خپلواکي د افغانانو په خټه اخښل سوې ده
لیکنه: بریالی فیضي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
افغانان داسي یو ملت دئ، چي د تاریخ په اوږدو کي ئې په هیڅ صورت بهرني یرغلګر ته سر ټيټ کړی نه دئ، همېشه د اشغالګرو سره ټول ولس په سر او مال جنګېدلی، دا د افغانانو په خټه کي اخښل سوې ځانګړتیا ده.
دا باتور ملت په تېر پنځه زره کلن تاریخ کي سرلوړی اوسېدلی، د چا راج ئې پر ځان نه دئ منلی، تل ئې د خپلي خپلواکۍ د ساتلو له پاره مبارزه کړې او د تاریخ په بېلابیلو دورو کي ئې پر سیمه هم خپله امپراتوري چلولې ده.
افغانان په غیرت او باتورۍ کي د نړۍ په کچه شهرت لري.
یوازي په تیرو سلو کلونو کي افغانانو د نړۍ درې د وخت زبر ځواکونو ته خورا شرمونکي ماتي ورکړي دي، هغوی ئې د هر څه وسلو او تجهیزاتو سره سره په خورا لږ امکاناتو له خپلي خاوري مختوري شړلي دي.
له نن څخه پوره ۱۰۳ کاله وړاندي همدا افغانانو مجاهدینو د نړۍ د وخت د زبر ځواک او ستر نظامي او اقتصادي قدرت انګرېز څخه د خپلواکۍ ترلاسه کولو له پاره مبارزه وکړه، هغوی ته ئې د جګړې پر میدان خورا شرمناکې ماته ورکړه.
دا هغه وخت و، چي د لويي برېټانيې ستره امپراتوري د خپل قدرت په اوج کي وه، خو افغانانو ئې په نه پرتله کېدونکو وسلو او تجهیزاتو کلکه او بریالۍ مقابله وکړه.
تر هغه را وروسته پوره ۴۳ کاله وړاندي د ۱۳۵۸ لمریز کال د جدي پر شپږمه نېټه د وخت زبر ځواک شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ، چي له امله ئې میلیونونه افغانان له هیواده وتلو ته اړ سول. شوروي اتحاد له څه باندي نهو کلونو تېرولو وروسته په افغانستان کي ماته وخوړه او بیرته له افغانستان څخه ووتل.
په دې موده کي افغان مجاهد ملت په سر او مال په هر ولایت، هري ولسوالۍ او هر کلي او کور کي د شوروي اتحاد او ملاتړو قواوو پر ضد جهاد وکړ او سرسخته مقابله ئې وکړل، چي له امله ئې په سلګونه زره افغانان نارینه، ښځي او ماشومان ووژل سول، ټپيان سول، له هیواده مهاجر سول او هیواد کنډواله سو.
خو د افغان ملت د دې ټولو قربانیو په پایله کي د وخت قدرت شوروي اتحاد دې ته اړ سو، چي د افغانستان له باوقاره خاوري څخه پښې سپکي کړي.
خو له بده مرغه د افغانانو ویني لا نه وې وچي سوي او ستړیا ئې نه وه، آرامه سوې، چي امریکا او متحدینو ئې پر افغانستان یرغل وکړ، دلته حاکم د وخت حکومت اسلامي امارت ئې نسکور او پر ځای ئې د خپلي خوښي نظام حاکم کړ.
افغانان بیا هم تسلیم نه سول، تر خورا اوږدې مبارزې وروسته ئې چي شاوخوا شل کلونه ئې دوام وکړ، د امریکا او متحدینو یرغل ته ئې د پای ټکی کښېښود او یو ځل بیا ئې پر دې خاوره د افغانانو په مرسته د افغانانو له پاره اسلامي امارت حاکم کړ.
دا هرڅه د دې ښکارندويي کوي، چي افغانان په هیڅ صورت د نورو ملکونو اشغال ته نه تسلیمیږي، نور ملکونه دي نور د دې ستر او باتور ملت د اشغال خوبونه نه ویني او د دې هیواد سره دي د مثبت تعامل له لاري د دوه اړخیزو اړیکو پر جوړولو فکر وکړي.
www.taleemulislam.net