لیکنه: حبیب الله قلم مل/ تعلیم الاسلام ویب پانه
د پلار مهرباني
پرون چیري زه او مولوي عبدالغفار جبیر د یو سپین ږیري حاجي صاحب میلمانه وو، ډیر مهربانه مدبر او مینه ناک انسان وو د خبرو په جریان کي د ژوند او مرګ خبره راغله نو دې حاجي صاحب وویل چي زما همېشه و الله جل جلاله ته دا خواست وي چي ماته مرګ په روژه کي د جمعې په ورځ راکړي؛ خو بیا چي فکر وکړم چي اه دا د هلکانو یعني زامنو اختر به څنګه سي د هغوی اختر به د غم اختر وي. زه فکر یوړم چي د پلار مهرباني او د اولاد بې پروایي شاید د هغوي به اختر ته دده مرګ هیر وي؛ خو دی د هغوي د خفګان په خاطر دا خواست لا په خلاصه خوله نه سي کولای؛ نو ځکه الله جل جلاله په قران کریم کي فرمایي چي تاسو ددوي په مخ کي د اف کلیمه هم مه وایاست. اې اولاد پلار ستا د خفګان له وجي د ښې ورځ مرګ لا د ځان لپاره نه خوښوي؛ نو ته هم همداسي وکړه چي دده د ښه خوشحاله ساتلو لپاره یو څه پر ځان زحمت تېر کړه او د پلار مثبت سوال ته مثبت ځواب وایه.
www.taleemulislam.net