رالیږونکي : قاري خبیب پشت رودي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
1 ښه افکار د پاک روح او روښان فکره سړي څخه را چڼل کیږي. او ښه عطر د ښو ګلانو څخه را چڼل کیږي.
2 که چیري خپل فکرونه بې فائدې ایله کړو، نو په بدیو او مرداریو پسي ځي.
3 زموږ وجود په ښو افکارو وده کوي.
4 دا د انسان فکر دئ چي د ژوند ترتیبات نيسي.
5 زموږ پوښتني زموږ افکار جوړوي.
6 ژبه داسي مه پرېږدئ! چي د خپل فکر بیان نه سي کولای.
7 د ټولو مرداریو سرچینه بد افکار دي موږ یې خپلو مغزوته ورکوو.
8 هر څوک د خپل فکر څخه پېژندل کیږي.
9 د یو انسان ژوند د ده د افکاروڅخه پیژندل کیږي.
10 ستاسي ټول کارونه ستاسي د افکارو څخه را پورته کیږي.
ماخذ: سپڅلي خبري
www.taleemulislam.net