لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
غوره او ښه
غوره زړه هغه دی چي صادق او ويښ وي.
غوره خلګ هغه دي چي تا نه هېروي ځکه چي ستا سره محبت لري.
غوره ورځ هغه ده چي بې ګناه درباندي تېره سي.
غوره سوغات هغه دعاء ده چي ستا لپاره کيږي خو ته په خبر نه يې.
غوره مشر هغه دی چي تر ځان د پوهانو سره مشوره کوي.
غوره عمل هغه دی چي بې ريا وي.
غوره نيت هغه دی چي د الله لپاره وي.
غوره فکر هغه دی چي وسيع وي.
غوره خبره هغه ده چي سنجيده وي.
غوره طبيعت هغه دی چي دروند وي.
غوره کمال هغه دی چي خپله ځليږي.
www.taleemulislam.net