لیکنه: علي الله متوکل/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د خالق پر لور(دوهمه برخه/ د اسلام لنډه پېژندنه)
پېلیزه:
اسلام پراخ دین دئ، لوی اهداف لري، د کامل شکل څښتن او ژوندی تاریخ لري. دا دین ته قرآن غوندي لوی کتاب، حضرت محمد صلی الله علیه وسلم غوندي محبوب پیغمبر رالېږل سوی دئ او د تېرو څوارلس سوه کلنو را په دې خوا مخلصو پیروانو د الله جل شانه په مرسته ددې دین دفاع، خپراوی او ابلاغ کړی دئ.
دا به ډېره جالبه وي، چي موږ اسلام په یوه یا دوو صفحو کي در وپېژنو، حال داچي علماء کرامو د دین پر فرعي او کوچنيو مسائلو لسګونه ټوکه کتابونه لیکلي دي. نو ځکه به دا سخته وي، چي دومره لوی نعمت په خپلو څو خبرو کي را لنډ کړو.
اسلام عربي کلیمه ده چي د تسلیمېدو په معنی ده، یعني په حقیقي ډول ځان و رب العزت جل شانه ته تسلیمول، د الله جل شانه لخوا را استول سوي انبیاؤ باندي ایمان درلودل او د هغوی و پیغام ته لبیک ویل دي.
د الله جل شانه په وړاندي یوازینی دین اسلام دئ، اسلام د سعادت لار ده، نو ځکه چا چي مخ ځني اړولی، هغه تباه سوی دئ.
قران کریم؛ هغه کتاب چي د هدایت څراغ، د تاریکیو رڼا، د اسرارو روښنایي، د حق خپرونکی، د باطل غندونکی، د اقتصادي نظام بشپړ نصاب، د ساینس مخکښ څېړونکی، د عبرت د کيسو بیانونکی، د اخلاقو مجموعه، زموږ باور او د الله جل شانه مبارک، ریښتنی، تل پاتی، کامل، شامل، جامع او زموږ زړونو ته نږدې کلام دئ، چي د اسلام تر ټولو لویه معجزه ده او پر سردار عالم صلی الله علیه وسلم باندي نازل سوی دئ.
امین، ریښتنی، د ښه نسب څښتن، د نیکو اخلاقو رهنما، د تاریکیو سهار، د قران مبلغ، د ټولني په درد خوږ، د کایناتو سردار او زموږ محبوب نبي حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د اسلام وروستی پیغمبر دئ. د ژوندانه د کړو وړو، فصیحو ویناوو او اخلاقو څخه ئې د مشکو بوی را ولاړیږي، د هري ورځي ستونزي په حل کیږي او ناپایه او نایابه مینه ځني زده کیږي.
که چیري مسلمانان د قران پیغام، ښوونه، اوامر او د حبیب رسول صلی الله علیه وسلم وینا، ارشادات او د ژوندانه ټولي چاري په خپل ژوند کي جاري او عملي کړي، نو لېري نه ده چي ور پیښي ټولي ستونزي به ئې حل سوي وي او د یو کامیابه، بریمن، خوشحاله او مینه ناک ژوند خاوندان به وي. داچي نن پر موږ اقتصادي ستونزي، نړیواله بدمخې ډیموکراسي، تور سیاست، بد اخلاقي او هره ناخواله د باران په څیر را اوریدلي، همدا علت دئ، چي موږ د اسلام له چارچوبه ور ها خوا د نورو په نظامو کي ژوند کوو.
د خپلو خبرو په شروع کي مو وویل چي اسلام پراخ دین دئ، مګر دلته مو په څو ټکو کي ستاسي په وړاندي ځکه کښېښود چي په لنډ عبارت، خو لوی مفهوم هم زموږ او هم زموږ د کوچنیو ماشومانو په ذهن کي په اسانۍ سره نقش سي.
www.taleemulislam.net