لیکنه: زینب سلطان/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
ولي بايد خفه سو؟
دنيا هغسي نه ده، لکه څنګه چي زموږ په تصوراتو او خيالاتو کي رسم سوې ده. که موږ لږ له خيالي نړۍ څخه راووزو او د واقعاتو په جهان ورګډ سو، نو معلومه به سي، چي زموږ په نزد تر ټولو خوشحاله انسان هم د غمونو پیټۍ په سر وړي او هغه تر ټولو شتمن کس هم د ځينو ناروغيو له امله په تش نس ګرځي.
څوک له غريبۍ ستومانه دئ او څوک له شتمنۍ. د شتمن انسان په ماحول کي غم په يوه شکل ښکاره کیږي او د غريب انسان په ماحول کي په بل شکل. غریب د غريبۍ له امله بې مېوو دى او خان د شکري مریضي له امله له خوږو څخه بې برخي دئ.
د ځمکي پر سر ټول خلک اندېښنې لري، خو فرق يې دادى چي د لويو خلکو غمونه لوى او د کوچني خلکو انديښنې او مشکلات کوچني وي.
په همدې وجه بايد خپلو ستونزو ته خفه نه سو او ځان يوازي په دردونو کي غرق و نه وينو، که د نورو خلکو د حال څخه خبر سو، نو په خپل اوسني حالت به زر واري شکر وباسو.
د ژوند څخه شکایت او ناهیلي خپل عادت مه ګرځوئ، ژوند ډیر اسانه او د امیدونو ډک دی، د ځان لپاره په لاسي لاس ژوند سختول د ځان سره ظلم او خیانت دی.
په هر حالت کي د الله تعالی شکر وباسئ او پر هر څه قناعت وکړئ، نو ژوند به مو تر هغه ډیر ښایسته سي چي تاسي یې توقع لرئ.
www.taleemulislam.net