تعلیم الاسلام ویب پاڼه
ابومسلم خولاني رحمه الله یوتابعي دی. دشام په غرونو کښي يوسيند دی، د غرونوسیندونه په تيزي بهیږي.
نوموړی هلته تيريده . ویي لیدل چي سیند څومره تیزدی دری زره تنه پوځ ورسره ؤ. هغه ترسیند اوښت خو بیړۍ نه وه.هلته يي دوه رکعته لمونځ وکړ. دعايي وکړه :
اي الله !ستادنبي امتي يم. تابني اسرائيل له سیند څخه پوري ايستل. موږ له دي سیند څخه تیرکړه.
بیايي اعلان وکړ، زه مي آس اوبو ته کښته کوم، په ما پسي آسونه راخوشي کړئ. که د چا کوم سامان ورک شو، هغه زما په ذمه دی ځان خولويه خبره ده ، که سامان هم ورک شو، زه ذمه واریم آس يي اوبو ته واچاو ، د اوبو په سرروان شو. په منځ کښې یوه سړي خپل یو لوښې (بدنی) په خپله او بوته وغورځاوو. د ازمویلو لپاره یې واچاو کله چي ددریاب غاړې ته ورسېدل، پوښتنه يي وکړه د چاکوم سامان ؟
هو ! زما بدنی ولویدله ...... بدنی معمولی شی دی، هغه يي له کومه راوړي، هلته به له ډبرو سره وي.. ويي ويل ښه ستا بدنی ورکه شوه..... راځه بیرته د سیند څنډې ته ورغی...بدنی پخوا لاد سیند په څنډه کښي پرته وه.. واخله بدنۍ دي درواخله.
www.taleemulislam.net