تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ولي باید خفه سو؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 5, 2023
  0

لیکنه: زینب دُورانۍ/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


ولي باید خفه سو؟

 

ولي باید خفه سو په داسي حال کي چي داسي رب لرو چي هر څه راکوي: رزق، خوشحالي، امیدونه، هوسایي، سکون، د مشکلاتو حل لاره، عزت، کورنۍ او په زړونو کي مینه او نرمښت.


ددې دنیا په خفګان باندي مه خفه کیږئ ځکه دا هر څه موقتي او ژر تیریدونکي دي. 


د الله عبادت وکه چي ابدي خوشحالي دي نصیب سي.


دا بې وفا دنیا او دا نامرده خلګ چي هر څه درسره کوي الله ته یې پریږده تر څو بدله یې په هغه دنیا کي درکړي.


د هیڅ چا څخه د هیڅ شي تمه مه کوه ځکه چي تمه کول بیله لټۍ او سستۍ بل څه نه سي درکولای.


خوشحالي او سکون د الله تعالی په عبادت کي دي نو په بل څه کي لټول یې پریږده.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته