روژه د قران او حاديثو په رڼا کي
لیکنه: انجینر محمد اسلم اسلم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د روژې فرضيت هم په قرآن کريم، هم په نبوي سنتو او هم په اجماع د امت کي څرګند معلوميږي. د روژې د نېولو په ترڅ کي مسلمان ته بې شمېره ثوابونه او اجرونه ور په برخه کيږي، په دې اړه د قران کریم څو مبارکو ایتونو او د نبي کریم صلى الله عليه وسلم بې شمېره احادیث شتون لري، چي په رڼا کي يې د روژې غوره والى او فضېلت څرګندېږي.
په قرآن کریم كې د بي بي مريمې د خبرو نه كولو تعبير هم په صوم سره شوې دي.
فَقُولِي إِنِّي نَذَرْتُ لِلرَّحْمَٰنِ صَوْمًا فَلَنْ أُكَلِّمَ الْيَوْمَ إِنسِيًّا ( سورة مريم, ۲۶آيت )
ژباړه: "نو ووايه په تحقيق سره ما نذر كړى دي د رحمن (الله) له پاره روژه (خبري نه كول) وروسته له دي به خبري ونه کړم زه نن ورځ له هيڅ يو انسان سره"
فَمَنْ شَهِدَ مِنْكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ ( سورة البقره, ۱۸۵آيت )
ژباړه: " څوك چي سوب شوه له تاسو څخه مياشت د روژې ته، نو روژه دې ونيسي "
كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ. ( سورة البقره آية : ۱۸۳ )
ژباړه: ( فرض كړل شوې ده په تاسو روژه لكه فرض كړل شوې چي وه په هغو كسانو چي له ستاسو مخکي راغلي وه) ( لكه پخواني امتونه او پيغمبران تر آدم علیه السلام پوري)
كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ إِلَيْكَ مُبَارَكٌ لِّيَدَّبَّرُوا آيَاتِهِ (ص:29)
ژباړه : یعني کتاب مو تاته درکړی دئ مبارک کتاب دئ د دې له پاره چي په ایتونو کي یې تدبر وکړل شي.
بل ځای قرانکریم وایي: أَفَلا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ أَمْ عَلى قُلُوبٍ أَقْفالُها (محمد:24)
روژه د احادیثو په رڼا کي
عن عبد الله بن عمرو رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: (الصيام والقرآن يشفعان للعبد يوم القيامة، يقول الصيام: أي رب، منعته الطعام والشهوات بالنهار، فشفعني فيه، ويقول القرآن: منعته النوم بالليل، فشفعني فيه، فيشفعان) رواه أحمد.
عبدالله بن عمرو رضی الله عنه وایې رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمایي: روژه او قران به په اخرت کي د بنده سفارش کوي ، روژه به وایي: ربه ! دی مي په ورځ کي له ډوډۍ او نورو غوښتنو منعه کړی وو، د ده په باره کي زما سفارش ومنه. قران به وایې: دی مي د شپې له خوبه منعه کړی وو د ده په باره کي زما سفارش ومنه او دواړه به سفارش کوي .
عن عثمان بن عفان رضي الله عنه، قال: سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: (الصيام جُنّة من النار، كجنّة أحدكم من القتال) رواه ابن ماجه.
ژباړه : عثمان بن عفان رضي الله عنه وایې ما له رسول الله صلي الله علیه وسلم نه اوریدلې دي چي ویل یې: روژه د اور له پاره سپر ده، لکه په جګړه کي چي تاسو کوم یو سپر کاروئ.
عن أبي هريرة رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: (إذا جاء رمضان فُتّحت أبواب الجنة، وغُلّقت أبواب النار، وصُفّدت الشياطين) رواه مسلم.
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه ووسلم وایي: کله چي د روژې میاشت راشي، د جنت دروازې پرانستل شي او د جهنم دروازې وتړل شي او شیطانان وتړل شي .
عن أبي سعيد الخدري رضي الله عنه قال: “غزونا مع رسول الله صلى الله عليه وسلم لست عشرة مضت من رمضان، فمنا من صام ومنا من أفطر، فلم يعب الصائم على المفطر، ولا المفطر على الصائم” متفق عليه.
ابوسعید الخدري رضي الله عنه وایې د روژې شپاړس ورځي وتلې وې چي موږ له رسول الله صلي الله علیه وسلم غزا ته تللې وو ، زموږ ځینو روژه وه او د ځینو روژه نه وه. روژه تیانو په روژه خوړونکو بد نه ویله او روژه خوړونکو په روژه تیانو بد نه ویلې .
عن عمرو بن العاص رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: فصل ما بين صيامنا وصيام أهل الكتاب أكلة السحر.
رواه مسلم.
رسول الله صلي الله علیه وسلم وایي: زموږ او د اهل کتابو د روژې توپیر په پشلمې سره ده یعني موږ پشلمی کوو او هغوی یې نه کوي .
الصیام جنه
روژه سپر ده . دا د یوه صحیح حدیث د پیل جمله ده او د حدیثو شارحینو یې دوه معناوې کړې دي ، روژه سپر ده یعني د روژه دار شهوتونه ختموي او د شهوتونو چي کوم تاوانونه دي له هغه نه انسان ژغوري او یا روژه د روژه دار له پاره له حهنم نه سپر او ساتونکي ده او دا دواړه معناوي هم مراد کیدلی شي .
عن أبي هريرة رضي الله عنه رواية قال إذا أصبح أحدكم يوما صائما فلا يرفث ولا يجهل فإن امرؤ شاتمه أو قاتله فليقل إني صائم إني صائم.
رسول الله صلي الله علیه وسلم وایي: ستاسو کوم یوه چي روژه وي نو سپکي او پوچي خبري دي نه کوي او نه دي د ناپوهي کار کوي، که چرته کوم کس هغه ته ښکنځل وکړې او یا جګړه ورسره کوي نو دی دي ورته ووایې زما روژه ده زما روژه ده .
عن أبا سلمة ابن عَبْدُ الرحمن أن رَسُول اللَّهِ صَلَى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسلَّمْ ذكر شهر رمضان فقال : شهر كتب اللَّه عليكم صيامه، وسننت لكم قيامه. فمن صامه وقامه إيماناً واحتساباً خرج من ذنوبه كيوم ولدته أمه)). (سنن ابن ماجه )
له أبو سلمة ابن عَبْدُ الرحمن نه روايت دي، چي رَسُول اللَّهِ صَلَى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسلَّمْ د رمضان د مياشتی يادونه وکړه، چي دا هغه مياشت ده چي الله تعالی د هغې روژې پر تاسي فرض کړي دي نو څوک چي د رمضان روژې ونيسی او د شپې (د تراويح لمونځ ) هم وکړي د ايمان په تقاضا او د ثواب لپاره نو له ګناهونو به داسي وځي لکه په کومه ورځ چي مور زيږولی وي .
عن عبدالله بن عباس رضي الله عنهما قال : ” كان رسول الله صلى الله عليه وسلم أجود الناس ، وكان أجود ما يكون في رمضان حين يلقاه جبريل ، وكان يلقاه في كل ليلة من رمضان فيدارسه القرآن ، فلرسول الله صلى الله عليه وسلم أجود بالخير من الريح المرسلة ” . رواه البخاري
عبدالله بن عباس وایي: رسول الله صلي الله علیه وسلم ترټولو خلکو سخي وو او په روژه کي به چي له جبریل سره مخامخ کیدی نو تر نورو وختونو به لا زیات سخي وو. جبریل علیه السلام به دروژې هره شپه ورته راته او قران به یې ورسره تدریس کاوه. یقینا رسول الله صلی الله علیه وسلم د خیر په چارو کي له تیز باد نه هم تیز وو. یعني په روژه کي به د خیر او له خوارانو سره د مرستي په کارونو کي ډیر تیز و .
www.taleemulislam.net