اې انسانه!
لیکنه: محمدنبي سلطاني/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
اې انسانه! خدای جل جلاله مځكه ستا د كور فرش، آسمان ئې ستا د کور چت، ستوري ئې فانوس، لمر ئې څراغ او سپوږمۍ ئې د شپې شمع نه دي درته ګرځولي.
اې انسانه! الله جل جلاله ستا د ښووني او لارښووني لپاره ستر او عظيم كتاب چي د کفر، شرک، بدعت، ظلم، زور، زیاتي، بې اتفاقۍ او ناپوهۍ څخه دایمان، توحید، سنت، عدل، یووالي او پوهي لوري ته راوبولي نه دئ رالېږلی.
اې انسانه! خدای جل جلاله له اسمانه اوبه نه را اوروي، په دغه باران سره مځکه نه شنه کوي، د ژوندي موجوداتو زړي پر خوځښت، ودي، نمو او وچي پاڼي پر ګل، دانه او مېوه نه راولي.
اې انسانه! الله جل جلاله ته له فزيكي، مادي او معنوي پلوه متعادل نه ئې پیدا کړی، دوې سترگي، دوه غوږونه، دوه لاسونه، دوې پښې، او د بدن نور غړي ئې ښه او غوره نه دي درکړي.
اې انسانه! الله جلا جلاله مرگ او ژوند نه دی پيدا كړى، مړو توكو ژوند نه وركوي او ژوندو ته مرگ، هم ژوند د ده پېرزوينه او د قدرت نښه ده او هم مرگ.
اې انسانه! الله جلا جلاله مځكه موږ ته نه ده مسخره كړې، زموږ په خدمت کي نه ده، رزق او روزي له همدې مځکي څه نه راکوي، پر اوږو ئې نه درومو او د خپلي اړتیا او ضرورت هرڅه نه ورڅه ترلاسه کوو.
اې انسانه! پرته له دې چي اجازه ترلاسه كړي، اعصاب او د وجود سلول - سلول دي د فطري الهي جوړښت مطابق خپل - خپل كار نه كوي، د خوب او ويښي سويچونه، د صحت او لېونتوب کارونه ستا له واکه بهر نه دي.
اې انسانه! الله جلا جلاله د هغو كسانو لپاره چي ایمان يې راوړى او ځان (له نافرمانیو) ساتي په دنيا او اخرت کي د کامیابۍ زېرۍ نه ورکوي.
نو اې انسانه فکر دي دئ، د خدی جل جلاله د عظمت او لويي په وړاندي بوټي او وني هم په سجده لگيا او د خپل رب په وړاندي تسلیم دي، همغه كار كوي چي الله تعالى پرې گمارل.، ته څه شي د خپل رب په اړه غولولى ئې او څه شي دې ته هڅولی ئې چي خپل رب هېر کړې او له اوامرو ئې سرغړنه وکړې.
www.taleemulislam.net