مختصر نبوي سیرت
(اتمه برخه)
لیکوال: شیخ موسی بن راشد عازمي
ترجمه: سلطان محمود صلاح/تعلیم السلام ویب پاڼه
د لمونځونو د وختونو ټاکل
o د اسراء او معراج له سفر یوه ورځ وروسته جبریل علیه السلام د پنځګونو لمونځونو له پاره د ټاکل شویو وختونو د ورښوولو له پاره رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی.
o د اسراء او معراج په سفر کي څلور وخته لمونځونه هر یو دوه رکعته او د ماښام لمونځ دری رکعته فرض شول.
o هغه مهال قبله بیت المقدس لوري ته وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم به چي لمونځ کاوه د کعبې مخي ته به د بیت المقدس په لور ودرېد.
د سپوږمۍ ټوټه کيدل
o قریشو له نبي صلی الله علیه وسلم د ملموسي معجزې غوښتنه وکړه، نبي صلی الله علیه وسلم ورته وویل: ګورئ که زه سپوږمۍ درته دوې ټوټې کړم، نو ایمان راوړئ؟ قریشو وویل: هو، بیا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل رب ته دعاء وکړه چي سپوږمۍ ورته دوې ټوټې کړي! الله تعالی یې سوال قبول کړ او سپوږمۍ یې دوې ټوټې کړه او قریشو ورته کتل، لیدل یې.
o قریشو چي دا ستره معجزه ولیده، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې وویل: ته خو ساحر یې!
o په دې توګه قریشو دا ستره معجزه چي له جاحد (له حق منکر) پرته هیڅوک انکار نه شي ورنه کړی، هم دروغ وګڼله.
o بیا الله تعالی دا آیتونه رانازل کړل: اقْتَرَبَتِ السَّاعَةُ وَانْشَقَّ الْقَمَرُ ﴿۱﴾وَإِنْ يَرَوْا آيَةً يُعْرِضُوا وَيَقُولُوا سِحْرٌ مُسْتَمِرٌّ ﴿۲﴾وَكَذَّبُوا وَاتَّبَعُوا أَهْوَاءَهُمْ وَكُلُّ أَمْرٍ مُسْتَقِرٌّ ﴿۳﴾.
ترجمه: قیامت نژدې شو او سپوږمۍ ټوټه شوه. دوی چي هرکله (د الله تعالی د قدرت) نښه وویني مخونه اړوي او وایي دا یو دوامدار سحر دی. د تکذیب لاره یې ونیوه او د خپلې هوی او هوس پيروي یې وکړه، خو بالآخره هر کار پلی کيدونکی دئ، استقرار مومي.
عربي قبایل اسلام ته رابلل
o همدلته وه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د حج پر مهال په دې نیت د نورو عربي قبیلو د دعوت په فکر کي شو چي کیدای شي کومه قبیله ایمان راوړي او مرستي ته تیاره شي.
o نبي صلی الله علیه وسلم پیل وکړ او عربي قبیلو ته یې د اسلام بلنه ورکوله، خو ابو لهب او ابو جهل قبحهماالله به په نوبت همغو قبیلو ته ورتلل او د نبي صلی الله علیه وسلم تکذیب به یې کاوه، د هغه خبرې به یې دروغ ګڼلې.
o د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دعوت په غبرګون کي د عربي قبایلو دريځونه مختلف وو؛ ځینو برائت ورنه وکړ، یو شمېر له ده صلی الله علیه وسلم وروسته د خلافت تمه او وړاندیز وکړ او ځیني چوپ پاتي شوه د سکوت دریځ یې خپل کړ.
د انصارو د اسلام راوړلو پیل
o د بعثت په یوولسم کال د حج پر مهال رسول الله صلی الله علیه وسلم د خزرج قبیلې له هغو شپږو کسانو سره ولیدل چي الله تعالی خیر ورته لیکلی و، ورسره کيناست او اسلام ته یې راوبلل.
o هغوی شپږ واړو په نبي صلی الله علیه وسلم ایمان راوړ؛ د هغوی نومونه دا دي:
- اسعد بن زراره، عوف بن حارث، رافع بن مالک، قطبه بن عامر، عقبه بن عامر او جابر بن عبدالله رضي الله عنهم.
o دا شپږ کسان چي مدینې ته ستانه شول خپلو خلکو ته یې د نبي صلی الله علیه وسلم د نبوت او دعوت خبره وکړه؛ اسلام ته یې راوبلل او په دې توګه په مدینه کي اسلام خور شو او داسي کور پاته نه شو چي د نبي صلی الله علیه وسلم یاد او دعوت نه وي رسېدلی.
د عقبه لومړنی بیعت
o د بعثت په دوولسم کال د حج په مهال د انصارو دوولس تنه حج ته لاړل او دوولس واړو په مکه کي له نبي صلی الله علیه وسلم سره ولیدل او بیعت یې ورسره وکړ، همدا د عقبې لومړنی بیعت دی چي ځینو د ښځو بیعت بللی، خو دا رایه کمزورې ده.
o د دې بیعت بنسټونه یا اصول دا وو: په هر حال؛ خوښۍ، ناخوښۍ، سختۍ، آسانۍ کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم اطاعت او اوامر منل، او مدینې ته له ورتګ وروسته د رسول صلی الله علیه وسلم مرسته او ملاتړ.
o دا چي دا بیعت د ښځو د بیعت په نوم یاد شوی، اصلا دا د یو شمېر راویانو تش وهم او ګومان دی، په دې بیعت او اصولو کي یې هیځ د ښځو یادونه نه ده شوې.
o ابن هشام د سیرت په خپل کتاب کي د عقبه د لومړني بیعت شرف درلودونکو دوولس واړو انصارو رضي الله عنهم نومونه داسي یاد کړي دي:
- اسعد بن زراره.
- عوف بن عفراء.
- معاذ بن عفراء.
- رافع بن مالک.
- ذکوان بن عبدقیس.
- عباده بن صامت.
- یزید بن ثعلبه.
- عباس بن عباده.
- عقبه بن عامر.
- عامر بن حدیده.
- ابوالهیثم مالک بن التیهان.
- عویم بن ساعده رضي الله عنهم
o د انصارو پلاوی چي بېرته مدینې ته ستنېده رسول الله صلی الله علیه وسلم مصعب بن عمیر رضي الله عنه ورسره واستاوه څو انصارو ته د دین ښوونه وکړي.
o د مصعب بن عمیر رضي الله عنه په لاس د بني عبدالاشهل قبیلې دوه سرداران؛ سعد بن معاذ او أُسید بن حضیر رضي الله عنهما په اسلام مشرف شول.
o مصعب د اسعد بن زراره په کور کي اوسېده او خلک یې اسلام ته رابلل څو په مدینه کي داسي کور پاته نه شو چي د اسلام په رڼا دې نه وي روښانه شوی.
د عقبه دوهم بیعت
o د بعثت په دیارلسم کال د انصارو ۷۳ تنه نارینه او دوې مېرمني له مدینې روان شول چي د حج په مهال له نبي صلی الله علیه وسلم سره د ملاقات په ترڅ کي د اسلام په تاریخ کي تر ټولو ستر تړون وکړي.
o د نبي صلی الله علیه وسلم او د انصارو د دې پلاوي تر منځ د پټو اړیکو او خبرو له لاري دا پرېکړه وشوه چي د تشریق په ورځو کي به د عَقَبې څنګ ته ناو یا خوړ کي سره ویني.
o په ټاکلي شپه نبي صلی الله علیه وسلم د انصارو له دې پنځه اویا کسیز پلاوي سره ولیدل، څو هغه ستر بیعت ترسره شي چي د عَقَبې د دوهم بیعت په نوم پیژندل کیږي.
o د دې بیعت بندونه یا اصول دا وو:
- په سختۍ او آسانۍ کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم اطاعت او اوامر منل،
- او مدینې ته له ورتګ وروسته یې حمایت او ملاتړ.
o د انصارو پلاوي نبي صلی الله علیه وسلم ته وویل: که موږ په دې بیعت وفا وکړه بدله به مو څه وي؟ نبي صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: «لَکُمُ الْجَنَّةُ، فوافقوا بالاجماع» د تاسو بدله به جنت وي، نو هغوی ټولو په همدې خبره موافقه وکړه.
o لومړنی شخص چي له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یې بیعت وکړ بَراء بن مَعْرور رضي الله عنه و، په ده پسې نورو له نبي صلی الله علیه وسلم سره د بیعت شرف ترلاسه کړ او دا بیعت کوونکي ټول د انصارو مخور مشران وو.
o په سیرت کي د ابن اسحاق چي یو قدرمن شخصیت دئ له اشتباهاتو یوه اشتباه دا ده چي ویلي یې دي رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې تړون کي له انصارو د جهاد بیعت هم واخیست.
o ابن هشام هم د ابن اسحاق دا اشتباه نقل او تأیید کړې ده، خو دا د دوی دواړو رحمهما الله تش ګومان دی، ځکه جهاد د هجرت په لومړني کال فرض شوی دئ.
o په دې توګه دا لوی بیعت؛ د عَقَبې دوهم بیعت ترسره شو او همدا د اسلامي دولت د جوړولو په موخه مدینې ته د هجرت مقدمه او سبب و.
o کعب بن مالک ویلي: د عقبې په شپه له نبي صلی الله علیه وسلم سره د ملاقات او تړون شرف او ویاړ لرم او همدا ویاړ مې د بدر غزا کي د ګډون له ویاړه زیات خوښ دئ.
o دا ډله انصار د عقبې له دوهم بیعت وروسته بېرته مدینې ته ستانه شول او رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې ډېر خوښ او ډاډه شو چي الله تعالی یې انصار د ملاتړ له پاره غوره کړل.
نور بیا...
www.taleemulislam.net