لیکنه: ویس احمد ابراهيم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د سورة یٰسٓ لنډه پېژندنه
سورة یٰسٓ د مصحف او تلاوت په اعتبار ۳۶ سورة دئ، چي په مکة معظمة کي نازل سوی دئ.
سورة يسٓ ۸۳ آية او ۵ رکوع دئ.
یٰسٓ - لفظ د حروف مقطعاتو څخه دئ، چي په معنی ئې يوازي الله تعالی خبر دئ.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: سورة يس د قرآن کريم زړه دئ.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نومونو څخه يو نوم يس دئ.
په سورة يس کي لاندي موضوعات ذکر سوي دي
۱- رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د الله تعالی له لوري استازی او رسول دئ، تر څو انسانانو ته خبرداری ورکړي.
۲- الله تعالی هر څه جوړه – جوړه پيدا کړي دي.
۳- د هغه قرية او سيمي قصه چي الله تعالی د هغه منطقې د خلګو د هدايت له پاره يو رسول (او استازی) ور استولی وو، چي د هغه مرسته او کومک ئې په ۲ و ۳ کسانو سره وکړ.
۴- د قيامت د ورځي بيان.
۵- د انسان لاسونه او پښې به د ده پر اعمالو شاهدي ادا کي.
۶- لمر، سپوږمۍ، شپه او ورځ په مشخص او ثابت دوران کي په حرکت کښي دي او يو د بل څخه وړانديوالی (يعني مخ-ته والی) نه کوي.
۷- کله چي د الله تعالی يو فعل ته اراده وسي، نو ور ته وايي چي (کُن) يعني سه، (فيکُون) نو همهغسي سي.
۸ - پاکي ده الله (عزوجل) لره چي د هر څه مالک دئ او هر څه بيرته و همهغه ذات ته ورګرځېدونکي دي.
په تفسير عثماني او تفهم القرآن کي د سورة یٰسٓ موضوعات په دې ډول بيان سوي دي
۱- الله تعالی په قرآن کريم سره قسم کوي، چي اې نبي! ته د رسولانو (يعني استازو) څخه ئې او په مستقيمه لاره روان او هدايت سوی ئې.
۲- او تاسو (اې نبي) و دې قوم ته د بېروونکي په ډول را استول سوي ياست، تر څو د هغه څه څخه ئې وبېروې چي د دوی پلرونو لا نه وه په خبر.
۳- دا کسان (يعني کفار) که تاسو وبېروی يا نه، دوی ايمان نه راوړي؛ خو هغه کسان ايمان راوړي چي د دې کتاب متابعت وکي او د خپل رب څخه په پټه بېرېږي.
۴- الله تعالی به مړي را ژوندي کړي او د دوی ټولي کړني او اعمال ور سره موجود دي.
۵- الله (عزوجل) په مځکه کي د خرما او انګورو باغونه پيدا کړي دي او ویالې و چينې ئې پيدا کړي دي، تر څو تاسو شکر ادا کړئ.
www.taleemulislam.net