تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ښځينه عالمانو علمي کارنامې
  تعليم الاسلام
  January 24, 2022
  0

ژباړه: ابوعثمان احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د اسلام په تاریخ کي د علم او زده کړو طلب او په علمي ډګر کي لوړي درجې حاصلول او نورو ته ئې ښوول یوازي تر نارینه وو پوري منحصر نه وه بلکي د امت تاریخ د عالمانو او پوهانو ښځو څخه ډک دئ چي په لوړه کچه ئې علم حاصل کاوه او د تخصص تر کچي ئې ځان رساوه، تردې چي د خپل علم لکبله به ډيري مشهوري وې، تدریس به ئې کاوه او د نارینه علماؤ ترڅنګ به د دوی ژوندلیکونه هم لیکل کېدل، چي د یو څو عالمانو ښځو لنډ جریان په لاندي ډول دئ:


۱: علامه ابن القیم رحمه الله د صحابه کرامو عالمانو ترڅنګ د مسلمانانو د مور حضرت عایشې رضی الله عنها یادونه کړې ده او وايي چي: دا د میراث، دیني احکامو، حلال او حرام په علم کي ډېره مخکښه وه او محمد بن القاسم، حضرت عروه او حضرت عبدالله بن زبیر هغه کسان وه چي د دې څخه به ئې زده کړه کول او د دې د قول او فتوا څخه به نه اوښتل. د مؤمنانو مور به پرده اچولې وه او خلګو ته به ئې مسائل بیانول.(أعلام الموقعين ٢/٣٩)


۲: عمره د عبدالرحمن لور د ښځینه تابعینو څخه وه او د مشهور صحابي سعد بن زراره رضی الله عنه لمسۍ وه او د حضرت عایشې رضی الله عنها مشهوره شاګرده وه. 


د حضرت عایشې، ام سلمې او رافع بن خدیج رضی الله عنهم څخه ئې احادیث روایت کړي دي او د دې څخه لاندي کسانو روایات نقل کړي دي: د دې زوی محمد بن عبدالرحمن او دده دوه زامن او د دې خوریې قاضي ابوبکر بن حزم او دده دوه زامن عبدالله او محمد الزهري، یحی بن سعید الانصاري او نور، دا ئې ټول شاګردان وه.


او مشهورو محدیثنو لکه امام ابن معین، العجلي او ابن المدیني رحمة الله علیهم دا په احادیثو کي ثقه او معتبره بللې ده او امام ابن حبان رحمه الله وايي چي د حضرت عایشې رضی الله عنها د احادیثو تر ټولو لویه عالمه وه.


امیر المومنین عمر بن عبدالعزیز رحمه الله یوه ورځ وویل چي د عَمرې احادیث ولیکئ ځکه زه بېرېږم چي علم او درسونه ئې د لاسه را څخه ونه وځي. (فقیهات عالمات:۴۸) 


۳: حافظ ابن حجر رحمه الله (مشهور محدث) د زینب بن الکمال ژوندلیک لیکلی دئ چي یوه مشهوره محدثه (د احادیثو عالمه) وه او واده ئې نه وو کړی. دی لیکي چي: تر ۹۰ کالو ئې عمر واوښتی او د دې په وفات خلګ د احادیثو د علم په درجه کي ډېر کښته سول. (الدرر الکامنة)


خپله امام ابن حجر رحمه الله د فاطمة التنوخية شاګرد تېر سوی دئ.


۴: حافظ ابن کثیر رحمه الله د ستیته بن القاضي الحسین المحاملي ژوندلیک لیکلی دئ، دی وايي: قران ئې ووایه، فقه، میراث، حساب او ریاضیات، درر، نحو او داسي نور ئې ټول یاد کړل او پخپله زمانه کي د شافعي مذهب تر ټولو لویه عالمه وه. (البدایة والنهایة)


۵: محمد القاضي تاریخ پوه د فاطمې الفضیلې ژوندلیک لیکلی دئ، نوموړی وايي: دا په حنبلي فقه، حدیث، میراث او د هغه په حسابونو کي متبحره (ډېره لویه) عالمه وه او شاګردانو او طلباؤ ته ئې درس ورکاوه او د دې او شاګردانو ترمنځ به یوه پرده اېښوول سوې وه.(روضة الناظرين: ١٢٧/٢)


۶: فاطمه د محمد سمرقندي لور: پلار ئې د حنفي مذهب مشهور عالم او د تحفة الفقهاء کتاب مؤلف دئ او خاوند ئې مشهور حنفي عالم امام کاساني نومیږي چي د خپل خسر تحفة الفقهاء کتاب ئې د بدائع الصنائع په نامه شرحه کړی. د دوی په اړه ویل کیږي چي کله به ئې خاوند په یوه مسئله کي فکرمند سو نو به ئې مسئله خپلي مېرمني فاطمې ته راجع کړه او فاطمې د فتوا ورکولو صلاحیت هم درلودی. پلار ئې ځکه امام کساني ته په نکاح ورکړه چي ده ئې تحفة الفقهاء کتاب شرحه کړی او همدا ئې د لور مَهر سو او دا خبره مشوره ده چي کله به ددې کورنۍ څخه فتوا صادرېدل نو پر فتوا به د فاطمې، د هغې د پلار او د دې د خاوند مهر وهل سوی وو. (فقیهات عالمات:۱۲ او۱۴)


۷: علامه ابن کثیر رحمه الله د ام زینب فاطمه د عباس د لور ژوندلیک لیکلی وو او وايي چي دا د عالمانو او فاضلانو ښځو څخه وه او د علامه ابن تیمیه رحمه الله مجالسو ته به حاضرېدل، دی وايي: ما د شیخ تقي الدین ابن تیمیه څخه واورېدل چي د دې ستاینه یې کول او دا ئې د علم او فضیلت خاونده بلل او ددې په اړه ئې ویل چي د المغني د فقهي کتاب ئې تر ډېره یاد وو. (البداية والنهاية  ١٠٩/١٦)


او علامه سیوطي رحمه الله په حسن المحاضره کي وايي چي ژور علم ئې درلودی او پر ثواب او پند ډېره حریصه وه، د اخلاص او حیاء خاونده او نیکیو ته بلونکې وه. د دمشق ښځي د دې د علم په برکت اصلاح سوې او بیا د مصر ښځو د اصلاح لاره غوره کړه او ښه زیات مقبولیت ئې درلود. 


۸: امام ابونعیم رحمه الله وايي چي مشهور تابعي سعید بن المسیب رحمه الله خپله لور دُره خپل شاګرد کثیر بن ابي وداعه ته په نکاح کړل نو د دې خاوند وايي چي: د الله عزوجل د کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو ډېره لویه حافظه وه او د خپل خاوند د حق ډېره زیاته مراعت کوونکې وه؛ نو ما یوه میاشت خپل استاذ سعید ونه لیدی، بیا مي اراده وکړه چي خپل استاذ ته ورسم خو دې تر کالو ونیولم، ول چیري ځې؟ ما ورته وویل: ځم خپل استاذ سعید ته چي یو څه زده کړم؛ نو دې راته وویل: مهرباني وکړه کښېنه، د سعید علم زه در زده کوم.


۹: علامه عبدالفتاح ابوغده رحمه الله پخپل کتاب العلماء العزاب کي د شیخې، عالمې او فاضلې کریمه بنت احمد المروزي ژوندلیک لیکلی دئ چي دې صحیح البخاري د امام ابي الهیثم الکشمیهني څخه اورېدلی دئ. دا د فهم، پوهاوي، خیر او عبادت خاونده وه. صحیح البخاري ئې ډېر واره روایت کړی دئ او بېله واده د ۱۰۰ کالو په عمر وفات سوه.


۱۰: حافظ ابن کثیر (مشهور مفسر) د شیخې، عابدې، صالحې، عالمې او د قران د قاریې عائشه بنت ابراهیم ژوندلیک لیکلی دئ، دی وايي: زموږ د شیخ حافظ جمال الدین المزي محترمه بي بي د ډېر عبادت او تلاوت او د قران د فصیح او بلیغ او ښه ادایني له کبله د خپلي زمانې په ښځو کي یوه ډېره نادره او بې مثاله ښځه وه. ډېر نارینه د دې د تجوید او ادایني څخه عاجزه وه او ډیرو ښځو پردې ختمونه کړي دي او د دې د دیندارۍ او د دنیا څخه د بې زارۍ په وجه ډیري ښځي اصلاح او مستفیدي سوي دي. خپل ټول عمر ئې تر سپین سرتوب پوري چي ۸۰ کالو ته رسېدلې وه د الله عزوجل په اطاعت کي مصرف کړی. (البداية والنهاية ١٤/١٨٩) 


او خپل امام ابن کثیر رحمه الله د دې څخه شرعاً ډېر متاثره ؤ او د دې د احترام لکبله ئې د دې مخالفت نه کاوه.
همداسي د مهدي لدین الله د لور فاطمې په اړه راځي چي ډېره لویه عالمه وه او خاوند ئې هم لوی فقیه ؤ، کله چي به د دې خاوند ته په یوه مسئله کي اشکال پیدا سو او یا به شاګردانو په یوه علمي بحث کي په تنګ کړی نو به ئې خپلي مېرمني فاطمې ته سوال راجع کړی، هغې به صحیح جواب ورکړی او ده به شاګردانو ته بیان کړی؛ خو هغوی به ورته وویل: دا جواب ستا نه معلومیږي بلکي دا د هغه چا جواب دئ چي د پردې تر شا ده.(فقیهات عالمات:۹)


او د حنبلي مذهب د مشهور امام احمد بن حنبل رحمه الله مور زینب بنت المکي الحراني لویه فقیه، عابده، صالحه او د اذکارو او نوافلو خاونده وه چي ډيري شاګرداني ئې درلودې، لویو علماؤ د احادیثو اجازت ورته کړی وو او د دې څخه هم امام دمیاطي غوندي لویو محدثنو احادیث روایت کړي دي. تر ۶۰ کالو زیات ئې احادیث روایت کړل او د ۹۴ کالو په عمر وفات سوه. .(مخکنی مصدر:۳۹)


دا د مسلمانانو عالمانو ښځو یو څو نومونې وې چي علمي ژوند او کارنامې ئې په لنډ ډول دلته ذکر سوې، په دې اړه مستقل کتابونه لیکل سوي دي. دداسي ښځو کارنامې باید په رسنیو کي عامي او په کورنو کي ښځو ته ولوستل سي. الله تعالی دي زموږ راتلونکې ښځینه طبقه هم د پوره حجاب په مراعتولو سره د ژور علم خاونداني کړي.


لیکنه: ۱۴۴۳ محرم ۲۰

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته