رضی الله عنه څخه مروی دئ، او د درې سو پنځلس قول په بیهقي کي د حسن عبدالله بن عمرو بن العاص رضی الله عنه څخه مروی دئ)


 په دې لشکر کي (۶۰) مهاجرین وه او نور انصار،( سیرة النبی ج ۱، ص ۱۸۸) د نېستي دا حال ؤ چي دوه اسان ( یو د حضرت زبیر بن عوام رضی الله عنه، بل د مقداد رضی الله عنه څخه) وه، اویا اوښان وه او هر اوښ په درې نفر ؤ، رسول الله (صلی الله عليه وسلم) د حضرت علی او ابولبابه رضی الله عنهما سره په اوښ ؤ. د بیرابی عنبه سیمي ( د مدینې څخه یو میل لیري ده) چي لشکر راورسېدی نو رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ټول لشکر وکتی چي کم سني وه هغه یې بېرته مدینې ته ولېږل او ابولبابه بن  عبدالمنذر یې د مدینې حاکم مقرر کړل.( ابن سعد، سرة النبی ج۱، ۱۸۸، سیرة المصطفی ج ۲، ص ۶۰)


کله چي صفراء مقام ته ورسېدل نو بسبس بن عمرو جهنی او عدی بن ابی الزغباء جهني رضی الله عنهما یې د ابو سفیان د قافلې د پلټني لپاره ولېږل.( طبقات الکبری لابن سعد ج۲،ص ۶)


هلته ضمضم غفار د ابوسفیان خبر و مکې ته ورسوی. کله چي دا خبر مکې ته راغي نو په مکه کي یو شور جوړ سو ځکه په قریشو کي یو داسي نارینه او ښځه نه وه چي په دې قافله کي یې مال نه وي، نو په همدې سبب داسي شور جوړ سو. (مسلم)


قریشو په ډېره جذبه، عیش او عشرت سره د ځانو سره غزله ویونکي ښځي او طبله وهونکي راروني کړي او را ایله سول. 
الله عزوجل فرمایي:


«وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ خَرَجُوا مِن دِيَارِهِم بَطَرًا وَرِئَاءَ النَّاسِ »﴿الأنفال: ٤٧﴾


ژباړه: او تاسي د هغه خلکووندي مه کېږئ چي د خپلو کورونوڅخه ویاړلي او خلګو ته د ښودني د پاره را ووتل.


تقریبا د قریشو ټوله سرداران په دې لشکر کي وه خو ابو لهب نه ؤ ځکه هغه خپل د ځان په ځای عاص بن هشام را واستوی. د دې لشکر سپه سالار عتبه بن ربیعه ؤ( سیرة النبی ج ۱، ۸۸)

 

د قریشو د لښکر خبر:


رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ته بسبس او عدی رضی الله عنهما د قریشو د لښکر خبر راوړي نو رسول الله (صلی الله عليه وسلم) لشکر سره راټول کړی او په لښکر یې خبر کړه نو ابوبکر، عمر،مقداد، سعد بن معاذ رضی الله عنهم اجمعین خپل د ځان قربانولو تقاریر وکړل. 


بسبس او عدی رضی الله عنهما د بدر مقام ته هم تللی وه د قافلې دخبر دمعلومولو لپاره نو هلته یې په څاه باندي خپل اوښان هم اوبه کړی وه او خپل یې هم اوبه وچیښلي وې، نو کله چي ابوسفیان دا سیمي ته د لښکر سره را ورسېدی نو د مجدی څخه یې پوښتنه وکړه چی تا خو به څوک نه وي لیدلي؟ هغه وویل دوه خلګ مي ولیده چي په دغه څاه یې خپل اوښان چو کړه نو ابوسفیان هغه څاه ته ورغي او د اوښانو (پوچي) یې وکتي نو په هغو کي د مدینې د خرماؤ (دانې) وې نو،ژر یې د لښکر رخ ورواړه وي، د ساحل په لاره ولاړه او ځان یې وساتي. قریشو ته یې خبر ورکړي چي موږ وساتل سولو تاسو ولاړسي، خو ابوجهل وویل چي موږ په دې ځای کي د درې ورځو لپاره نه ځو ترڅو چي مو دلته غزلي نه وي ویلي ... ( سیرت المصطفی ج ۲، ۷۰)


اخنس بن شریق چي د بنی زهره سردار ؤ هغه خپل خلګو ته وویل چي اې بنی زهره تاسو د خپلو مالونو د ساتلو لپاره راوتلی یاست نو ستاسو مالونه وساتل سو بېرته راځي نو بنی زهره وګرځېده، نورو خلګو هم داغه ویل خو ابو جهل د هغو دا ونه منل او د بدر په خوا روان سو.
کله چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم) د اصحابه کرامو رضی الله عنهم اجمعین سره  د بدر ځای ته ورسېده، هلته قریشو هغه د اوبو ځای نیولی ؤ، همدارنګه یې هغه کلکه مځکه هم نیولې وه، مسلمانانو نه اوبه درلودې او مځکه یې هم رېګنه وه، نو الله د رحمت باران وکړي، رېګ هم کلک سو او مسلمانانو کوچنی حوضونه جوړ کړه هلته د باران اوبه سره را یوځای سوې. ددې په الله فرمایي: 


وَيُنَزِّلُ عَلَيْكُم مِّنَ السَّمَاءِ مَاءً لِّيُطَهِّرَكُم بِهِ وَيُذْهِبَ عَنكُمْ رِجْزَ الشَّيْطَانِ وَلِيَرْبِطَ عَلَىٰ قُلُوبِكُمْ وَيُثَبِّتَ بِهِ الْأَقْدَامَ ﴿الأنفال: ١١﴾


ژباړه: او الله د اسمان څخه اوبه نازلي کړې ددې لپاره چي تاسو پاک کړی او ستاسو څخه د شیطان ناپاکي لیري کړي ددې لپاره چي ستاسو زړونه قوی کړي او ستاسو قدمونه ټینګ کړي.


که څه هم مسلمانانو دغه اوبه خپل د ځانو لپاره جمعه کړي وې خو نبی (عليه السلام) خپل د وینو تږو ته هم د دې اوبو د کارولو اجازه ورکړه( ابن هشام ج۲، ص ۱۶) مسلمانانو د شپې د هغو دوه غلامان ونیول او ټول د لښکر حالت یې ځیني معلوم کړه.


معاذ رضی الله عنه رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ته وویل چي موږ به ستاسو لپاره یو ځانګړی ځای جوړ کړو چي تاسو به هلته یاست رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ورسره ومنل، نو د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) لپاره یو ځانګړي ځای جوړ سو، ابوبکر رضی الله عنه په دغه ځای کي ورسره ؤ، حضرت عمر رضی الله عنه وایي: د شپې موږ رسول الله (صلی الله عليه وسلم) د جنګ میدان ته بوتلو او راته ویل یې چي «هذا مصرع فلان غدا انشاء الله» یعني دا به د سبا د فلانکي د مرګ ځای ئې...( سیرت المصطفی ج۲، ۷۴)


حضرت علي کرم الله وجهه وایي چي د بدر په شپه باندي په موږ کي داسي څوک نه ؤ چي نه وي بیده سوی، یواځي رسول الله علیه الف الف صلوات والف والف تحیات ټول شپه یې لمونځ کوی او دعا یې کول ( رواه طبراني و ابن جریر و ابن خزیمة )


کله چي د سهار وخت رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ږغ وکړي چي الصلام عبادالله یعني د الله بندګانو د لمانځه وخت دئ، دغه اواز چي موږ واورېدی ټوله ژر سره یوځای و، رسول الله (صلی الله عليه وسلم) د یوې درختي د بېخ سره ودرېدی او موږ ته یې لمونځ راکړي، د لمانځه څخه وروسته یې د الله په لاري کي د قرباني ترغیب راکړي( رواه ابن ماجه ابی شیبة واحمد و ابن جریر )


وروسته رسول الله (صلی الله عليه وسلم) صفونه سره سیده او منظم کړه هلته د کفارو صفونه سره سم سول، یوه طرفه ته د حق سپین لښکر ؤ او بل طرف د باطل تور لښکرؤ.


کله چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم) د قریشو دغه لوی لښکر ولیدی چي د سامان سره د میدان خواته راتللی نو د الله په دربار کي یې دا دعا کول:


« اللهم هذه قریش قد اقبلت بخیلائها و فخرها تحادک و تکذب رسولک اللهم فنصرک الذی وعدتنی اللهم احینم الغداة» یعني یا الله دغه د قریشو لښکر دئ چي د تکبر او د غرور سره مقابلې ته راغلي دی ستا مخالفت کوی او (غواړي) چي ستا نبي(عليه السلام) درواغجن کړي، یا الله خپل نصرت او فتح را نازله کړه  کوم چي تا زما سره وعده کړې وه او دوی هلاک کړه.

 

د عتبه تقریر:


حکیم بن حزام عتبه ته راغي ورته وې ویل چي ایا دا ښه خبره نه ده چي موږ بېله جنګه ولاړ سو او د عمر حضرمی مرګ په خپل غاړه واخلې عتبه وویل چي دا خو ښه خبره، خو د ابو جهل څخه هم پوښتنه وکړئ. بیا عتبه ولاړ سو او وې ویل چي: اې د قریشو ټولۍ والله ستاسو لپاره د محمد (صلی الله عليه وسلم) او د هغه د اصحابو سره په جنګ کي هیڅ فایده نسته دغه ټوله ستاسو قریبان دي. نتیجه به دا سي چي تاسو د خپل پلرو او وړونو بنی الاعمام او بنی الاخوال قاتلانو ته به یواځي کتونکي پاته سي. محمد (صلی الله عليه وسلم) او عرب سره پرېږدی که چیري په محمد (صلی الله عليه وسلم) باندي عرب مغلوبه سول نو ستاسو مراد به پوره سي او که چیري محمد (صلی الله عليه وسلم)  په عربو مغلوبه سو نو دا هم ستاسو شرف دئ ځکه هغه ستاسو د قوم څخه دئ، ګورئ زما نصیحت مه ردوی، او ما ته بې عقل او ناپوه مه وایاست.


کله چي دا خبر ابوجهل ته را ورسېدی نو عتبه ته یې ډول ډول پېغورونه ورکړه او هغه هم په جوش کي راغي، نو ټوله لشکر په جوش کی راغي.( سیرت المصطفی ج۲، ۷۷)

 

د جنګ پیل:


لومړی د عمومي جنګ د مخه د قریشو درې سرداران د مقابلې لپاره راووتل چي عتبه بن ربیعه، شیبة بن ربیعه او ولید بن عتبه وه.

 

د مسلمانانو لخوا څخه عوف او معوذ او عبد الله بن رواحه رضی الله عنهم ور ووتل، (په دې کي اختلاف دی).عتبه پوښتنه ځیني وکړه چي تاسو څوک یاست؟ هغو ورته وویل چي موږ انصار یو نو ربیعه ورته وویل چي تاسو زموږ جوړه نه یاست. رسول الله (صلی الله عليه وسلم) انصارو ته حکم ورکړي چي تاسو راسي علي، حمزه، او عبیدة بن الحارث رضی الله عنهم ورسئ. نو عتبه پوښتنه وکړه چي څوک یاست؟ هر یوه صحابي خپل نوم ورته وویلي نو هغه وویل چي هو دا زموږ هم سري دي. عبیده رضی الله عنه د عتبه په مقابله کي، حضرت حمزه رضی الله عنه د شیبه په مقابله کی ( په دغه کي اختلاف دی) او حضرت علي کرم الله وجهه د ولید په مقابله کی سول. حضرت حمزه رضی الله عنه  او حضرت علي کرم الله وجهه خو په لومړی وار خپل مقابل مړه کړل خو عبیده رضی الله عنه زخمي سو نو حضرت علي کرم الله وجهه عتبه مړ کړي.(سیرت المصطفی ج ۲، ۷۹، سیرة النبي ج۱، ۱۹۱). 


رسول الله (صلی الله عليه وسلم) د جنګ په ټوله دوران کي د الله په دربار کي خپل مبارک لاسونه پورته کړی وه او د نصرت دعا یې کول.
په لومړی سر کي الله د اسمان څخه زر، بیا درې زره او بیا پنځه  زره ملایکي نازلي کړي.


ځکه په دې جنګ کي ملایکي نازلي سوې چي شیطان خپل لښکر د بنی مدلج د مړو په شکل کي راوستلی ؤ او خپله د سراقه بن مالک په شکل کي راغلي ؤ نو الله ملایکي د مسلمانانو د کومک لپاره را نازلي کړي. (سیرت المصطفی ج ۲، ص ۱۸۵)


ابو اسید ساعدي رضی الله عنه وايي چي د بدر په ورځ ملایکو ږړي لنګوټې تړلي وې، همدارنګه حضرت زبیر رضی الله عنه څخه هم روایت دئ.


خو د بعضي روایاتو د مخي ملایکو سپیني یا توري لنګوټې تړلي وې. حافظ سیوطي (رحمه الله ) فرمایي چي د صحیح روایت څخه معلومیږي چي ملایکو ږړي لنګوټې تړلي وې.


کله چي د دوي داغه درې سرداران ووږل سول نو ابوجهل په لښکر کي ږغ وکړي چي مه بېرېږي. رسول الله (صلی الله عليه وسلم) د قریشو په طرف یو موټ خاوره ور وپاشل او مسلمانانو ته یې د حملې امر وکړي الله د قریشو د لښکر د هر فرد په سترګو کي دا خاوره واچول.
په ډېر لږ وخت کي د قریشو هغه فارس خلګ ووږل سول او مسلمانانو د نورو په نیولو شروع وکړه. د قریشو سرداران په دې جنګ کي ډېر او ږر مړه سول لکه امیه بن خلف، ابو جهل...


په دې جنګ کي ۷۰ کفار ووژل سول او ۷۰ ژوندی ونیول سول.( سیرت المصطفی ج ۲،ص ۱۰۲). د قریشو جسدونه یې څاه ته ور واچول.
د بدر د جنګ د مال غنیمت د تقسیم اختیار الله و رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ته ورکړي چي ته یې هرڅنګه مناسب بولې هغه رقم یې تقسیم کړه نو رسول الله (صلی الله عليه وسلم) هغه مال د ټولو صحابؤ په منځ کي مساوي تقسیم کړي او ځیني هغو صحابؤ ته هم ورکړي چي په جنګ کي نه وه شریک.


رسول الله (صلی الله عليه وسلم) د فتحي د بشارت لپاره مخکي لا قاصد روان کړي چي مدینې ته د فتحي خبر یوسه.


www.taleemulislam.net

سرته