سورة آل عمران
لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
سورة آل عمران د مصحف او تلاوت په اعتبار ۳ سورة دئ، چي د هجرت وروسته په مدينة منورة کي نازل سوی دئ.
سورة آل عمران ۲۰۰ ايتونه او ۲۰ رکوع لري.
د دې سورة نوم د ۳۳ آية څخه اخستل سوی دئ، چي الله تعالی فرمايي: ( إِنَّ ٱللَّهَ ٱصْطَفَىٰٓ ءَادَمَ وَنُوحًۭا وَءَالَ إِبْرَٰهِيمَ وَءَالَ عِمْرَٰنَ عَلَى ٱلْعَـٰلَمِينَ)
ژباړه: يقيناً الله تعالی انتخاب (او غوره) کړي دي، آدم او نوح (عليهما السلام) او د ابراهيم (عليه السلام) آل او د عمران آل پر ټوله عالميانو باندي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: په سورة البقرة، سورة آل عمران او سورة طه کي اسم اعظم دئ، که چا په هغه سره دعا وغوښتل، نو دعا به يې قبوله سي. (سنن ابن ماجه: ۳۸۵۶)
په سورة آل عمران کي لاندي موضوعات راغلي دي:
۱- د الله (عزوجل) وحدانيت، ربوبيت، الوهيت او نور صفات؛
۲- د قرآن کريم آيتونه په دوه قسمه وېشل سوي دي (آية محکمت او آية متشابهات)؛
۳- يوازنی منل سوی او حقيقي دين د الله (تبارک و تعالی) په نزد د اسلام دين دئ؛
۴- د حضرت عيسی (عليه السلام) حقيقي پيروان مسلمانان وه، چي د وحدانيت عقيده ئې لرله؛
۵- د مريم (علیها السلام)، حضرت يحيی (عليه السلام) او حضرت عيسی (عليه السلام) د پيدايښت مختصر او عبرتناکه واقعات؛
۶- مرګ او ژوند د الله (رب العزة) په لاس کي دئ او د مرګ څخه هیڅ تېښته نسته؛
۷- د الله (ذوالجلال و الاکرام) په لاره کي چي څوک قتل سوي دي، هغه ژوندي دي او خپل د رب د خوا څخه رزق ورکول کېږي؛
۸ - که رسول الله صلی الله علیه وسلم وفات سي، نو تاسو به بېرته هغه جهالت ته ګرځی؛
۹ - اولين کور د الله تعالي په وړاندي مکه معظمه وه؛
۱۰- د اُحد د غزا درس او سبق چي مسلمانانو ته يو عبرت په کښي پروت دئ.
www.taleemulislam.net