تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مسلمانان د روم د غزاء دپاره ځانونه آماده کوي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 25, 2021
  0

مسلمانان د روم د غزاء دپاره ځانونه آماده کوي


لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


دغه سفر او د دغه جنګ دپاره آمادګي د ډيري سختي او شديدي ګرمۍ په وخت کي وه، بارانونه ځنډېدلي وه او وچکالي پېښه وه، دا وخت داسي وخت ؤ چي مېوې د پخېدلو په حالت کي وې (يعني تر اوسه نه وې پخ سوي خو و پخېدلو ته نژدې وې) د خلکو زړونه د دغه خپلو حاصلاتو سره تړلي وه، دا يې خوښه وه چي حاصلات واخلي او بيا ولاړ سي، مګر د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د طرفه امر واضح او صريح ؤ، چي خامخا بايد و دغه جنګ ته دغه اوس د موجودو مشکلاتو سره سره ووزى.  


د دې جنګ په وتلو کي اختياري معامله نه وه بلکه صريح امر ؤ: هر هغه مسلمان چي د اسلحې د وړلو قدرت لري پر هغه دا واجب او لازمه ده چي و دې جنګ ته ووزي، په دغسي حالاتو کي صادق مسلمان د منافق او ضعيف الإيمانه مسلمان څخه پېژندل کيږي مجاهد او منافق سره معلوميږي، ځکه دا امر اختياري نه ؤ بلکه واجبي او لازمي امر ؤ.


 دغه د تبوک غزاء ته (غزوة العُسره) هم ويل کيږي ځکه دغه غزاء د ګرمۍ او مفلسۍ، تکاليفو او مشکلاتو په وخت کي وه، دغه غزاء د مسلمانانو دپاره ډير لوى امتحان ؤ، د دغي غزاء او د هغې د واقعاتو په باره کي په سورة التوبه کي ډير آياتونه نازل سوي دي چي د دغي غزاء او د هغې حادثات بيانوي،که څه هم په سورة التوبه کي د نورو موضوعاتو په باره کي لکه د مکې مکرمې فتحه او داسي نور بيان هم سته، خو په هغه جمله کي د تبوک د غزاء واقعات او هغه حادثات چي د تبوک تر غزاء وروسته پېښ سوي دي هم بيانوي، د سورة التوبه د ډيرو آياتو په ترجمه تر هغو نه سو پوهېدلاى ترڅو د تبوک د غزاء د واقعاتو معلومات و نه لرو، دا خبره يو وار بيا تکراروم: ترڅو چي په سيرة النبي صلی الله علیه وسلم  نه يو خبر د قرآن مجيد په ډيرو حصو نه سو پوهېدلاى، الله جل جلاله  د سورة التوبه په (۴۱ ، ۴۲) نمبر آياتوکي فرمايي:


انفِرُوا خِفَافًا وَثِقَالًا وَجَاهِدُوا بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ. 


 يعني: اې مسلمانانو! تاسي که سپک ياست که درانه بايد خامخا جهاد ته ولاړ سى، د سپک او درانه څخه مقصد دغه ټول حالات دي، يعني: که پياده ياست که سپاره، که ماړه ياست که غريبان، که زاړه ياست که ځوانان، که روغ ياست که رنځوران، که بې اسلحې ياست يا مسلح، که آزاد ياست که مريان، که مجرد ياست که د کور خاوندان، پر هر حال چي ياست بايد غزا ته ووزى او تاسي د الله جل جلاله  په لار کي د اعلاء کلمةُ الله او د الْهي دين د ترقۍ دپاره په خپلو مالو او په خپلو ځانو جهاد وکړی، دغه جهاد ته ستاسي تګ! ستاسي د دنيا او آخرت دپاره خير دى که تاسي په خپله ګټه او تاوان وپوهېږى.


د جهاد اُخروي ګټي و هرچا ته معلومي دي چي په جنت کي لوړي درجې او ډير نعمتونه دي، مګر د جهاد دنيوي ګټي څه شي دي؟ تر هرڅه د مخه دکفارو څخه غنيمتونه او تر هغه وروسته د عزت ژوند دی، تاسي نن ورځ د مسلمانانو دغه د ذِلّت و ژوند ته متوجه ياست؟ هر چيري چي مسلمان دى هغه ذليله او د ځان اختيار نه لري، د دغه ذِلّت اساسي سبب او علت دا دى چي نن ورځ مسلمانانو جهاد پرې ايښى دى. 
نو کوم وخت چي واقعي مسلمانانو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  اعلان واورېدى چي د روم د جنګ دپاره يې ور بولي د دغه امر د عملي کولو دپاره لکه په مسابقه کي چي وه هر يو کوښښ کوي چي تر هغه بل د مخه خپل ځان تيار او آماده کړي، نو خود د هره طرفه و مدينې منورې ته د قومو او قبيلو را تګ شروع سو، د مسلمانانو څخه يو نفر هم په دې نه ؤ راضي چي د دغي غزاء څخه پاته سي بېله هغو کسانو څخه چي په زړو کي يې د نفاق مرض ؤ، څرنګه چي د دغي غزاء دپاره سفر پر نفس سخت او مشکل ؤ او په دغه سفر کي لو ابتلاء او سخت امتحان ؤ، نو د منافقانو نفاق په خپله ځان ښکاره کاوه او د دې سفره څخه يې په يوه او بله بهانه ځان خلاصاوه، الله جل جلاله  د دغو منافقانو په باره کي د سورة التوبه په (۴۲) نمبر آيات کي فرمايي: 


لَوْ كَانَ عَرَضًا قَرِيبًا وَسَفَرًا قَاصِدًا لَّاتَّبَعُوكَ  که دغه سفر سپک او بې تکليفه واى او دا اميد يې واى چي غنيمتونه او وَلجې په لاس ورځي نو به يې ستا متابعت کړى واى په دغه سفر کي به دي ملګري سوي واى. وَلَكِن بَعُدَتْ عَلَيْهِمُ الشُّقَّةُ مګر دغه لار او مسافه پر دوى ليري سوه نو ځکه نه در سره ولاړل. 


وَسَيَحْلِفُونَ بِاللَّهِ لَوِ اسْتَطَعْنَا لَخَرَجْنَا مَعَكُمْ يُهْلِكُونَ أَنفُسَهُمْ وَاللَّهُ يَعْلَمُ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ.


يعني: کوم وخت چي تاسي بيرته د دغي غزاء څخه راسى نو دوى به په الله سره قسمونه يادوي او وايي به: که چيري زموږ د سفر کولو طاقت واى نو خامخا به موږ ستاسره وتلي واى، دوى خپل ځانونه دغه د درواغو په قسمو سره هلاکوي او الله جل جلاله   عالم دى چي دوى خامخا درواغجنان دي. 


د منافقانو په باره کي دغه آياتونه نازل سوه چي د دوى حال يې رسوا کړى. 


وروڼو! يواځي دا نه بلکه د تبوک په غزاءکي ډير واقعات پېښ سوي دي چي په هغو کي منافقان کشف سوي او رسوا سوي دي، د تبوک غزاء که څه هم په هغه غزاء کي د روم سره جنګ مقصد ؤ مګر په نتيجه کي ډيري شديدي ضربې او واري پر منافقانو وه، حقيقي او واقعي جنګ د منافقانو سره ؤ نه د روم سره، لکه څرنګه چي بيا به يې موږ په راتلونکو واقعاتوکي ووينو. 


کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغي غزاء د وتلو دپاره امر او اعلان وکړی نو أعراب او منافقان و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغله او داسي عذرونه يې ويل او جوړول چي د منلو وړ نه وه، هر يو به په يوه عذر پسي ګرځېدى چي د هغه عذر په  واسطه د غزاء د وتلو او تللو څخه پاته سي. 


منافقان او ضعيف الإيمانه مسلمانان ولي دغي غزاء ته نه تله؟ ولي غواړي چي ځانونه پاته کي؟ ځکه د روم او روميانو سره جنګ! داسي جنګ نه ؤ لکه د خيبر د يهودو سره چي آسانه او نژدې ؤ، دا داسي غزاء وه چي په هغه کي د هغه وخت د دنيا د لوى مملکت سره جنګ کېدى، نو د منافقانو دا يقين ؤ چي مسلمانان ماته او شکست خوري او ډير تکليف ور رسيږي. 


بل دا چي موسم هم د ګرمۍ دی او مسافه هم ډيره ليري وه، نو منافقان وبېرېدل او په عذرو پسي ګرځېدل، ځيني هغه کسان چي په غير معقول يا بېځايه عذر سره به يې ځان پاته کاوه په قرآن مجيد کي ذکر سوي دي چي يو د هغو څخه جَـد بن قيس دى، جَـد بن قيس منافق ؤ او دئ هغه څوک دى چي د حديبيې د صلحي په ورځ د دې دپاره چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره بيعت و نه کړي د  هغه سره اوښ تر شا به پُټېدى او دئ هغه څوک دى چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: تاسي ټوله و جنت ته داخلېږى بېله خاونده څخه د سره اوښ، هغه دغه جَـد بن قيس ؤ او اوس بيا د هغه دپاره بل امتحان راغلى. 


کوم وخت چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د طرفه څخه ښکاره او واضح امر وسو چي د تبوک و غزاء ته وتل واجب او لازمي دي دغه جَـد بن قيس چي منافق او دننه کافر دى خو په ظاهره سره د اسلام دعوه کوي و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلى غواړي چي يو عذر پيدا کي، مګر عذر نه لري نو يې څه و ويل؟ ويل: يا رسولَ الله! ټولو خلکو ته دا معلومه ده چي په ټولو عربو کي زما په مثل څوک نسته چي ډير ژر دي د ښځو په سبب په فتنه او فساد اخته کيږي او د روم ښځي ډيري ښايستې دي، که زما سترګي پر ومښلي ځان نه سم ځني ساتلاى، نو ما هلته مه بيايه، ځکه زه پردې بېرېږم که مي هغه ښځي وليدلې په يوه فساد او فتنه به اخته سم، ما معذوره و بوله د پاته کېدلو اجازه راکه او ما زما په دين کي په فساد او فتنه مه اخته کوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم د پاته کېدلو اجازه ورکړه، الله جل جلاله  د دغه سړي په باره کي د سورة التوبه په (۴۹) نمبر آيات کي فرمايي: 


(وَمِنْهُم مَّن يَقُولُ ائْذَن لِّي وَلَا تَفْتِنِّي أَلَا فِي الْفِتْنَةِ سَقَطُوا وَإِنَّ جَهَنَّمَ لَمُحِيطَةٌ بِالْكَافِرِينَ )التوبه:۴۹)  


يعني: ځيني د دغو منافقانو څخه هغه څوک دى چي وايي: ماته د پاته کېدلو اجازه راکه او ما د ګمراهۍ په فتنه کي مه اچوه، الله جل جلاله  فرمايي: چي خبر اوسه! دوى د پخوا څخه لا په ګمراهي کي لوېدلي وه او بېشکه چي جهنم خامخا پر کافرانو را ګرځېدونکى دى، نو الله جل جلاله  دغه سړي ته د ده د عمل په سبب دا زېرى ورکړی چي دوږخ ته تلونکى يې. 


او بيا الله جل جلاله  و خپل معزز او مكرم رسول صلی الله علیه وسلم  ته په وروستني آيات شريف کي په ډيره نرمه لهجه سره فرمايي: الله عفوه درته کړې ده! ولي دي و دغو نفرو ته د پاته کېدلو اجازه  ورکړه؟ 


عَفَا اللَّهُ عَنكَ لِمَ أَذِنتَ لَهُمْ حَتَّىٰ يَتَبَيَّنَ لَكَ الَّذِينَ صَدَقُوا وَتَعْلَمَ الْكَاذِبِينَ  التوبه:﴿٤٣﴾


الله عفوه درته کړې ده ولي دي و دوى ته د پاته کېدلو اجازه ورکړه؟ او ولي دي تر هغو پوري نه پرېښوول چي تا ته هغه کسان معلوم سوې واى چي په دغه خپل عذر کي صادق دي او درواغجنان دي معلوم کړي واى. 


ځينو منافقانو به په خپل منځ کي سره ويل (يا به يې مومنانو ته ويل) اوس په دغه ګرمي کي جنګ ته مه وزى، صبر وکړی مېوې به ټولي کړو او هوا به هم سړه سي بيا به ووزو، الله جل جلاله  د دوى په جواب کي و فرمايل: 


قُلْ نَارُ جَهَنَّمَ أَشَدُّ حَرًّا لَّوْ كَانُوا يَفْقَهُونَ ﴿٨١﴾ [التوبه]


يعني: اې محمّده!  صلی الله علیه وسلم و دوى ته و وايه: د دوږخ اور نسبت و دغه ګرمۍ ته ډير زيات ګرم دى، که دوى پوهېدلاى نافرماني به يې نه واى کړې. 


مقصد دا چي د سورة التوبه په ډيرو آياتو کي د منافقانو رَد ويل سوى دى، اوس مسلمانان ځانونه آماده کوي د سفر او جنګ دپاره سامان برابروي، مګر ډير خلک غريبان دي هيڅ شئ نه لري، نه پيسې، نه د سپرېدلو دپاره بوده، نه اسلحه او نه د خوړلو مواد، حتّْی د اغوستلو دپاره کالي هم نه لري،تاسي د مسلمانانو د دغه مسکنت او غريبۍ د حال تصور وکړی، خو پر دغه سر بېره بيا هم د هغه وخت د مځکي د مخ د لوى قدرت او طاقت سره جنګيږي، واقعي مسلمانان همېشه هم داسي وي، خبره د قوت او اسلحې نه ده، بلکه خبره د ايمان او د الله جل جلاله  سره د سودا او معاملې ده، د مسلمانانو قوت د لښکر په ډير والي او د اسلحې په زياتوالي کي نه دى بلکه د مسلمانانو قوت د دوى په ايمان سره دى. 


نو دغه غريب او مسکين خلک و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغله او ويل: يا رسولَ الله! و ځينو غني کسانو ته و وايه چي زموږ سره د سپرلۍ دپاره د يوه بوده يا حيوان او نفقې يا خوراکي موادو مرسته وکړي، موږ غواړو چي ستا سره ووزو مګر هيڅ شئ نه لرو.


 وروڼو! داخو در ته معلومه ده چي د مدينې منورې او تبوک په منځ کي تقريبًا (۷۰۰) کيلو متره لار ده، خو دغه لار اوس (۷۰۰) کيلو متره ده چي لار او سړکان پاخه او پر عصري ډول جوړ سوي دي، مګر په هغه وختو کي چي لاري کږې وږې وې، غرونه او شېلې وې ممکن تر (۱۰۰۰) کيلو متره هم زياته وه، نو په دغه اندازه اوږده لار، د سعودي عربستان په سخته او شديده ګرمي کي پر پښو يا پر اوښانو تګ کول آسانه او معمولي کار نه دى، دا خو يواځي د لاري مشکلات وه، هلته بيا د يوه قوي مملکت سره جنګ او مقابله کيږي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ځينو کسانو سره مرسته وکړه مګر د پاته نورو کسانو دپاره يې شئ نه درلودى او هغو ته يې جواب ورکړی چي زما سره شئ نسته چي ستاسي مرسته په وکم، د هغو کسانو د جملې څخه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  جواب ورکړی او د هغو د سپرلۍ دپاره يې بوده او حيوان نه درلودى يو هم سالم بن عُمير رضی الله عنه  او عمرو بن الحمام رضی الله عنه  او داسي نور صحابۀ کرام وه، دغه خلک چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغله او د خپل نه قدرت او مسکنت په سبب يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه مرسته وغوښته او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د طرفه هم د شي نه درلودلو په سبب منفي جواب ورکول سو، په ژړا ژړا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مجلسه څخه نا اميده رهي سوه او د ژړا سبب يې هم دغه ؤ چي د خپل مسکنت په سبب د جهاد څخه پاته کېدل، الله جل جلاله   هغه کسان چي د يوه واقعي عذر په سبب د دغه غزاء او جهاد څخه پاته سوي دي په قرآن مجيد کي ذکر کړي دي او د سورة التوبه په (۹۱، ۹۲، ۹۳) نمبر آياتو کي فرمايي: 


لَّيْسَ عَلَى الضُّعَفَاءِ وَلَا عَلَى الْمَرْضَىٰ وَلَا عَلَى الَّذِينَ لَا يَجِدُونَ مَا يُنفِقُونَ حَرَجٌ إِذَا نَصَحُوا لِلَّهِ وَرَسُولِهِ مَا عَلَى الْمُحْسِنِينَ مِن سَبِيلٍ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿٩١﴾

يعني: پر ضعيفه خلکو، پر مريضو خلکو او پر هغو کسانو چي د جهاد او غزاء دپاره خرڅ او نفقه نه سي پيدا کولاى په دغه سبب چي دوى د غزاء څخه پاته سوه هيڅ ګناه او حرج نسته، کوم وخت چي دوى د الله جل جلاله  او رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره اخلاص کوي او زړونه يې صاف وي، پرنېکو کارانو د إلزام او ملامتيا هيڅ لار نسته او الله جل جلاله   ښه بخښونکى او د ډير رحم خاوند دى.


وَلَا عَلَى الَّذِينَ إِذَا مَا أَتَوْكَ لِتَحْمِلَهُمْ قُلْتَ لَا أَجِدُ مَا أَحْمِلُكُمْ عَلَيْهِ تَوَلَّوا وَّأَعْيُنُهُمْ تَفِيضُ مِنَ الدَّمْعِ حَزَنًا أَلَّا يَجِدُوا مَا يُنفِقُونَ ﴿٩٢﴾او نسته ګناه په سبب د دغه پاته کېدلو پر هغو کسانو! کله چي دوى تا ته د دې دپاره راغله چي د سپرلۍ دپاره بوده ورکړې او تا ورته و ويل: زه داسي شئ نه سم پيدا کولاى چي تاسي پر هغه نقل کړم، دوى په داسي حال کي ولاړل چي تر سترګو يې اوښکي بهېدلې، دوى په دې سبب غمجن وه چي دوى هغه شئ نه کړی پيدا چي په جهاد کي يې خرڅ او مصرف کړي، د جهاد دپاره يې نفقه نه کړه پيدا. 


إِنَّمَا السَّبِيلُ عَلَى الَّذِينَ يَسْتَأْذِنُونَكَ وَهُمْ أَغْنِيَاءُ رَضُوا بِأَن يَكُونُوا مَعَ الْخَوَالِفِ وَطَبَعَ اللَّهُ عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ فَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ ﴿٩٣﴾ بلکه ملامتيا پر هغو کسانو ده  چي دوى اغنياء دي او د پاته کېدلو اجازه غواړي، دوى په دې راضي سوه چي دوى د پاته کسانو سره وي (چي هغه ښځي او نجوني دي) او الله جل جلاله  د دوى پر زړو مهر لګولى دى، نو دوى په خپله بده خاتمه نه پوهيږي.


دغه آياتونه پر منافقانو رَد دى یواځي رد نه بلکه د هغو د شرمولو دپاره يوه شديده ضربه ده.


 کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  وليدل چي ډير داسي خلک سته چي د تللو نيت او إراده لري مګر د هغو سره د تللو دپاره مال او بوده نسته نو  يې په مسجد نبوي کي مسلمانان سره را ټول کړه او د هغو څخه يې وغوښتل چي د دغو غريبو خلکو سره مرسته وکړي، صدقه او د تبرع مال ورته را ټول کي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: څوک دغه جيش العُسره مجهز کوي؟ يعني: د دغه غريب لښکر سره څوک مالي مرسته کوي؟ د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په دغه غوښتنه په مسلمانانو کي داسي حال پېښ سو لکه د خيرات او صدقې په ورکولو کي چي په مسابقه کي سوه، هر يو د مسجد څخه وزي او خپل کور ته ځي، هر يو غواړي چي د خپل قدرت پر اندازه هغه د ده سره موجود مال را وړي. 


يوه د اصحاب کرامو څخه ډير مال را وړى، منافقان په مسجد کي ناست دي او نه ولاړل، اوس چي هغه سړي دغه ډير مال راوړى، ډير زيات مال ؤ او رسول الله صلی الله علیه وسلم  په خوشاله سو، منافقانو و ويل: دا سړئ رياء کوي ځان ښکاره کوي، حال دا چي دوى په خپله منافقان دي هيڅ يې نه راوړل او نه  يې ورکړه، خو هغه مسلمان چي په خپله خوښه د الله او رسول الله صلی الله علیه وسلم  د رضاء دپاره مال را وړى دوى ويل: دا ريا کاره دى او بيا وروسته د اصحاب کرامو څخه يو بل نفر چي غريب او مسکين ؤ شئ يې نه درلودى فقط يوه کاسه خواړه يې را وړل، منافقان بيا په خپل منځ کي سره وايي: دغه يوه کاسه خواړه څه فايده کوي؟ تر دې خو دا بهتره وه چي شئ دي نه واى را وړى، الله جل جلاله  دغه موضوع ته هم اشاره کړې ده او په سورة التوبه کي فرمايي: 

 


الَّذِينَ يَلْمِزُونَ الْمُطَّوِّعِينَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ فِي الصَّدَقَاتِ وَالَّذِينَ لَا يَجِدُونَ إِلَّا جُهْدَهُمْ فَيَسْخَرُونَ مِنْهُمْ ۙ سَخِرَ اللَّهُ مِنْهُمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ  التوبه: ﴿٧٩﴾


 يعني: هغه منافقان چي د مومنانو څخه پر ډير خيرات کونکو عيب وايي (مُطوِّع) و هغه چا ته ويل کيږي چي ډير مال په صدقه کي ورکي، پر دغه مُطَـوِّعينو عيب وايي چي دا رياء کوي او بل پر هغه بې وزله غريب عيب وايي چي د خپل وَس او قدرت پر اندازه يې لږ مال را وړى، نور څه يې په وسه نه وه پوره، نو دغه منافقان په دغه سړي پسخند وهي، الله جل جلاله  به و دوى ته د دغه پسخند او مسخرو سخته جزاء ورکي او دوى لره درد ناکه عذاب سته.          دا هم د منافقانو د عمل رَد بلکه شديد رَد دى. 


ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  هم د مسجد څخه و وتى چي يو شئ را وړي، عمر فاروق رضی الله عنه  هم ولاړ سو غواړي چي يو شئ راوړي، حضرت عمر رضی الله عنه  وايي: دغه د مال او صدقې غوښتنه په داسي وخت کي وه چي زما سره مال موجود ؤ او دا اول وار دى چي زه د مال خاوند وم او مال لرم (نو دا زما دپاره يوه موقع وه چي ممکن تر ابوبکر رضی الله عنه  د مخه سم) عمر رضی الله عنه  وايي: نو مي د ځانه سره و ويل: نن به تر ابوبکر د مخه کېږم، نو حضرت عمر رضی الله عنه  د هغه ماله څخه چي د ده سره موجود ؤ نيم مال را وړى، يعني: د ټول هغه مال چي د ده سره موجود ؤ پوره نيم يې را وړى او په صدقه کي يې و دغه غريب لښکر ته ورکړى (چي جيش العسره ورته ويل کيږي) رسول الله صلی الله علیه وسلم  په خوشاله سو د خير او برکت دعاء يې ورته وکړه، پسله لږه وخته ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  راغلى او خپل ټول مال هرڅه چي يې درلودل هغه يې راوړل او رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته يې کښېښوول، څرنګه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته د ده اقتصادي حال ور معلوم ؤ پوه سو چي خپل ټول مال يې راوړى دى، نو يې و فرمايل: يا ابا بکر و خپل اهل ته دي شئ نه پرېښاوه؟ ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  و ويل: و هغو ته مي الله او رسول الله پرېښوول، سبحان الله! دا د صِدّيق صِدق او اخلاص، ايمان او يقين ؤ چي رزق د الله جل جلاله  د طرفه څخه دى او واقعي توکل يې پر هغه الله ؤ نه پر مال، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خير او برکت دعاء ورته وکړه. 


عمر فاروق رضی الله عنه  وليدل: په دغه وخت کي چي ده دا نيت او إراده هم  کړې وه چي تر ابوبکر رضی الله عنه  به د مخه کېږم، بيا هم نه سو د مخه، نو ويل: يا ابا بکر! والله هيڅ وخت ترتا نه سم د مخه کېدلاى او دا هغه د خير په کارو کي تنافس، مسابقه او مقابله ده لکه الله جل جلاله  چي فرمايي: 


﴿ خِتَامُهُ مِسْكٌ وَفِي ذَٰلِكَ فَلْيَتَنَافَسِ الْمُتَنَافِسُونَ﴾[المطففين:۲۶] 


حضرت عثمان بن عفان ذي النورین رضی الله عنه  چي يوه تجارتي قافله يې د شام دپاره جوړه کړې وه په هغه قافله کي دوه سوه اوښه وه، دغه ټول اوښان يې د مال او سامانه سره او دوه سوه اوقيه د سپينو زرو، د دغه جيش العُسره دپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په اختيار کي کښېښوول، مګر بيا هم دغه را ټول سوي مالونه د پوره لښکر د مجهز کولو دپاره بس او کافي نه وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ډير لوى خير او صدقه غوښتل چي د ډيرو خلکو ضروريات ور پوره کي او لوى لښکر جوړ سي. 


اوس بيا ټول مسلمانان په مسجدکي سره يو ځاى دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ولاړ سو او په خطبه ويلو يې شروع وکړه او په دغه خطبه سره يې غنيان خلک مقصد وه، ځکه اغنياءکولاى سي چي واقعي مرسته وکړي، حتّْی د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په وخت او زمانه کي هم دغسي کارونه غنيانو مخ ته بېولاى سواى، که څه هم د غريبانو او مسکينانو څخه د خير په کارو کي اشتراک په کار دى، د خپل قدرت پراندازه بايد حصه پکښي واخلي مګر حقيقي او واقعي مرسته اغنياء کولاى سي، دوى دي چي په خپل مالي قدرت سره د جهاد، دعوت او د اسلام د نشرولوکارونه مخ ته بېولاى سي.


 نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  غوښتل چي دغه اغنياء يو څه وکړي او وې فرمايل: څوک و جيش العُسره ته د جنګ سامان او ضروريات ور برابروي؟ او هغه لره د دغه خير په مقابل کي جنت دى، دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د طرفه وعده وه! که چا دغه لښکر مجهز کړى هغه لره جنت دى، حضرت عثمان بن عفان ذي النورين رضی الله عنه  ولاړ سو او ويل: يا رسول الله! زما د طرفه سل اوښه سره د ټولو هغه شيانو چي دغه سل نفره ضرورت ورته لري، لکه اسلحه خوراکه او نور د احتياج سامان زه ورکوم، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خير دعاء ورته وکړه او عثمان رضی الله عنه کښېنستى، څرنګه چي ضرورت تر دغه ډير زيات ؤ،  رسول الله صلی الله علیه وسلم  بيا و فرمايل: څوک جيش العسره مجهز کوي؟ او هغه لره جنت دى.


دوهم وار بيا حضرت عثمان رضی الله عنه  ولاړ سو او ويل: سل اوښه د ټولو ضرورياتو سره پرما دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خير دعاء ورته وکړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  بيا هغه خبره کوي .


او په هر وار کي عثمان رضی الله عنه  ولاړيږي او سل اوښه د ټولو ضرورياتو سره پر ځان ايږدي،  څو (۷) واره ولاړ سو، چي په نتيجه کي د عثمان رضی الله عنه  خيرات او صدقه و (۹۰۰) اوښانو او (۱۰۰) آسانو ته ورسېدل، بيله هغه نقدو زرو چي و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته يې ورکړي وه او بيا عثمان رضی الله عنه  د سرو زرو زر ديناره راوړل او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په لمن کي يې ور واچول، رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه دينارونه سره اړول او عثمان رضی الله عنه  ته يې يوه خبره وکړه، تاسي پوهېږى چي دغه خبره به څومره قېمت او ارزښت لري؟ په والله د ټولي دنيا تر مالو او نعمتو ښه او بهتره ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل:« مَا ضَـرّ عثمان مَا فَعَلَ بَعدَ اليوم« يعني: عثمان رضی الله عنه  چي پسله نن ورځي څخه هر کار وکړي ضرر نه ور رسوي، د عثمان رضی الله عنه  دغه صدقه د ده د تيرو سوو او را تلونکو ګنهو کفاره سوه. 


سبحان الله! دا د صدقې او خيرات فضيلت دى خاصتًا چي د الله جل جلاله   د دين د ترقۍ او لوړ والي دپاره مصرفيږي، که د مسلمانانو سره د هغو د غريبۍ او سختيو په وخت کي مرسته وکړې الله جل جلاله  به څومره د خير معامله در سره وکړي، عبدالرّحمْن بن عوف رضی الله عنه  د سپينو زرو دوه سوه اوقيه راوړل، حضرت عباس رضی الله عنه  ډير مال را وړى، طلحه، سعد بن عُباده، محمّد بن مسلمه ټولو صحابۀ کرامو يو په بل پسي مالونه را وړل، عاصم بن عدي رضی الله عنه  (۹۰) وثقه  خرما را وړه (وثق لکه خروار)هر يو د خپل قدرته سره برابر يو څه را وړي، حتّْی ځيني خلک چي څه يې نه درلودل دوې درې لپي خواړه به يې را اخستي وه.


 ښځو د خپله قدرته سره موافق خپلي ګېڼې را لېږلې، چا والي، چا غاړګۍ، چا پاى زېبونه، چا انګشترۍ رالېږل، هيچا پر خپل مال لاس و نه نيوى او نه يې بُخل وکړی بېله منافقانو، مال خو يې نه راوړى بلکه لغازونه يې لا هم ويل چي دې رياء وکړه! او د دې و دغه لږ مال ته هیڅ ضرورت نه ؤ او داسي نوري خبري.  


په دغه وخت کي چي دلته د لښکر د جوړولو او وتلو آمادګي نيول کيږي ځيني اعراب و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته راځي او د نه تللو دپاره عذرونه وايي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم د دوى عذرونه قبلول ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم  پوهېدى كوم خلک چي په دغسي وخت کي عذرونه وايي اصلاً په هغو کي خیر او فايده نسته، او نه د دوى څخه ګټه اخستل کېدلاى سي، ډيرو خلکو عذرونه او بهانې جوړي کړې او پاته سوه. 


رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل لښکر د مدينې منورې څخه وايستى او ترمدينې منورې دباندي يې خېمې و درولې او هلته يې د هغو خلکو انتظار کاوه چي د دغه غزاء دپاره پسي ور وتل، و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ديرش زره نفره راټول سوه، دا اول وار دى چي 
د مسلمانانو لښکر و ديرشو زرو نفرو ته رسيږي. 


موږ  مخ کي ويلي وه چي دغه غزاء د هجرت د نهم کال د رجب په مياشت کي وه او تر دغه لس مياشتي د مخه د هجرت د اتم کال د روژې په مياشت کي  مکه مکرمه فتحه سوه چي په هغه وخت کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره لس زره نفره وتلي وه، نو د يوه کال بلکه د لسو مياشتو په جريان کي د مسلمانانو د لښکر شمېر و ديرشو زرو نفرو ته ورسېدى، کوم وخت چي  رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خپل لښکره سره تر مدينې منورې دباندي خېمې و درولې، رئيس المنافقين عبدالله بن اُبى د خپلو منافقو ملګرو سره هم ور و وتى او هلته يې جلا خېمې و درولې، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  او د مسلمانانو د خېمو سره يې نه واړول بلکه د خپل ځان دپاره يې په بله منطقه کي جلا  خېمې و درولې او خلک تشويقوي چي د دوى سره واړوي، ځينو خلکو هم د دوى سره واړول. 


کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د تبوک و طرف ته حرکت کاوه عبدالله بن اُبى و ويل: دغه اوس د ګرمۍ وخت او د حاصلاتو موسم دى دا وخت د وتلو دپاره نه دى مناسب، چي مېوې پخې سوې او هوا يخه سوه بيا به ووزو، دغه منافق دا کار  قصداً کوي غواړي چي نور خلک هم د ده د خبرو تر تاثير لاندي سي او پاته سي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  لښکر د تبوک پر طرف حرکت وکړی او عبدالله بن اُبى د خپلو نورو منافقانو په ملګرتيا د مدينې منورې پر طرف رهي سو، نو د اُبى زوى منافق عبدالله په دې غزاء کي ګډون او اشتراک و نه کړى، دئ او د ده ملګري منافقان ټول پاته سوه.


کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د تبوک پر طرف حرکت کاوه محمّد بن مسلمه الانصاري رضی الله عنه  يې پر مدينه منوره حاکم پرېښاوه او د خپلي کورنۍ د سر پرستۍ دپاره يې د ځان نائب او خليفه حضرت علي رضی الله عنه  پرېښاوه، دلته بیا منافقانو يوه آوازه واچول، هغه دا چي دوى به ويل: رسول الله صلی الله علیه وسلم  چي علي رضی الله عنه  پرېښاوه د هغه سبب دا ؤ چي د علي رضی الله عنه  زړه نه غوښتل چي دغه غزاء ته ووزي، دغه آوازه په خلکو کي دومره نشر سوه چي  تر علي رضی الله عنه  پوري ورسېدل، معلومه خبره ده چي په دغه آوازه سره حضرت علي رضی الله عنه  خواشينى سو، نو يې خپله اسلحه واخستل او په لښکر پسي ور رهي سو او هلته ور ورسېدى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  چي وليدى ويل: يا علي! ولي را و وتې؟ آيا ما ته د ځان خليفه و نه ګرځولې؟ علي رضی الله عنه  ويل: يا رسولَ الله! خلکو ويل: تا زه په دې سبب پرېښوولم او د ځان خليفه دي وګرځولم چي په ماکي دي دروندوالى او کاهلي وليدل، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: هيڅکله داسي نه ده، آيا ته نه يې راضي چي و ما ته په هغه درجه کي سې لکه هارون چي و موسْي(عليه السلام)ته مګر ترما وروسته نبي نسته، چي د حديث شريف لفظ داسي دی:  


 »ألا تَرضْى أن تَکونَ مِنّي بِمَنزِلَةِ هارونَ مِن موسْى؟ إلا  أنه لا نَبيّ بعدي«. 


وروڼو! کوم وخت چي موسْى عليه السلام  د الله جل جلاله  د ملاقات دپاره ولاړى هارون عليه السلام  چي د ده ورور ؤ د ځان خليفه يې وګرځاوه، چي د موسْى عليه السلام  په غياب کي د بني اسرائيلو دکارو مسئوله وي، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم  په دغه خپل قول کي يوه مهمه جمله د دې دپاره پر زياته کړه چي خلک د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د قول څخه بده استفاده و نه کړي يا غلط مقصد ځني وانه خلي، هغه دا: کوم وخت چي موسْى عليه السلام  هارون عليه السلام  د ځان خليفه وګرځاوه په خپله هارون عليه السلام  هم نبي ؤ، نو به خلکو دا ويلاى چي علي رضی الله عنه  هم په دغه حديث او په دغه مثال سره نبي دى، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغه اشتباه د ليري کولو او پورته کولو دپاره پر هغه خپل قول دا جمله هم زياته کړه چي وې  فرمايل: مګر ترما وروسته نبي نسته، يعني: هـو! ته و ما ته په هغه درجه کي يې کوم چي هارون عليه السلام  و موسْى عليه السلام  ته ؤ، فقط د نائب او خليفه پر اندازه مګر نبي نه يې، نو حضرت علي رضی الله عنه  په دغه خبره راضي سو او بيرته مدينې منورې ته را وګرځېدى، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په امر په مدينه منوره کي پاته سو.


 رسول الله صلی الله علیه وسلم  د پنجشنبې په ورځ د مدينې منورې د شمال پر طرف د تبوک په نيت په داسي حال کي حرکت وکړی چي ډير لوى لښکر ور سره دى، ديرش زره نفره دي، تر دې د مخه هيڅکله د مسلمانانو لښکر په دومره شمېر او ډيرواله نه ؤ وتلى، سره د هغه چي مسلمانانو خپل مالونه د دغه لښکر د تجهيزاتو او سامانو د پوره کولو دپاره په پوره صدق او اخلاص سره وښندل خو بيا هم په لښکر کي د اوښانو او نفقې ډيره سخته کمي وه، تر داسي اندازې چي اتلس نفره به په يوه اوښ سره شريکان وه، خپل د ضرورت سامان به يې پر بارکړى ؤ، ځيني به په نوبت سپرېدل او ځانونه به يې هوسا کول او ډير ځله په لار کي د وُنو د پاڼو وخوړلو ته اړ سوه، حتّْی چي د پاڼو د خوړلو څخه يې شنډان و پړسېدل نو ځکه و دغه لښکر ته (جيش العُسره) ويل کيږي. 


او د هغو اصحاب کرامو څخه چي په صدق او ايمان سره مشهوره وه تقريبًا يوولس نفره پاته سوه او دې غزاء ته نه و وتل، چي د هغو د جملې څخه يو هم ابو خَيثُمه رضی الله عنه  ؤ.


 لښکر حرکت وکړی او رهي سو، ابو خيثمه رضی الله عنه  وايي نن پسي ځم سبا پسي ځم، په دغه نن او سبا کي لښکر ډير ليري ولاړى او ابو خَيثُمه رضی الله عنه  پاته سو، ابو خيثمه رضی الله عنه  دوې ښځي درلو دې څرنګه چي موسم د ګرمۍ ؤ په دغه وخت کي دوى په خپلو باغو کي ژوند کاوه او هري ښځي يې هلته هغه د دوى په باغ کي د خپل ځان دپاره عريش درلودى (عريش) په عربي کي و بې سره منا ته ويل کيږي، يا بې سره خېمه، چي شا وخوا يې پردې را ګرځولي وي او سريې لڅ وي، دغه ته عريش وايي، نو يوه ورځ ابو خيثمه رضی الله عنه  کورته راغلى، وې لیده چي دواړو ښځو يې د عريش پرشا وخوا مځکه آب پاشي کړې ده او په دغه وخت کي هغه نوى ګل ميوه هم رسېدلې وه، يعني: هغه اولي مېوې پخ سوي وې دغه مېوې هم پرتې دي، ابو خَيثُمه کور ته ورغلى مځکه آب پاشي ده، د څښلو دپاره يخي سوي اوبـه پرتې دي، اول ګل ميوه راوړه سوې ده د خوړلو دپاره خواړه تيار دي، دواړو ښځو يې د هغه وخت فېشن کړى دى، لباس او ځانونه يې پاک کړي دي، ابو خيثمه رضی الله عنه  چي دا حال وليدى د خپل ځانه سره يې و ويل: سبحان الله! يا ابا خيثمه! ته په سايه او يخو اوبو کي يې، د دوو ښځو په منځ کي يې، شا وخوا مېوې درته پرتې دي او رسول الله صلی الله علیه وسلم  په دښت او ګرمي کي، په سفر او مزلو کي، په لوږو او تندو کي دى، آيا دا عدل او انصاف دى؟  دا څنګه کېدلاى سي چي يو سړئ دي مومن او مسلمان وي او په دې کار دي راضي وي؟  د پښتو او پښتنو لوى شاعر حميد بابا وايي:


سزا وار د هر ستم او هر پېغور يم                چي مي يار په سفر تللى زه پرکور يم

 

نو ابو خيثمه رضی الله عنه  قسم ياد کړی ويل: والله دغه عريش ته نه در ننوزم تر څو زما د سفر دپاره بوده او خوراکه را برابر نه کړی چي په رسول الله  صلی الله علیه وسلم پسي رهي سم،  واقعًا هم ابو خيثمه رضی الله عنه  و هغه عريش ته نه سو ور داخل، څو د ده د سفر دپاره بوده او خوراکه برابر سوه، فورًا په رسول الله صلی الله علیه وسلم  پسي رهي سو، عادتًا لښکر چي يو څه تګ او مزل وکړي بيا په يوه ځاى کي د راحت دپاره اړوي، مګر ابو خيثمه رضی الله عنه  بېله اشد ضرورته نه اړوي او نه پاته کيږي پرله پسې تګ کوي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  دا عادت ؤ چي په لښکر کي به ګرځېدى د خلکو د حالاتو معلومات به يې کاوه، دا ور معلومېدل چي څوک پاته دي؟ يا د لښکر څخه خو به څوک نه وي ورک سوى يا پاته سوى؟ زموږ دپاره دا هم يوه د غور او دقت موضوع ده چي رسول الله ته دا ور معلومېدل چي د ديرشو زرو نفرو څخه څوک سته او څوک نسته؟ يا څوک ورک سوى دى؟ د هغه طلب به يې کاوه چي څه سو؟ کوم تکليف خو به په لار کي نه وي ورته پېښ سوى، دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خپلو اصحابو پر ساتنه او سلامتيا حرص او کوښښ ؤ.


 نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته دا ورمعلومه سوه چي په لښکر کي ابو خيثمه، کعب بن مالک، هلال بن اميه، مراره بن ربيع او د اصحاب کرامو څخه څو نفره نور نسته، خلکو پر دغه پاته سوو خلکو عيب ويل شروع کړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: عيب مه پر واياست، هر يو که په دوى کي ښه او د خير سړئ ؤ هغه به الله جل جلاله  را ولي او که بل قسم وه الله جل جلاله  ځني فارغه او بېغمه کړلاست، خلک په دغه خبرو کي وه چي د ليري څخه يې يو نفر وليدى چي پر اوښ سپور دى او په لښکر پسي را رهي دى، دا معلومه خبره ده چي د ليري څخه څوک نه پيژندل کيږي نو هر يوه د ځانه څخه ګمان کاوه چي دا به فلانئ وي، هغه بل به ويل: يا! فلانئ يې بولم، بل به ويل: ښايي فلانئ وي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: کُن ابا خيثُمه، پسله لږه وخته هغه نفر را نژدې سو، خلکو ويل: يا رسولَ الله! هـو دغه سړئ ابو خيثمه دى، خير ابو خيثمه لښکر ته را و رسېدى د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره يې وليدل، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته په قهر ؤ او شديده خبره يې ورته وکړه، هغه دا چي وې فرمايل:( اَو لا لکَ يا ابا خيثُمه! اولا لکَ يا ابا خيثمه!) ابو خيثمه عذر وايي خو رسول الله صلی الله علیه وسلم  په تکرار سره دغه جمله ورته وايي: اَولا لکَ يا ابا خيثمه! مفسرين د (اَولا لکَ) ترجمه داسي کوي: هلاک ته يې نژدې کړې يا ابا خيثمه، يعني: قريبه وه چي هلاک سې که د الله جل جلاله  رحم نه واى درباندي سوى. 


او بيا نبي الرّحمه صلی الله علیه وسلم  عفوه ورته وکړه بلکه د خير دعاء يې هم ورته وکړه نو ابو خيثمه رضی الله عنه  د دغه خپل عدل او صحي قضاوت د برکته د الله جل جلاله  د عذابه څخه خلاص سو. 


 لښکر رهي دى په لار کي و حِجر ته ورسېدل (حِجر) د يوه ځاى نوم دى چي مدائن صالح هم ورته ويل کيږي او دغه ځاى د صالح عليه السلام  د قوم چي ثموديان دي د استوګني ځاى ؤ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  تر دغه حِجر دباندي خېمې و درولې، اوس د مسلمانانو سره اوبه هم نسته، نو مسلمانان ولاړل د هغه څاهانو څخه يې اوبه راوړې چي په دغه حِجر کي موجود وه، په دغو اوبو سره يې اوړه خشته يا لانده کړه او نور هم د خپل ضرورت دپاره دغه اوبه استعمالوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته معلومات نه وه چي دغه اوبه يې دکومه ځايه څخه راوړي دي، بيا په وروسته کي معلومات ورته وسوه چي دغه اوبه د حِجر يا مدائن صالح څخه را وړل سوي دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  په قهر سو، ځکه هغه قوم چي دلته اوسېدى هغه ثموديان وه او پر هغو د الله جل جلاله  قهر او غضب نازل سوى ؤ، د الله جل جلاله  لعنت پر سوى ؤ او الله جل جلاله  د دوى په کورو او ځايو کي اوسېدل منعه کړي وه، الله جل جلاله  فرمايي:


وَسَكَنتُمْ فِي مَسَاكِنِ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَنفُسَهُمْ وَتَبَيَّنَ لَكُمْ كَيْفَ فَعَلْنَا بِهِمْ وَضَرَبْنَا لَكُمُ الْأَمْثَالَ .ابراهيم:﴿٤٥﴾


يعني: تاسي د هغو کسانو په کورو کي اوسېدلاست چي پر خپلو ځانو يې په کفر او ګنهو سره ظلم کړى ؤ او تاسي ته معلومه او ښکاره سوه چي موږ په هغو څنګه کار وکړی یا څه وکړل او تاسي ته موږ مثالونه بيان کړي دي. 


نو ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغه قوم د هر شي استعمالول منعه کړه، که د دوى اوبه وې که کورونه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  امر وکړی چي ټوله هغه اوبه چي د حِجر څخه مو را وړي دي چپه او توى کړی او هر هغه اوړه چي د حِجر په اوبو خشته يا لانده سوي دي و اوښانو ته یې ورکړی د هغه څخه دي مسلمانان خورک نه کوي او بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغه ځايه څخه د بارېدلو امر وکړی او وې فرمايل: که تاسي د هغو خلکو د کورو سره تېرېدلاست چي پر خپلو ځانو يې ظلم کړى دى چابک تېرېږى، مخان مو پټ کړی او ژاړى، دپاره د دې چي تاسي په هغه مصيبت او آفت اخته او مبتلا نه سى کوم چي دوى په اخته سوي وه.

 
نو زموږ دپاره دا سنت سوه او سنت دي چي پر هغه قوم يا هغه منطقه تېريږو کوم چي د الله جل جلاله  عذاب پر نازل سوی وي، خسف سوي يا هلاک سوي وي، موږ بايد تر هغه ځاى ژر او په چابکي سره تېر سو، مخان پټ کړو او دا دعاء وايو » اللّهمّ لاَ تَجعَلنِي مِنَ القَومِ الظّالِمِينَ«  خير لښکر تر حِجر تېر سو مګر اوس اوبه نه لري، هغه اوبه چي يې د حِجر څخه را وړي وې هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په امر چپه او توى سوې، مسلمانان د اوبو د نه درلودلو په سبب په تکليف سوه، نو  رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته په شکايت ورغله ويل: يا رسول الله! هيڅ اوبه نه لرو (ديرش زره نفره لښکر دى او اوبه نه لري) رسول الله صلی الله علیه وسلم  دعاء وکړه، اصحاب کرام وايي: والله په آسمان کي هيڅ اوريځ نه وه خو اوريځي پيدا سوې او سره يو ځاى سوې، باران په اورېدلو شروع وکړه صحابۀ کرامو غسلونه وکړه اوبه يې وڅښلې او خپل لوښي يې ټوله په ډک کړه او بيا چي دوى د دغه ځاى څخه رهي سوه پر ټوله لار باران نه ؤ سوى بېله هغه ځايه څخه چي دوى هلته اړولي وه، الله لره دي پاکي وي فقط د دوى د ضرورت د پوره کولو دپاره يې باران پر و اوراوه او نوره ټوله لار وچه وه، دا هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د معجزو څخه يوه معجزه ده.


 امام احمد د ابو هريره رضی الله عنه  څخه روايت کوي چي وايي: د تبوک په غزاء کي د خلکو خوراکي مواد خلاص سوه او په لوږه اخته سوه، نو ويل: يا رسولَ الله! که ته اجازه را ته وکې چي موږ د خپلو اوښانو څخه ځيني حلال کړو او وې خورو. 


تاسي ته د مسلمانانو د اوښانو لږوالی هم در معلوم دی چي څو نفره به د خپلو سامانو د وړلو دپاره په يوه اوښ شريکان وه او اوس د لوږي څخه د دغو اوښانو د حلالولو اجازه غواړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: حلال يې کړی، حضرت عمر رضی الله عنه  و ويل: يا رسولَ الله! که دوى اوښان حلال  کي د سامان د وړلو دپاره مو حيوانات کميږي، ته دوى امر که چي هغه لږ خواړه کوم چي د دوى سره پاته دي هغه دي راوړي او بيا ته د برکت دعاء ورته وکه، ښايي الله جل جلاله  دغه د دوى په خوړو کي برکت واچوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم امر وکړی چي يو فرش آوارکړی او ويل: ستاسي سره چي کوم خواړه پاته دي هغه راوړى، چا يو مُټ جواري را اخستي وه، چا يو مټ خرما را وړل، چا د ډوډۍ يوه ټوټه را اخستې وه پر دغه فرش يې ايږدې، څو پر دغه فرش د خوړلو لږ شيان کښېښوول سوه، د ټول لښکر سره دغه پاته وه، بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  دعاء وکړه او د لښکر خلکو ته يې و ويل: په خپلو لوښو کي دغه خواړه وړى، هر يو راځي خپل لوښى ډکوي او ځي، ترڅو په لښکر کي داسي لوښى نه سو پاته چي ډک يې نه کړی او ټولو هم ترماړه نسه وخوړل، خو بيا هم پر دغه فرش خواړه پاته وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل:« أشهد أن لا إلْه إلا الله وأني رسول الله»هر بنده چي په دغه کلمه کي شک و نه لري د الله جل جلاله  سره به نه سي ملاقي چي د هغه څخه دي جنت پټ کړه سي، يعني: هر هغه څوک چي پر دغه کلمه په صدق او اخلاص سره ايمان و لري هغه به جنت ته ځي (البته د ګنهو تر جزاء وروسته) دا هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم  معجزه وه. 
وروڼو! تاسي کولاى سى چي د دغه کتاب څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  معجزې را وباسى او په يوه خاصه کتابچه يا دفتر کي يې جلا و ليکى، نو به د رسول الله صلی الله علیه وسلم   د معجزو يوه ډيره لويه مجموعه ولرى. که څه هم علماء کرامو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د معجزو یو خاص کتاب لیکلی دی او په کتاب پلورنځیو کي پیدا کیږي.


خير لښکر د تبوک پر طرف رهي دى خو ابو ذر رضی الله عنه  کرار کرار د لښکر څخه تر شا پاته کيږي، څو دومره تر شا سو چي نور نو نه معلومېدى، کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د لښکر د افرادو معلومات کاوه چي څوک نسته يا څوک پر لار پاته سوي دي؟ معلومه سوه چي ابو ذر رضی الله عنه  په لښکر کي نسته، ځينو کسانو پر ابو ذر رضی الله عنه  عيب ويل شروع کړه، ويل: زموږ سره ؤ او تر شا پاته سو دنيا ورکش کړی، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: داسي مه واياست که په ده کي خير ؤ الله جل جلاله  به يې را ولي اوکه غير د دغه څخه ؤ الله جل جلاله  ځني خلاص او فارغه کړلاست. 


اوس نو ابو ذر رضی الله عنه  ته څه پېښه ده چي تر شا پاته سو؟ هغه دا چي هغه د ده اوښه چي دئ پر سپور ؤ ناجوړه او مريضه سوه، کرار کرار ځي، ابو ذر رضی الله عنه  چي هر څه کوښښ وکړي چي اوښه يې د لښکر سره يو ځاى ولاړه سي خو هغه مريضه ده نه سي تلاى، نو خود کرار کرار تر شا کېدى څو تر سترګو نهام سو، بالآخره اوښه و داسي حال ته ورسېدل چي هيڅ نه سي تلاى (پرېوتل) ابو ذر رضی الله عنه  هرڅه کوښښ کوي چي ولاړه يې کي خو هغه د ولاړو نه ده او پياده تګ هم سخت او مشکل دى ځکه تبوک ډير ليري دى، اوس ابو ذر رضی الله عنه  په حيرت کي دى چي بيرته مدينې منورې ته ولاړ سم او که پر پښو په لښکر پسي رهي سم؟ خو دواړه کاره سخت او مشکل دي، ځکه که مدينې منورې ته ولاړ سي د جهاده څخه پاته سو او که په لښکر پسي پياده ځي ډيره زياته لار ده او دغه سامان چي ور سره دى څه په وکړي؟ خو په آخر کي ابو ذر رضی الله عنه  دا فيصله وکړه چي په لښکر پسي به پياده ځم، اوښه يې پر دغه ځاى پرېښوول، هغه سامان او خوراکي شيان چي پر اوښه باروه دومره يې ور سره واخستل چي ده وړلاى سواى نو پلنډه په شا په لښکر پسي پياده رهي سو، نور ټول لښکر سپاره دي، هـو ځيني اوښان داسي وه چي يو اوښ به په څو نفرو شريک ؤ، خو اقلاً د دغو نفرو سامان به پر هغه اوښ بار ؤ او يوه يوه به په نوبت سره خپل ځان هم هوسا کاوه، خو پر مخ پياده نفر په لښکر کي نه ؤ موجود چي خپل خواړه دي يې هم پر اوږو ور سره اخستي وي بيله ابو ذر رضی الله عنه  څخه چي پياده په لښکر پسي رهي دى او پلنډه يې هم په شاده، لښکر پرلاري د استراحت دپاره اړوي خو ابو ذر رضی الله عنه  پرله پسې تګ کوي آرام او استراحت نه کوي غواړي چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په ملګرتيا جهاد وکړي او د جهاد څخه پاته نه سي، څو و لښکر ته ور نژدې سو، خلکو د ليري څخه وليدل چي يو نفر ترشا پياده او پر پښو پسي ور رهي دى، خلک په تعجب کي سوه چي په دې ګرمي او وچ دښت کي يو نفر څنګه پر پښو په دوى پسي ور رهي دى؟ د خلکو څخه هر يو وايي: دا به فلانئ وي يا به فلانئ وي، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم   و فرمايل« کُن أبا ذر«  کُن په عربي کي د امر لفظ دى يعني: ابا ذر سه، مګر دلته مقصد دعاء ده يعني: الله دي وکړي چي ابا ذر وي او هغه هم ابو ذر رضی الله عنه  ؤ او په لښکر پسي ور ورسېدى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته يې د خپلي اوښي د مريضۍ او ناجوړۍ حال ووايه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  دعاء ورته وکړه او وې فرمايل:
« رَحِمَ اللهُ أبا ذر يَمشِي  وَحدَهُ وَ يَمُوتُ وَحدَهُ وَ يُبعَثُ وَحدَهُ » يعني: الله جل جلاله  دي پر ابو ذر رضی الله عنه  ورحميږي يواځي تګ کوي او يواځي به مري او د قيامت په ورځ به يواځي را پاڅول کيږي. دا د ابو ذر رضی الله عنه  درجه او مقام دى، يعني: دئ رضی الله عنه  په خپله لکه يو امت د قيامت په ورځ به جلا او یواځي را پاڅول کيږي.


ورځي او کلونه تېرېدل د حضرت عثمان رضی الله عنه  د خلافت په وختو کي ابو ذر رضی الله عنه  په (ربذه)کي تنها ژوندکاوه،ربذه د مدينې منورې پر شا وخوا يوه منطقه ده او ابو ذر رضی الله عنه  هلته يواځي اوسېدى، د خلکو سره د ده ژوند په تکليف ؤ، يا دا چي خلکو د ده سره ژوند نه سواى کولاى ځکه دئ رضی الله عنه  د حق په ويلو کي ډير صريح ؤ د هري موضوع په باره کي يې په ښکاره او واضحه الفاظو حق بياناوه، خلکو دغه د ده حق ويل نه سواى زغملاى څو دئ رضی الله عنه  و دې ته مجبوره سو چي يواځي و اوسيږي، نو هلته په ربذه کي يواځي اوسېدى، فقط يو دئ، يوه يې ښځه او يو يې کوچنئ مريئ ؤ او هلته په تنهايي کي يواځي وفات سو، د ده د وفات په وخت کي دئ پوهېدى چي ښځه يې نه سي ښخولاى او هغه هم سپين سرې وه نو يې خپلي ښځي ته و ويل: که زه مړ سوم پسله غسل او کفن څخه مي د مدينې منورې پر دغه عمومي لار کښېږده ښايي يوه قافله به تيريږي و هغو ته و واياست: دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ملګرى ابو ذر دى، هغه د قافلې خلک به مي ښخ کړي او بيا وفات سو، ښځي او مريي هم پسله غسله او کفنه دغه د ده جسد پر هغه عمومي لار کښېښاوه چي د عراق څخه و مدينې منورې ته راتله، په دغه وخت کي د عراق د طرفه يوه قافله راغله چي عبدالله بن مسعود رضی الله عنه  هم ور سره ملګرى ؤ، د قافلې خلکو وليدل چي د لاري په منځ کي يوه جنازه پرته ده، هغه کوچنئ مريئ ور ولاړ سو او ويل: دغه جنازه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ملګري ابو ذر ده په ښخېدلو کي يې مرسته را سره وکړی، عبدالله بن  مسعود رضی الله عنه  چي ژړل يې و ويل: زه شاهدي آداءکوم چي ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه واورېدل چي وې فرمايل: 


«رَحِمَ اللهُ أباذر يَمشِي وَحدَهُ وَ يَمُوتُ وَحدَهُ وَ يُبعَثُ وَحدَهُ».


يعني: الله دي پر ابو ذر و رحـميږي يواځي تـګ کوي او يواځي به مـري او د قيامت په ورځ به يواځي را پاڅول کيږي. 


او بيا د قافلې خلکو ښخ کړى، دا په دنيا کي د ابو ذر رضی الله عنه   درجه  وه او  په  آخرت کي ده رضی الله عنه  لره خاصه درجه او مقام سته چي يواځي به را پورته کيږي.


خير د مسلمانانو لښکر د تبوک و طرف ته رهي دى اوس چي و تبوک ته ور نژدې سوه رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: سبا به ان شاء الله تعالْى د تبوک و چينې ته ورسېږى چي (وَشَل) ورته ويل کېده، وشل په لار کي يوه لويه ډبره وه چي د هغې څخه لږ اوبه را څڅېدې، دومره لږ اوبه چي په څاڅکو يا قطرو ځني را تويېدې چي هغه جمعه سوي او يو ځاى سوي اوبه فقط د څو نفرو بسېدې، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: موږ په لار کي پر دغه وشل ورځو او هلته تر هغو نه سى ور رسېدلاى ترڅو چي ورځ پخه نه سي، يعني: ښه لمر را پورته نه سي، اوکه يو څوک تر موږ د مخه هلته ور ورسيږي د دغو اوبو څخه دي شئ نه اخلي ترڅو زه ور رسېږم، دا خبر په لښکر کي نشر سو او ټول خلک په خبر سوه چي موږ په لار کي پر وشل ورځو او که څوک د مخه ور و رسيږي اوبه دې نه اخلي، معاذ بن جبل رضی الله عنه  وايي: په سبا کي موږ و هغه ځاى ته ورغلو خو تر موږ د مخه دوه نفره هلته ورغلي وه، موږ چي ور و رسېدلو د وشل څخه لږ لږ اوبه را څڅېدې او هغه نوري جمعه سوي اوبه دغه دوو نفرو اخستي وې، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغو دوو نفرو څخه پوښتنه وکړه چي آيا تاسي د دغو اوبو څخه يو څه اخستي دي؟ هغو ويل: هـو،  رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته قهر ورغلى او ويل لَعَنَهُمُ الله آيا ما نه وه ويلي:

 

که څوک تر موږ د مخه ور و رسېدى د اوبو څخه دي شئ نه اخلي؟ او بيا يې و دغه څاڅکو ته انتظار کاوه څو لږ اوبه سره جمعه سوې، رسول الله صلی الله علیه وسلم  په دغو اوبو خوله، لاسونه او مخ پرېوله او پر دغه ډبره يې توى کړې، خلک ورته  ګوري وايي موږ په دغه ډبره کي داسي آواز اورېدى لکه د رَعَد يا تالندي غړمبهارى او بيا ډبره و چاودل، د اوبو يوه چينه ځني را ايله سوه، خلکو دغه اوبه وڅښلې او خپل لوښي يې په ډک کړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: لَعَنَهُمُ الله که يې هغه اوبه پرې ايښي واى په جزيرة العرب کي به يوه لويه واله  يا نهر بهېدلاى، معاذ رضی الله عنه  وايي: بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم  را ته و ويل: يا معاذ! که چيري ستا ژوند اوږد سو ته به و ويني چي دغه وادي به په باغو ډکه وي. وادي يعني: شېله او منطقه.  


اوس د تبوک او د هغه د شا وخوا ټول باغونه او زراعت د دغه وشل څخه دي او که هغو دوو نفرو هغه اوبه پرې ايښي واى بيا به په جزيرة العرب کي يوه لويه واله بهېدلاى. 


د تبوک په لار کي يا په خپله په تبوک کي (دغه دوه روايته دي) چي څوک وايي په لار کي او څوک وايي: کوم وخت چي تبوک ته ورسېدلو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: نن شپه پر تاسي ډير شديد باد را الوزي نو هيڅوک دي نه ولاړيږي او که اوښ ور سره وي د هغه ځنګون دي ټينګ  وتړي چي نه سي ولاړ، واقعًا هم د شپې باد را والوتى، د ټول لښکر څخه يو سړئ په دغه باد کي ولاړ سو، باد دغه سړئ په هوا کړی او د طئ په غرو کي يې وغورځاوه، د دغه حديث روايت امام مسلم رحمة الله عليه کوي. 


ان شاءالله نور بیا....

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته