لیکنه : مولوي عبدالسلام حنفي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
ځیني تېروتني چي زموږ د پرمختګ مخه یې نیولې
۱: څنګه به اصلاح شو، چي هر وخت د خپلي تيروتني پړه پر بل چا اچوو.
۲: څنګه به مو راز خوندي شي چي د خپل راز خبره بل ته کوو او بیا ورته وایو چي چا ته مه وایه.
۳: په سختو ورځو کي د بل سره کومک نه کوو، خو بیا د هغوی څخه د کومک طمع هم کوو.
۴: ولي به ټولنه د بربادۍ لور ته نه ځي موږ تل د داسي خوشحالیو په لټه کي یو چي ګټه یې یواځي موږ ته رسیږي.
۵: ځان له ټولو څخه پوه او هوښیار ګڼو خو په اصل کي موږ په هیڅ هم نه پوهیږو.
۶: موږ د خپل مور او پلار خدمت نه کوو، خو د خپل اولاد څخه بیا د خدمت کولو ارزو لرو او بیا ګیله هم کوو، چي اولاد زموږ خدمت نه کوي.
۷: له هر چا سره بدي کوو او نورو ته ضرر رسوو خو بیا د آرام ژوند طمعه هم کوو.
۸: څنګه به غیبت پریږدو موږ هر وار غیبت په دې فکر کوو، چي دا وار به غیبت کوم بیا به نه کوم.
۹: څنګه به ماتي نه خورو چي یوار مو ازمویلي وي او د هغوی لاملونه هم راته معلوم وي خو بیا یې هم د ازمویلو هڅه کوو.
۱۰: څنګه به اصلاح شو چي کله یوه ګناه وکړو د هغه د پټولو لپاره بیا دروغ وایو؛ بلکي موږ هر وخت د یوې غلطې له پاسه بله غلطي کوو.
www.taleemulislam.net