تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
روژه د برکتونو میاشت(۱)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 11, 2024
  0

لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

روژه د برکتونو میاشت

(لومړۍ برخه)


یادونه: (روژه د برکتونو میاشت) لیکنه یو ځل مخکي (۱۴۰۱هـ ش) کال کي خپره سوې، د یادي لیکني اهمیت ته په کتو يې یو ځل بیا خپره وو. 
 
د رسول الله صلي الله عليه وسلم د امت سره دا د الله پاک لوی احسان دئ، چي دوی ته يې د روژې مبارکه مياشت ورکړېده او دا مبارکه مياشت لکه الله پاک چي په قرآن کي او رسول الله صلی الله عليه وسلم په خپلو احاديثو کي مبارکه بللې همداسي د برکتونو او ثوابونو څخه ډکه ده، موږ به په نوبت ددې مبارکي میاشتي ډډېر برکته ستاسي شريک کړو .


 لومړی برکت 


لومړی بركت ددې مياشتي دا دئ، چي الله پاک دا مياشته د عظيم عبادت روژې لپاره ځانګړې کړې او تر نورو مياشتو يې ددې رتبه لوړه کړې لکه الله پاک چي فرمايي: فَمَنْ شَهِدَ مِنْكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْه.[ البقرة 185]
 ژباړ: څوک چي ستاسو څخه مياشت وويني نو حتما دي روژة ونيسي.


دا چي الله پاک دا میاشت دداسي عظیم عبادت لپاره ځانګړې کړه او د دغه عبادت وخت یې دغه میاشت وګرځوله دا خپله لوی برکت دئ، نو موږ باید ددې میاشتي قدر وپېژنو پدې میاشتي کي د عظیم عبادت ترڅنګ نور عبادتونه هم ډېر وکړو تر څو الله پاک مو د خپلو خاصو بندګانو څخه وګرځوي.


 دوهم برکت


بل برکت ددې مياشتي دا دئ، چي الله پاک پدې مياشتي کي قرآن عظيم الشأن نازل کړی دئ، هغه قرآن چي د انسان د دنيوي او اخروي سعادت لپاره اساسي قانون دئ، لکه څنګه چي الله پاک فرمايي: شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدىً لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ.[البقرة 185] 
ژباړه: د روژې مياشت هغه مياشت ده چي په هغې کي قرآن نازل سوی دئ، هغه قرآن چي د خلګو لپاره هدايت دئ او د لارښووني او د حق او باطل تر مينځ د توپير کولو لپاره نښي دي.


نو موږ مسلمانان چي څومره قرآن ته احترام لرو، هغه پر خپل ژوند باندي حاکم بولو او خپله هره ستونزه پر قرآن باندي آواروو؛ د روژې د مبارکي میاشتي احترام هم باید ولرو او چي په کومو کارونو یې سمه لمانځنه او حق آداینه کیږي هماغه کارونه وکړو. 


درېیم برکت


بل برکت ددې مياشتي دا دئ، چي پدې مياشتي کي د جنتونو دروازې خلاصيږي او د دوږخونو دروازې تړل کيږي؛ لکه ابوهريره رضي الله عنه چي د رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه روايت کوي: إذا جاء رمضان فُتّحت أبواب الجنة وغُلّقت أبواب النار.[صحيح مسلم 2547]
 ژباړه: کله چي د روژې مياشت راسي نو د جنت دروازې خلاصي سي او د دوږخ دروازې بندي سي.


د جنت د دروازو خلاصېدل او د دوږخ د دروازو تړل کېدل کنایه ددې څخه ده، چي د الله پاک د رحمتونو دروازې به خلاصیږي او د غضب دروازې به یې تړل کیږي، پر مؤمن باندي به ډېر ژر د الله پاک رحمتونه کیږي او عبادات به یې ډیر ژر د الله تعالي په دربار کي د قبولیت درجې ته رسیږي چي په نتیجه کي به جنت ته داخلیږي او د دوږخ څخه به نجات پیدا کوي.


فایده: دا د مسلمانانو لپاره یو فرصت دئ چي څوک یې په ارزښت پوه سي ارومرو ګټه ورڅخه پورته کوي او په ټوله کال کي بیا داسي فرصت د مسلمانانو په لاس نه ورځي؛ نو باید کوښښ وکړو چي ځانونه د جنت دروازو ته برابر کړو.


نور بیا... 

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته