دردونه او کړاوونه
لیکنه: عبدالقیوم مینه وال/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
دردونه او کړاونه په ځان کي د کلال ګرمي بټۍ ته ورته دي او انسان د اومو خټو څخه د جوړ سوي لوښي مثال لري. کله چي کلال د خټو اوومه لوښي د اور ګرمي بټۍ ته ننه باسي له هغه لوري يې پاخه راباسي. همدغه پاخه لوښي دي چي مخکي تر پخېدو په واړه کذار هم له کاره لوېدل او د اوبو څو څاڅکي ورته سېلاب ښکارېدل، اوس چي پاخه سوي دي په کلونو کلونو د ابو او نورو اړتياوو لپاره کار ول کيږي. انسان هم يوې داسي ګرمي بټۍ ته چي له دردونو او کړاوونو روغه وي اړتيا لري. کله چي دلته پوخ سي بيا لکه پوخ کاڼى، د زمانې د مصيبتونو په وړاندي يې نه تول کميږي او نه يې د دردونو او کړانو بارانونه ويلولاى سي.